07/02/2026
فارمکالوژي
یولسم نمبر لیکچر👇
د فارمکالوژي یو لسم نمبر لیکچر کې د Sulphonamides سلفانامایډ په اړه معلومات :
دا درمل هم ګرام منفي او هم ګرام مثبتو میکروبونو پر ضد تاثير کوي.
ددې درملو طبقه بندي Classification
1: systmeic sulphonamides:sulphadiazinesulphisoxazolesulfamethoxazolesulphadoxine
2 له نورو درملو سره یوځای سلفانامایډ👇
Coـtrimoxazole ( sulfamethaxzole+trimethoprim)
Fansidar( sulphadoxine+pyrimethamine)
3موضوعي سلفانامایډ:
Sodium sulphacetamide
silver sulphadiazine
mafenide
د سلفانامایډونو په اړه عمومي معلومات👇
سلفانامایډونه د مثبت او منفي میکروب پر وړاندې لکه نرکوډیه، سټریپټوکوکۍ،سټيفلوکوکۍ،منینجوکوکۍ،ګونوکوکۍ دا د میکروبونو طبي نومونه دي کوم چې بطني یا هاضمي سیستم تنفسي سیستم، عصبي سیستمونو ناروغیو سبب.کیږي خه تاثیر کونکي درمل دي.
همدارنګه کله چې یوځای استفاده وشي لکه د suplhamethoxazole+trimethoprim بیا د میکروب وژونکي تاثير لري لکه سلمونیلا،انټيروباکتریا،شیجیلا،هیموفیلیس انفلونزا تاثیر کونکي درمل دي.
سلفانامایډونو تاسیر میکانیزم👇
یعنې سلفانامایډ پر میکروبونو څرنګه تاثیر لمنځه وړئ
1 سلفانامایډونه: د pABA په جوړیدو سره فولید اسید جوړیدل مخنوي کوم چې میکروبونه بیا نشي کولای خپل ژوند ته دوام وده پرمختګ ورکړي.
2سلفانامایډونه همدارنګه فولید اسید او ډيهایډرو فولید اسید جوړیدل نهی کوي چې ددې سره هم باکتیریاوې وده، نمو نشي کولای.
3سلفانامایډونه: د نورو درملو سره یوځای استعمال شي لکه د ټرامیتپریم او پایرومیترم چې دا د باکتیریاوو فولید اسید او ټیتراډيهایدرو فولید تبدیلدو مخنوی کوی د ډيهایډرو فولیټريډيکټز انزایم پواسطه کوم چې بکتریا نشی کولی DNAاو RNaاو هسته جوړه کړي چې ددې جوړیدل نهي باکتریا خپله لمنځه ځئ.
Aminobenzioc acid inhibit by sulphonamide
Dihidyrofolic acid inhibit by tetrahydrofolate acid inhibit by trimethoprime.
د درملو جذب اطراح میتابولیزم یا فارمکوکنیټیک👇
1:سلفانامایډونه د هاضمي سیستم له لارې په چټکۍ سره جذبیږي.
2:سلفانامایډونه: په ځيګر کې استقلاب یا میتابولیزم رسیږي او غیری فعال شکل سره بیا د پښتورګو.له لارې اطراح کیږي.
3:سلفانامایډونه:عصبي سیستم دماغو ته او همدارنګه پلاسنینټا ته هم تیریږي.
4:سلفانامایډونه باید د پښتورګو ناروغانو ته په پوره دوز ورنکړل شي یعنې کم دوز ورکړل شی.
کلینیکي استعمالclinical uses👇
1: تنـــــفسي سیــستم میکروب: سلفانامایډونه د تنفسی لارو میکروب لمنځه وړلو کې لکه نمونیا کې ورکولای شي په لاندې دوز سره
15.20 mg / kg / daily trimethoprime
75.100 mg / kg daily sulphomethoxazole
په دوه دوزونو سره ورکول کیږي خولی د لاری .
شدید حالاتو کې coـtrimexazole Ds( trimethoprime160/sulfhamethoxazole800.mg ). یو وخت په ورځ کې د تنفسی سیستم ناروغیو هیمفلیس انفلونزا،نمونیا،ورکولای شو.
2 د بولي لارو میکروبونو په تداوۍ کې urinary tract infection👇
د کولیفارم باکتریاوو لمنځه وړلو.کې خه درمل دي دغه باکتریا اکثره وخت د بولی لارو میکروب کیدو سبب.کیږي کولای شو co trimixazile ډبل دوه وخته ورکړو د یوې هفتې لپاره.
په نارینو کې د پروستاټ په میکروبي کیدو کې بایدco trimixazole د 10 نه تر 14 ورځو لپاره باید استفاده وشي.
3: د ټوکسو په لمنځه وړلو کې باید حامله میندو کې باید استفاده وشي sulfadiazine1 g ااو pyrimehtamine 75 mg ورکول د شپږو الا نهه میاشتو لپاره ورسره فولید اسید 10 ملی ګرامه ماشوم د مړینی او ولادی سوی اشکالو څخه ژغوری.
4: د ملریا ضد تاثیر لري
Sulphadoxine+pyrimethamine( fansidar)
یو یو دوز او یو وخت لپاره ورځ کې باید دری ورځو لپاره استفاده وشي.
5 :سوزېدنه کې: burn کې silver sulphadiazine and mefenide موضوعی استفاده کیږي.
جانبي عوارضAvderse Effect👇
کانګه
زړه بدوالی
سرچرخي
ضعیفي
حساسیت
ګیډی درد
اسهال.
لیکوال: ډاکټر طارق.حبیب
👈لطف زموږ لیکنې له نورو ملګرو.سره شیر کړي.
او زموږ د صفحی لیکنی په خپل نوم یا د لیکوال نوم مه پاکوئ.واټساپ نمبر: 0788681836