04/02/2026
د ګرم اطاق څخه یخې هوا ته وتل ولې ناروغي رامنځته کوي؟
انسانی بدن د حرارت یوه خاصه درجه لري، چې شاوخوا ۳۷ درجې سانتي ګراد ده. بدن تل هڅه کوي دا تودوخه ثابته وساتي، که له حده زیاته ګرمېږي یا یخېږي، نو روغتیا ته خطر پېښ شي. کله چې یو څوک د ژمي په ورځو کې د ډېرې ګرمې کوټې یا اطاق څخه ناڅاپي یخې هوا ته ووځي، نو بدن ته یو ناڅاپی تودوخې بدلون پېښیږي، چې دا کار د روغتیا لپاره مضر وي.
۱. د تودوخې ناڅاپي بدلون
کله چې انسان په ګرم اطاق کې ناست وي، بدن یې نرم، خولې شوی، او عضلات خلاص وي. خو کله چې ناڅاپي یخې هوا ته ووځي، بدن ناچمتو شوی وي. دا ناڅاپي یخوالی د بدن دفاعي سیستم ګډوډوي، او انسان د مکروبونو پر وړاندې کمزوری کېږي.
۲. د دفاعي سیستم کمزوري
د انسان بدن یو دفاعي سیستم لري، چې له ناروغیو څخه یې ساتي. کله چې بدن ناڅاپي سړه هوا ته تماس ومومي، دفاعي سیستم ښه فعالیت نه شي کولای، او همدلته وایروسونه یا بکتریاوې د حملې فرصت پیدا کوي. همدا لامل دی چې زیات خلک زکام، تبه، ستوني درد یا د ساه ستونزې پیدا کوي.
۳. د سړې هوا اثرات
- یخه هوا د پوزې، ستوني، او ساه اخیستلو لارووچوالی پیدا کوي، او دا وچوالی د ناروغیو زمینه برابروي.
که چیرې څوک خولې وي یا بدن یې تود وي یخه هوا دا خولې ژر یخه کوي، او عضلاتو ته زیان رسوي، چې د بدن درد، عضلاتو سستي، یا تبه لامل ګرځي.
۴. د ناروغیو زیاتوالی په ژمي کې
په ژمي کې خلک زیات وختونه په بند چاپېریال کې وي، لکه ښوونځي، دفتر، یا کور. کله چې څوک له داسې ګرم چاپېریاله یخې کوڅې ته ووځي، بدن یې د بهرني حالت سره سمون نه لري، او ژر ناروغ کېږي. له همدې کبله، زکام، انفلونزا، یا سینه بغل زیاتره په ژمي کې لیدل کېږي.
څنګه ځان وساتو؟
1. د ګرم اطاق څخه د وتلو پر مهال باید کوټ، چپنه یا خولۍ وکاروو.
2. خوله او پوزه باید د سړې هوا څخه وساتو، تر څو یخ مستقیم ساه ته نه ننوځي.
3. کله چې خولې یو، نو سمدستي بهر ته نه باید ووځو لږ صبر وکړئ، ځان وچ کړئ، او بیا ووځئ.
4. بدن ته مناسب خوراک، خوب، او وټامینونه ورکړئ تر څو دفاعي سیستم قوي پاتې شي.
゚viralシfypシ゚viralシalシ