Dr Omid Khan Nasiry

Dr Omid Khan Nasiry Cradio Vascular Surgeon د زړه او رګونو د جراحۍ متخصص

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د زړه ناروغيو درملنې اړوند پروژې له مسؤلینو سر...
12/03/2026

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د زړه ناروغيو درملنې اړوند پروژې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مالي چارو رئیس، د معالجوي طب لوی رئیس ، د تدارکاتو رئیس ، یو شمېر نورو مسؤلینو او د کابل د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي روغتون د زړه ناروغيو درملنې څانګې روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
په ليدنه کې د قلبي پروژې مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل.
د عامې روغتيا وزير د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې پروژې اړتیاوې ژر تر ژره وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي وزير ټینګار وکړ، د عامې روغتیا وزارت هڅه دا ده چې نه یواځې په کابل کې، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د زړه ناروغيو اړوند خدماتو کچه لوړه او پراخه کړي، تر څو د هېوادوالو لپاره د روغتیايي ستونزو د حل په موخه لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

همدارنګه، په دې ليدنه کې د موجودو ستونزو د ښې ارزونې او د خدماتو د پراختیا لپاره وړاندیز وشو، چې یوه ګډه تخنیکي کاري کمېټه جوړه شي.
د همدې وړاندیز پر بنسټ د اړوندو ریاستونو له استازو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه، تر څو د زړه ناروغيو اړوند خدماتو د پراختیا برخه کې لازمې چارې پر مخ یوسي.

01/01/2026

الحمدلله رب العالمین 🤲
د نوي کال په پیل کې دا زما لپاره د شکر او ویاړ تر ټولو ښکلی احساس دی چې د زړه د جراح په حیث مو یو ناروغ د بریالي عملیات وروسته، د الله (ج) په فضل او مهربانۍ سره، روغ رمټ وګرځید.
د خپلې ټیم له نه ستړې کېدونکې هڅې، د ناروغ له زغم او حوصلې، او تر ټولو زیات د الله (ج) له رحمت څخه مننه کوم.
هیله ده دا نوی کال د ټولو لپاره د روغتیا، هیلو او بریا کال وي.

الحمدلله!له شپږ ساعته پرله‌ پسې عملیات وروسته مې لاسونه لا هم رپېدل، سترګې مې د ستړیا له درده سوځېدې او وجود مې د سکوت غ...
27/12/2025

الحمدلله!
له شپږ ساعته پرله‌ پسې عملیات وروسته مې لاسونه لا هم رپېدل، سترګې مې د ستړیا له درده سوځېدې او وجود مې د سکوت غوښتنه کوله. د ارام او ساه اخیستو هیله مې لرله، خو لا د شپي یوه نیمه بجه نه وه پوره شوې چې ناڅاپه د نوکریوال زنګ راغی؛ او ویې ویل چې
ډاکټر صیب! د مریض حالت خراب دی.
که څه هم ډیر ستړی ووم خو له ارزان‌قیمت نه تر قصبې پورې اوږده او تیاره لاره راته داسې ښکارېده لکه د نیږدي ګاوڼډي کور، په بیړه، په دعا، او د خدای تعالی په توکل مې د شفاخانې په لور حرکت وکړ.
پایوازانو چې ولیدلم، د خوښۍ نښي او نښانی پکې له ورایه ښکاره شوي ما د زړه ډاډ ورکړ او د دعا غوښتنه مي تري وکړه،
د مریض سینه مې بیا خلاصه کړه، وینه روانه وه، له لاسونو مې کار اخیسته خو زړه مې دعا کوله. تر سهاره پورې ویښ وم، خوب را څخه کډه وکړه او ستړیا مې رب تعالی ختمه کړه؛
سهار چې مې هماغه مریض ولید په خپل کټ کې ناست و له خوښۍ یي د سترګو اوښکي نه دریدلي، خدای ته مې شکر وویست او پوه شوم چې شفا د الله ده، مونږ یوازې وسیله یو.
نن د هغه د کورنۍ پر مخ داسې خوشالي خوره وه چې اوښکې یې هم د شکر خبرې کولې. الفاظ کم وو، احساسات ډېر و، او دعاګانې بې‌شمېره وې.
موږ دي وسوزو خو چې وطنوال مو د زړه له رنځه خلاص شي.

🫀 Coronary Artery Bypass Graft (CABG)د زړه د بندو رګونو د بای پاس جراحيالحمدالله!یو ځل بیا مو یو ناروغ چې د زړه دري رګون...
20/12/2025

🫀 Coronary Artery Bypass Graft (CABG)
د زړه د بندو رګونو د بای پاس جراحي
الحمدالله!
یو ځل بیا مو یو ناروغ چې د زړه دري رګونه یې بند ول د زړه د خلاص عملیات په واسطه مو د الله ج په مرسته رګونه بند کړل او اوس له خه صحت څخه برخمن دی.
کومه ورځ چې مونږ ناروغ صحتمند وګورو زمونږ په رګونو کې د خدمت جذبه لا زیاته شي او هڅه کوو چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د وطنوالو خدمت ته ادامه ورکړو.

30/11/2025

چا چې د یو انسان ژوند وژغوره، لکه د ټول انسانیت ژوند یې چې وژغوره.
الایة
خوښ یم چې د خدای ج په مرسته مو د یوي خور د زړه د سوري عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړ، خورکۍ له کوچنیوالي له دي رنځه کړیده او اوس یې صحت کاملآ د ډاډ وړ دی الحمدالله.
مونږ له خدای تعالی سره عهد کړی چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د خپل مظلوم قام خدمت کوو.
💖🤲

24/11/2025

الحمدالله!
د خپل مظلوم وطن د هر وګړي له خدمت داسي خوند اخلم چې هیڅ حد نلري.
خوښ یم چې د خدای ج په مرسته او د خپل هنر له لاري د یو انسان ژوند ژغورم.
مونږ د رنځونو زړونو پیوند ګر یو، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د خپلو مظلومو وطنوالو خدمت کووم.
💖❤️🤲

په ٢٠١٧ کال کې د زړه د ناروغیو نړیوال کنفرانس!له ښي لوری د زړه جراح ملګری او ورور ډاکتر صیب حبیب الرحمن مهمند، له نیپال ...
15/10/2025

په ٢٠١٧ کال کې د زړه د ناروغیو نړیوال کنفرانس!
له ښي لوری د زړه جراح ملګری او ورور ډاکتر صیب حبیب الرحمن مهمند، له نیپال څخه ډاکتر کیبي ، ډاکتر علي له بنګله دیش او زه!
الحمدالله نن مونږ دواړه په خپل وطن کې د هیوادوالو په خدمت بوخت یو.

13/10/2025

الحمدالله!
دا ماشوم د اتو میاشتو وو چې وزن یي ٧ کیلو ګرامه او زړه کې یې سوری وو د ستر څښتن تعالي په فضل او کرم سره یي مونږ عملیات وکړ، د ماشوم صحت د ډاډ وړ دی او لدي بعد به د خدای تعالی په فضل او کرم سره د روغ زړه خاوند وي.
مونږ د خپل وطن او ولس د خدمت لپاره مټي بډ وهلي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به یي خدمت او پالنه کوو.

کله چې د رنځورو زړونو په درملني بوخت یې، هیڅکله به هم د ستړیا، خستګۍ، لوږي او تندي احساس ونکړي.مونږ د خپل ولس او خلکو لپ...
18/09/2025

کله چې د رنځورو زړونو په درملني بوخت یې، هیڅکله به هم د ستړیا، خستګۍ، لوږي او تندي احساس ونکړي.
مونږ د خپل ولس او خلکو لپاره شپه او ورځ په خدمت کې یو.💖💖

هغه خلک تل ژوندي وي چې د خلکو په زړونو کې د خدمت له امله ځای لري.خدمت د میني، انسانیت او ورورولۍ ښکلی رنګ دی.✌️✌️✌️
11/09/2025

هغه خلک تل ژوندي وي چې د خلکو په زړونو کې د خدمت له امله ځای لري.
خدمت د میني، انسانیت او ورورولۍ ښکلی رنګ دی.
✌️✌️✌️

لدي وروسته به د رحمت تخصصي روغتون کې د مازدیګر له ٤-٧ بجو پوري د وطنوالو  خدمت کووم، خدای ج د ماته توفیق راکړي چې د خپلو...
07/09/2025

لدي وروسته به د رحمت تخصصي روغتون کې د مازدیګر له ٤-٧ بجو پوري د وطنوالو خدمت کووم، خدای ج د ماته توفیق راکړي چې د خپلو هیوادوالو خدمت وکړم.

په افغانستان کې د زړه د ناروغیو درملنې نوې دوره
رحمت تخصصي روغتون، د کورنیو او نړیوالو متخصصینو په همغږۍ، زړه د پرانیستې جراحۍ (Open Heart Surgery) رسمي پیل وکړ.
دغه نوښت د زړه، سینې او رګونو د متخصص ډاکتر امید خان ناصري په مشرۍ تر سره کېږي، چې خپلې لوړې زده کړې یې په پاکستان کې بشپړې کړې دي. په دې برخه کې اوس لاندې تخصصي او پرمختللي جراحي پروسیجرونه په معیاري ډول د هېواد دننه تطبیقېږي:
• کرونري شریان بای‌پس جراحي (CABG)
• د زړه د دریچو بدلون او ترمیم (MVR, AVR, DVR)
• بنتل پروسیجر (Bentall Procedure)
• د زړه د زیږنتیا نیمګړتیاوو ترمیم (ASD, VSD, PDA, TOF)
رحمت روغتون، چې د نړیوالو معیارونو مطابق عصري تجهیزات او یو مجرب، متخصص ټیم لري، ژمن دی چې د قلبي ناروغانو د درملنې په برخه کې باکیفیته، خوندیتوب‌محوره او لاس‌رسی لرونکي خدمات وړاندې کړي.
دغه مهم پرمختګ نه یوازې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره یو لوی ګام بلل کېږي، بلکې د ناروغانو لپاره د بهر ته د تګ اړتیا هم کموي، او د ژوند د ژغورنې لپاره یوه نوې هیله پېدا کوي.

آدرس: قصبه د موټر فروشي سړک، 15 ناحیه، کابل، افغانستان
د اړیکي شمیره: 93728998511+
واتساپ: 93728998510+
ایمیل: info@rahmathospital.af
ویب سایت: www.rahmathospital.af

Address

Kabul
Kabul
1007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Omid Khan Nasiry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category