Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست

Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست د څارنې او پلټنې عمومی ریاست / ریاست عمومی نظارت و بازرسی

د څارنې او پلټنې ریاست د ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت په مشرۍ د خصوصي سکتور د څارنې او معلوماتو د منظم راټولولو په موخه ...
21/12/2025

د څارنې او پلټنې ریاست د ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت په مشرۍ د خصوصي سکتور د څارنې او معلوماتو د منظم راټولولو په موخه یو آنلاین ډیتابیس معرفي کړ.
د یاد آنلاین ډیتابیس له لارې به د خصوصي روغتونونو، کلینیکونو، تشخیصيه مرکزونو،معاینه خانو، د غاښونو کلینیکونه او درملتونونو معلومات د مرکز او ولایتونو څخه د معلوماتو په ملي سیسټم (DHIS2) کې راټول او د کړنو په موخه به د اړونده ریاستونو سره شریک کیږی.
په آینده کی به دا نوښت د روغتیايي معلوماتو د کیفیت شفافیت او اغېزمنتیا او پیاوړتیا په لور یو مهم ګام وګڼل شي. ان شاءالله

17/12/2025
د څارنې او پلټنې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت نن په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ت...
14/12/2025

د څارنې او پلټنې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت نن په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې نوموړي د روغتون د وضعیت او شته ستونزو په اړه یو جامع پرزنټېشن غونډی ته وړاندې کړ.
یاده ناسته کی د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د ادارو ترمنځ د لا ښه همغږۍ، د شته ستونزو د حل لارې په موخه ترسره شوه، چې پکې د روغتون پر مهمو تخنیکي شته ستونزو بحث وشو.
په دې ناسته کې د وزارت د مقام سلاکارانو هر یو ډاګتر علی احد، ډاګتر حدیدالله زاکری، پروفیسور داکټر ایمل وردک، پروفیسور داکتر نجیب‌الله سکندري، او د HMIS تخنیکي کارکوونکو هم ګډون درلود او خپلې مسلکي مشورې یې په غونډه کی شریکې کړې.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې دا ډول ناستې به د لا اغېزمنې همغږۍ او روغتیایی خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه په راتلونکي کې هم ترسره شي.
غونډه د دعایی په ویلو پای ته ورسیده.

نن د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کی د IHR-2005 اصولو پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې (JEE) پنځه ورځنۍ بین الملي غونډه ...
11/12/2025

نن د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کی د IHR-2005 اصولو پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې (JEE) پنځه ورځنۍ بین الملي غونډه او ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسید. دا غونډه چه د نړیوال روغتیایی سازمان د ایمرو څانګي څخه اته بهرنیو او د افغانستان نړیوال روغتیایي سازمان دفتر څخه شپږو داخلي متخصصینو ، د عامی روغتیا وزارت اړونده ریئسانو، د ریاستونو نماینده ګانو او د عامی روغتیا وزارت اړونده کاري شریکانو د نماینده ګانو په حضور او موجودیت کی د یکشنبی په ورځ شروع او نن د پنجشبنی په ورځ پای ته ورسیده.
د تیرو پنځو ورځو په جریان کی د افغانستان اسلامي امارت د عامی روغتیا وزارت او د هغی اړونده کاري شریکو وزارتونو او ادارو کارونه په نولسو تخنیکی ساحو کی د نوموړو متخصصینو لخوا ارزیابي او وکتل شول.باید ووایو چه د لاندی مثبتو کړنو په وجه د غونډی مؤثریت او مثمریت د دواړه لورو د افغانستان اسلامي امارت د عامی روغتیا وزارت رهبرۍ او نړیوال روغتیایي سازمان لخوا نهایت بریالۍ او موفق وبلل شول.
1. غونډه د روغتیایی خدمتونو د وړاندی کولو د معزز مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په وینا په خپل وخت افتتاح او په خپل وخت پای ته ورسیده.
2. په باقي ورځو کی د غونډی مشري د څارنی او پلټنی لوی ریئس ډاګتر عنایت الله عنایت په غاړه وه.
3. نوموړی غونډه د ټولو کاري ورځو په جریان کی په خپل وخت شروع او په خپل وخت پای ته ورسیده.
4. په ټولو پنځو کاري ورځو کی د ټولو اړونده وزارتونو او ادارو لکه د کورنیو چارو وزارت، د زراغت وزارت، د هوانوردۍ وزارت او نورو زیربط وزارتو او ادارو نماینده ګانو او معززو ملیمنو په خپل وخت او په پوره حوصله مندۍ سره پکی برخه واخیسته.
5. د عامی روغتیا وزارت اړونده نولس کاري ساحی په تفصیلی ډول د بهرنیو او داخلی متخصصینو لخوا په تفصیلي توګه وکتل شوی، په هره برخه کی یی پوښتنی او علمي څیړنی وکړی او د هغی مناسب ځوابونه یی په غونډه کی تر لاسه کړل،
6. د لا معلومات او متخصصینو د قناعت حاضلولو لپاره د هری ورځي په جریان کی د عامی روغتیا وزارت د ټولو نولسو ساحو د لیدلو لپاره د هغو له کارونو څخه نږدی لیدنه وکړه، د وزارت اړونده قوانین او طرزالعملونه یی مطالعه کړل ، چه وروسته د هر برخی لپاره د دوی لخوا ورته مناسبی نمری ورکړل شوی.
7. د غونډی په آخره ورځ د عامی روغتیا وزارت د کارونو د ښه والي په موخه د نړیوال روغتیایی سازمان د لیدنو په رڼا کی د عامی روغتیا وزارت ته په هره برخه کی مشخص وړاندیزونه ورکړل شول.
8. د غونډی په اخري ورځ کی د یو شریک اکشن پلان په ترتیب او کمیټی په جوړیدو باندی خبری او توافق وشو، چه مشری به یی د څارنی او پلټنی لوی ریئس ښاغلي ډاګتر عنایت الله عنایت په غاړه وي.
د غونډی په پاي کی د نړیوال روغتیایی سازمان مشر ډاګتر اډوین په خپلو خبرو کی د عام روغتیا وزارت ته د دی لویی لاسته راوړنی په مناسب مبارکي ورکړه،د ټولو کاري ورځو د منظم والي او موثر کار او ښکلی محیط څخه یی رضایت وښود، او په خپلو خبرو کی یی وویل: چه د افغانستان د عامی روغتیا وزارت په بعضی ساحو تر ډیر هیوادونو په کم وخت کی وړاندی تللۍ او هیله یی څرنګه کړه، که د عامی روغتیا وزرات او مشرتابه هڅی او ژمنتیا همداسی دوام وکړي، ډیر زر به مونږ د عامی روغتیا وزارت کی د لوی پرمختګ شاهدان واوسو.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ او د روغتیایي خدمتونو د وړاندی کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خپلو خبرو په جریان کی د نړیوال روغتیایي سازمان د هڅو، ګډ کار او تخنیکي کوششونو څخه مننه وکړه، دوی ته یی ډاډ ورکړ، چه د نړۍ په امنیت او د ساري ناروغیو په کنترول کی به د افغانستان د عامی روغتیا وزارت ستاسو سره څنګ په څنګ ولاړ وي.
همدارنګه د دې مهمې ارزونې او بریالیتوب په موخه یی د ډاکټر عنایت‌الله عنایت د نه ستړې کېدونکو هڅو او کوششونو ستاینه وکړه او ورته یې دوهمه درجې تقدیرنامه هم ورکړه. کومه چه مخکی مقام ته په دی هکله وړاندی او د مقام لخوا منظوره شوی وه. غونډه په کاملا ښه توګه، ښکلي محیط، ښو لاسته راوړڼو او د دعا په ویلو سره پاي ته ورسیده.

📷د نړیوال روغتیایي مقرری د څلورمې ورځې انځوریز راپور
10/12/2025

📷د نړیوال روغتیایي مقرری د څلورمې ورځې انځوریز راپور

نن د عامې روغتیا وزارت د سهیلا صدیق تالار کې د IHR-2005 د اصولو پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې (JEE) غونډه ترسره شوه. په دې ...
07/12/2025

نن د عامې روغتیا وزارت د سهیلا صدیق تالار کې د IHR-2005 د اصولو پر بنسټ د ګډې بهرنۍ ارزونې (JEE) غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت تر څنګ د سکتوري وزارتونو، دولتي ادارو، اړوندو ریاستونو استازو او د نړیوال روغتیایی سازمان څخه ملي او بین المللي متخصصینو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډی په پیل کی د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خبرې وکړې. د نړیوالې روغتیا، سرحدي ګواښونو او بین المللي همغږۍ په اهمیت یې ټینګار وکړ.
وروسته د څارنې او پلټنې عمومي ریس او د نړیوال روغتیا فوکل پاینټ ډاګتر عنایت الله عنایت د افغانستان د نړیوالې روغتیا په چوکاټ کې د ترسره شویو کړنو، لاسته راوړنو، ظرفیتونو او ننګونو په اړه خپل پرزینتیشن وړاندی کړ. نوموړي د روغتیا په برخه کی لاسته راوړنی، ننګونی او وړاندیزونه په ښه توګه د غونډی لهحاضرینو او د نړیوالو متخصصینو سره شریک کړل.
همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان په استازیتوب ډاکټر جمشید تینولي هم وینا وکړه او د عامې روغتیا په برخه کې د افغانستان پرمختګونه، ژمنتیا او د همکاري یې وستایله. د غونډې په دوام کې د بهرنیو متخصصینو لخوا د نولسو تخنیکي ساحو له ډلې د درېیو ساحو ارزونه ترسره شوه، چې پایلې به د راتلونکي عملي پلان او وړاندیزونو لپاره د بنسټ حیثیت ولري.
دا غونډه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ملي ظرفیتونو د سنجش، پیاوړتیا او د ګډ کار د میکانیزم د ټینګښت په موخه یو مهم ګام بلل کیږي، چه د پلان سره سم به د پنځو ورځو لپاره دوام کوي.
د پنځمی ورځی په پای کی به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوموړی کړنی نړیوال اهمیت پیدا کوي او افغانستان به د هغو هیوادونو په قطار کی شاملیږي کوم چه هلته د نړیوالې روغتیا قوانین پلی کیږي.

تحت رهبری محترم مولوی نورجلال جلالی، وزیرصحت‌عامه ا.ا.ا، به هدف بررسی وضعیت صحی کشور، شریک‌سازی نتایج نظارت‌های اجرا‌شده...
29/11/2025

تحت رهبری محترم مولوی نورجلال جلالی، وزیرصحت‌عامه ا.ا.ا، به هدف بررسی وضعیت صحی کشور، شریک‌سازی نتایج نظارت‌های اجرا‌شده در یک سال گذشته و رسیده گی به چالش‌ها، نشستی برگزار شد.

در این نشست، محترم مولوی عبدالولی حقانی، معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت‌عامه صدیقی، مشاورین مقام وزارت، رییسان مرکزی و ولایتی، نماینده گان نهادهای همکار بین‌المللی و مؤسسات تطبیق‌کننده اشتراک داشتند.

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه، این نشست را در بهبود خدمات صحی و حل مشکلات مؤثر دانست و گفت: « هر شهروند کشور بر ما حق دارد که خدمات لازم صحی را برایش فراهم کنیم. برای رسیدن به این هدف، باید از مراکز صحی دولتی و خصوصی به‌گونه‌ی همه‌جانبه نظارت و پی‌گیری صورت گیرد.

این کار از جمله فعالیت‌های مهم وزارت صحت عامه است که زمینه رسیدگی به مشکلات را فراهم می‌سازد».

همچنان، محترم وزیر صحت عامه تأکید کرد، که نظارت‌ها باید مؤثرتر شوند، از نتایج و گزارش‌ها استفاده درست صورت گیرد و ریاست نظارت و بررسی با همکاری مؤسسات همکار یک تیم مشترک نظارتی را ایجاد نمایند تا نظارت‌ها دقیق‌تر، گزارش‌ها مستندتر و برنامه‌ها حفظ شوند.

از سوی‌هم، داکتر عنایت‌الله عنایت رئیس عمومی نظارت و بررسی وزارت صحت‌عامه، از طریق یک پریزنتیشن جامع، معلومات مفصلی را در مورد وضعیت صحی کشور ارائه کرد و گزارش‌ها و معلومات نظارت‌هایی را که در یک سال گذشته از شفاخانه‌ها و مراکز صحی اجرا شده بود، با اشتراک‌کننده گان این نشست شریک ساخت.

درعین حال، رییسان ولایتی نیز مشکلات و نیازمندی‌های‌شان را در بخش صحت مطرح نمودند که از سوی مسئولان به آنها اطمینان داده شد و مورد توجه قرار خواهند گرفت.

قابل یادآوری است که، در این نشست، نماینده گان نهادهای همکار و مؤسسات تطبیق‌کننده نیز دیدگاه‌های خود را شریک نموده و برای بهبود بیشتر فعالیت‌ها و خدمات‌شان به وزارت صحت‌عامه اطمینان دادند.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره...
29/11/2025

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو د پایلو شریکولو او ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام مشاورینو، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د نړیوالو همکارو ادارو او پلي کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاده غونډه د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو ښه والي کې مهمه وبلله او ویې ویل:(د هېواد هر وګړی پر موږ حق لري، چې لازم روغتیایي خدمات ورته ورسوو، د دې لپاره چې يادې موخې ته ورسېږو، نو له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه باید هر اړخيز نظارت او څارنه وکړو او دا چاره د عامې روغتیا وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ده، چې ستونزو ته د رسېدنې لار پرانیزي).
ښاغلي وزير ټينګار وکړ، چې نظارتونه دې لا اغېزمن شي، له راپورونو او پایلو څخه دې یې لازمه ګټه واخیستل شي او د څارنې او پلټنې لوی ریاست دې له همکارو مؤسسو سره یو ګډ نظارتي ټيم جوړ کړي؛ ترڅو نظارتونه لا اغېزمن، راپورونه یې دقیق او پايلې یې خوندي شي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یو جامع پریزنټیشن له لارې د هېواد د روغتیایي حالت په اړه معلومات وړاندې کړل او په تېر یو کال کې یې له روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه د ترسره شویو نظارتونو راپورونه او معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورته مهال، ولایتي رئیسانو هم روغتیا برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي، چې د مسؤلینو له لوري ورته د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د همکارو ادارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو خپل نظرونه شریک او وزارت ته یې د خپلو فعالیتونو او خدماتو د لا ښه والي ډاډ ورکړ.

د څارنې او پلټنې عمومي ریس، ډاکټر عنایت الله عنایت، د حوزوي لابراتوارونو د تخنیکي مسولینو د درې ورځني ټریننګ له بهیر څخه...
12/11/2025

د څارنې او پلټنې عمومي ریس، ډاکټر عنایت الله عنایت، د حوزوي لابراتوارونو د تخنیکي مسولینو د درې ورځني ټریننګ له بهیر څخه څارنه ترسره کړه. نوموړي د ټریننګ د تنظیم، د زده کړو د کیفیت، د روزونکو د تخنیکي امادګۍ او د ګډونوالو د ګډون او استفادې وضعیت ارزونه وکړه. نوموړي د روزنې عمومي بهیر وستایه او په ځینو برخو کې یې ځانګړې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

د دې ټریننګ په مټ به حوزوي لابراتوارونه وکولای شي خپل ارقام په انلاین بڼه په DHIS کې ثبت کړي او په عین وخت کې د لاسرسي وړ شي.

ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې عمومي رئیس، د سرویلانس درې ‌ورځني روزنیز پروګرام څخه ...
11/10/2025

ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې عمومي رئیس، د سرویلانس درې ‌ورځني روزنیز پروګرام څخه لیدنه وکړه. نوموړي د روزنې بهیر له نږدې وڅاره، د لا ښه کیفیت لپاره یې اصلاحي سپارښتنې وړاندې کړې او له ګډونوالو سره یې د زده‌کړې، مسلکي پرمختګ او د مسؤلیت د لا ښه درک په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، چې د سرویلانس سیستم د عامې روغتیا د پیاوړتیا بنسټیزه برخه ده، او د کارکوونکو مسلکي روزنه د دې سیستم د اغېزمنتیا او د دقیقو معلوماتو د راټولولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د څارنې او پلټنې عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت او ورسره تخنیکي ټیم د ATR د همکارانو سره د تخنیکي او مسلکي موضو...
11/10/2025

د څارنې او پلټنې عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت او ورسره تخنیکي ټیم د ATR د همکارانو سره د تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه ګډ تخنیکي مجلس درلود.

په دې ناسته کې ښاغلي ډاکتر عنایت‌الله عنایت د دریم‌ګړې څارنیزې ډلې همکارانو ته هغه تخنیکي او عملي ټکي په وضاحت بیان کړل، چې د هغوی په چارو کې د لا زیات شفافیت، همغږۍ او موثریت لامل ګرځېدای شي.

دواړو لوریو د شفافیت، حساب‌ورکولو او د معلوماتو د دقیق وړاندې کولو په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د څارنې او ارزونې سیستم د لا ښه اغېزمنتیا لپاره به همکاري لا پیاوړې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت، نن په خپل کاري دفتر کې د احصائیې ملي ادارې ...
16/09/2025

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت، نن په خپل کاري دفتر کې د احصائیې ملي ادارې د احصائیه او نفوس رئیس، ښاغلي وحیدالله فریادي، د ثبت او پیښو ریاست رئیس ښاغلي امین پکتین او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د زیږونونو او مړینو د دقیق ثبت او منظمې راجسټریشن پروسې په اړه هر اړخیز بحث وشو. ګډونوالو د موجودو ننګونو تر څنګ د لا اغېزمنو حل‌لارو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
شاغلي ډاکټر عنایت‌الله عنایت پر دې ټینګار وکړ چې دقیق او بااعتباره ارقام او معلومات نه یوازې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره حیاتي دي، بلکې د ملي کچې د پالیسۍ جوړونې او ستراتیژیکو پرېکړو لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
دغه ناسته د متقابلو ژمنو او دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

Address

Wazir Akbar Khan
Kabul
1001

Opening Hours

Monday 07:30 - 17:00
Tuesday 07:30 - 16:30
Wednesday 07:30 - 16:30
Saturday 07:30 - 16:30
Sunday 07:30 - 16:30

Telephone

+93202313688

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Monitoring & Inspection General Directorate د څارنې او پلټنې لوي ریاست:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category