ډاکـــــتر داؤدزی/Dr Daudzai

ډاکـــــتر داؤدزی/Dr Daudzai ‏هغه ځوانان !!
چې په مثبتو فکرونو !
مثبتـــو موخو ته رسي?

دا لاندې عوامل انسان زر زړوي (ژر عمر خوړوي):1. ذهني فشار (Stress): دوامدار ذهني فشار د بدن هورموني سیستم ګډوډوي او زړښت ...
09/05/2025

دا لاندې عوامل انسان زر زړوي (ژر عمر خوړوي):

1. ذهني فشار (Stress): دوامدار ذهني فشار د بدن هورموني سیستم ګډوډوي او زړښت ته چټکتیا ورکوي.

2. خوب نه کول: د خوب کموالی د حجرو ترمیمي پروسه خرابوي او د جلد، دماغ او بدن زړښت ته زمینه برابروي.

3. ناسالم غذا: چربي، شکر او پروسس شوي خوراکونه د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او د زړښت عوامل چټکوي.

4. سګرټ څکول: سګرټ د جلد رګونه تنګوي، اکسیجن کموي، او زړښت ګړندی کوي.

5. لمر ته زیات تماس (UV rays): د لمر مستقیم وړانګې د جلد عمر ژر زیاتوي (photaging).

6. فزیکي فعالیت نه کول: بې‌حرکتي عضلات کمزوري کوي، د زړه ناروغۍ زیاتوي او بدن زوړ ښکاره کوي.

7. الکول څښل: الکول د بدن رطوبت کموي، ځیگر ته زیان رسوي او زړښت ته لاره هواروي.

8. بد مزاجي او منفي فکرونه: دوامداره غصه، حسد او خپګان رواني او فزیکي زړښت زیاتوي.

Dr daudzai

د رېل ګاډی د سفر په وخت یو لس کلن ماشوم په ناڅاپی توګه چیغی کړی «پلاره ! ونو ته وګوره هلته وګوره ، شاته روانی دی.. » پلا...
14/09/2024

د رېل ګاډی د سفر په وخت یو لس کلن ماشوم په ناڅاپی توګه چیغی کړی «پلاره ! ونو ته وګوره هلته وګوره ، شاته روانی دی.. » پلار یی د زوی په دی خبرو مسکی شو د هو زویه ،هو !، یی ورته وویل او په سر یی لاس ورتېر کړ . نورو ناستو خلکو هم د مهربانی په دود ماشوم ته ولیدل. هلک بیا چیغی کړي « پلاره ! اسمان ته وګوره وریځې هغسی منډی وهی .ډیری په‌چټکي ..» پلار یی بیا وخاندل ویی ویل هو زویه ! په سفر روان د ناستو خلکو له منځه یی یو راپورته شو . د ماشوم پلار ته یی په ترخه ژبه وویل . زوی دی روانی ناروغ دی هغه‌کوم ډاکتر ته بوځه چی په داسی چیغو نورو ته مزاحمت نه کوی . د هلک پلار په ډیر عاجزانه توګه وویل : وروره ! مونږ همدا اوس له روغتون راغلو . زوی می له پیدا کیدو وروسته سترګو ستونزه لرله او نظر یی سم نه وو نن یی لومړنې ورځ ده چی سترګو یی د لیدلو ځواک پیدا کړی ، او نظر یی سم شو هغه خوشحاله دی او هیڅ نه پوهیږی. »

هدف دا چی هر څوک د ژوند یو داستان لری . وړاندی له دی چی د یو چا په اړه بشپړ معلومات ونه لری په اړه یی ژر قضاوت مه کوی :شاید د هغی د ژوند تر شاه داسی کیسه پرته وی چی په اوریدو یی حیران شی
🙏🏻🥀

د لمر وړانګې د مخ او لاسونو په پوستکي کې د ګونځو او تور نصواري داغونو د پیدا کیدلو لامل ګرځې چې دې حالت ته مخکې له وخت څ...
02/07/2024

د لمر وړانګې د مخ او لاسونو په پوستکي کې د ګونځو او تور نصواري داغونو د پیدا کیدلو لامل ګرځې چې دې حالت ته مخکې له وخت څخه زړښت یا premature aging ویل کیږې،ځکه نو باید نارینه او ښځینه دواړه د چترې،پیک لرونکو خولیو اویا نورو کړنو سره د لمر څخه خپل مخونه خوندي وساتې،د لمر ضد کریمونه هم اغیزمن دې خو د مخ خوله کیدلو او یا وینځلو سره یې تاثیر له منځه ځې،ځکه نو په ګرمې کې د مخ زیات خوله کیدلو له امله اغیزمن نه دې،یو شخص ته ستونزمنه ده چې د هرځل مخ خوله کیدلو څخه وروسته د لمر ضد کریم وکاروې.

24/01/2024

په طبابت کې یو اپډیټ او په زړه پورې خبر!!!!!!
د وینې معاینې له لارې د الزایمر ناروغۍ تشخیص "ممکن" شو
په سویډن کې د یوې څېړنې پایلې ښیي، د الزایمر ناروغۍ د تشخیص لپاره کارول شوې نوې طریقه ډېره سمه ده.

په نوي میتود کې، چې په ۷۸۶ کسانو ترسره شوی، د پي ټي اې یو ۲۱۷ په نوم پروټین کچه په وینې کې معاینه او اندازه کېږي.

په وینه کې د دې پروټین اندازه د الزایمر ناروغانو په مغزو کې بیولوژیکي بدلونونه ښیې. څېړونکي هیله لري چې دا ازموینه د الزایمر ناروغۍ په لومړني تشخیص کې اغېزمنه وي، کوم چې په ډېری مواردو کې د ذهني زوال (ډیمنشیا) لامل کېږي.

څېړونکي دا باور هم لري چې دا ازموینه کولای شي په خلکو کې د ورځنیو معاینو برخه شي، لکه په وینه کې د کولیسټرول اندازه کول. اوس مهال د الزایمر د تشخیص له پاره د نخاع شوکي څخه نمونه اخیستل کیږي، چې خورا ستونزمنه او دردناکه طریقه ده.

05/07/2023

نه خوب پوره شو او نه هیلې پوره شوې، هر سهار د ګټې لپاره پورته کېږو له ژوند نه ګیلې ډېرې لرو خو بیا ځکه چپ کېږو څه چې ېې راکړي هغه د ډېرو په نصیب کې نشته وخت هم عجیبه سوداګر دی د ځوانۍ په پلمه يې ماشومتوب راڅخه واخېست، اوس د شتمني په پلمه ځواني اخلي هره ورځ ستړی، ستومانه کور ته راستنېږو، تر ننه پوه نه شوو چې د ژوند کولو لپاره کار کوو یا د کار کولو لپاره ژوند کوو خو دا چې بیا ډک جیب نړۍ راوپېژندله، تش جیب خپلوان راوپېژندل.کله چې مو خپلی ګټلې پیسې مصرف کړې پوه شوو چې شوق خو د پلار په پېسو پوره کېده په خپلو پیسو خو یوازې اړتیاوې پوره کېږی. که د خندا لپاره دې زړه هم نه کېږی، دلته به خاندې، که چا وپوښتل څنګه يې مجبور یې ورته وایې به “په مزو کې يم.
ملګرو!دا د ژوند نندارتون دی.دلته هر یو کس تمثیل کوي.دلته د اورلګیت اړتیا نه لیدل کېږی.دلته خلک، له خلکو سوځي😊
#داؤدزی

23/06/2023

دامريکا د درملو او غذا ادارې (FDA) لخوا دا ومنل شوه چې د 0.5mg Colchicine په نوم درمل په غټانو ناروغانو کې چې يا د زړه په Atherosclerotic ناروغيو اخته وي او يا يې ورته په خطر کې قرار ولري د زړه د ناروغيو خطر راکموي.
ديادونې وړ ده چې ياد درمل له پخوا راهيسې د Gouty arthritis په درملنه کې استعماليږي

کله چې په چایو کې مچ پرېوځي، مونږ ټوله پیاله چپه کوو.. خو کله چې مچ په کورنېو غوړیو کې پرېوځي، نو خلک هیڅکله کورني غوړي ...
21/06/2023

کله چې په چایو کې مچ پرېوځي، مونږ ټوله پیاله چپه کوو.. خو کله چې مچ په کورنېو غوړیو کې پرېوځي، نو خلک هیڅکله کورني غوړي نه چپه کوي؛ بلکې مچ ځینې راخلي او ایسته یې ګوزاروي، خلک خپلو ګټو او منافعو ته په کتو د ادابو او اصولو ډرامې جوړوي.. او د مقابل لوري ځواک، حیثیت ته په کتو پرېکړه کوي..!!
د لیکنې موخه؛ باید ارزښت پیدا کړو چې قدرمن شو..
—-
#داؤدزی

(وخت اوحالات حتمي بدلیدونکي دي)‏که مزدور شوې، حوصله به زده کړې.که غریب شوې، خلک به وپېژنې.که ناروغ شوې، د روغ صحت قدر به...
19/04/2023

(وخت اوحالات حتمي بدلیدونکي دي)
‏که مزدور شوې، حوصله به زده کړې.
که غریب شوې، خلک به وپېژنې.
که ناروغ شوې، د روغ صحت قدر به وپیژنې.
که دوکه دې وخوړه، هوښیار به شې.
که ولوېدې، د پورته کېدو احساس به درته پیدا شي.
که مسؤل شوې، د پلار قدر به درمالوم شي.
که خلکو پرېښودې، اخر به د ځانته پاتې کېدو هنر تر لاسه کړې.
که‏ سخت کار ته دې مخه شوه، زړه به دې غټ شي.
که بې وسه او ناتوانه شوې، خپل خالق به درپه یاد شي.
لنډه دا چې د ژوند هره نادوده او ناخواله مونږ ته ضرور یو څه په لاس راکوي.
نو مه غمجن کېږئ او مه ناهیلي کېږئ.
په هر حالت کې سخت کار وکړئ او په ذهن مو د خفګان ګرد مه پرېږدئ.
لرې نه ده چې‏ یو وخت به هر څه چې تاسې یې غواړئ ستاسې ژوند ته راشي..
#داؤدزی

Address

Kabul

Telephone

+93779343238

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکـــــتر داؤدزی/Dr Daudzai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکـــــتر داؤدزی/Dr Daudzai:

Share