
26/12/2021
د ډاکتر رياض الله زهیر مختصره پيژاندنه.
ډاکتر رياض زهير چې مشهور په زهير استاد دی د مرحوم محمد اکبر زوي چې د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ پوري تعلق لري او ياده ولسوالۍ کې زيږيدلی هم دی .
زهير صاحب د پيښور صديق اکبر ليسي څخه فارغ او په 1372 کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون کې د طب پوهنځي شروع کړ، 1374 کال يې د کابل پوهنتون ته تبديلي وکړه ، په 1379 کال کې د کابل پوهنتون طب پوهنځي څخه فارغ شو ، ډاکتر رياض الله زهیر د ستاژ دوره د پاکستان تر سره کړه د زړه په برخه کې يې تخصص د پيښور له Leady Reading hospital څخه وکړ.
استاد زهير په اريانا پوهنتون کې چې پخوا په پاکستان کې وو لس کاله د طب معالجوي، داخلي پتالوژي فزيالوژي او فارمکالوژي په څانګو کې د شاګردانو روزنه وکړه( تدريس وکړ ) ډاکتر صاحب ددغه دروند مسؤلیت ادا کولو څخه وروسته خپل ګران وطن افغانستان ته راغی، د هيوادوالو د ناروغانو د تداوي په خاطر يې د ننګرهار ولايت په جلال اباد کمپليکس خپله دنده پيل کړه.
چې اوس په کابل ولايت حبيب ميډيکل سنټر کې د ګرانو وطنوالو د ښې درملنې او تداوي په خاطر خپل فعاليت شروع کړ چې له شنبي تر پنځه شنبي د سهار نهو نه تر ماښام شپږو بجو پوري ستاسو په چوپړ کې دي
د لا زياتو معلوماتو لپاره په لاندې شميرو اړیکه ونیسئ
0786601801
0796064444