Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص

Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص, Paediatrician, Kabul.

MBBS MD (NMF, AFG)
M.D Paediatrics
University of Child Health Sciences & The Children's Hospital, Lahore, Pakistan
پته: بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت) کابل
وخت: مازديګر ۴ بجو څخه تر ماسختن ۱۰ بجو پورې (جمعه رخصت)

ماشومان د لوبو کولو وسايل نه دي، ډېر احتياط کوئ. شیکن بیبی سنډروم (Shaken Baby Syndrome) او د مغز دننه د وینې ټولېدو لخت...
29/12/2025

ماشومان د لوبو کولو وسايل نه دي، ډېر احتياط کوئ.

شیکن بیبی سنډروم (Shaken Baby Syndrome) او د مغز دننه د وینې ټولېدو لخته کېدلو حالت (Intracranial Bleed)
دا یو ډېر جدي او خواشینونکی مسئله ده، چې زیاتره د کوچنیانو په ځانګړي ډول د یو کال څخه کم عمر ماشومانو کې لیدل کېږي.
کله چې یو ماشوم پرله‌پسې ژاړي او په قهر، ناراحتۍ یا د ناپوهۍ له امله هغه ماشوم په زور سره ښورول کېږي، نو د ماشوم نازک مغز د ککرۍ يا سر دننه خوځېږي، چې له دې امله:

👉 د مغز دننه وینه بهېږي او لخته شي
👉 د مغز ته جدي ټپ رسېدی شي
👉 د سترګو په پرده کې وینه راتلای شي
👉 د دورو (Fits)، بې‌هوشۍ، دایمي معلولیت او حتی د مرګ سبب کېدای شي

په یاد ولرئ:
- د ماشوم غاړه او مغز ډېر نازک دي.
- یوازې یو یا دوه ځله په زور سره ښورول هم د ټول ژوند لپاره زیانمن ثابتېدای شي.
- دا د تاوتریخوالي یوه بڼه ده، حتی که مو نیت د زیان رسولو نه وي.

هغه نښې نښانې چې باید سمدستي ډاکټر ته ورشئ:
- بار بار کانګې کول
- شیدې نه څښل
- غیر معمولي خوب یا بې‌هوشي
- دورې (Fits)
- د ساه اخیستلو سستي
- پرله‌پسې چیغې وهل یا بالکل خاموش پاتې کېدل

والدینو او د ماشوم پالونکو لپاره مهم پیغام:
که ماشوم ژاړي، نو د هغه د ښورولو پر ځای:
✔️ په غېږ کې واخلئ
✔️ په آرامه توګه يې پرېږدئ چې ډاډه شي
✔️ د کوم بل لوی کس یا ډاکټر څخه مرسته وغواړئ
دا پيغام له خپلو ملګرو سره شریک کړئ
مننه
ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو د داخله ناروغيو متخصص
بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، احمد شاه بابا مېنه (ارزان قیمت سیمه) کابل
هره ورځ له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو پورې

کله چې د ماشومانو سینه خرابه شي، نو ځینې مېندې د ماشوم سینه په ټینګه توګه په ټوکر يا رخت تړي، چې دا یو ډېر خطرناک عمل دی...
28/12/2025

کله چې د ماشومانو سینه خرابه شي، نو ځینې مېندې د ماشوم
سینه په ټینګه توګه په ټوکر يا رخت تړي، چې دا یو ډېر خطرناک عمل دی او د ماشوم ژوند په خطر کې اچوي. دا عمل ماشوم ته ګټه نه رسوي، بلکې نقصان رسوي. ځکه چې کله د ماشوم سینه خرابه شي، نو په بدن کې ځيني طبيعي ميکانيزمونه د انسان د ژوند د ژغورلو لپاره فعال شي، لکه د ساه لنډېدل او د سینې تېز حرکت، چې تر څو ډېر اکسیجن ترلاسه کړي.
له دې امله د سینې تړل د اکسیجن ترلاسه کولو په عمل کې نورې ستونزې رامنځته کوي او د ماشوم تکلیف زیاتوي.

نو له دې امله باید د دې خطرناک عمل څخه مخنیوی وشي.
د ماشوم د سینې خرابېدو په صورت کې ژر تر ژره د ماشومانو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د ماشومانو د صحت په اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ د فيسبوک پاڼه درسره لايک او تعقيب کړئ. مننه
ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو د داخله ناروغيو متخصص
بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، ارزان قیمت، کابل
هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو پورې

که غواړئ چې ماشومان مو په تخصصي کچه معاينه، تشخيص او درملنه يې وشي نو هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو ب...
23/12/2025

که غواړئ چې ماشومان مو په تخصصي کچه معاينه، تشخيص او درملنه يې وشي نو هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو پورې په بلوسن روغتون،‌ محبس څلورلارې،‌احمدشاه بابا مېنه (ارزان قيمت سيمه) کې مو په خدمت کې يم.
#ماشومان #اطفال #نوزادان #بلوسن

20/12/2025

✅ یو څلور ورځنۍ ماشوم ( علي ) چې د زیږون په دوهمه ورځ ورته زېړی (Jaundice) پیدا شوی و، بلوسن روغتون د نوزادانو څانګې ته په څلورمه ورځ د شديد زېړي او د شيدو د نه څښلو د شکاياتو له کبله راوړل شو.

🔬 د وینې معایناتو څخه وروسته څرګنده شوه چې:
• Total Bilirubin: 28mg/dL
• Direct Bilirubin: 2.5mg/dL
• Indirect Bilirubin: 25.5mg/dL

🧬 د مور د وینې ګروپ O(Rh-Positive) و، او د ماشوم د وينې ګروپ A (Rh-Positive ) چې دا حالت
ABO INCOMPATIBILITY JAUNDICE
ته اشاره کوي – یو وضعیت چې شدید هیمولایزیز (Hemolysis) یا د وینې د سرو حجرو تخریب رامنځته کوي.

🩸 ماشوم ته UC line ځای پر ځای شو او Double Volume Exchange Blood Transfusion (DVEBT) ترسره شوه.

🌟 د وينې د تبادلې وروسته د ماشوم ژیړی 11.6mg/dL ته راکمه شوه، او عمومي وضعیت یې اوس ډاډ وړ دی – ماشومتوب ته یې یو نوی چانس ورکړل شو!

📌 دا ډول حالات بېړنۍ طبي پاملرنه غواړي، او د وخت ضایع کول خطرناکې پایلې لرلای شي.

📣 والدینو ته مشوره:
که مو نوی ماشوم زېړی ولري، ژر تر ژره يې د ماشومانو متخصص ته د‌معاينې لپاره يو ځل ضرور يوسئ. ځینې وخت زېړی بې‌خطره وي، خو ځینې وخت ښایي د ژوند له پاره خطرناکه وي.

👨‍⚕️ ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو یا نوي زېږېدلي ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص
پته: بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، احمد شاه بابا مېنه (ارزان قیمت), کابل
د اړيکو شمېرې:
0730333304
0730333305

#اطفال #ژیړی #نوزادان #ماشومان #

په بلو سن روغتون کې د نویو زیږیدلو ماشومانو ځانګړې پاملرنه!زه، ډاکټر عبيدالله عابد، په ویاړ سره د بلوسن روغتون د ماشومان...
10/12/2025

په بلو سن روغتون کې د نویو زیږیدلو ماشومانو ځانګړې پاملرنه!

زه، ډاکټر عبيدالله عابد، په ویاړ سره د بلوسن روغتون د ماشومانو د روغتیا څانګه کې د نویو زیږیدلو ماشومانو او نورو ماشومانو لپاره ځانګړي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوم.
د ماشومانو روغتیا زموږ لومړیتوب دی.

📞 د لا زیاتو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ:
[0730 33 33 04, 0730 33 33 05]
🏥 ,پته: بلو سن روغتون محبس چهاراهی ارزان قیمت سیمه کابل

د ماشومانو روغتیا د متخصصینو په لاس کې وساتئ!

🙌✨ په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د نويو ملاریا وسایلو مرسته وکړه چې ۱۷۰ میلیونه پېښې مخنیوی وشي او تر يوه میلیون انسانانو ژوند وژ...
06/12/2025

🙌✨ په ۲۰۲۴ کال کې یوازې د نويو ملاریا وسایلو مرسته وکړه چې ۱۷۰ میلیونه پېښې مخنیوی وشي او تر يوه میلیون انسانانو ژوند وژغورل شي.

👶🏾🛡️ د واکسینونو په مرسته چې اوس په ۲۴ هېوادونو کې کارول کېږي او د ماشومانو لپاره پراخې ساتنې سره، ۵۴ میلیونه ماشومانو موسمي ملاریا مخنیوي درملنه ترلاسه کړه—چې په ۲۰۱۲ کې یوازې ۲۰۰,۰۰۰ وه.

🎉 پرمختګ دوام لري: ۴۷ هېوادونه + ۱ سیمه د مالاریا څخه پاک دي (په شمول د کابو وِرډ، مصر، جورجیا، سورینام او تیمور-لیسته).

😔 خو ملاریا لاهم وژونکې ده: په ۲۰۲۴ کې ۲۸۲ میلیونه پېښې او ۶۱۰,۰۰۰ مړینې، چې زیاتره یې د افریقا د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومانو کې وې.
زموږ په هېواد افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال له پېل څخه، له ۳۲ ولایتونو څخه ټولټال ۴۳,۸۸۶ تایید شوي د ملاریا پېښې راپور شوي، چې له دې څخه ۹,۱۳۸ (۲۰.۸٪) د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومان وو، او ۲۰,۵۳۲ (۴۶.۸٪) ښځې وې.
د ملاریا تر ټولو لوړه پېښه د هر ۱۰,۰۰۰ کسانو په منځ کې په نورستان (۲۷۲.۴) کې راپور شوې، چې وروسته یې کونړ (۱۸۹.۸)، لغمان (۸۹.۲)، او ننګرهار دي.

د درملو مقاومت په زیاتېدو دی، مالي ملاتړ کمیږي، او د اقلیم بدلون د مچیو د خطر زونونه پراخوي.

څه کولی شئ؟

✅ د درمل شوي مچیو جالونو لاندې ویده شئ.
✅ ماشومانو ته واکسین ورکړئ که چیرې شتون ولري.
✅ د تبه په وخت کې ژر درملنه وکړئ.
✅ د پوهاوي او ټولنیزو اقداماتو ملاتړ وکړئ.

په ګډه، موږ کولی شو د ملاریا څخه پاک راتلونکې لپاره هڅه وکړو.
خپل ځان، ماشومان او کورنۍ مو له دغه خطرناکې ناروغئ وژغورئ.

ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو د داخله ناروغیو متخصص
ادرس: بلوسن روغتون چهاراهی محبس ارزان قیمت سیمه کابل
کاري وخت: هره ورځ مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو پورې

💔  تراوسه شاوخوا ۴۴ میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړیدی— او HIV لا هم پای ته نه دی رسېدلی.HIV لا هم د نړۍ د روغتیا...
01/12/2025

💔 تراوسه شاوخوا ۴۴ میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړیدی— او HIV لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

HIV لا هم د نړۍ د روغتیا له سترو ننګونو څخه دی.

دلته هغه څه دي چې باید پوه شئ:

HIV یو ویروس دی چې د بدن د معافیت سیسټم حمله کوي او د یو اخته کس له بدني مایعاتو انتقالېږي.

🤒 د HIV نښې: ځینې خلک ممکن د زکام په څېر ناروغۍ تجربه کړي، لکه تبه، سردرد، د بدن خارښت او د ستوني درد.

⚠️AIDS د HIV د اخته کېدو تر ټولو پرمختللې مرحله کې رامنځته کېږي.

🌍 شاوخوا ۴۰.۸ میلیونه خلک په ټوله نړۍ کې د HIV سره ژوند کوي.

⚕️ که څه هم د دې درملنه نشته، HIV د مخنیوي او درملنې وړ دی.

د HIV د خطر د کمولو لپاره:

🛡️ د کانډومونو کارول

🩸 د HIV او نورو جنسي ناروغیو لپاره ټیسټ کول

✂️ د نارینه ماشومانو سنتول د ډاکټرانو پواسطه

💉 که تاسو نشه يي مواد استعمالوئ، خوندي طبي مرسته ترلاسه کول

💊 د مخنیوي لپاره د PrEP درملو کارول د اضافي انتخاب په توګه

دا د نړۍ د ایډز ورځ ده، راځئ د HIV په اړه پوهاوی جوړ کړو او د ټولو لپاره د مخنیوي، درملنې او پاملرنې ته ملاتړ وکړو.

ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص

توپیر وپیژنئ او ژوند وژغورئ!انتي بیوتیکونه د باکتریایي انتاناتو درملنه کوي - نه د زکام یا انفلونزا.راځئ چې په ګډه د انتي...
24/11/2025

توپیر وپیژنئ او ژوند وژغورئ!
انتي بیوتیکونه د باکتریایي انتاناتو درملنه کوي - نه د زکام یا انفلونزا.
راځئ چې په ګډه د انتي‌بیوتیکونو له ناوړه کارونې مخنیوی وکړو.



#(WHO) (Eastern Mediterranean Regional Office)

الحمدلله حمداً کثيرا د الله تعالی څخه شکر آداء کوم چې د عامې روغتيا وزارت اړوند تخصص لپاره د ټرينرۍ (داخله اطفال) ازموين...
22/11/2025

الحمدلله حمداً کثيرا
د الله تعالی څخه شکر آداء کوم چې د عامې روغتيا وزارت اړوند تخصص لپاره د ټرينرۍ (داخله اطفال) ازموينه کې بريالی شوم.
د خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو څخه مننه چې تل يې پخپلو دعاګانو کې یاد ساتلی يم‌.

During Neonatal Rescusitation Training at Bluesun Hospital, Kabul                 #نوزاد  #ماشوم
19/11/2025

During Neonatal Rescusitation Training at Bluesun Hospital, Kabul
#نوزاد #ماشوم

19/11/2025

د والدينو صبر او حوصله ماشوم يو زمه دار او بامسؤليته شخص جوړوي.

Address

Kabul

Telephone

+93788770787

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. Obaidullah Abid - د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram