Medical Doctor

Medical Doctor Doctor

29/07/2025
29/07/2025

که د ختیځ کارابین په ټاپوګانو کې کور رانیسي، نو په دغو ښکليو سمندرغاړو کې د ارام ژوند دایمي اوسېدو لپاره پاسپورټ هم در کوي.

په ډېرو هېوادونو داسې اعلان کېږي چې وايي، د کور اخیستلو سره پاسپورټ هم درکوو. ویل کېږي، په امریکا کې د وروستیو سیاسي او ټولنیزو بې‌ثباتو وروسته دغو هېوادونو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د سیمې پنځه هېوادونه – انټيګوا او باربودا، دومینیکا، ګرېنادا، سېنټ کیټس او نیوېس او سېنټ لوشیا کې که څوک د شاوخوا ۲ سوه زره امریکايي ډالرو پانګونه وکړي، نو یاد هېوادونه تابعیت هم ورکوي. یادو هېوادونه دغه پروګرام ته د (سي، بي، ای) نوم ور کړی دی.

یعنې که یو څوک کور واخلي، نو پاسپورټ هم ور کوي، چې د بريتانیا او د اروپا شېنګن په ګډون کابو ۱۵۰ هېوادونو ته به بې ویزې سفر پرې کولای شي.

د شتمنو لپاره، دا پروګرامونه ځکه هم مهم دي چې هلته د پانګې ګټې یا میراث په اړه مالیه هم نشته. سربېره پر دې دا هېوادونه خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل اصلي تابعیت هم وساتي.

د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:
https://bbc.in/3IOwgVY

29/07/2025
29/07/2025

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د ...

25/05/2025

د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه‌ګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

25/05/2025

د تازه افشا شویو اسنادو پر بنسټ،‌ د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یوه افسر په شخصي ډول د هغو ۱،۵۸۵ افغانانو د بیا میشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي چې له ځانګړو ځواکونو سره یې د باور وړ اړیکې درلودې.

هغه فایلونه، چې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې افشا کړل، ښیي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو بې نومه افسر د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې هغه ته راجع شوی هر غوښتنلیک رد کړ، چې دا عمل "یوه چټکه لړۍ" بلل شوې ده.

د دفاع وزارت محکمې ته ویلي ښايي دا افسر له هغو قضیو سره تړاو ولري چې د ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه تر روانې څېړنې لاندې دي.

بشپړ راپور یې پر بي بي سي پښتو ډاټ کام کې په لاندې لېنک کېکاږلو لوستلی شئ:

https://bbc.in/43wsE1x

25/05/2025

په داسې حال کې چې کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي خو د خوارکي توکو بیو کې بدلون نه‌دی راغلی.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category