یوسفی طبی لابراتوارYousofi Medical Laboratory

یوسفی طبی لابراتوارYousofi Medical Laboratory Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from یوسفی طبی لابراتوارYousofi Medical Laboratory, Medical and health, Kabul.

09/06/2024

Find lokale virksomheder, se kort og få rutevejledninger i Google Maps.

09/06/2024
06/06/2024

آمیب د څه ‌‌‌‌‌‌ډول ناروغۍ سبب ګرځي؟
نښې نښاني یې کومې دي؟
څنکه یې تشخیص او درملنه وکړو
آمب یو پرازیټ ده چې د سیست یا په ساده ژبه د آمیب د هګۍ په بڼه ناپاکو اوبو یا نیم پاخه خوړو له لارې بدن ته ننوځي. او بلاخره د بدن په سترو کولمو کې ځای پرځای کیږي.
:
1-د نس درد،د نس باد او قبضیت.
2-په آمیب آخته ناروغان د 24 ساعتونو په اوږدو کې ممکن یوځل ‌‌‌‌‌‌ډکي متیازې وکړي او هغه هم د نس له دردونو سره مل وي.
3-مړه تبه،د زړه بدوالی،د مقعد دردونه او په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې د بلغم موجودیت،په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې د وینې موجودیت او اسهالات
4-مه چرته د آمیب ناروغي نسبتا ځن‌‌‌‌‌‌ډنۍ شي نو. ناروغ بیا بار بار تشناب ته د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو په خاطر ځي او ‌‌‌‌‌‌پدې حالت کې د وینې شتون په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې ممکن ده.
5-په تدریجي توګه د وزن او اشتها کمیدل.
#تشخیص
1-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو مایکرسکوپي معاینه
2-په ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کې د آمیب د آنټیجن شتون
3-کولونسکوپي:
نوټ: د آمیب لپاره د کولنسکوپۍ معاینه کې باید له e***a استفاده ونشي.

1-د سترو کولمو زخم
2-کم خوني
3- د نس دوامداره دردونه
4-امیبوما:کله چې آمیب د سترو کولمو داخلي دیوال سره ونښلي او ځای پرځای شي د ګرنولوما ‌‌‌‌‌‌ډوله کتله جوړوي چې د سترو کولمو د بندیدو سبب ګرځيدلی شي.
5-د سترو کولمو سوري کیدل.
#درملنه
له بشپر تشخیص نه وروسته. د آمیب ضد درمل باید حد اقل د پنځه ورځو لپاره وکارول شي. C

06/06/2024

ايچ پایلوری څه شی دی!
ایچ پایلوری یا halicobacter pylori یوه سپرینګ شکله بکټریا ده چې له بهرني محیطه د خولې له لارې بدن ته ننوځي،دغه بکټریا د معدې د تیزابو پر وړاندې ډیره حساسه ده
ایچ پایلورې د فلاجیلا په نامه. څلور یا پنځه ښاخونه لري کله چې له مرۍ نه معدې ته داخلیږي نو تر هرڅه دمخه ددغو ښاخونو په ذریعه د معدې Mucus یا لزجي یا سریښناکه پرده سورۍ کوي او ځان د دمعدې د دیوال لمړني قشر یا epithelium سره نښلوي

ددغو بدو خواصو تر څنګ نوموړې بکټریا یو انزایم جوړوي چې د Urease په نامه یادیږي او دغه انزایم بیا د تیزابو پر ضد عمل کوي یعنی په معده کې موجوده یوریا اخلي او پر کاربن ډای اکسایډ او امونیا یې بدلوي او بلاخره دغه دوه توکي د معدې د تیزابو د خنثی کیدو سبب ګرځي او نوموړي میکروب ته د ژوندانه او تکثر لپاره مساعد محیط برابروي.

کله چې بکټریا د معدې یا کوچنۍ کولمې په دیوال کې ځای پر ځای شوه نو پر خپلو مخربو فعالیتونو پیل کوي د معدې د حجراتو پر ضد انزایمونو او ذهرجن مواد جوړوي او د حجراتو د مړیني سبب ګرځي او بلاخره د زخم د منځ ته راتګ سبب ګرځي.

څنکه پوه شو چې زمونږ په معده کې ایچ پایلوری موجود ده؟

علائم:

۱-د خیټې دردونه

۲-د خوړو نه هضمیدل او بلاخره د قبضیت د شتون سبب ګرځیدل

۳-د زړه بد والی

۴-په خیټه کې بادونه

۵-د اشتها نشتون

۶-د خوړو له خوراک نه وروسته د معدې دروندوالی

۷-تور رنګه غایطه مواد

۸-د معدې التهاب

۹-خولې ته د ترشو اوبو راپورته کیدل

۱۰-د سحر لخوا د خولې بد مزه ګي.

که چیرې دغه میکروب تداوي نکړو نو له کومو خطراتو سره به مخ شو

۱-د معدې زخم

۲-دوینې کمبود:که چرته معده زخمي شي نو له دغه زخمه به په دوامدار ډول وینه بهیږي او بلاخره د ضعیفنیا،خستګۍ او سستیا سبب ګرځي چې په ټوله کې د کم خونۍ علایم دي.

۳-د اثنا عشر یا کوچنیو کولمو د لمړنۍ برخې زخم،چې دا هم د کمخونۍ سبب ګرځي.

۴-د معدې سرطان: نوموړې بکټریا د معدې د دیوال د لومړنۍ پردې د حجراتو د سرطان سبب ګرځي،دغه سرطان د MALT په نانه یادیږي او د معدې د یوه بل وژونکي سرطان سبب ګرځي چې د Adenocarcinoma stomach په نامه یادیږي

په دوامداره توګه ددغه میکروب شتون او فعالیت میکروب ته د نږدې حجراتو فعالیت کې سرطاني بدلونونه راولي او دغه بدلونونه د وخت په تیریدو د معدې د سرطان سبب ګرځي،او له بده مرغه نن سبا د معدې په سرطان 80% انسانان هغه کسان دي چې په ټاکلي وخت یې د ایچ پایلوري درملنه نوه کړې!او په ډیر بدبختۍ سره دا هم باید ووایم چې د معدې سرطان یو وژونکی سرطان ده او چرته یې په لمړنیو کې درملنه وکړو نو په سلو کې لس ناروغان ژوندی پاته کیدای شي او متباقي ناروغان یې سره له دې چې درملنه به یې وشي مګر بیا هم تر پنځه کلو د اوږد ژوند نشي کوی.

څنګه کولی شو ددغه میکروب شتون تشخیص کړو؟

په غایطه موادو کې د میکروب شتون د مایکرسکوپ په ذریعه

۲-په وینه کې د نوموړې بکټریا شتون هم د مایکرسکوپ پواسطه لیدلی شو

د مریض د تنفس نه هم دغه بکټریا تشخیص کیدلای شي urea breath test:پدغه معاینه کې مریضی وه محلول چې یوریا لري ورکول کیږي او تر هغې وروسته یې د تنفسې مجرا له لارې په راوتونکي ګاز کې نوموړې بکټریا لټول کیږي.

۴-په مستقیم ډول د انساجو کتنه tissue biopsy نوموړې معاینه تر پورتنیو ټولو معایناتو کره معاینه ده

څنګه یو سالم انسان پر ایچ پایلوري اخته کیږي

هغه انسانان چې په ایچ پایلوري اخته دي په ورځني ډول په میلیونو بکټریاوې له خپلو بولو یا غایطه موادو سره بهرني محیط ته انتقالوي او چاپیریال پرې ککړوي دغه میکروب که چرته د څښلو اوبه ملوثې کړي او یو سالم انسان دغه ککړې اوبه وڅښکي نو پرته له کوم شکه به ددغه میکروب له وژونکو پایلو سره مخ کیږي.

دویم: هغه انسانان چې پر خپله معده کې نومړی میکروب حمل کوي که چرته کانګې یا استفراق وکړي نو پرته له شکه پر خپلو استفراقي موادو به میلیونونه ایچ پایلوري جاپیریال ته را منتقل کړي چې له سببه یې نورمال او سالم انسانان ددغه میکروب له مبتلا کیدو سره مخ کیږي.

06/06/2024

or جاردیا ناروغې

جارديا يوه مکروبي پرازيتي ناروغي ده ، چي اصلی لامل يې دجارديا لمبيلا Giardia lambelia په نوم يو ډول پرازیټ دی.
دانسان په وړو کولمو کي اوسېږي او دوه شکله لري.
●فعال شکل (Trophozoit) کله چي اسهالات زیات سي؛ نو فعال شکل یې دغایطه موادو سره خارجیږي چي بیا همدلته له خارجېدو سره له منځه ځي
●غیرفعال (Syst)سيسټ شکل دئ
سیسټ د پرازیت مقاومت لرونکي بڼه ده او کولی شي د بدن څخه بهر او چاپیریال کې د میاشتو لپاره ژوند وکړي. Giardia نړیوال توزیع لري او د سړو سیمو په پرتله په استوایی سیمو کې ډیر عام دی
د نوموړي ميکروب انتقال د ناپاکو اوبه څښل، پاتې شوني خواړه، نامينځلي مېوه اوترکاري خوړلو څخه انسان پدې ناورغۍ اخته کوي.

● د جارډیا پرازيت نښې نښانې په لاندې ډول دي!!!

لکه اسهال ، د معدې پړسوب ، دنس شديد درد ، قبضيت، بد هاضمې ، د ملا اوسينې درد ، زړه بدوالی ، اسهال ، د معدې دردونه ، د اشتها کمیدل ، د وزن کمیدل، د پوستکي خارښت مګر اسهال ددې ناروغۍ له مهمو نښو نښانو څخه شمېرل کيږي، د Giardia نښې معمولا د انفیکشن څخه 1 اونی څخه تر 2 اونیو وروسته څرګندیږي.
د
يوشمېرکسان دجارديا ناروغي نه پېژني، ځکه ددې ناروغۍ نښې هم داميب، کولرا او سلمونيلاپه څېر اسهال لرونکوناروغيوسره ورته والی لري..

06/06/2024

Joindice
پیج درسره لایک کړی ملګرو.
زیړی دځېګر التهاب د مختلفو وایروسونو،خپل سری درملو ،الکولو او کیمیاوي موادو له وجې پیدا کېږي چې تر ټولو مهم یې ویروسونه دي، ددې وایروسونو له جملې څخه یو یې
Hepatitis C virus
HBS S A
دی ، چون ددې ویروس په مقابل کې لا تر اوسه واکیسن نشته یوازی Hbsیادتورزیړی واکسین موجود دی
د انتان د انتقال لارې :
د اخته وینې سره د تماس له لارې خپریږي. مثلا د منتنو ستنو یا سرنجونو له لارې ، د غیر خوندي طبي پروسیجرونو له لاری د منتن شخص څخه جوړ شخص ته انتقال کړي، HCV د اخته مور څخه خپل ماشوم ته لیږدول کیدای شي مګر د لیږد دا طریقه نادره ده ، د مور د شیدو په هکله که څه هم لږ معلومات شتون لري خو د شیدو ورکولو څخه د HCV لیږد خطر کم دی اوس لپاره CDC او WHO دی پایلې ته رسیدلي چې د HCV اخته میندو لخوا د شیدو تغذیه عموما خوندي ده .
هیپاټایټس سي د مور د شیدو، خواړو، اوبو یا د عادي تماس له لارې نه خپریږي لکه په غیږ کې نیولو، ښکلولو او د یو اخته کس سره د خوړو یا څښاک شریکول.

کلینکي کورس : حاد HCV انتان معمولا غیر عرضي وي او ډیری پېښو کی د ژوند ګواښونکي ناروغۍ لامل نه کېږي، که حاد انتان عرضي هم وی نو ناروغانو کې ډیری کلینیکي نښې غیر مشخصی وی
په عام ډول راپور شوي نښې عبارت دي له ستړیا، زړه بدوالي، د معدې درد، د اشتها له لاسه ورکول، تبه، خارښ، د عضلاتو درد ، ژیړی.
شاوخوا 30٪ (15-45٪) په ناروغۍ اخته کسان پرته له کومې درملنې ښه کیږی . پاتی 70% (55–85%) ناروغانو کی انتان مزمن پړاو ته ځي او بالاخره د ځېګر د سیروزس او سرطان لامل کېږي (د سیروزس خطر په شلو کالو کی 15-30 سلنه دی )
په یاد ویروس اخته ناروغانو کی د سیروزس لپاره د خطر فکتورونه عبارت دي له :(زیات عمر،الکولو استعمال،د HCV سره یو ځای د HBV او HIV شتون ، معافیت ځپلی حالت ، د چرسو او سګرټو استعمال ، چاغوالی ، سپین نژاد، نارینه جنس)
ناروغي د ځېګر نه د باندې هم د مختلفو ناروغیو په منځ ته راتګ کی رول لري مثلاً د Type 2 DM شکرې ناروغي د څیړنو پایلې ښایي چې په دې ویروس اخته کسانو کی د د شکری ناروغي خطر څلورالی پنځه چنده زیاتیږي، یاد ویروس د زړه د اسکمیک ناروغیو ، فلج او اتیروسکلیروزس خطر زیاتوی ، همدارنګه وایروس د تایراید ناروغیو ، د پښتورګو د ناروغیو او د لمفوما په منځ ته راتګ کی رول لري.
یادونه باید وکم چی په حاد انتان کې عرضي ناروغان او هغه ناروغان چې سترګو کې یې ژیړی ښکاره شي ښه انزار لري.

تشخیص : لومړی باید وینه کې د اچ سي وي په مقابل کی د انتي باډي شتون وکتل شي، ورپسې باید ټولو ناروغانو ته پي سي ار(pcr) ترسره شي، د ویروس جینوتایپ وپیژندل شي، د ځېګر وظیفوي حالت معلوم شي همدارنګه د HIV او HBS لپاره هم باید سکریننګ ترسره شي.
وقایه : تر اوسه پورې د هیپاتیتس سي په وړاندې کوم اغیزمن واکسین شتون نلري نو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی ته ضرورت دی او لاندې نقاط باید په پام کی ونیسو :
د روغتیایی ستنو او وخذي خوندي او مناسب کارول ، د ستنو او طبي کثافاتو خوندي اداره کول او تصفیه کول، مخدره زرقي توکو کارونکو ته پوهاوی، د وینې د ترانسفوژن پر وخت د هیپاتیت سی ویروس او نورو ویروسونو لپاره معاینات کول، د یو طرف د اخته کیدو په صورت کی جنسي مقاربت پر وخت د کاندوم استعمال.
درنښت

06/06/2024
06/06/2024

دمنیو کمزوری.
د مـنــيـو ( semen ) کـيـفـيـت چـې د الـقـاح لـپـاره اړيـن بـلل کـيـږي :

* د القاح لپاره د منيو ( semen ) کمترينه اړين لرونکى کيفيت عبارت دى له ..

1- د منيو(semen) حجم بايد په هر انزال (Ej*******on) کې کم تر کمه دوه ملي ليتره (2mL) وي .

2- د سپرمونو تعداد بايد کم تر کمه په هر ملى ليتر کې شل ميليونه( 20million ) وي .

3- د سپرمونو تعداد بايد په هر انزال (ej*******on) کې کم تر کمه 40 ميليونه وي .

4- په هر انزال کې %75 سپرمونه بايد ژوندي وي .

5- بايد %50 سپرمونه خوځيدونکي ( motile ) وي .

6- بايد %30 سپرمونه نارمل شکل او جوړښت ولري .

7- هغه سپرمونه چى د سر ( head ) برخي نقصان ولري بايد د %35 څخه کم وي .

8- هغه سپرمونه چى د منځ برخي ( midpiece ) نقصان ولري بايد د %20 څخه کم وي .

9- او هم هغه سپرمونه چى د لکى د برخي نقصان ولري بايد د %20 څخه کم .

څنګه کولی شو خپل مني قوي کړو ؟

* هغه خواړه چې ویټامین C لري ډیر وکاروئ .
* هغه خواړه چې ویټامین D لری ډیر وکاروئ .
* خپل خوب منظم او پوره کړئ .
* ټینشن سوچ او فکر مو کم کړئ .
* تازه میوي وخورئ .
* خورما او پسته وخورئ .
* ډیر تروش خوراک مکوئ .

که چیری د منیو تعداد کم وی یا سپرم یعنی منی کمزوری وی کوم علائم به وی ؟
* جنسي کمزورتیا .
* بی اولادي .
* زر انزال .
* ویښتانو تویدل .
* درد یا سوزش د نارینه اندام خوا کي .

که چيرته د منیو تعداد چې پورته ذکر شو په کم اندازه وی نو نارینه نشي کولي چې مقابل لوری ښځینه حامله کړي .
که غواړی چې خپل مني مو قوي کړی لاندې شیان کولی شي چې تاسو سره همکاري وکړي.
* کیله .
* مینچې .
* مکروني .
* ممپلي .
* چهار مغز .
* کورنئ هګئ جوش شوي .
کجو
بادام
پیسته
خورما
غفارزی طبی لابراتوارGhafarzai medical labratore
Umar Khan Ghafarzai

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 03:55 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when یوسفی طبی لابراتوارYousofi Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram