21/01/2026
د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شوو تخمونو د تولید په موخه کرل شوو غنمو څخه لومړنی تفتیش ترسره شو.
یاد تفتیش د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت له لوري ترسره شو، چې مشري یې د تصدیق د ورکړې امر انجینر نعمتالله اکبري کوله چې د تفتیش مدیر انجینر وحیدالله بهسودي، انجینر اللهیار او انجینر شاکر یې هم ملتیا کوله.
د تفتیش پر مهال د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمهییز دفتر مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین د کرل شوو غنمو د وضعیت، د اصلاح شوو تخمونو د تولید څرنګوالي او ترسره شوو تخنیکي چارو په اړه هر اړخیز معلومات له پلاوي سره شریک کړل.
د تفتیش پلاوي د کرل شوي فصل وضعیت له نږدې وڅېړه، د کرنیزو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه وکړه او د لا ښه والي او معیاري تولید په موخه یې اړینې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې د اصلاح شوو تخمونو تولید د کرنیز حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم رول لري، او دا ډول تفتیشونه د کیفیت د تضمین او معیاري تولید په برخه کې بنسټیز ارزښت لري