Medical Information طبی معلومات

Medical Information طبی معلومات MD stomatolog I want to spread medical information for our contry

22/04/2026

هغه درمل چې په موضعي ډول د #خــــــولـــې په درملنه کې کارول کيږی
( Drugs Used Locally to treat Mouth )

هغه درمل چي د خولې په درملنه کی کارول کيږی چی د جيل يا ملهم په شکل جوړ شوی چې د خولې په درملنه کی ورڅخه استفاده کيږی په لاندی ډول دي 👇

1 ___ Bonjela ___ بونجيله
2 ___ Enzichlor ___ انزيکلور
3 ___ Permethol ___ فيرميتول
4 ___ Potassium Nitrate _ پوتاشم نايتريت
5 ___ Daktarin Oral Gel __ دکترين اورل جيل
6 ___ Somo Gel ___ سمو جيل

استــــعـمـال طـــــريــقــه او دوز 👇

1 ___ Bonjela ___ بونجيله ملهم

استــــطــبــاب ( استعمال ځای ) Indication :
دا درمل د وريو د التهاب , د خولې د پوخوالی , د ژبې د سوځيدو , د خولې د زخم , اود ماشومانو د غاښونو د راختلو په مهال د درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
د کارونی مـــــقـــدار ( دوز ) :
له څلورو مياشتو لوړ عمره ماشومانو ته دی د ګوتو پواسطه په ورځ کی يو ځل او لويان دی يی هر څلور ساعته وروسته د خولې په متاثره ساحه باندی وکاروی ( Gel Bonjela 10mg ) .
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شی پروا نکوی .

2 ___ Somo Gel ___ سمو جيل ملهم

دا درمل د خولې , وريو او ژبې د التهاب يا زخم له امله د پيدا شوی درد د کنټرول لپاره کارول کيږی .
درمل دی د ګوتو پواسطه هر 4_5 ساعته وروسته په صحيح ډول سره په ژوبله ساحه وموښل شي .
( Some Gel 15mg )
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شی پروانکوی

3 ___ Daktarin Oral Gel __ دکترين د خولې ملهم

ددی درمل په ترکيب کی Miconazole چی يو انتی فنګسی ( Anti Fungal ) درمل دی شامل دی . دا درمل د خولې او ستونی انتان د له منځه وړلو لپاره کارول کيږی . په ورځ کی دی دوه دری ځلی په صحيح ډول په متاثره ساحه باندی وموښل شی .

( Daktarin Oral Gel ( Miconazole Gel 20mg )

4 ___ Enzichlor
اســــتــطبــاب ( استعمال ځای ) Indication :
د خولې د ناروغيو لکه زخم , غاښونو د زخم , بد بويی , د ستونی د تخريش , دغداواتو د التهاب , د فرنکس د التهاب اود ستونی د عملياتو څخه وروسته کارول کيږی .
د کارونی مقدار :
له شپږکلونو لوړعمره کسان دی هر 3_4 ساعته وروسته يوه اندازه د دولس دقيقو په جريان کی غوغړه کړي .
جانبی عوارض :
د خولې د خوند خرابوالی , د غاښونو د ځلا بايلل او کلسيفيکيشن .
احتياط :
له ســـــتــرګــــو دی ليری وساتل شی اوله تيرولو څخه ډده وشی .
مضاد استطباب ( نه کارونه ) Contraindiacion :
د حــــــــــــمـــــــــل او شــــــــــــيـــــــــدو ورکولو په مهال دی نه کارول کيږی .
( Gel Enzichlor 30mg )

5 ____ Permethol

اســـــــــتــطـــبــــاب ( استعمال ځای ) Indication :
د وريو د التهاب او وينی بهيدنی لپاره کارول کيږی .
د کارونی اندازه :
په ورځ دوه ځلی وکارول شی . له شپږ کلونو کم عمره ماشومان دی دا درمل نه کاروی .
احــــتــــيــــاط :
له سترګو د ليری وساتل شی اوله تيرولو څخه دی ډډه وشی .

6 ____ Potassium Nitrate

اســـــــتـــطـــبـــاب ( استعمال ځای ) Indication :

د غاښونو د حساسوالی او شديد درد , د غاښونو ديخ کيدنی , د خوږو او تروو شيانو له امله د درد او غاښونو د خاليګاو د ساتنی لپاره کارول کيږی .
مــــــــــــــــــــضــــــــــاد استـــــطــبــاب :
هغه ماشومان چی عمر يی د شپږو کلونو کم وی دا درمل دی نه کاروی .په درنښت

پای د لوستو مننه ستاسو دروغ صخت په هيله

بسم الله الرحمن الر حیم د فراغت په وياړ   🎓د خپلواک او تل پاتې الله تعالی په سپيڅلي نامه.قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذينَ يَ...
01/01/2026

بسم الله الرحمن الر حیم

د فراغت په وياړ 🎓
د خپلواک او تل پاتې الله تعالی په سپيڅلي نامه.

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذينَ يَعْلَمُونَ وَ الَّذينَ لا يَعْلَمُونَ «الايه»

دخپل سپیڅلي رب (ج) څخه شکر ادا کوم

نن می دژوند د هغه خوب تعبیر وموند چی دکلونو زحمتونو دعاوو او امیدونو نه جوړ شوی وو

نن می دپوهنتون څخه دDMD ډګری اخستو او د فراغت ویاړ تر لاسه کړ

دا یوازې یو فراغت نامه نه ده بلکې دانسانیت خدمت زغم او مهرباني د سفر پیل دی

طبابت یو مقدس رسالت دی چیرته چی درنځورو زخمونو دپټۍ تر څنګ زړونه هم پټۍ کیږي

په اول کی مننه کوم له خپل رب (ج) څخه او بیا خپلې کورنۍ مور جانې او پلار جان او د ګرانو برادرانو څخه او هغه ملګرو خپلوانو څخه چې همیشه یې له ماسره مرسته کړي تشویق کړی یي یم او زما لاس نیوی یي کړی او اوس یی هم
کوي
او خاصه مننه کوم له هغه استادانو څخه چی د رب په مرسته یې زما د پوهې څراغ روښانه کړ.

زه باور لرم چی دا زما دزده کړو پای نه بلکې د یو لوی مسولیت پیل ده هغه مسولیت چې د انسان د ژوند روغتیا او هیله پکې نغښتي ده

دخپل پالونکي رب نه دا دعا غواړم چې دا علم د خیر او برکت او خدمت وسیله شي
*الحمد الله
*فراغت
*DMD
*دخدمت پیل
*علم زما ویاړ

د شهوت کنټرول سړی د خلکو په مېنځ کې.
30/11/2025

د شهوت کنټرول سړی د خلکو په مېنځ کې.

10/11/2025

عاجل که کوم ورور نیږدي وی د الله د رضا په خاطر وینه ورکړۍ د یو چا ژوند وژغورۍ.

سلامونه ډاکټر صيب محترم یوه غوښتنه لرم زما مور وینی ته ضرورت لري که دارزان قیمت کي څوک پیژني دکابل اسيا روغتون کي +arh وینی ګروپ يي ده زما ورته ضرورت دي مننه
0780497428
کور ودان هغه پورته شميره زما ده

ناروغي: سینه بغل (Pneumonia)سینه بغل د سږو انتان دی چې د باکتریا، وایروس، فنګس یا نورو جراثیمو له امله منځته راځي او د س...
09/11/2025

ناروغي: سینه بغل (Pneumonia)

سینه بغل د سږو انتان دی چې د باکتریا، وایروس، فنګس یا نورو جراثیمو له امله منځته راځي او د سږو د هوا ډک ځایونه (Alveoli) د پړسوب او موادو ډکېدو له امله د ساه اخیستلو ستونزې پیدا کوي.

اسباب (علتونه)

1. باکتریايي انتانونه – لکه Streptococcus pneumoniae (تر ټولو عام لامل).
2. وایروسي انتانونه – لکه د انفلونزا، کرونا ویروس، RSV او نور.
3. فنګسي انتانونه – په ځانګړي ډول د هغو کسانو کې چې معافیت یې کم وي.

نښې نښانې:

1- تبه او لړزه
2- د ټوخې کېدل (وچې یا د بلغم سره، کله ناکله وینې لرونکی بلغم)
3- د ساه لنډي او ګړندی تنفس
4- د سینې درد (په ژوره ساه یا ټوخې سره زیاتېږي)
5- ستړیا او د وجود کمزوري
6- د پوستکي یا شونډو شینوالی (په شدید حالت کې)

اختلاطات (عوارض)

که په وخت يي درملنه نه وشي، لاندې ستونزې رامنځته کولی شي:

1. پلورال افیوژن – د سږو شاوخوا کې اوبه/مایع راټولېدل.
2. لنګ ابسس – د سږو په نسج کې د چرک ډکې کڅوړې جوړېدل.
3. سپټیسیمیا (Sepsis) – د انتان وینې ته خپرېدل چې ژوند ګواښوونکی وي.
4. تنفسي ناکامي – د اکسیجن جدي کموالی.
5. د اوږدمهاله سږو ناروغۍ په درلودونکو کې د حالت خرابوالی (لکه COPD، Asthma)

د مثال په ډول يو 4 کلن ماشوم د سينه بغل په ناروغي اخته ده موږ کولای شو لاندي نسخه د ناروغیو نښو نښانو ته په کتو سره تطبيق کړو.
نسخه:
Vail- Ceftriaxone 500mg N-10
دوه وخته
Inj- Amikacin 100mg N-10
دوه وخته
Syp- Paracetamol N-1
څلور وخته 7cc
Syp- Ventolin N-1
دري وخته
Syp- Trimetabol N-1
دوه وخته
وروسته له خوراک څخه

يوه باکټريايي ناروغي ده TyphoidSalmonella typhi په نوم بکتریا له امله منځته راځي. دا ناروغي ډېری وخت د ککړو اوبو یا خواړ...
09/11/2025

يوه باکټريايي ناروغي ده Typhoid
Salmonella typhi په نوم بکتریا له امله منځته راځي. دا ناروغي ډېری وخت د ککړو اوبو یا خواړو له لارې انسان ته انتقالېږي.

اسباب (لاملونه):
د ککړو اوبو څښل.
د غېر صحی خوړو خوړل.
د ناروغ شخص له فضلاتو، توکيو یا تشناب سره تماس.
د لاسونو نه پرېولل (ناپاکي).
د حفظ الصحې اصولو نه مراعتول.

نښې نښانې:
دوامداره تبه (تر 39-40°C پورې)
سر درد
د معدې درد او بې‌اشتهايي
نس ناستې یا قبض
ستړيا، کمزوري او خوله وچېدل
د بدن دردونه
سور داغونه یا دانې (rash) په بدن
ځینې وختونه استفراق او هډوکو دردونه

مخنیوی:
د پاکو اوبو استعمال
د صحي خواړو خوړل
د لاسونو منظم پرېولل
واکسین کول (په ځینو مواردو کې سپارښتنه کیږي)

کله چي د لابراتواري معایناتو څخه وروسته معلومه شي چي Typhoid مثبت دی نو کولی شو دا نسخه په درست شکل سره استعمال کړو:

Tab-Ceprofloxacin 500mg
دوه وخته
Tab-Paracetamol 500mg
دري وخته
Tab-Metaclopramide 10mg
دري وخته نيم ساعت مخکي د خوراک
Cap-Omeprazole 40mg
يو وخت نيم ساعت مخکي د خوراک
Syp-Vitamin B-Complex
دوه وخته دوه قاچوغي
Syp-Trimetabol
دوه وخته دوه قاچوغي مخکي د خوراک څخه

دا نسخه د 7 څخه تر 14 ورځو پوري استعماليږي.
يادونه: په حاملګۍ کي د Ceprofloxacin په ځای Cefixime کارولی شو.

08/11/2025

کوم انټي بيوټيک کولای شو يو ځای استعمال کړو:

1. Azithromycin + Augmentin صحي
2. Azithromycin + Cefixim صحي
3. Azithromycin + Velosef صحي
4. Ciprofloxacin + Cefixim صحي
5. Azithromycin + Ceftriaxon صحي
6. Augmentin + Cefixim صحي
7. Cefixim + Gentamycin صحي
8. Clarithromycin + Amoxil کيدای شي ضرر ونه لري
9. Velosef + Gentamycin صحي
10. Augmentin + Erythromycin کيدای شي ضرر ونه لري
11. Levofloxacin + Cefixim صحي
12. Amoxil + Co-Trimoxazol صحي
13. Levofloxacin + Ceftriaxon صحي
14. Ceftriaxone + Vancomycin صحي
15. Ceftriaxone + Doxycycline صحي
16. Levofloxacin + Metronidazole صحي
17. Ceftriaxone + Metronidazole صحي
18. Gentamycin + Ampicillin په خاصو حالاتو کي(Sepsis)
19. Ceprofloxacin + Tinidazole صحي
20. Piperacillin + Tazobactam + Vancomycin ( په روغتون کې د سختو انتاناتو لپاره)

هغه درمل چي په حاملګۍ کي نسبتاً تر ډيره خوندي ګڼل کيږي.Category A درمل (په حاملګۍ کې تر ټولو خوندي)1. Folic acid  2. Lev...
08/11/2025

هغه درمل چي په حاملګۍ کي نسبتاً تر ډيره خوندي ګڼل کيږي.

Category A درمل (په حاملګۍ کې تر ټولو خوندي)

1. Folic acid
2. Levothyroxine
3. Pyridoxine (Vitamin B6)
4. Thiamine (Vitamin B1)
5. Riboflavin (Vitamin B2)
6. Cyanocobalamin (Vitamin B12)
7. Ascorbic acid (Vitamin C)
8. Docusate sodium (stool softener)
9. Ferrous sulfate (Iron supplement)
10. Iodine (په مناسبه اندازه)
11. Calcium carbonate
12. Magnesium sulfate (د preeclampsia لپاره)
13. Zinc
14. Biotin
15. Chloride supplements
16. Selenium supplements
17. Vitamin D3 (په مناسبه اندازه)
18. Erythropoietin (په anemia کې)
19. Multivitamin for pregnancy
20. Acetylcysteine (په ځانګړو شرایطو کې)

---

Category B درمل (نسبتاً خوندي، په ځینو شرایطو کې کارېږي)

1. Paracetamol (Acetaminophen)
2. Amoxicillin
3. Cefalexin
4. Azithromycin
5. Metoclopramide
6. Ondansetron
7. Clindamycin
8. Insulin
9. Ranitidine
10. Pantoprazole
11. Labetalol
12. Methyldopa
13. Diphenhydramine
14. Loratadine
15. Salbutamol (Ventolin)
16. Heparin
17. Enoxaparin
18. Acyclovir
19. Dextromethorphan
20. Guaifenesin

عنوان  !  ملخ څنګه پير سو ؟ ډيره جالبه قيصه ده .  په يو کلي کي يو سړي وو . چي کليوالو ده ملخ په نامه پيژنده . بله ورځ مي...
16/05/2025

عنوان ! ملخ څنګه پير سو ؟
ډيره جالبه قيصه ده .
په يو کلي کي يو سړي وو . چي کليوالو ده ملخ په نامه پيژنده . بله ورځ ميرمني ورته وویل چي زه نور پدي کلي کي ژوند نه سم کولاي. دلته ټوله کلي تا ملخ بولي او ما د ملخي ميرمن . د چي هم د ځان سره فکر وکړي چي ولا دا خو ډيره بي عزتي ده . آخر يه د کلي څخه د کډي کولو پريکړه وکړه .

سهار له خپلې مېرمن سره له خپل کلي ووت او بل کلي ته لاړ، او هلته یې پرېکړه وکړه چې یوه نوې پېژند ګلوي جوړه کړي. ویې ویل: "اوس به خلک ما ملخ نه، بلکې پیر صاحب بولي."
مېرمن یې وپوښتل: "دا به څنګه کیږي؟"

ملخ وویل: "د دې کلي د ملک صاحب خور سره یو قیمتي هار شته، ته دا هار په یوه طریقه راواخله، بیا به وګورې زه څه چلونه کوم ."

مېرمن یې د ملخ دا خبره ومنله، هار یې ډېر په مهارت سره غلا کړ او خپل مېړه ته یې راوړ. بل لور ته په کلي کې شور جوړ شو، د هار د غلا خبره د ځنګل اور په شان خپور شوه.

ملخ خپلې مېرمنې ته وویل: "لاړه شه، د ملک صاحب خور ته ووایه چې زما مېړه یو لوی پير صاحب دی، د خلکو ورک شوې شیان پیدا کوي."

ملک صاحب دا خبره واورېده، خپل کورنۍ او کلیوال یې راوستل د ملخ کور ته لاړ، ورته ویې ویل: "پیر صاحب، راته ووایه زموږ هار چېرې دی؟"

ملخ له مخکې نه هار د ملک صاحب د کور بام ته ور غورځولي و. ویې ویل: " ستاسو هار ستاسو يو مزدور غلا کړی و، خو وروسته وډار شو او هار یې پر بام وغورځاوه ، لاړ شئ هلته به یې ومومئ."

ملک صاحب دوي هار د خپل کور پر بام ومونده ، د دې لومړۍ "کرامت" وروسته ټول کلی د پیر صاحب مریدان شول.

خو ملک صاحب چې د ړندو په منځ کې یو سترګه درلود، شکمن شو، ویې ویل: "دا سړی ماته دروغجن ښکاري." خو خلکو باور نه کاوه. ملک صاحب يوه بله ازموینه هم په ورکړه، خو ملخ ( پير صاحب) بیا هم بریالی شو. خلکو ملک صاحب ته وویل: "بس کړه، بزګرانو شک کول ندي پکار ."

ملک صاحب پرېشانه شو، او قسم یې وکړ: "هر څه چې وشي، زه به د دې دروغجن پیر مخ ضرور بربنډوم ."

یوه ورځ ملک صاحب اعلان وکړ: "سبا به ټول کلی خلاص میدان ته راځي، که پیر صاحب ووایي چې زما په لاس کې څه دي، زه به د هغه په لاس بیعت وکړم."

سبا ورځ راغله، ټول کلی او پیر میدان ته راغلل. ملک صاحب له کوره ووت، فکر یې کاوه چې په لاس کې څه واخلي؟ ناڅاپه یې سترګې پر یو ملخ ولګېدې، لاس یې ور واچاوه خو ملخ ټوپ وکړ،

مستري د يوه تخريب شوي موټر انجين دباندي را ايستلی وو او پر جوړولو يې لګيا وو. دې وخت کي يې د دوکان مخته يو نوموتی د زړه ...
10/05/2025

مستري د يوه تخريب شوي موټر انجين دباندي را ايستلی وو او پر جوړولو يې لګيا وو. دې وخت کي يې د دوکان مخته يو نوموتی د زړه جراح تېرېده. سمدستي يې ور غږ کړه: ډاکټر صاحب يوه پوښتنه درڅخه کولای شم؟

ډاکټر د هو په نښه سر ورته وښوراوه او خواته يې ورغلی. مستري ورڅخه وپوښتل: ډاکټر صاحب دې انجين ته ګوره زه يې زړه خلاصوم، والونه يې راکاږم، کار ورباندي کوم، جوړوم يې او بيرته يې خپل ځای کي ږدم. کله چي يې چالان کړم، لکه نوی غوندي کار کوي. نو ولي زه دومره لږ معاش اخلم او ته دومره زيات. حال داچي زه او ته دواړه اصلآ عېني وظيفه سرته رسوو.

ډاکټر لنډه غوندي مسکا وکړه، د مستيري غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه او په پسآري يې ورته وويل: يوځل دا کار داسي حالت کي وکړه چي انجين چالان وي!

28/04/2025

مایکرولایډ (Macrolide)
خاندان یو مشهور انتي‌بیوتیکونه دي چې د مختلفو بکتریاوو پر ضد مؤثر عمل کوي په خاصه توګه پر هغو چې د تنفسي، پوستکي، او جنسي سیستم ستونزې رامنځته کوي.

د مایکرولایډ مشهوره درمل

Name/Indication

Erythromycin د تنفسي سیستم، پوستکي، او ځینې جنسي ناروغیو لپاره

Azithromycin ډېر مشهوره ستوني، غوږ، سینه بغل، STIs، او د خولې ناروغیو لپاره

Clarithromycin د معدې H. pylori بکتریا، سینه بغل، او د تنفسي سسټم ناروغیو لپاره

Roxithromycin د تنفسي سیستم او د پوستکي ناروغیو لپاره
ضد پارازیت بکتریا،

د مایکرولایډ کار کول یا تاثیرات
دا انتي‌بیوتیکونه د بکتریا د پروټین جوړېدو مخه نیسي د دې لپاره چې بکتریا وده ونکړي یا مړه شي.

جانبي عوارض
معدې درد، نس ناستی، سر درد، خولې خوند خرابېدل

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Information طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share