02/09/2025
إنا لله وإنا إلیه راجعون
په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له امله زموږ ګڼ شمیر هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي دي.
موږ د زړه له کومې د ټولو متاثره کورنیو غم شریک یو او د الله تعالی له دربار نه ورته د صبر، زغم او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوو.
یا الله! زموږ له ولس سره خپل رحمت او مرسته وکړه، ځمکه په قلاره کړه او خلکو ته د ژوند د بیا جوړولو توان ورکړه.
اللهم اغفر لموتانا و موتى المسلمين، واشف جرحانا وجرحى المسلمين، وارحمنا برحمتك الواسعة، وأجرنا في مصيبتنا واخلف لنا خيراً منها.
ګرانو وطنوالو!
دا د هر یوه د انسانیت، ورورولۍ او زړه احساس وخت دی. هر څوک دې د خپلې وسې سره سم د متاثره کورنیو مرسته وکړي.