د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health

د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health موږ په ټول هېواد کې، معیاري روغتیایي خدمتونو ته ژمن یو

مولوي نورجلال جلالي د عامې روغتیا وزیر

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملک...
04/05/2026

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک‌لېستونه ډک او د یادو ملکیتونو له مسؤلینو څخه ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي.
همدارنګه، د ملکیتونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.
.......................

کارمندان آمریت تنظیم و کاهش آلوده‌گی هوا مربوط ریاست صحت محیطی وزارت صحت‌عامه، به‌منظور جلوگیری از امراض تنفسی و بهبود کیفیت هوا، از ملکیت‌های مختلف در شهر کابل نظارت نمودند.

در جریان این نظارت، چک‌لیست‌های مربوطه تکمیل گردیده و از مسوولان این ملکیت‌ها تعهد گرفته شد که از این پس بدون استفاده از دستگاه‌های تصفیه دود فعالیت نکنند.
همچنان، پیام‌های صحی، بروشورها و لایحه کاهش آلوده‌گی هوا برای مسوولان ملکیت‌ها تشریح و توزیع گردید تا فعالیت‌های خویش را مطابق با معیارهای وزارت صحت عامه تنظیم نمایند.
.......................

Officials from the Air Pollution Control Department of the Environmental Health Directorate of the Ministry of Public Health carried out inspections of various facilities in Kabul city to help prevent respiratory diseases and improve air quality.

During the inspection, relevant checklists were completed, and commitments were obtained from the facility owners that they would not operate without smoke purification systems in the future.

In addition, health messages, awareness leaflets, and air pollution reduction guidelines were explained and distributed to facility owners so they can align their activities with the Ministry of Public Health standards.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د حضرت بل...
04/05/2026

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د حضرت بلال ۵۰ بستريز روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلا بېلو څانګو د ليدنې تر څنګ د ناروغانو درملنې، خدمتونو د کيفيت او کاري بهير ارزونه وکړه.
سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي، او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې‌ غوري او بې ‌پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.
......................

محترم مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت‌عامه و هیأت تخنیکی همراهش، از شفاخانه ۵۰ بستری حضرت بلال و کلینیک کیور دیدار نمودند.

در این دیدار، محترم معین عرضه خدمات صحی، از بخش‌های مختلف این مراکز دیدار نمود و روند تداوی بیماران، کیفیت خدمات و جریان کاری را مورد ارزیابی قرار داد.

همچنان، وی به‌منظور بهبود هر چه بهتر خدمات، رهنمودهای لازم را به کارمندان صحی ارائه کرده و از مسوولان این مراکز صحی و کارمندان آنان خواست تا با بیماران برخورد نیک داشته و مسئولیت‌های مسلکی، انسانی و ایمانی خود را با صداقت ادا نمایند.

وی تأکید کرد، که هرگونه غفلت و بی‌توجهی در برابر بیماران قابل قبول نبوده و باید خدمات صحی مورد نیاز در زمان معین به همه ارائه گردد.
.........................

Mawlawi Abdul Wali Haqqani, Deputy Minister for Health Services of the Ministry of Public Health, accompanied by a technical delegation, visited the 50-bed Hazrat Bilal Hospital and Cure Hospital.

The Deputy Minister for Health Services reviewed various departments of the two facilities, along with patient care, service quality, and overall workflow.

In addition, the Deputy Minister issued further guidance to improve service delivery and urged hospital officials and health workers to treat patients with care and compassion, and to fulfill their professional, human, and ethical responsibilities with sincerity.

He emphasized that any lack of attention to patients is unacceptable, and that all patients must receive timely and essential healthcare services.

د خوست او غور ولایتونو په دوو ښوونځیو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شولدغه پروګرامونه ...
04/05/2026

د خوست او غور ولایتونو په دوو ښوونځیو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د یاد ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبسات ښوونځي او د غور ولایت د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ګرځنده روغتیايي ټیم له لوري د پوزه‌ لیچ ښوونځي زده کوونکو او استادانو ته ترسره شول.

په دې پروګرامونو کې د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه هر اړخیز ډول تشریح او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي، فزیکي، ذهني او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.
.........................

برنامه‌های آگاهی‌دهی عامه به‌منظور پیشگیری از مواد مخدر در دو مکتب در ولایات خوست و غور برگزار گردید

این برنامه‌ها از سوی مسوولان شفاخانه ۸۰ بستر تداوی معتادین ولایت خوست، مربوط ریاست برنامه ملی تداوی معتادین وزارت صحت عامه، در مکتب خلبسات مربوط ولسوالی صبری این ولایت و از سوی تیم سیار صحی شفاخانه ۲۰ بستر تداوی معتادین ولایت غور در مکتب پوزه‌لیچ، برای شاگردان و استادان برگزار شد.

در این برنامه‌‌ها، زیان‌های اجتماعی، اقتصادی، روانی و صحی مواد مخدر به‌گونه همه‌جانبه تشریح گردید و مشکلات فردی و اجتماعی ناشی از استفاده این مواد روشن ساخته شد. همچنان معلومات مهمی در مورد جلوگیری از مواد مخدر، شناسایی افراد معتاد و معرفی آنان به مراکز تداوی از جمله مواردی بود که برای آنان نیز تشریح گردید.
.........................

Public awareness programs on drug prevention were conducted in two schools in Khost and Ghor Provinces.

Officials from the 80-bed Drug Rehabilitation Hospital in Khost, under the Ministry of Public Health’s National Drug Treatment Program, conducted awareness sessions for students and teachers at Khalbasat School in Sabari District. Similarly, a mobile team from the 20-bed Drug Treatment Hospital in Ghor delivered similar programs at Poza Leech School.

The programs provided a clear and comprehensive explanation of the social, economic, psychological, and health harms of drug use. They also highlighted the individual, physical, mental, and social consequences of addiction, while offering key information on prevention, early identification of drug users, and referral to treatment centers.

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د ایثار...
04/05/2026

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د ایثار تدویر خصوصي عالي لیسې زده کوونکو او استادانو ته د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

په دې پروګرام کې د ياد ښوونځي زده کوونکو ته د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په هر اړخیز ډول تشریح او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول.
....................................

مسوولان شفاخانه ۴۵۰ بستر تداوی معتادین جنگلک، ریاست برنامه ملی تداوی معتادین وزارت صحت‌عامه، یک برنامه آگاهی‌دهی عامه را به‌منظور جلوگیری از مواد مخدر برای شاگردان و استادان لیسه خصوصی عالی ایثار دایر نمودند.

در این برنامه‌، زیان‌های اجتماعی، اقتصادی، روانی و صحی مواد مخدر به‌گونه علمی و همه‌جانبه تشریح گردید و مشکلات فردی و اجتماعی ناشی از استفاده این مواد روشن ساخته شد. همچنان معلومات مهمی در مورد جلوگیری از مواد مخدر، شناسایی افراد معتاد و معرفی آنان به مراکز تداوی از جمله مواردی بود که برای آنان نیز تشریح گردید.
....................................

Officials from the 450-bed Jangalak Drug Rehabilitation Hospital, in collaboration with the National Drug Treatment Program of the Ministry of Public Health, held a public awareness campaign on drug prevention for students and teachers at Ali Isar Private High School.

During the session, the social, economic, psychological, and health impacts of drug abuse were comprehensively outlined, and the far-reaching consequences at both individual and community levels were highlighted. The speakers also raised awareness about preventive measures, early identification of drug dependency, and the referral of affected individuals to specialized treatment centres.

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې ...
04/05/2026

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌ الله ایوبي بنګله‌ دېش ته د سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د صادراتو د پراختیا ادارې له رئیس، محمد حسن عارف سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، د روغتیايي محصولاتو او درملو د صادراتو پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د سوداګرۍ بهیرونو کې پر اسانتیاوو، د ګډو اقتصادي فرصتونو پر رامنځته کولو، افغانستان ته د صادریدونکو درملو د کیفیت او بیو پر ښه والي او افغان سوداګرو ته د درملو برخه کې د ویزې د ورکړې لپاره د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وشو.

په پای کې دواړو لورو د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او دوامداره همکاریو د پراختیا هوکړه وکړه.
......................

داکتر نعیم‌الله ایوبی، رئیس عمومی تنظیم ادویه و محصولات صحی وزارت صحت‌عامه، در جریان سفر رسمی‌اش به کشور بنگله‌دیش با محمد حسن عارف، رئیس اداره انکشاف صادرات آن کشور، دیدار کرد

در این دیدار، دو طرف در مورد گسترش همکاری‌های تجارتی و انکشاف صادرات محصولات صحی و ادویه میان دو کشور بحث و تبادل نظر نمودند.

همچنان، موضوعات ذیل از جمله تسهیل روندهای تجارتی، ایجاد فرصت‌های مشترک اقتصادی، بهبود کیفیت و قیمت ادویه صادراتی به افغانستان و فراهم‌ سازی تسهیلات در صدور ویزه برای تجار افغان، به‌ویژه در بخش ادویه، مواردی بودند که روی آنان تأکید شد.

در پایان، دو طرف بر تقویت روابط دوجانبه و توسعه همکاری‌های تخنیکی و پایدار در بخش ادویه و محصولات صحی توافق کردند.
......................

During an official visit to Bangladesh, Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation at the Ministry of Public Health, met with Mohammad Hasan Arif, Vice-Chairman of Bangladesh’s Export Promotion Bureau.

The meeting focused on strengthening trade cooperation between the two countries and expanding the export of medicines and health products.

They also stressed the importance of facilitating trade procedures, creating joint economic opportunities, improving the quality and pricing of medicines exported to Afghanistan, and easing visa procedures for Afghan traders, particularly in the pharmaceutical sector.

In conclusion, both sides agreed to strengthen bilateral relations in the medicines and health products sector and to expand technical and long-term cooperation.

تېر کال د جوزجان په ولایتي روغتون کې (۳۵۲۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي ديد یادو عملیاتونو له ډلي (۱۶۵۶) ستر عملیات...
04/05/2026

تېر کال د جوزجان په ولایتي روغتون کې (۳۵۲۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۶۵۶) ستر عملیاتونه او (۱۸۷۰) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۶۴۳۳) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۳۱۸۲۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
................

در سال گذشته در شفاخانه ولایتی جوزجان (۳۵۲۶) عملیات های جراحی با موفقیت اجرا شده است

از میان این عملیات های جراحی‌ (۱۶۵۶) عملیات بزرگ و (۱۸۷۰) عملیات کوچک توسط داکتران مجرب اجرا گردیده است که بیانگر ظرفیت تخنیکی و تخصصی در این شفاخانه می‌باشد.

قابل یادآوری است که در همین مدت، برای (۱۶۴۳۳) تن خدمات در بخش بستر (IPD) و برای (۱۳۱۸۲۵) تن خدمات در بخش خارج بستر (OPD) این شفاخانه برای بیماران ارائه شده است.
................

Over the past year, a total of (3526) successful surgical procedures were performed at Jowzjan Provincial Hospital.

Of these, (1656) were major surgeries and (1870) were minor procedures, all carried out by experienced doctors, reflecting the hospital’s strong technical capacity and specialized expertise.

It is also noteworthy that during the same period, (16433) patients received inpatient (IPD) services, while (131825) patients benefited from outpatient (OPD) healthcare services.

04/05/2026

د هېواد شمال زون ته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سفر او د څو مهمو رغنیزو پروژو پیل!

04/05/2026

مېندو ته د عامه تغذیې ریاست د خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو مسؤل ډاکټر سلیمانخیل فقیري پيغام!

04/05/2026

د عامه تغذیې ریاست د خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو مسؤل ډاکټر سلیمانخیل فقیري، خوراځواکو ماشومانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د بهیر په اړه معلومات ورکوي.

Address

Street# 10 , Wazir Akbar Khan Road
Kabul
1003

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to د عامې روغتیا وزارت -وزارت صحت عامه - Ministry Of Public Health:

Share