19/02/2026
Tab. Quetiapineسه شی دی
یوه دوا ده چې د رواني ناروغیو د علاج لپاره کارول کېږي. دا دوا د دماغ په کیمیاوي موادو اثر کوي او د فکر، مزاج او چلند ستونزې ښه کوي.
کورنی میکانیزم
په دماغ کې ځینې کیمیاوي مواد شته لکه Dopamine او Serotonin. کله چې دا مواد ګډوډ شي، نو رواني ناروغۍ پیدا کېږي.
دا مواد کنټرولوي او توازن یې برابر ساتي، چې له دې سره:
غیر نورمال فکر کمیږي
وهم او hallucination کمیږي
مزاج ښه کېږي
ناروغ ارام کېږي
استعمال
دا دوا د لاندې ناروغیو لپاره کارول کېږي:
Schizophrenia – کله چې ناروغ غیر نورمال فکر او وهم ولري
Bipolar disorder – کله چې مزاج ډېر پورته یا ډېر ښکته شي
Depression (خپګان)
کله ناکله د خوب ستونزې او anxiety لپاره هم کارول کېږي
د استعمال طریقه
معمولا په ورځ کې 1 یا 2 ځله اخیستل کېږي
شروع dose کم وي او وروسته زیاتېږي
د ډاکټر له مشورې پرته dose مه زیاتوئ او مه بندوئ
عام جانبي عوارض
عام عوارض دا دي:
خوبولي
سر ګرځېدل
خوله وچوالی
قبض
وزن زیاتوالی
ستړیا
جدي جانبي عوارض (کم خو مهم)
د وینې فشار ټیټېدل
د وینې شکر زیاتوالی
د زړه د ضربان ستونزه
د بدن غیر ارادي حرکات
که دا ستونزې پیدا شي، ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
منع استعمال (کله باید استعمال نه شي)
دا دوا مه کاروئ که:
د دې دوا سره allergy لرئ
شدید د ځیګر ناروغي ولرئ
د زړه جدي ستونزه ولرئ