
27/12/2021
⭕ حامله ښځه چې دا لاندي مشکلاتو څخه يو هم ور پيدا شي بايد ډاکتر ته ولاړه شي !
① سر چرخي او خوا ګرځي .
② تبه او په لاسو او پښو کي پړسوب .
③ نفس تنګي او سالنډي چې د روزانه کارونه مانع وي .
④ تر نارمل حد ډير متيازو ته تلل ، د متيازو په وخت درد او سوزشت ، په متيازو کي وينه ليدل .
⑤ شديد د سر درد او د سترګو کمزوري او شيان په خاکي شکل ليدل .
⑥ د ف*ج او تناسلي ځاي څخه وينه تلل .
⑦ د نس او د نس په لاندي برخي کي د درد شتوالي .
⑧ په نس کي د ماشوم حرکت نه حس کول ( کله چې يي په حرکت شروع کړي وي ) .
⑨ د ف*ج يا تناسلي ځاي څخه اوبه تلل او د ميرګي حمله پري راتلل .
⭕ د پورته ذکر شوي شکايتو څخه چې يو هم وليدل شي بايد نژدي او يو پوه داکتر ته ولاړ شئ . معاينات وکړئ او مشوره تري واخلي .