ځوانمل د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکز

ځوانمل د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکز My page is about the Diabetes

30/06/2024

دشکر ناروغانو لپاره دخواړو لارښود

02/11/2022

نوی آدرس: کارته نو د اول او دوهم سرک تر منځ اتفاق مارکیټ لومړی پوړ د شهیر نوری درملتون تر څنګه.

25/05/2022

دشکرې ناروغانو لپاره دډریورۍ شرایط:
ټول هغه خلک چی شکرناروغي لری.باید دخپل هیواد دقانون مطابق لایسنس واخلی.دلایسنس داخستلوپه وخت کی باید دترافیکوڅانګه بایددخپلې ناروغۍ څخه خبره کړي.
شکرلرونکی ډریوران (خصوصا هغه ناروغان چی انسولین اویا شکرټیټوونکی دواګانې اخلی) باید دټیټ شکرhypoglycemia په نښونښانواو دهغه په مخنیوی اوتداوی پوره پوه وی
دډریورۍ دمخه دشکرلرونکی ډریور دوینی شکر اندازه باید د 90mg/dl(5mmol/L ) څخه پورته وی.که چیرته دوینی ګلوکوزاندازه د 72mg/dl(4mmol/L) څخه ښکته وی شځص باید ډریوری ونکړی.
هغه ډریوران چی په کال کی ددوه ځلی څخه زیات د شدید ټیټ شکرحملهSever hypoglycemia تیره کړی وی دډریورۍ حق نلری.باید په تیرودولس میاشتو کی دشدید ټیټ شکردحملوشمیر دیوڅخه اضافه نه وی.
دشکرلرونکی ډریورانو دلیدنی ساحه (visual Fields) اودلیدنی اندازه(visual acuity)باید نارمل وی.
هغه ډریوران چی په شکراخته دی اوانسولین پیچکاری کوی باید لاندی ټکی په نظرکی وساتي.
دډریورۍ دمخه باید خپل دوینی شکروګوری. اوکه چیرته سفریی اوږدوی باید هردوه ساعته وروسته خپل دوینی شکرکنترول کړی.
په خپل موټرکی باید خواږه مواد(ژرتاثیرلرونکی کاربوهایدریت) ولری.
داوږد سفرپه صورت کی باید په منظم ډول سبانهار اویا نوره غذا وخورئ.
که چیرته دوینی شکریی ټیت(هایپوګلایسیمیا)وی باید ډریورونکړی.
دوینی دټیټ شکردتداوی وروسته باید تر 45 دقیقوپوری بیا هم ډریوری ونکړی.ځکه دماغی وظایف وروسته نارمل کیږی.

16/05/2022

دشکر ناروغ بايد په لاندي ډول خپل معاينات اجرا کړي
١:خپل شکر بايد خپله د ضرورت په وخت کي معاينه کړي
٢:HbA1c په کال کي ٢-٤ ځلي
٣: دسترگو معاينه کال کي يو ځل
٣: دپښو معاينه په کال کي ١-٢ دداکتر پواسطه او هره ورځ خپله د ناروغ پواسطه
٤: دويني دفشار معاينه: کال کي څلور ځلي
٥:دويني دغوړو او دپښتورگو وظيفوي معاينه په کال کي يو ځل
٦: د influenza او pneumonia واکسين کول
٧: داختلاطاتو د مخنيوي لپاره Ant platelet therapy(aspirin)
٨: دشکر اوغذا دپوهاوي پروگرام اخستل
دشکرناروغۍ کنت

03/05/2022

د شکر ناروغ لپاره ضروري لارښوونې :
د شکر ناروغ بايد خپل وزن ته ډېر پاملرنه وکړي او خپل وزن نارمل وساتئ.
هغه شکر ناورغ چې د زړه تکليف اويا لوړ فشار ولري، د شکر پرهيز ترڅنګ بايد کمه اندازه مالگه واخلي .
ناروغ د نصوارو ، سګرېټو،چلم، الکو ل اونورو مخدر مواد په قطعي ډول استعمال نه کړي.
شکر ناروغ بايد داضافي د واګانو د استعمال څخه ځان وساتي.
شکر ناروغ بايد داضافي موادو او طبيعي بوټو لکه ( دنداسه )،يوناني دواگاني او نورو داستعمال څخه جداً پرهېز وکړي، ځکه دانه يواځې شکرناروغۍ ته ګټه رسوي بلکې د بدن نورو اعضاوو ته لکه ځيګر، پښتورګو ته زيات زيان رسوي.
هغه شکر ناروغان چې لوړ فشار ولري، بايد خپل فشار (130 /80 ) شاه خوا کې وساتي، ځکه شکر او لوړ فشار د پښتور ګوته ډېر زيان رسوي.
شکر ناروغان بايد خپل د وينې غوړ په لاندې اندازه وساتي.
: LDLهغه ناروغان چي دزړه او رگونو ناروغۍ ونلري بايدLDL د100mg/dl څخه ښکته وساتل شي او هغه چي دزړه اورگونوناروغۍ ولري بايد د 70mg/dlڅخه ښکته وساتل شي.
HDL: په نارينو کي د 40mg/dl څخه لوړاوپه ښځو کي د50mg/dlڅخه لوړه وساتل شي.
Cholesterol: د 200mg/dlڅخه ښکته وساتل شي.
Triglyceride: د 150mg/dlڅخه ښکته وساتل شي.
او د ځيګر: ALT (45 ) بايد نارمل وي.
HbA1c: بايد د 7%څخه ښکته وساتل شي.
٨ : هغه ناروغان چې انسولين اخلي بايد انسولين د غذا څخه نيم ساعت دمخه د پوستکي لاندې د خاصو سورنجونو په واسطه پيچکاري کړي او دانسولين د زرق څخه نيم ساعت وروسته حتماً غذا وخوري.
٩ : انسولين بايد په ګېډۀ کې د نامه څخه درې ګوتې(3cm) لېرې، په تشو ، ورانه او يا مټ کې پيچکاري شي.
١٠: ناروغ بايد خپل حفظ الصحي ته خاصه پاملرنه وکړي .خصوصآ دغاښونو او پښو ته

24/03/2022

په شکر ناروغانو کی د پښو ساتلو طریقه:
١ : هره شپه خپلې پښې په تړمو اوبو تر زنګانه پورې پريمنځي او وروسته يې په نرم دستمال و چې کړې، خصوصاً د گوتو منځونه .
٢: هره شپه خپلې پښې د زيتون اوياد شړ شموپه تېلو غوړي کړي
٣: د پښو د ګوتو منځونه وگورۍ که چېرې زخم موجود وي د ډاکټرسره مشوره وکړئ.
٤: ازاد ، نرم ، او ټيټوپوندو والا بو ټان پښو کړئ د تنګو او شکېدلو بوټانو څخه ډډه وکړئ.
٥: که چېرې د ز نګانه يا نور وم

19/03/2022

دروژې میاشت :
ټول دشکرناروغان باید دروژی په میاشت کی خپل شکرکنترول او دټیټ شکر مخنیوی ته متوجه اووسي.
که چیرته امکان وی خپل شکر دورځی څوځلی وګورئ.خصوصا هغه ناروغان چی انسولین اویا سلفونیل یوریا دواګانی اخلی باید خپل شکر په پیشلمی،دورځی (معمولا دورځی ۲-۴ځلی)اودروژه ماتی وروسته وګورئ
دروژی دمیاشتی دشروع یومیاشت مخه دشکردمتخصص داکترسره وګورئ ترڅوستاسی دوایی رژیم دروژی سره برابرکړی.تداوی باید د ټیټ شکر دخطردمخنیوی په اساس ترتیب شی.هغه دواګانی چی دشکردټیټوالی(انسولین اوسلفونیل یوریا)سبب ګرځی باید دهغه داستعمال څځه ډډه وشی اویایی دوز کم شی.
دروژی په وخت کی دشدید سپورت څځه ډډه وکړئ.
دټیټ شکرپه صورت کی دخپلې دوا دوزمنظم کړئ.اوکه چیرته شدیدآ اویامتکررآ د ټیټ شکر حملی منځته راتلی خپله روژه ماته کړئ.
هیڅکله خپل پیشلمی مه هیروئ.

09/03/2022

هغه شکر ناروغانو تداوي کوم چې د شکر په څنګ کې په نورو ناروغيو اخته وي
هر کله چې د شکر ناروغ په نورو ناروغيو لکه يخ وهلو،زړه او پښتورگوناروغيو ، ميکروبي ( انتاني ) ناروغيو، زړه بدوالي او کانګو اخته شي، اويادا چې جراحي عمليات ته کانديد وي ، نو په دې حالاتو کې سره ددې چې ناروغ پرهيز هم کوي، د وينې د ګلو کوز سويه لوړېږي، دا ځکه چې په دې حالاتو کې دانسولين موثريت کمېږي او همدارنګه ځيګر زيات ګلو کوز وينې ته ا چوي، بناً په دې حالت کې زيات انسولين ته ضرورت دى، دشکر ناروغان بايد دنورو امراضو په صورت کې د شکر د کنترول لپاره لاندې ټکى په جدي ډول مراعت کړي، ترڅو د جدي اختلاطاتو مخنيوى وشي، او د خپل معالج متخصص داکتر سره د لازمي لارښوونو لپاره په تماس کې وي.
-1 د شکر د وا دوامداره واخلي اودد اکتر د مشورو مطابق عمل وکړي.، که چېرې غذا په اخستلو قادر هم نه اوسي د خپل شکر دوا (ګولۍ، انسولين) واخلي او اضافي دواګانې د خپل داکتر په مشوره واخلي.
2- د خپلې وينې د شکراندازه او کيتون اندازه کړي.
A- په هره شپه او ورځ کې ٤ – ٣ ساعته وروسته د وينې شکر اندازه کړي که چېرې خپله نشي کولاى د بل چاڅخه کومک وغواړي.
B- که دانسولين څخه استفاده کوۍ، او شکر مو (250) او يا لوړ وي د د اکتر د مشورې سره سم د وينې کيتون اندازه مو معاينه کړئ.
3: کافي اوبه وڅکۍ:
A- کله چې مو دغذا خوړلو توان پيدا کړه ، بيدون د خوږې څخه په کافي اندازه مايعات وڅښۍ لکه او به ، بدون دشکرې مايعات
B- که چېرې دغذا اخستلو توان نلري، شکر لرونکي او بدون د شکر ې مايعات په نوبت سره واخلي، ياني يو ساعت بيدون د شکر مايعات او بل ساعت شکر لرونکي مايعات واخلي د مڼو او به ، انارو اوبه ، د ترکارۍ او به ، د غوښې او چرګ يخني او نور.
4: استراحت وکړۍ ، ځان تود وساتۍ، او دخپلو خپلوانو څخه غوښتنه وکړي چې ستاسو مراقبت وکړي.
5: په لاندې حالاتوکې سل په سلو کې د خپلو داکتر سره مشوره وکړئ.
-د وه ساعتو څخه زيات اسهال او کانګې
- لوړ تبه
- د اضافي انسولين داخستلو سره سره بيا هم د وينې د ګلو کوز اندازه 250mg او يا لوړه وي.
- که د وينې د کيتون اندازه متوسطه اويا لوړه وي .
- که چېرې د ګېډې درد موجود وي او ارام نه شي
- که چېرې تشويش او يا خفګان موجود وي
- که چېرې شديد ناروغۍ لکه دزړه ناروغۍ ، د پښتورګو ، ځيګر سږو او يا نورې شديدې ناروغۍ موجودې وي.

28/02/2022

د وينې د شکر د ښکته کېدو تداوي :
د ناروغ د وينې اندازه بايد عاجلاً نور مال شي ، يانې ناروغ ته خوږه ورکول شي، تر څو د وينې د ګلو کوز سويه نارمل شي، ناروغ ته بوره ، شريني ياچاکليټ، د ميوې شربت ، او ګلو کوز لرونکى نوشابې ورکول شي، که چېرې ناورغ بې هوشه وي ناروغ ته بايد د خولې له لارې څه ورنکړل شي او ناروغ بايد عاجل روغتون ته انتقال شي، يو اځې کولى شي، چې يوه ياد وه کاشوغې بوره د ناروغ د غاښونو او شونډو ( غو مبرو ) ترمنځ واچول شي او بيا ناروغ ډېر عاجل روغتون ته يا ډاکټر ته ورسول شي، ترڅو ګلو کوز اويا ګلو کا ګون پيچکارۍ ورته زرق شي.
څرنګه کولى شو د وينې د شکر د ښکته کېدو څخه مخنيوى وکړو .
د ګوليو او دانسولين دوز بايد په دقيق ډول تعين شي .
ناروغ بايد خپل غذايي رژيم په جدي ډول مراعت کړي
دنور امراضو او دواګانو په صورت کې بايد دشکر ډاکټر سره مشوره وشي
سپورت او تمرين بايد د ډاکټر په مشوره اجرا شي.
د وينې د شکر دښکته کېدو اعراضو په صورت کې بايد خپل ډاکټر سره مشوره وشي.

07/02/2022

دټیټ شکرمخنیوی اوعاجله تداوی:ددی لپاره چی دټیت شکرڅخه مخنیوی شوی وی هغه ناروغان چی انسولین اخلی همیشه باید په جیب کی خواږه (لکه چاکلیت اویانور) وګرځوی کله چی ناروغ ته دټیټ شکرنښی(پورته په شان) پیداشی. نودجیب دچاکلیټ څځه باید استفاده وکړی.کله چی شکرټیټ شی نوپنځلس ګرامه کاربوهایدریت کولی شی دناروغ شکر نارمل اندازی ته ورسوی.اوبیاهرپنځلس دقیقی وروسته خپل شکرکنترول کړی اودضرورت سره سم نورخواږه شیان استعمال کړئ.یادشکرمتخصص داکتراویا روغتون ته مراجعه وکړئ.
په وينه کې د شکرد نور مال څخه ښکته کيدلو اعراض اوعلايم عبارت دي له زړه بدوالي ، ولږه ، خستګۍ يا ستړيا ، خوله ، سر ګرځېدل ، لړزه ، دزړه ټکان ، دوه ليدل ، سردرد ، بيحالي.
کله چې ناروغ ته پورته اعراض پيدا شول، ناروغ بايد عاجل خپله وينه دخاص ماشين پواسطه معاينه او د وينې دشکر سويه تعين کړي.

20/01/2022

کله چی دوینی دګلوکوز اندازه د 54mg/dlشاه خوا ته ورسیږی پدی صورت کی دعصبی سیستم ددواړوبرخواعراض اوعلایم منځته راځی
دسیمپاتیک عصبی سیستم اعراض: (دزړه دحرکاتو زیاتیدل،دزره ټکان،زیاته خوله کول،لاسونه ریږدیدل)
دپاراسیمپاتیک عصبی سیستم اعراض: (زړه بدوالی،اوږی کیدل)
که پورته اعراض اوعلایمو ته پوره پاملرنه ونشی اوپه وخت تداوی نشی اودوینی دګلوکوزسویه نورهم ټیټه(د 50mg/dlپه شاه خواکی) شی پدی وخت کی عصبی سیستم حجراتو ته کافی ګلوکوزنه رسیږی چی امله یی ځینی اعراض لکه نارامي،ګنګسیت،ستړتیا،سردرد،په خبروکی مشکلات اودلیدوخړپړتیا منځته راځی.اوکه چیرته شکر(50mg/dl)څخه نور هم ښکته شی. نو بی هوښی او اختلاج منخته راځی

Address

Kart-e-new/between Street 1 & 2/Shaheer Noori Pharmacy
Kabul
26000

Telephone

0785141527

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ځوانمل د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category