Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي

Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai    پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي اسلاميت,افغانيت,انسانيت او د ولس خدمت مو اوليت دي
MBBS. MD. MS. MPH .FIBC.FMAS .DMAS .PHD
MS General & GI Surgery (INDIA)
FMAS.

DMAS (Surgeons WALS)
FIBC Bariatric surgery (Duke University USA)
DrNB HPB Liver Transplant & Surgical Oncology(INDIA).

09/01/2026

دا پېښه چې له کابل د رفاه روغتون څخه راپور شوې، یوازې یوه انفرادي شخړه نه ده، بلکې د هغه سیستماتیک ظلم څرګند انځور دی چې طالبان یې د علم، پوهې او مسلکي قشر، په ځانګړي ډول ډاکترانو پر وړاندې عملي کوي. کله چې وسله وال کسان، د خپلې ناپوهۍ او تاوتریخوالي پر بنسټ، د طبابت د علمي اصولو پر ځای زور، ګواښ او سپکاوی کاروي، نو دا ښکاره کوي چې دا ډله نه د انسان د ژوند ارزښت پېژني او نه د مسلکي مسؤلیت حرمت. ډاکتران چې د جګړو، فقر او ناامنۍ په شرایطو کې د خلکو د ژوند د ژغورلو وروستۍ هیله ده، نن پخپله د مرګ، توهین او بند ګواښ سره مخ دي. طالبان د قانون، اخلاقو او علم پر ځای د وسلې واکمني غواړي او هر هغه څوک چې د عقل، پوهې او تخصص استازیتوب کوي، د دوی لپاره د زغملو وړ نه دی. د رفاه روغتون پېښه دا حقیقت لا روښانه کوي چې په طالبانو واکمن افغانستان کې نه یوازې د بیان ازادي نشته، بلکې د طب، پوهنتون، او مسلکي وجدان لپاره هم ځای نه دی پاتې. دا وضعیت د هېواد د بشپړې فکري او انساني تباهۍ زنګ دی، چې مسؤلیت یې مستقیم د طالبانو پر غاړه دی

This incident reported from Refah Hospital in Kabul is not merely an isolated dispute, but a clear reflection of the systematic oppression that the Taliban impose on knowledge, professionalism, and especially on doctors. When armed individuals, driven by ignorance and violence, replace medical science and professional judgment with threats, beatings, and intimidation, it exposes a regime that neither understands the value of human life nor respects ethical responsibility. Doctors, who in a country devastated by war, poverty, and insecurity represent the last hope for saving lives, are themselves now facing humiliation, detention, and constant threats. The Taliban rule through fear rather than law, through weapons rather than reason, and for this reason anyone who represents education, expertise, and independent thinking becomes a target. The attack on doctors at Refah Hospital demonstrates that under Taliban control, not only freedom of expression is crushed, but the very foundations of medicine, academic knowledge, and professional integrity are under direct assault. Such actions are accelerating the collapse of Afghanistan’s healthcare system and forcing skilled professionals into silence, exile, or submission. This reality sends a dangerous message to society: that ignorance is rewarded while knowledge is punished. The responsibility for this deepening humanitarian and intellectual crisis lies squarely with the Taliban.
Mustafa Kamal Salarzai

Video copy from Zawia news

د اروپا ـ آسیا د نوی ځواک مثلث: چین، روسیه، او د پاکستان تر منځ امنیتی، استخباراتی، او ستراتیژیکه همغږي او د افغانستان ا...
07/01/2026

د اروپا ـ آسیا د نوی ځواک مثلث: چین، روسیه، او د پاکستان تر منځ امنیتی، استخباراتی، او ستراتیژیکه همغږي او د افغانستان اواروپايي ټولنی پر امنیت، مهاجرت، او ارزښتونو باندی د هغی اغیزې، د دغه سیمه ییز ځواک همغږي چې د افغانستان پر محور تمرکز کوی او د افغان او اروپايي خلکو په برخلیک باندې یی اغیزی
لیکوال: پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزی

په معاصر نړیوال سیاست کې د قدرتونو ترمنځ اړیکې یوازې د دوستانه همکاریو پر بنسټ نه وی ولاړې ، بلکې تر ډېره د ګټو، سیالیو، امنیتي اندېښنو او جیوپولیټیک محاسبو محصول وي. د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ اړیکې هم د همدې واقعیت څرګند مثال دی. دا درې واړه هېوادونه، که څه هم تاریخي، کلتوري او سیاسي توپیرونه لري، خو د سیمې په کچه یې ګډې امنیتي او ستراتیژیکې اندېښنو دې ته اړ کړي چې یو له بل سره نږدې همغږي رامنځته کړي. افغانستان، د خپل جیوپولیټیک موقعیت، اوږدمهاله بې‌ ثباتۍ او نړیوالو شخړو له امله، د دغې درې‌ اړخیزې همکارۍ په مرکز کې واقع شوی دی.

زما دا لیکنه چې د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ امنیتي، استخباراتي، ستراتیژیک، سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکو ژور تحلیل ، او پر افغان ولس یې سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او رواني اغېزې په علمي لیدلوري لوستلی شی.

د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو تاریخي او جیوپولیټیک شالید

د لوېدیځ پر وړاندې ګډ دریځ

افغانستان د سیالۍ او همکارۍ ګډ میدان

د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو تاریخي او جیوپولیټیک شالید د معاصر نړیوال سیاست له ژورو بدلونونو سره مستقیم تړاو لري، ځکه دا درې واړه هېوادونه که څه هم له تاریخي، ایډیولوژیک او سیاسي پلوه یو له بله متفاوت دي، خو د امریکا او اورپایی ټولنی د نړیوال نفوذ پر وړاندې د ګډو اندېښنو له امله یې په تدریجي ډول یو ګډ امنیتي، سیاسي او ستراتیژیک دریځ خپل کړی دی؛ روسیه چې د سړې جګړې له پای وروسته یې د نړیوال قدرت حیثیت سخت زیانمن شوی، هڅه کوي چې د امریکا یو قطبي نظام ننګ کړي او ځان د یو بدیل نړیوال ځواک په توګه بېرته مطرح کړي، په همدې لړ کې افغانستان د مسکو لپاره نه یوازې د مرکزي اسیا د امنیتي کمربند یوه مهمه برخه ده، بلکې د لوېدیځ پر وړاندې د سیاسي فشار یوه وسیله هم ګڼل کېږي؛ چین، چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد او د نوې نړیوالې اقتصادي معمارۍ بنسټګر بلل کېږي، افغانستان ته د امنیتي خطر او اقتصادي فرصت دواړو په سترګه ګوري، ځکه له یوې خوا د سین‌ کیانګ د ایغوري مسلمانانو موضوع او د افراطي ډلو د احتمالي نفوذ وېره لري، او له بلې خوا د افغانستان طبیعي زیرمې، جغرافیایي موقعیت او د یو کمربند یوې لارې سترې پروژې لپاره حیاتي ارزښت لري؛ پاکستان بیا، چې د خپل دولت د بنسټ له پیله د امنیت‌ محور سیاست قرباني پاتې شوی، افغانستان د خپلې ستراتیژیکې ژورې (Strategic Depth) د نظریې یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي او هڅه کوي چې د هند د نفوذ د مهار لپاره په کابل کې یو مطیع او همغږی سیاسي جوړښت ولري، همدا درې ‌واړه هېوادونه په دې باور دي چې د امریکا اورپایی ټولنی پوځي، استخباراتي او سیاسي حضور نه یوازې د دوی ملي امنیت ته ګواښ دی، بلکې د دوی د سیمه ‌ییز نفوذ د پراخېدو مخه هم نیسي، له همدې امله د لوېدیځ پر وړاندې د ګډ دریځ رامنځته کول د دوی د ستراتیژیک تفکر بنسټ جوړوي؛ افغانستان، د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله چې د مرکزي، جنوبي او ختیځې اسیا ترمنځ د نښلونکي پُل حیثیت لري، د دغو قدرتونو لپاره د سیالۍ او همکارۍ یو ګډ میدان ګرځېدلی، ځکه هر هغه ځواک چې پر افغانستان اغېز ولري، کولای شي د سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي توازن مستقیم نفوذ وکړي؛ د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې تشه چین، روسیې او پاکستان ته دا فرصت ورکړ چې د لوېدیځ د نفوذ پر ځای خپل سیمه‌ ییز امنیتي نظم پیاوړی کړي، خو دا هڅه تر ډېره د افغان ولس د ارادې، ملي حاکمیت او سیاسي حقونو له پامه غورځولو سره مل ده، ځکه د دغو هېوادونو تمرکز د یوه مشروع، ولسواکه او ټولشموله نظام پر جوړولو نه، بلکې د داسې یو واقعیت د مدیریت پر لور روان دی چې د دوی امنیتي اندېښنې پکې مهار او ستراتیژیکې ګټې پکې خوندي شي؛ په همدې چوکاټ کې، افغانستان د یوه خپلواک دولت پر ځای د نفوذ، کنټرول او سیاسي معاملې په جغرافیه بدل شوی، چېرته چې استخباراتي همغږي، امنیتي تفاهم او دیپلوماتیک تعامل د ولسي مشارکت پر ځای د قدرتونو ترمنځ تنظیمېږي، دا وضعیت نه یوازې د افغان دولت‌ سازۍ بهیر کمزوری کړی، بلکې د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ، بې‌باورۍ او سیاسي انزوا بنسټ یې هم پیاوړی کړی دی، ځکه هر هغه ستراتیژیک نظم چې د ولس له ارادې پرته جوړ شي، په ماهیت کې ناپایدار وي، او تر هغه چې چین، روسیه او پاکستان افغانستان یوازې د لوېدیځ پر وړاندې د سیالۍ ډګر، د امنیتي خطر د مهار ساحه او د اقتصادي ګټو سرچینه ګڼي، نه د یو خپلواک ولس د سیاسي حقونو کور، دا هېواد به د سیمې د قدرتونو د جیوپولیټیکي لوبو قرباني پاتې شي او د ثبات پر ځای به د مدیریت شوې بې‌ ثباتۍ په حالت کې وساتل شي.



امنیتي او استخباراتي همکاري

د ترهګرۍ پر ضد ګډ روایت

استخباراتي همغږي او د طالبانو ملاتړ

د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ امنیتي او استخباراتي همکاري په ظاهري توګه د ترهګرۍ، افراطیت او بې‌ثباتۍ پر ضد د ګډې مبارزې تر شعار لاندې تنظیم شوې، خو په واقعي مانا کې دا همکاري تر ډېره د سیاسي ګټو، جیوپولیټیک محاسبو او استخباراتي معاملاتو محصول ده، نه د ولسي امنیت او سیمه‌ییز ثبات صادقانه هڅه، ځکه د ترهګرۍ مفهوم د دغو درېیو هېوادونو لپاره یو ثابت، حقوقي او نړیوال تعریف نه لري، بلکې هر هېواد یې د خپلو کورنیو او بهرنیو موخو له مخې تعبیر او کاروي؛ چین د امنیت تر نوم لاندې د ایغور مسلمانانو هر ډول سیاسي، فرهنګي او مذهبي مقاومت د ترهګرۍ په چوکاټ کې راولي او د همدې روایت د نړیوال منلو لپاره له سیمه ‌ییزو متحدینو سره استخباراتي همغږي پیاوړې کوي، څو د سین‌ کیانګ مسئله د بشري حقونو له بحثه وباسي او د امنیتي خطر په توګه یې تعریف کړي؛ روسیه بیا، چې د قفقاز او مرکزي اسیا د اسلامي خوځښتونو له تاریخي تجربو ژوره وېره لري، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د خپل داخلي امنیت د مشروعیت لپاره کاروي او هڅه کوي چې افغانستان د افراطي ډلو د احتمالي نفوذ د مهار لپاره د یوه کنټرول شوي کمربند په توګه وساتي، نه د یوه خپلواک او باثباته دولت په توګه؛ پاکستان، چې استخباراتي اداره یې د دولت د تصمیم ‌نیونې تر ټولو پیاوړی محور بلل کېږي، د ترهګرۍ پر وړاندې دوه ‌ګونی سیاست تعقیبوي، ځکه له یوې خوا ځینې ډلې د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼي او له بلې خوا هغه ډلې چې د سیمه‌ ییز نفوذ، ستراتیژیک ژورې او د هند پر وړاندې د توازن لپاره ګټورې وي، د ښه ترهګر تر عنوان لاندې زغمي یا یې ملاتړ کوي، همدا دوه‌ ګونی معیار د درې ‌اړخیزې استخباراتي همکارۍ بنسټیز تضاد جوړوي؛ په افغانستان کې د استخباراتي همغږۍ اصلي محور پاکستان دی، ځکه د طالبانو له جوړښت، رهبرۍ، تمویل او ستراتیژیک تصمیم‌ نیونې سره د اسلام‌اباد اړیکې ژورې، تاریخي او سازماني دي، د چین او روسیې استخباراتي ادارې د پاکستان له همدې شبکو څخه د معلوماتو، اړیکو او نفوذ لپاره استفاده کوي، چې دا چاره افغانستان د یوه خپلواک استخباراتي چاپېریال پر ځای د بهرنیو استخباراتو د تقاطع نقطه ګرځولې ده؛ دا همکاري تر ډېره د طالبانو د واکمنۍ د ثبات لپاره کارول شوې، ځکه طالبان د دغو هېوادونو لپاره د یوه داسې واقعیت په توګه منل شوي چې کولای شي امنیتي تشه ډکه کړي، د لوېدیځوالو نفوذ محدود کړي او د افراطي ډلی د دوی د مستقیم کنټرول ژوند وکړی او دی دری اړخیز فکتور لپاره تل ثابت او پر امن او دری اړیخیز مثلث وی، خو دا ثبات د افغان ولس د امنیت، ازادۍ او حقونو پر حساب تأمین نه دی ، ځکه د استخباراتي همکارۍ په دې چوکاټ کې د ولسي امنیت پر ځای د نظامي کنټرول، د مخالفت د ځپلو او د ټولنې د چوپ ساتلو میکانیزمونه پیاوړي کوی؛ د امنیت تر نوم لاندې د بیان ازادي محدوده شوې، مدني فعالان تر څار او فشار لاندې راغلي، سیاسي مخالفین د امنیتي ګواښ په نوم خاموش کړل شوي، او ښځې له ټولنیز، تعلیمي او اقتصادي ژوند څخه حذف شوې، ځکه د چین، روسیې او پاکستان امنیت‌ محوره لیدلوری طالبانو ته دا پیغام ورکړی چې تر هغه چې د سیمې امنیتي اندېښنې مهار وي، د بشري حقونو سرغړونې د زغم وړ دي؛ په همدې ترتیب، استخباراتي همغږي د ولسي اعتماد پر ځای د ولسي بې‌باورۍ سبب شوې، ځکه افغان ولس دا درک کوي چې امنیتي پرېکړې د دوی د ساتنې لپاره نه، بلکې د قدرتونو د ګټو لپاره کېږي، همدا بې ‌باوري د دولت او ولس ترمنځ واټن ژور کړی او د اوږدمهاله ثبات هر ډول امکان یې کمزوری کړی دی، ځکه هغه امنیت چې د استخباراتي معاملې، سیاسي مصلحت او ولسي چوپتیا پر بنسټ ولاړ وي، په ذات کې ناپایدار وي، او تر هغه چې چین، روسیه او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د انساني امنیت، ټولنیز عدالت او ولسي مشارکت له اصولو سره ونه تړي، دا ګډ روایت به د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای د هغې د بڼې بدلون، د بې ‌ثباتۍ دوام او د افغان ولس د کړاو ژورتیا تضمین کړي.

د افغانستان په اړه ګډ سیاسي دریځ

د لوېدیځ بدیل روایت

د افغان ولس له ګډون پرته پرېکړې

د افغانستان په اړه د چین، روسیې او پاکستان ګډ سیاسي دریځ د معاصر نړیوال سیاست د هغه بدیل روایت څرګندونه کوي چې پکې د ولسواکۍ، بشري حقونو، ټولشموله حکومت او ملي حاکمیت پر ځای ثبات او امنیت د سیاسي مشروعیت اساسي معیار ګرځول کېږي، دا درې واړه هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان د یوه امنیتي مسئلې په توګه تعریف کړي، نه د یوه ملت د سیاسي حقونو او تاریخي ارادې د تجلي په توګه، ځکه د دوی په ستراتیژیک محاسبه کې هغه نظام مشروع ګڼل کېږي چې دپورته ذکر شوی هیوادونو د سیمو امنیتي اندېښنې مهار کړي، د افراطي ډلو د کنټرول موجود وی او د لوېدیځ او اورپایی ټولنی نفوذ محدودولو کې ورسره همکاری وکړي، که څه هم دا نظام د خپل ولس له اساسي حقونو، سیاسي مشارکت او ټولنیز عدالت څخه بې ‌برخې وي؛ په همدې چوکاټ کې د طالبانو واکمني د دغو هېوادونو لپاره د یوه واقعیت په توګه منل شوې، نه د یوه مشروع، ولسواکه او ټولشموله نظام په توګه، او دا منل کېدل د یوه داسې سیاسي روایت له لارې توجیه کېږي چې پکې امنیت د ارزښتونو پر ځای ناست دی او ثبات د عدالت بدیل ګرځول شوی، دا روایت په مستقیم ډول د افغان ولس سیاسي اراده څنډې ته کوي، ځکه ولس نور د خپل برخلیک د ټاکلو فاعل نه، بلکې د قدرتونو د معاملو موضوع ګرځول شوی، د لوېدیځ بدیل روایت په اصل کې د واکمنۍ د مشروعیت معیارونه بدلوي، ځکه که په لوېدیځ سیاسي فکر کې مشروعیت د ولس له رضایت، ټاکنو، قانون او بشري حقونو سرچینه اخلي، نو د چین، روسیې او پاکستان په وړاندېز شوي ماډل کې مشروعیت د امنیتي کنټرول، د مخالفت د ځپلو او د نظم د تحمیل له لارې تعریفېږي، دا بدلون نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې لپاره هم خطرناک ساری جوړوي، ځکه ورته سیاسیت دا پیغام ټولنی ته خپروي چې ولسي اراده د ثبات په نوم قرباني کېدای شي؛ د افغانستان په اړه د دغو درې هېوادونو سیاسي پرېکړې تر ډېره د تړلو دروازو تر شا، د محدودو دیپلوماتیکو کړیو، استخباراتي کانالونو او ستراتیژیکو تفاهماتو له لارې کېږي، نه د عامه بحث، شفافیت او ولسي مشارکت پر بنسټ، نه افغان مدني ټولنه پکې ونډه لري، نه سیاسي جریانونه، نه علمي بنسټونه، او نه هم د ولس مشروع استازي، دا وضعیت د ملي حاکمیت له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی، ځکه ملي حاکمیت یوازې د جغرافیې کنټرول نه، بلکې د ولس د ارادې تمثیل دی، او کله چې د یوه هېواد په اړه پرېکړې د هغه له ولس پرته کېږي، نو هغه هېواد په عملي توګه د خپلواک سیاست له حقه محرومېږي؛ په همدې لړ کې، د افغانستان راتلونکی د داسې مېزونو پر سر بحث کېږي چې افغانان پکې یا خو بېخي نشته، یا د سمبولیک حضور تر بریده محدود دي، دا چاره د ولس او سیاست ترمنځ واټن ژوروي او د سیاسي بې ‌باورۍ فضا پیاوړې کوي، ځکه ولس دا احساس کوي چې د دوی برخلیک د بهرنیو قدرتونو د ګټو تابع شوی دی؛ دا درې‌ اړخیز سیاسي دریځ د طالبانو لپاره یو ډول غیر رسمي مشروعیت رامنځته کړی، ځکه کله چې سیمه ‌ییز قدرتونه د فشار پر ځای تعامل غوره کوي، د شرایطو پر ځای واقعیت مني، او د بشري حقونو پر ځای امنیت ته لومړیتوب ورکوي، نو واکمن نظام ته دا پیغام رسېږي چې د ولس رضایت شرط نه دی، بلکې د قدرتونو رضایت بسنه کوي، همدا منطق د ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو هر ډول هڅه کمزورې کړې، ځکه طالبان ځان د ولس پر وړاندې نه، بلکې د سیمې د قدرتونو پر وړاندې مسئول ګڼي، د افغان ولس له ګډون پرته پرېکړې د سیاسي انزوا، داخلي ماتې او ټولنیز بې‌ حرکته‌ والي سبب شوې دي، ځکه سیاسي مشارکت چې د ټولنې د ژوندانه ساه ده، په تدریجي ډول خفه شوې، ګوندونه له منځه تللي، مدني فضا تړل شوې، او ولس د سیاست له فاعل څخه ناظر ته راټیټ شوی، دا وضعیت نه یوازې د حال ستونزه ده، بلکې د راتلونکي لپاره هم خطرناکه پایله لري، ځکه هغه ټولنه چې د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه ونه لري، د دولت له جوړښت سره عاطفي او سیاسي اړیکه له لاسه ورکوي؛ په همدی اساس، د چین، روسیې او پاکستان ګډ سیاسي دریځ که څه هم د لنډمهاله ثبات او امنیت د مدیریت لپاره اغېزمن ښکاري، خو په اوږدمهال کې د افغانستان د کړکېچ د حل پر ځای د هغه د منجمدولو لامل ګرځي، ځکه دا دریځ د ستونزې ریښی نه حل اوفصل کوي، بلکې یوازې نښې کنټرولوي، او تر هغه چې د افغان ولس سیاسي اراده، بشري حقونه، ټولشموله مشارکت او ملي حاکمیت د هر ډول سیمه ‌ییز تعامل بنسټ ونه ګرځي، دا بدیل روایت به د لوېدیځ بدیل نه، بلکې د ولسواکۍ بدیل وي، او افغانستان به د ثبات تر نوم لاندې د دوامدار سیاسي محرومیت په حالت کې پاتې شي.

دیپلوماتیک تعاملات او نړیوال فورمونه

شانګهای سازمان او ملګري ملتونه

دیپلوماتیک مشروعیت او د سیاست معامله

د افغانستان په اړه د چین، روسیې او پاکستان دیپلوماتیک تعاملات تر ډېره د سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو له لارې تنظیمېږي، چې تر ټولو مهم یې د شانګهای همکاریو سازمان او د ملګرو ملتونو چوکاټ دی، په شانګهای سازمان کې چین او روسیه د افغانستان په اړه یو نږدې او همغږی دریځ لري، چې پکې امنیت، د افراطیت مهار او د لوېدیځ او اورپایی ټولنی د نفوذ محدودول لومړیتوب لري، او پاکستان د دغه دریځ فعاله ملاتړی بلل کېږي، ځکه دا سازمان د دغو هېوادونو لپاره نه یوازې یو امنیتي فورم دی، بلکې د بدیل نړیوال نظم د ترویج وسیله هم ده، په همدې چوکاټ کې افغانستان د یوه مستقل سیاسي موضوع پر ځای د سیمه ‌ییز امنیت د یوې برخې په توګه مطرح کېږي، او دوی د طالبانو واکمني د یوه واقعیت په توګه منی، چې باید ورسره تعامل وشي، نه دا چې د مشروعیت معیارونو ته یې راکش کړی، په ملګرو ملتونو کې هم دا درې هېوادونه هڅه کوي چې د طالبانو پر وړاندې نړیوال فشار نرم کړي، د بندیزونو د کمولو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو موضوع د امنیتي اړتیاوو تر سیوري لاندې راولي، دا دریځ د دې لامل شوی چې نړیواله ټولنه د اصولو پر ځای د مصلحت سیاست ته ورنږدې شي، ځکه کله چې د ملګرو ملتونو په څېر بنسټ کې د قدرت لرونکي هېوادونه د فشار پر ځای د تعامل لاره غوره شی، نو د نړیوالو اصولو د پلي کېدو اراده کمزورې کېږي، د طالبانو سره دیپلوماتیک تعامل تر ډېره د افغان ولس د حقونو، سیاسي مشارکت او ټولنیز عدالت پر بنسټ نه، بلکې د ستراتیژیکو معاملو پر اساس روان دی، دا معاملې د امنیتي تضمینونو، د افراطي ډلو د کنټرول ژمنو، د نشه ‌یي توکو د مخنیوي او د سیمه‌ ییز ثبات د مدیریت په نوم ترسره کېږي، خو په بدل کې یې د ولسي حقونو سرغړونې، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د بیان ازادۍ ځپل د زغم وړ بلل کېږي، دا وضعیت د دیپلوماتیک مشروعیت مفهوم تحریفوي، ځکه مشروعیت نور د ولس له رضایت نه، بلکې د قدرتونو له توافقه سرچینه اخلي؛ همدا ډول، د سیاسي معاملې دا ډول تعامل د نړیوالو اصولو اعتبار کمزوری کوي، ځکه که د بشري حقونو، ولسواکۍ او قانون حاکمیت معیارونه د جیوپولیټیک مصلحت قرباني شي، نو نړیوال نظام په خپله د دوه‌ګوني معیار قرباني ګرځي، دا پیغام خپرېږي چې اصول یوازې د کمزورو لپاره دي، نه د هغو نظامونو لپاره چې د قدرتونو امنیتي اړتیاوې پوره کوي؛ په پایله کې، که څه هم د شانګهای سازمان او ملګرو ملتونو له لارې روان دیپلوماتیک تعامل د لنډمهاله ثبات او د کړکېچ د مدیریت لپاره ګټور ښکاري، خو په اوږدمهال کې دا تعامل د افغانستان د سیاسي ستونزې د حل پر ځای د هغې د کنګل کېدو لامل ګرځي، ځکه تر هغه چې دیپلوماتیک مشروعیت د افغان ولس له ارادې، حقونو او مشارکت سره ونه تړل شي، نړیوال فورمونه به د عدالت د ټینګښت پر ځای د سیاسي معاملې ډګر پاتې شي، او افغانستان به د نړیوالو اصولو او سیمه ‌ییزو مصلحتونو ترمنځ ځوړند حالت کې ژوند ته دوام ورکړي.

پر افغان ولس د دغو اړیکو سیاسي اغېزې

د ولسواکۍ زوال

ملي حاکمیت او خپلواکه پرېکړه

پر افغان ولس د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ د امنیت ‌محورو او ستراتیژیکو اړیکو سیاسي اغېزې ژورې، دوامدارې او تر ډېره منفي دي، ځکه دا اړیکې د ولسواکۍ پر بنسټیزو ارزښتونو د تضعیف سبب شوې او د سیاسي مشارکت هغه ټول میکانیزمونه یې له منځه وړي چې د ولس د ارادې د تمثیل وسیله ګڼل کېده، د ټاکنو بهیر چې د ولسواک نظام بنسټ دی، بشپړ لغوه شوی، سیاسي ګوندونه یا منحل شوي یا له سیاسي صحنې ایستل شوي، او مدني مشارکت چې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې حیاتي کانال و، د امنیت تر نوم لاندې تړل شوی دی، دا وضعیت د دې لامل شوی چې ولس نور د سیاست فاعل نه، بلکې د واک د تطبیق منفعل مخاطب وګرځي، د چین، روسیې او پاکستان امنیت ‌محوره سیاستونو د ثبات او امنیت په نوم داسې سیاسي فضا رامنځته کړې چې پکې د ولسواکۍ غوښتنه د ګډوډۍ، مخالفت او حتی د امنیتي ګواښ په توګه تعبیرېږي، همدا تعبیر د واکمن نظام لپاره دا زمینه برابره کړې چې هر ډول سیاسي اختلاف، مدني فعالیت او انتقادي غږ د نظم د ماتولو تر عنوان لاندې وځپي، او په دې توګه ولسواکي نه یوازې عملي بڼه له لاسه ورکړي، بلکې د سیاسي تفکر له ساحې هم ویستل شوی، په همدې لړ کې ملي حاکمیت چې د ولسواکۍ روح بلل کېږي، په تدریجي ډول تش شوی، ځکه ملي حاکمیت هغه وخت معنا لري چې ولس د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري، خو په اوسني وضعیت کې افغان ولس نور د پرېکړې مرکز نه دی، بلکې پرېکړې د بهرنیو قدرتونو د امنیتي، استخباراتي او ستراتیژیکو ګټو پر اساس تنظیمېږي، دا پرېکړې که د واک د جوړښت په اړه وي، که د نړیوال تعامل په اړه، او که د کورنیو سیاستونو په اړه، تر ډېره د چین، روسیې او پاکستان د رضایت له زاویې ارزول کېږي، نه د ولس د اړتیاوو او غوښتنو له مخې؛ د بهرنیو قدرتونو دا اغېز د افغان دولت د خپلواک تصمیم ‌نیونې ظرفیت کمزوری کړی، ځکه واکمن نظام ځان د ولس پر وړاندې نه، بلکې د سیمه‌ییزو متحدینو پر وړاندې مسئول ګڼي، همدا منطق د حساب‌ ورکونې هر ډول بهیر له منځه وړی، ځکه کله چې واک د ولس له ارادې سرچینه وانخلي، نو ولس ته ځواب ‌ویونکی هم نه پاتې کېږي، دا وضعیت د افغان ولس په سیاسي شعور کې ژوره بې‌ باوري زېږولې، ځکه خلک احساس کوي چې سیاست نور د دوی د ژوند د ښه کېدو وسیله نه، بلکې د بهرنیو قدرتونو د معاملې ډګر ګرځېدلی دی، همدا بې‌ باوري د سیاسي بې‌ تفاوتۍ، مهاجرت او د ټولنیز تړون د ماتېدو لامل شوې، چې اوږدمهاله پایلې یې د دولت ‌سازۍ بهیر ته جدي ګواښ پېښوي، په همدی شکل، د چین، روسیې او پاکستان امنیت ‌محوره ستراتیژۍ که څه هم د لنډمهاله نظم او کنټرول د ټینګښت ادعا کوي، خو په واقعي مانا کې د ولسواکۍ د زوال، د ملي حاکمیت د تشېدو او د خپلواک تصمیم‌ نیونې د له منځه تلو سبب شوې، او تر هغه چې افغان ولس بېرته د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو مرکز ونه ګرځي، دا اړیکې به د ثبات پر ځای د دوامدار سیاسي محرومیت او بې‌ثباتۍ بنسټ پیاوړی کړي.

اقتصادي او ټولنیزې اغېزې

د چین اقتصادي ګټې او د ولس بې ‌برخېتوب

د افغان ولس ژوند په فقر، بېکاري او نړیوال انزوا کی

د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو اقتصادي او ټولنیزې اغېزې پر افغان ولس ژورې او له نابرابرۍ ډکې دي، خو په دې چوکاټ کې د چین اقتصادي حضور ځانګړی او اغېزناک رول لري، ځکه بیجینګ افغانستان ته تر هر څه د مخه د طبیعي زیرمو، کانونو، انرژۍ سرچینو او ترانزیټي لارو د یوه بالقوه اقتصادي دهلېز په سترګه ګوري، نه د یوه ټولنیز اقتصاد د ودې مستحق ملت په توګه، که څه هم د پانګونې، بیارغونې او اقتصادي همکارۍ شعارونه ورکول کېږي، خو په عملي ډګر کې د شفافیت نشتوالی، د ولسي نظارت د میکانیزمونو له منځه تګ، او د حساب‌ورکونې د بنسټونو نشتون دا پانګونې په تړلو، غیر شفافو او امنیت‌محورو معاملاتو بدل کړي دي، چې ګټه یې د محدودو واکمنو کړیو او بهرنیو شریکانو جېبونو ته ځي، نه د عام ولس ژوند ته؛ د کانونو او طبیعي زیرمو قراردادونه د ولس له خبرتیا پرته لاسلیک کېږي، د عایداتو د وېش څرنګوالی نامعلوم دی، او د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه نه ترسره کېږي، دا ټول د اقتصادي عدالت نشتوالی ژوروي او د شتمنۍ او فقر ترمنځ واټن پراخوي، ځکه ولس د خپلې خاورې له زیرمو څخه بې‌برخې پاتې کېږي، حال دا چې د ګټې اصلي برخه بهر ته لېږدول کېږي؛ له بلې خوا، د نړیوال انزوا دوام، د رسمي حکومت د نه رسمیت پېژندنې، او د بندیزونو له امله د افغانستان بانکي نظام فلج شوی، مالي جریانونه محدود شوي، او د خصوصي سکتور د ودې هر ډول امکان له منځه تللی دی، دا وضعیت د پانګونې نشتوالی لا پسې ژور کړی او د کاري فرصتونو دروازې یې تړلي دي، چې پایله یې پراخه بېکاري، عایداتي ناامني او د فقر پراخېدنه ده؛ افغان ولس، په ځانګړي ډول ځوانان او ښځې، د اقتصادي ژوند له اساسي حقونو بې‌برخې شوي، ځکه نه د کار بازار شته، نه د مهارتونو د ودې فرصتونه، او نه هم د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ اغېزمن میکانیزمونه، همدا اقتصادي فشارونه د ټولنیز ثبات بنسټونه کمزوري کوي او د کورنیو د تجزیې، ماشومانو د کار، اجباري مهاجرت او رواني ستونزو لړۍ پیاوړې کوي؛ نړیوال انزوا نه یوازې اقتصادي زیانونه لري، بلکې ټولنیزې او رواني پایلې هم زېږوي، ځکه کله چې ولس ځان د نړیوال نظام له بهیره ایستل شوی احساس کړي، د راتلونکي هیله له منځه ځي او ناامیدي په یوه ټولنیز حالت بدلېږي؛ په پایله کې، د چین اقتصادي ګټې که څه هم د سیمه‌ییز اتصال او پانګونې تر شعار لاندې وړاندې کېږي، خو تر هغه چې شفافیت، ولسي نظارت، عادلانه عایداتي وېش او ټولنیز حساب‌ورکونه تضمین نه شي، دا حضور به د افغان ولس لپاره د سوکالۍ پر ځای د بې‌برخېتوب سمبول پاتې شي، او تر هغه چې نړیوال انزوا، بانکي فلج او د پانګونې نشتوالی دوام ولري، افغان ولس به د اقتصادي بحران له کړاو څخه د وتلو پر ځای لا ژورې ټولنیزې بې‌ثباتۍ ته ورټېل وهل کېږي.

د امنیت تر نوم لاندې د ولسي حقونو محدودیت

د امنیت تر نوم لاندې د ولسي حقونو محدودیت د چین، روسیې او پاکستان د امنیت‌ محورو سیاستونو یوه له تر ټولو جدي او دردناکو پایلو څخه دی، ځکه دغو هېوادونو د ثبات او امنیت د لومړیتوب په ورکولو سره طالبانو ته دا څرګند پیغام ورکړی چې تر هغه چې د سیمې امنیتي اندېښنې مهار وي، د بشري حقونو سرغړونې د زغم وړ دي، همدا منطق د دې لامل شوی چې د ښځو تعلیم او کار په سیستماتیک ډول بند شي، نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې پاتې شي، او ښځې له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه حذف کړل شي؛ له بلې خوا د بیان ازادي چې د هرې سالمې ټولنې بنسټ دی، د امنیتي ګواښ تر عنوان لاندې محدوده شوې، رسنۍ تر سانسور لاندې راغلي، انتقادي غږونه خاموش کړل شوي، او ژورنالېستان د فشار او ځان‌سانسور فضا ته ټېل وهل شوي دي؛ مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعین او ټولنیز خوځښتونه د امنیتي شک په نوم تر څار، ګواښ او ځپنې لاندې دي، چې دا وضعیت د مدني فضا بشپړ تړل رامنځته کړی دی؛ په دې ټولو کې ښځې او ځوانان د دغو ستراتیژیکو معاملو ستر قربانیان دي، ځکه د هغوی راتلونکی، هیلې او انساني کرامت د امنیتي مصلحت قرباني شوی، او دا ډول ثبات چې د حقونو پر ځپلو ولاړ وي، نه یوازې ناپایدار دی، بلکې د ټولنې د اوږدمهاله بحران بنسټ هم ږدي.

د پاکستان استخباراتي نفوذ او ولسي بې ‌باوري

د پاکستان استخباراتي نفوذ د طالبانو په سیاسي او امنیتي جوړښت او د پرېکړو په بهیر کې د افغان ولس ترمنځ ژوره او دوامداره بې ‌باوري رامنځته کړې ده، ځکه دا نفوذ یوازې په تاریخي ملاتړ یا سیاسي اړیکو پورې محدود نه دی، بلکې د رهبرۍ، ستراتیژۍ، امنیتي پالیسۍ او بهرني تعامل په کچه یی هماغېز شته، چې له امله یې د طالبانو واکمني د ولس په سترګو کې د یوه خپلواک ملي نظام پر ځای د بهرنیو ګټو د تطبیق وسیله ښکاري، افغان ولس، چې د اوږدو جګړو، استخباراتي لوبو او نیابتي شخړو ترخه تجربه لري، دا نفوذ د ملي حاکمیت له اصل سره په ټکر کې ویني او باور لري چې د هېواد مهمې پرېکړې د ولس د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ نه، بلکې د پاکستان د امنیتي محاسبو او سیمه ‌ییزو اهدافو له مخې تنظیمېږي، همدا احساس د دولت او ولس ترمنځ سیاسي واټن ژور کړی او د مشروعیت هر ډول ټولنیز بنسټ یې کمزوری کړی دی، ځکه هغه حکومت چې د ولس له ارادې سرچینه وانخلي، د ولس اعتماد هم نه شي ترلاسه کولای، د پاکستان استخباراتي نفوذ د افغان ولس په سیاسي حافظه کې د تاریخي مداخلې، دوه ‌ګوني سیاست او د جګړې د دوام سمبول ګرځېدلی، چې پایله کی یې د پراخ ولسي نارضایت، سیاسي بې ‌تفاوتۍ او د ملي یووالي کمزوري کېدل دي، او تر هغه چې دا نفوذ شفاف، محدود او د ملي حاکمیت له اصولو سره سم نه شي، د ولسي بې ‌باورۍ دا ژور درز به د افغانستان د ثبات پر وړاندې یو جدي خنډ پاتې شي.

د روسیې سیاسي معامله ‌ګري

د روسیې سیاسي معامله ‌ګري په افغانستان کې تر ډېره د لوېدیځ پر وړاندې د جیوپولیټیک فشار د وسیلې په توګه تعریف شوې، نه د افغان ولس د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره د یوې صادقانه ستراتیژۍ په توګه، ځکه مسکو افغانستان ته د هغه میدان په سترګه ویني چې کولای شي د امریکا او ناټو د ناکامۍ روایت پیاوړی کړي او د نړیوال سیاست په معادلو کې د خپل نفوذ د بېرته راژوندي کولو لپاره ترې استفاده وکړي، د طالبانو سره د روسیې تعامل د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د مصلحت او سیاسي معاملې پر اساس روان دی، ځکه له یوې خوا روسیه د طالبانو پر وړاندې د سخت دریځ د نه غوره کولو له لارې غواړي ځان د سیمې د واقعي ځواک په توګه وښيي، او له بلې خوا هڅه کوي چې د افغانستان دوسیه د لوېدیځ سره په نورو نړیوالو شخړو، لکه اوکراین، بندیزونو او امنیتي سیالیو کې د چنې وهلو د کارت په توګه وکاروي، په همدې لړ کې د افغان ولس بشري حقونه، سیاسي مشارکت او ټولنیز عدالت د روسیې په محاسباتو کې ثانوي ارزښت لري، ځکه د مسکو لپاره مهمه دا ده چې په سیمه کې یو داسې واقعیت مدیریت کړي چې د لوېدیځ نفوذ محدود کړي او د روسیې امنیتي اندېښنې مهار کړي، که څه هم دا مدیریت د ولسي غوښتنو له پامه غورځولو باندی تمامیږی خو دا ډول معامله‌ ګري د افغان ولس په سترګو کې د نړیوال سیاست بې‌عدالتي لا پسې څرګندوي او دا پیغام ور کوي چې د قدرتونو په لوبه کې د کوچنیو ملتونو برخلیک د معاملې وړ دی، او تر هغه چې دا منطق بدل نه شي، د روسیې تعامل به د ثبات پر ځای د بې ‌باورۍ او سیاسي محرومیت دوام تضمین کړي.

رواني، ټولنیز او کلتوري بحران

رواني، ټولنیز او کلتوري بحرانونه په افغانستان کې د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ، اقتصادي فقر، جګړو او د راتلونکي په اړه د ناڅرګندتیا له امله د افغان ولس په منځ کې ژور اغېز لري. دغه وضعیت د خلکو په زړونو کې ناامیدي، بې‌باوري او د ژوند د اساسي امکاناتو د نشتوالي احساس رامنځته کړی، چې له امله یې د مهاجرت کچه لوړه شوې، کورنۍ بې‌ځایه شوې، او د ذهني ناروغیو کچه په ځانګړې توګه د اضطراب، خپګان او رواني فشار له امله ډېره زیاته شوې ده. د دې رواني ستونزو اوږدمهاله اغېز د ټولنیزو اړیکو ضعیفیدل، د کلتوري ارزښتونو کمزوري کېدل، د ټولنیزو عادتونو ګډوډیدل او د ټولنیزو جوړښتونو په زوال کې څرګندېږي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي. په ورته وخت کې د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ امنیتي، استخباراتي او ستراتیژیکې اړیکې که څه هم د دغو هېوادونو لپاره په نړیواله کچه مهمې او اغېزناکې دي، خو د افغانستان د ولس د ارادې، بشري حقونو، ملي حاکمیت او مشروع سیاسي نظام په نشتوالي کې، دا اړیکې د کړکېچ د حل پرځای د کړکېچ دوام او پیچلتیا ته لاره هواروي. د افغانستان د خلکو ستونزې یوازې د بهرنیو استخباراتي او ستراتیژیکو معاملو پر بنسټ نه حل کېږي، بلکې د ولسواکۍ، د ټولو افغانانو د ګډون او د بشري حقونو د تضمین له لارې باید یوه ټولشموله حللاره ولټول شي. د هېواد ثبات یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې یوه داسې سیاسي اداره رامنځته شي چې د ټولو قومي، مذهبي او ټولنیزو ډلو استازیتوب وکړي، د ښځو حقونه خوندي کړي، ملي حاکمیت او خپلواکه پرېکړې ولس ته وسپارل شي او سیمه‌ییزې اړیکې د افغان ولس د ګټو پر محور سمبال شي، نه یوازې د استخباراتي او ستراتیژیکو معاملو پر بنسټ. د دې ترڅنګ د رواني، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره لازمه ده چې پراخه ټولنیز ملاتړ، تعلیمي پروګرامونه، رواني روغتیا ته اسانه لاسرسی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ټولنیزو جوړښتونو تقویه کول تر سره شي. همدارنګه د بې‌کارۍ، فقر، بې‌ځایه کیدو او د ټولنیزو خدماتو د کمښت ستونزې باید د ولس په ګډون حل شي، ترڅو افغانان د ناامیدۍ او مهاجرت پرځای د خپلې راتلونکې د جوړولو فرصتونه ولري. یوازینی بریالۍ لار د افغانستان د رواني، ټولنیز او کلتوري بحرانونو د پای ته رسولو لپاره د ولسواکۍ، د ټولشموله سیاسي نظام، ملي حاکمیت او د بشري حقونو د تضمین له لارې ده، چې پکې د افغانانو اراده، ګډون او د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو ساتنه بنسټیزه وي. په دې توګه، یوازې د خلکو په محور رامنځته شوې پالیسۍ او ستراتیژیکې پرېکړې کولی شي د افغانستان د اوږدمهاله ثبات، سوکالۍ او پرمختګ بنسټ کېښودل شي، او هېواد له رواني، ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو څخه راوباسي. د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لازمه ده چې حکومتونه او سیمه‌ییز ځواکونه د افغان ولس د ارادې او حقونو په رڼا کې خپلې اړیکې تنظیم کړي، ټولنیز عدالت او پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي، او د ټولو افغانانو د مساوي ګډون پر بنسټ یوه روښانه، مشروع او ثبات لرونکې راتلونکې ډاډمنه کړي. افغانستان یوازې هغه وخت کولی شي اصلي ثبات، امنیت او ټولنیز پرمختګ تجربه کړي چې ولسواک او ټولشموله سیاسي نظام رامنځته شي، د ښځو او بشري حقونو ساتنه وشي، ملي حاکمیت او خپلواکه پرېکړې ولس ته وسپارل شي، سیمه‌ییزې اړیکې د ولس پر محور تنظیم شي، او ټولنیز، رواني او اقتصادي بحرانونه د خلکو په مشارکت او عدالت پر بنسټ په پایله کې حل شي. دغه ډول شاوږدمهاله ستراتیژي او ټولشموله پلان کولای شي د افغانستان راتلونکی د کړکېچونو او بې‌ثباتۍ څخه وژغوري، او هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او رواني هوساینې پر لور بوځي.

د افغانستان قضیه د نوې نړیوالې سیالۍ په هندسه کې: د چین–روسیې–پاکستان بلاک او د اروپا پر امنیت، کډوالۍ او ارزښتونو یې اغېز

د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ امنیتي، استخباراتي، ستراتیژیک، سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې د معاصر نړیوال نظم د بدلون له بهیر سره ژور تړاو لري او افغانستان د دغې درې‌اړخیزې همغږۍ مرکزي محور ګرځېدلی، ځکه دا درې واړه هېوادونه د امریکا او لوېدیځ د نړیوال نفوذ پر وړاندې ګډې ستراتیژیکې اندېښنې لري او هڅه کوي د یو بدیل سیمه ‌ییز او نړیوال نظم بنسټ کېږدي، چې پکې امنیت، کنټرول او جیوپولیټیک توازن د ولسواکۍ، بشري حقونو او نړیوالو ارزښتونو پر ځای لومړیتوب ولري، چین افغانستان د خپل امنیتي کمربند یوه حساس ګڼي، ځکه د سین ‌کیانګ مسئله، د افراطي ډلو وېره، او د یو کمربند یوې لارې اقتصادي پروژه د بیجینګ لپاره حیاتي ارزښت لري، له همدې امله چین هڅه کوي چې د طالبانو له واکمنۍ سره د امنیت‌ محوره تعامل له لارې یو داسې ثبات رامنځته کړي چې د ده ستراتیژیکې او اقتصادي ګټې پکی دتل لپاره خوندي وی، که څه هم دا ثبات د افغان ولس د سیاسي او بشري حقونو پر خیلاف تمامیږی. بل خوا روسیه بیا افغانستان د لوېدیځ پر وړاندې د سیاسي او دیپلوماتیک فشار د وسیلې په توګه کاروي، ځکه مسکو غواړي نړیوالو ته وښيي چې د امریکا له وتلو وروسته هم د سیمې د امنیت د مدیریت وړتیا لري او کولای شي د لوېدیځ یو قطبي نظم ننګ کړي، له همدې امله د طالبانو سره د روسیی هر ډول تعامل د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي معاملې پر اساس روان دی. بل طرف ته پاکستان، چې د استخباراتي دولت په توګه پېژندل کېږي، افغانستان د خپلې ستراتیژیک تعمل یوه اساسي برخه ګڼي او هڅه کوي چې په کابل کې داسې ډله واکمنه وی چی تل د دوی د مخو جوړښت وساتي چې د اسلام‌اباد له امنیتي محاسبو سره ټکر ونه لري، همدا درې‌اړخیزه همغږي افغانستان د یوه خپلواک دولت پر ځای د نفوذ، مدیریت او استخباراتي تعامل په جغرافیه او معامله کی رانغاړی، په امنیتي او استخباراتي کچه، دا هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد د ګډ روایت تر نامه لاندې همکاري کوي، خو د ترهګرۍ تعریف یې سیاسي بڼه لري او د ولسي مقاومت، مدني فعالیت او سیاسي مخالفت د ځپلو لپاره کارول کېږي، چې پایله یې د افغان ټولنې نظامي کېدل او د مدني فضا بشپړ تړل دي، په سیاسي او دیپلوماتیک ډګر کې، دا درې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان لپاره یو بدیل روایت وړاندې کړي چې پکې ثبات او امنیت د مشروعیت معیار وي، نه ټاکنې، ولسي مشارکت او قانون، دا روایت د طالبانو لپاره غیر رسمي مشروعیت برابروي او د افغان ولس اراده څنډې ته کوي، ځکه پرېکړې د تړلو دروازو تر شا، د سیمه‌ ییزو غونډو، استخباراتي چینلونو او نړیوالو فورمونو لکه شانګهای سازمان او حتی د د همدی دری اړخیز مثلث په چوکاټ کې د سیاسي معاملې له لارې کېږي، دا وضعیت نه یوازې پر افغانستان، بلکې پر اروپایي ټولنې هم ژورې اغېزې لري، ځکه د افغانستان د کړکېچ کنګل کېدل، د بشري حقونو ځپل او اقتصادي سقوط د کډوالۍ نوې څپې زېږوي، چې مستقیم فشار یې پر اروپایي هېوادونو راځي، اروپایي ټولنه چې د بشري حقونو، قانون حاکمیت او ولسواکۍ مدافع ګڼل کېږي، د دې درې ‌اړخیزې همغږۍ له امله له یوه ستر اخلاقي او سیاسي ازمیښت سره مخ ده، ځکه له یوې خوا د کډوالو، امنیتي ګواښونو او افراطي شبکو د نفوذ څخه وېره لري، او له بلې خوا د خپلو ارزښتونو د قرباني کولو خطر سره مخ ده، د افغانستان له لارې د نشه ‌یي توکو قاچاق، غیرقانوني مهاجرت، او د افراطي افکارو خپرېدل هغه امنیتي ننګونې دي چې اروپایي ټولنه یې د دې سیمه ‌ییز نظم د غیر متوازن کېدو پایله بولي، همدا راز چین او روسیه هڅه کوي چې د افغانستان دوسیه د اروپا پر وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکاروي، څو اروپایي هېوادونه له امریکا څخه جلا کړي او د نړیوال سیاست په معادله کې یې دریځ کمزوری کړي، په اقتصادي کچه، د چین پانګونې که څه هم د پراختیا تر شعار لاندې وړاندې کېږي، خو د شفافیت نشتوالی، ولسي نظارت ته نه پاملرنه او د عایداتو غیر عادلانه وېش دا پانګونې د افغان ولس پر ځای د بهرنیو ګټو په خدمت کې درولي، چې دا وضعیت فقر، بېکاري او نړیوال انزوا ژوروي، او د همدې اقتصادي سقوط ټولنیزې اغېزې په مستقیم ډول د اروپا پر لور د مهاجرت په زیاتېدو کې انعکاس مومي په پایله کې، د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ دا پیاوړې امنیتي، استخباراتي، ستراتیژیک او دیپلوماتیکه همغږي که څه هم د دغو هېوادونو لپاره د نفوذ، کنټرول او جیوپولیټیک توازن وسیله ده، خو د افغانستان لپاره د ولسواکۍ زوال، د ملي حاکمیت تضعیف او د بشري ناورین دوام تضمینوي، او د اروپایي ټولنې لپاره د امنیتي بې‌ثباتۍ، کډوالۍ او ارزښتي بحران نوی فصل پرانیزي، ځکه تر هغه چې د افغان ولس اراده، حقونه او مشروع سیاسي مشارکت د هر ډول سیمه ‌ییز او نړیوال تعامل بنسټ ونه ګرځي، دا درې‌اړخیزه همغږي به د ثبات پر ځای د کړکېچ د مدیریت، د ناورین د صادراتو او د نړیوالو اصولو د کمزوري کېدو لامل پاتې شي.

په درنښت

پروفیسور ډاکتر مصطفی کمال سالارزي
د قانون او عدالت مدني حرکت مشر او بنسټګر
او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نړیوالو انساني حقونو مدافع
Mustafa Kamal Salarzai

fans

Analysis of China, Russia, and Pakistan’s strategy in Afghanistan and its effects on European security, migration, and democratic values.

Address

کابل افغانستان
Kabul

Telephone

+93700062208

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Prof. Dr Mustafa Kamal Salarzai پروفیسور داکتر مصطفی کمال سالارزي:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram