داکتر نصيرالحق منتظر

داکتر نصيرالحق منتظر دغوره معلوماتو لپاره همدا فیج لایک کړئ او دوستانو سره ي

ډير ښکلی غزل
22/08/2025

ډير ښکلی غزل

19/08/2025
14/08/2025

او
که چیری تاسو زما لاندی لیکنه پوره ولوستله تاسو به د نوی زیږیدلی ماشومانو په تشخیص کی مشکل ونلرۍ او پدی به پوی شی چی دا ماشوم نارمل دی که غیری نارمل .
زه درته د نوی زیږیدلو ماشومانو نارمل ټولی نښی وایم که داسی وی ماشوم مو نارمل دی تشویش مکوۍ او که له دی تغیر وه نو غیری نارمل دی ډاکتر ته یی یوسۍ.
:
1/پیدایښت عمر 37 او 42 اونۍ ترمنځ وی.
2/ پیدایښت سره وژاړی.
3/ رنګ یی ګلاپی وی.
4/ د مور شیدی وروي
5/لاسونه او پښی راټولول خوشی کوی او سر اړول راړول.
6/ وزن یی 2.5/ 3.8 کیلو ترمنځ وی.
7/ قد جیګوالی یی د 48/53سانتی متر ترمنځ وی.
8/ سینی پراخوالی یی د 30/36 سانتی متر په اندازه وی.
9/د سر اندازه یی د 33/38 سانتی متر ترمنځ وی.
10/ لمړی لسو ورځو کی وزن کموی بیا بیرته زیاتیږی.
11/ ټول عکسی(ریفلکسونه) یی فعال وی.
12/ ماشوم 16/20 ساعته خوب لری.
13/ په لوړ غږ او تنبه سره خیز ووهی راویخ شی وژاړی.
14/ ورځ کی 3 ځلی څخه تر 8ځلی شیدی وخوری.
15/ ورځ کی 1ځل څخه تر 8ځلی ډکی متیازی وکړی.
16/ تر 48 ساعتو حتمناً یو ځل تشی متیازی وکړی.
17/ ولږی او محیطی مشکلاتو ته وژاړی.
18/ سترګو ته رڼا ،لوړ غږ او بوی سره عکس العمل اوښایی.
19/ تنفس یی په یوه دقیقه کی د 59/30 ترمنځ وی.
20/ زړه ضربان یی په یوه دقیقه کی 160/100 ترمنځ.
21/ بدن حرارت درجه 36.5/37.5 سانتی ګریډ ترمنځ
22/ په بدن نیلی رنګونه په مخ سپینی نقطی نارمل دی.
23/ مونث ماشوم 5ورځی بعد مهبلی وینه لری نارمل ده
24/ که زیات ژاړی او چپه نیولو سره ارام شو نارمل دی
25/ مستی کانګه کول نارمل دی
26/ غړکي کول نارمل دی.

په دوهمه برخه کی به تاسو ته د نوی زیږیدلی ماشوم د خطر ټولی نښی ووایم چی ژر یی داکتر ته یوسۍ.


د نوی زیږیدلو او کوچنیانو د داخله ناروغیو متخصص

ډير دې خفه کړو رب دې وبخښه د سر سړيه ته رانه لاړې مونږ ګونګي شو ژبه ور سړيه ټوله دنيا درپسې ژاړي او ټول تا يادويژوند دې ...
15/07/2025

ډير دې خفه کړو رب دې وبخښه د سر سړيه
ته رانه لاړې مونږ ګونګي شو ژبه ور سړيه
ټوله دنيا درپسې ژاړي او ټول تا يادوي
ژوند دې پدا رقم تېر کړی لکه غر سړيه

څومره ښکلی سړی مړ دی
يو وتلی سړی مړ دی
خدايه صبر,مونږ ته راکړې
دا ښاغلی سړی مړ دی
د ولس ژبه ګونګۍ شوه
چې ژبولی سړی مړ دی

دوکتور منتظر

30/05/2025

📝 ټینیا Tinea:
👈 یو فنګسي انتان دی چې د Dermatophytes په نوم فنګسي موجوداتو پواسته رامنځته کیږی.
دا فنګسونه پوستکی، ویښتان یا نوکان اخته کوي. دا ناروغي ساري ده او له انسان یا حیوان څخه بل انسان ته انتقالېږي.

📝 د ټینیا ډولونه (Types of Tinea):
1️⃣ Tinea corporis(Ringworm) د بدن د پوستکی ټینیا
2️⃣ Tinea capitis د سر ویښتان
3️⃣ Tinea pedis (Athlete's foot) د پښو ټینیا
4️⃣ Tinea cruris – د ورنونو ټینیا
5️⃣ Tinea unguium/Onychomycosis – د نوکانو ټینیا
6️⃣ Tinea barbae – د ږېرې برخه
7️⃣ Tinea manuum – د لاسونو پوستکی
8️⃣ Tinea faciei – د مخ فنګس

📝 نښې نښانې (Symptoms):
سور، ګرد او خارښ لرونکي داغونه
وچ پوستکی او خارش
د پوستکي درز یا سوزش
د ویښتو تویېدل (په Tinea capitis کې)
د نوکانو زړښت یا بدل رنګ
د پوستکي پوټکي کېدل

📝 لاملونه (Causes):
👈 د فنګسي جراثیمو سره د تماس له آلوده انسان، حیوان، یا شیانو سره تماس ،خولې، تودوخه، یا رطوبت زیاتوالی
سخت بوټونه، تنګی جامې
کمزوری حفظ الصحه له امله رامنځته کیږی

📝 انتقال (Transmission):
👈له ناروغ کس سره فزیکي تماس
👈د ناروغ شخص شخصي شیان (تولیه، بوټ، کالي)
👈 له آلوده حیواناتو (پیشو، سپي) سره تماس
👈 د حمامونو، جیم یا عامه ځایونو څخه

📝 تشخیص (Diagnosis):
👈 فزیکي معاینه
👈 د پوستکي د سکریپ (Skin scraping)

📝 درملنه (Treatment):
☑️ موضعي درمل (کریمونه)
1️⃣ Cream Clotrimazole 1%
2️⃣ Miconazole cream
3️⃣ Terbinafine cream
📝 طریقه کار:
👈 د ورځې ۲ ځله (سهار او ماښام) د ټینا پر ځای پاک لاس سره کریم ووهئ.
👈 د ټینا له څنډې لږ شاوخوا ساحه باندې هم کریم ووهئ
(۲ سانتي زیات).
👈 مخکې له استعمال نه پوستکی په صابون او اوبو پاک کړئ او وچه کړئ.
👈 دا دوا ۲-۴ هفتی یا تر هغې پورې استعمال کړی، تر څو د ټینیا نښې له منځه لاړې شي.
حتی که نښې له منځه لاړې شي، لا هم ۷ ورځې استعمال ته دوام ورکړئ.
☑️ د خولې درمل (د سختو یا پراخه ټینیا لپاره استعمالیږی)

1️⃣ Terbinafine tablet 250 mg
یوه ګولۍ د ورځې یو ځل، د ۲-۴ هفتی لپاره
یا
2️⃣ Itraconazole capsule
د ډاکټر نسخه سره سم د ۷-۱۴ ورځو لپاره
📝 یادونه:
👈 دا درمل باید یوازې د ډاکټر تر مشورې لاندې وکارول شي.
👈 د ځیګر په ناروغیو او حاملګی یا شیدې ورکوونکې کی نه ورکول کیږی.

📝 مخنوی (Prevention):
👈 پوستکی وچ وساتئ
👈 شخصي شیان مه شریکوئ
👈 جامې او بوټونه پاک وساتئ
👈 د جیم، حوض یا عامه ځای نه وروسته پښې وچې کړئ
👈 د حیواناتو پاک ساتل او کنټرول
📝اختلاطات (Complications):
👈د فنګس ژور انتان
د پوستکي دایمي زیان یا رنګ بدلون
👈د نوکانو دایمي خرابوالی
دوهمه بکتریايي انتان
🌷د روغتیا په هیله مو یم
🌷په ټولنه کی دداسی جلدی ناروغی سره هتمأ مخ کیږی نو معلومات درسره ولولی.که مو ولوستل لایک ورکړی او درسره شیر یی کړی

🔯 که د صفرا کڅوړه (Gallbladder) نه وي باید لاندی خبرو باندی باید ځان پوه کړو  😊⭕صفرا کڅوړه د ځیګر له خوا جوړېدونکې صفرا ...
28/04/2025

🔯 که د صفرا کڅوړه (Gallbladder) نه وي باید لاندی خبرو باندی باید ځان پوه کړو 😊

⭕صفرا کڅوړه د ځیګر له خوا جوړېدونکې صفرا ذخیره کوي. صفرا د غوړو هضمولو کې مرسته کوي.
⭕ که صفرا کڅوړه لېرې شي (مثلاً د تیږو یا بلې ناروغۍ له امله)، صفرا به مستقیم له ځیګر څخه د کولمو خواته بهیږي، خو د خوراک پر وخت به د غوړو ښه هضم ونه شي.

🔯 لاندی مشکلات رامنځته کېدای شي
⭕1.د غوړو هضم ستونزه د نس ناورین، اسهالات یا غوړ لرونکی اسهال.
⭕2. د ځینو ویټامینونو کمښت ځکه چې ځینې ویټامینونه د غوړو په مرسته جذبېږي.
⭕3. د ګاز، باد، د نس پړسوب او ناارامۍ ستونزې.
⭕4. په معده کې درد یا خوله کې تریخ خوند.

🔯لاندی ویټامینونه کمېږي
⭕ځکه چې دا ویټامینونه د غوړو په موجودیت کې جذبېږي، که صفرا کڅوړه نه وي، نو کمښت یې رامنځته کېږي:

⭕ویټامین A : د سترګو د روغتیا لپاره مهم.
⭕ویټامین D : د هډوکو پیاوړتیا لپاره.
⭕ویټامین E : د پوستکي او حجرو ساتنه.
⭕ویټامین K : د وینې بندیدو یا د وینې ټینګښت لپاره.
🔯(دې ویټامینونو ته Fat-soluble Vitamins وایي.)

🔯داسی مریضان باید لاندی خبری عملي کړي.
⭕- صحي خواړه خوړل لږ غوړ، لږه اندازه خوړل او څو ځل لږ لږ خوراک.
⭕- د اړتیا په وخت کې د ویټامینونو سپلیمنټ کارول (د ډاکټر په مشوره).
⭕- ډاکټري معاینه او لارښوونې تعقیبول.
⭕- ډېره غوړنه خواړه باید کم وخوړل شي.

🔯مناسب خواړه:
⭕1.کم غوړ لرونکي خواړه : لکه شیدې، مستې، د چرګ سپین غوښه (پوستکی لرې کړي)، کب، او نور.
⭕2.ميوې او سبزیجات : لکه مڼه، ناک، کیوي، بروکلي، پالک، کچالو، ګازر، کدو.
⭕3.زیات فایبر لرونکي خواړه: لکه اوړه (Whole grains)، وریجي، جوار، او زړوي مغز لرونکي میوې (بادام، چهارمغز).
⭕4. کم کالوري لرونکي خواړه: لکه شوروا، اوبه لرونکي میوې (هندواڼه، تربوز).
⭕5.کب (Fish)

🔯کوم خواړه باید ونه خوري
⭕- ډیر غوړ، سره شوي خوراکونه (فراي شيان)
⭕- درنې غذاوی لکه پیزا، چپس، برګر
⭕- ډېر شیرین خواړه او بیکري شیان
⭕- کریم لرونکې ساسونه

🔯د خوړو مهم اصول:
⭕- لږ خوړل، خو څو ځله په ورځ کې خوراک کول.
⭕- ډېر اوبه څښل.
⭕- د خوړو وروسته لږ قدم وهل.
⭕- د ډیر درنو غوړو خوراکو څخه ځخه ډډه کول مهم دی

26/04/2025

Thanks dear frinds

🎉 Just completed level 3 and I'm so excited to continue growing as a creator on Facebook!
16/04/2025

🎉 Just completed level 3 and I'm so excited to continue growing as a creator on Facebook!

دفیس مریضی: vitiligo  دی مريضي ته په لاتين ويتيليگو او دخلگو په اصطلاح دفيس مريضي ورته وايي.په اصل کي دايوه جلدي يا دپوس...
16/04/2025

دفیس مریضی: vitiligo

دی مريضي ته په لاتين ويتيليگو او دخلگو په اصطلاح دفيس مريضي ورته وايي.په اصل کي دايوه جلدي يا دپوستکي ناروغي ده چه پدي مريضي اخته کسانو پر وجود سپينو سپينو ټاپو په شکل دبدن پر مختلفو برخو راپورته کيږي .داټاپي مختلف غټوالي او مختلف شمير باندي پر وجود راپورته کيږي

دامريضي په ټولنه کي تقريبآ ډيره کمه ښودل شوي ده.دفیس مريضي ساري نده يعني ديوه انسان څخه وبل انسان ته نه انتقاليږي خو په ارثي ډول په هم هغه کورني کي يي ددي مريضي احتمال شته .

اکثره انسانان دفيس مريض څخه ځان ليري ساتي او داسي فکر کوي چه دا مريضي موږته سرايت ونه کي ، دفیس مريضي له يوه انسان څخه بل انسان ته نه انتقا ليږي روزانه خپل اجتماعي کارونه ورسره يو ځاي مخه ته بيولاي شي هيچ مشکل ورته نسته.

ددي مريضي اصلي منځته راتلو ميکانيزم داسي دي چه دبدن پوستکي دوه ډوله حجري لري چه یو ډول ته يي ميلانوسيت melanocyte او بل ډول ته کيراتونوسيت keratonocyte ورته ويل کيږي .

دميلانوسيت وظيفه داده چه و پوستکي ته نور مال دپوستکي رنګ ورکوي خو کله چه دا دميلانوسيت حجروته تاوان ور ورسيږي يا تخريب شي او يا له منځه ولاړي شي نو دپوستکي هم هغه منطقه خپل اصلي رنګ دلاسه ورکوي او پر هغه ځاي سپينه ټاپه غوندي رنګ پاتيږي.

اما پوستکي ته ددغه رنګ ورکونکي حجرو چه ميلانوسيت نوميږي دمنځه وړلو اصلي او اساسي عوامل معلوم ندي چه کوم عوامل دي چه داحجري دمنځه وړي .خو ځينو پوهانو ويلي چه دبدن دفاعي سيستم خپله داحجري تر خپل بريد لاندي راولي اوله منځه يي وړي داچه ولي دبدن دفاعي سيستم داحجري دمنځه وړي دي سوال ته هم تر اوسه دقيق جواب ندي پيداشوي.

دفيس مريضي اکثره وخت پرخوله ، دسترګوپراطرافو ، دګوتو پر سرونو ، تخرګ ، زنگنونه ، څنګل اوترنامه لاندی برخو باندی زياته ښکاره وي .

تداوي:
دفيس مريضي دتداوي لپاره مختلفي طريقي شته خو پر هغه سربيره سل په سله کي يي جوړيدل ډير کم ليدل شوي دي. مثلا دطريقو څخه يي يو هم کريم دي چه دميلانوسيت حجرو په بيا فعاليت راوستلوکي مهم رول لري ، دجود ددفاعي سيستم دمنظم کولولپاره دواګاني هم شته ، دلايزر وړانګي ، جراحي يعني دبدن سم پوستکي وخراپ برخي ته په جراحي ډول نقل کول اوداسی نوری طریقی.

پدی مریضی اخته شخص دخپلي ناروغي څخه دومره تر تاثير لاندي نه راځي لکه په ټولنه کي چه دخلګو لخوا ځوريږي .ځکه اکثره خلګ دفيس په مریضی اخته انسان ته اهميت نه ورکوي او په سپکه سترګه ورته ګوري کوشش کوي چه ځان ليري ځيني وساتي نو مريض هم په همدي سبب تر نورو خپل ځان سپک احساسوي او اکثره وخت روحي فشار ورسره ملګري وي او کوم استعداد او قابليت چه لري دهغه څخه په ټولنه کی په ښه ډول استفاده نشي کولاي او ځني بي برخي وي.

دفيس مريض دلمر دوړانګو څخه بايد ځان وساتي ,دتشويش څخه بايد ځان وساتي,په کافي اندازه ويټامين او پروتني مواد بايد واخلی.مننه

ترمبوزس (Thrombosis) د وینې د لخته کېدو یا ټپ جوړېدو پروسه ده چې د رګونو دننه رامنځته کېږي او د وینې بهیر ته خنډ جوړوي. ...
16/03/2025

ترمبوزس (Thrombosis) د وینې د لخته کېدو یا ټپ جوړېدو پروسه ده چې د رګونو دننه رامنځته کېږي او د وینې بهیر ته خنډ جوړوي. دا حالت خطرناک کېدای شي، ځکه چې لخته شوې وینه د بدن مختلفو غړو ته تللی شي او د جدي ستونزو لامل کېدای شي.

د ترمبوزس ډولونه

1. ژور وريدي ترمبوزس (DVT - Deep Vein Thrombosis) – دا د بدن د ژورو وریدونو (معمولاً د پښو) دننه د وینې لخته کېدل دي.

2. سږنی امبولیزم (Pulmonary Embolism - PE) – که لخته شوې وینه د سږو رګونو ته ورسېږي، سخته تنفسي ستونزه پیدا کوي.

3. شریاني ترمبوزس (Arterial Thrombosis) – د شریانونو دننه لخته کېدل چې د زړه حمله یا فالج لامل کېدای شي.

4. دماغي وريدي ترمبوزس (Cerebral Venous Sinus Thrombosis - CVST) – د مغز د وریدونو دننه د وینې لخته کېدل.

د ترمبوزس لاملونه

اوږده بې‌حرکتي (د اوږدې مودې لپاره ناست یا پروت پاتې کېدل).

د وینې د لخته کېدو اختلالات.

سګرټ څکول، چاغوالی، امیندوارې، او ځینې درمل (لکه د زیږون کنټرول درمل).

مزمنې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي، شکره، یا سرطان.

نښې نښانې

DVT: د پښې پړسوب، درد، سوروالی، او تودوخه.

PE: ناڅاپي ساه بندیدل، د سینې درد، چټک ضربان، یا د وینې ټوخېدل.

Arterial Thrombosis: د بدن د کومې برخې ناڅاپي کمزوري، بې‌حسي، یا د غړي ناکامي.

درملنه

وینه نری کوونکي درمل (Anticoagulants) لکه هیپارین یا وارفارین.

د لختې وېلې کوونکي درمل (Thrombolytics) د سختو مواردو لپاره.

کمپرېشن سټاکینګز (Compression Stockings) د DVT د مخنیوي لپاره.

جراحي یا کیته‌ټر درملنه د جدي بندښتونو لپاره.

12/03/2025

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! M Asif Usmanzai, M-Islam Zadran, Nazar Muhammad Janyaar, Fazalelahi Keramat, Awrangzib A***n, اشرف خان خادم, هوتک وزیری, حماد امرخیل, Zulmai Naserei, MD Sejad Ahmadi, Najibullah Salar, Nazargul Pardis, Agha Jan Ameeri, محمد طاهر شیدا, ايمل تره کی, حمدالله محیب, شکیب افغان, شاکرالله اربابزی, Abdulkabir Angar, Irfanullah Irfan Safi, Mahmmad Qasim, ابوطلحه الهام, Fahim Hotak, حميدخان نذري, نجیب الله سادات, Sheralam Karimisapi, Abdul Wadood, ثابت پرویز, Mohib Hemat, Islam Yar, Bahargul Sabir

Address

Kabul
42

Telephone

+93787360788

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر نصيرالحق منتظر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to داکتر نصيرالحق منتظر:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category