Doctor at Home

Doctor at Home Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor at Home, Medical and health, Jamrud Fort.

Health Care and Management and Medical Information

څرنګه چي دي صفحي څخه ټول طبي او اسلامي معلومات نشر کيږي .
نو ستاسو څخه مو يوه هيله ده چي دا صفحه لایک فالو او نورو دوستانو سره يي شيئر share کړي چي تر څو نور دوستان مو ورڅخه کټه پورته کړي.

   300mg ❓۱:دعـــصــبـی دردونـــو لــپاره۲:مــــرګــــۍ نــاروغـــی لپاره۳:دپـښـو دبی قراری نـاروغـی لپاره ⭕ـ ســرخوږیـ ...
30/05/2025

300mg



۱:دعـــصــبـی دردونـــو لــپاره
۲:مــــرګــــۍ نــاروغـــی لپاره
۳:دپـښـو دبی قراری نـاروغـی لپاره



ـ ســرخوږی
ـ سـرګرځـی
ـ وزن زیـاتیدل
ـ خوبوالی یا ستړیا

#احـــتــیـاط🚫

پــه حـــمـل کـــی نـــه ورکـــیـږی

#خـــــــوراک 🍷

دشـــپـی یــــوه دانــــه بـعـــد از غــــذا

  #کــــارونــــــه☘️۱:دمــعـدی ســـتونزو۲:دمــعـدی دتـیـزابـو زیاتوالـی۳:دمـعدی دردیــدنــــه۴:ګـیس او ســوء هــاضمـه 🧠...
30/05/2025


#کــــارونــــــه☘️

۱:دمــعـدی ســـتونزو
۲:دمــعـدی دتـیـزابـو زیاتوالـی
۳:دمـعدی دردیــدنــــه
۴:ګـیس او ســوء هــاضمـه

🧠

ـ تـشـویش
ـ روانـــی ســـتـونزی
ـ ژور خــفـګان
ـ دمـعـدی سـره تړلـــی عصبی ستونزی



دجــنسی خـــواهــش کـمــوالی
دښځـــودشــیــدو غیرطـبعـــی جــــریــــان

#احـــــتـــــیـــــاط🚫

پـــه حـــمـــل کـــی نــــه ورکــیـــږی

#خـــــــوراک🍷

نــیمـــه ســــهـار نـیمـــه مـــاښام
قــــــبــــل از غــــــــذا /۵۰ملی ګرام
نـــیـــمــــه خــــوړل کــــیــــږی

    ?👈 سره له دې چې په ټولیزه توګه د رواني ناروغیو د پېژندلو او درملنې په هکله د ټولنې د پوهې کچه پورته شوې مګر بدبختانه...
31/07/2024



?

👈 سره له دې چې په ټولیزه توګه د رواني ناروغیو د پېژندلو او درملنې په هکله د ټولنې د پوهې کچه پورته
شوې مګر بدبختانه لا تراوسه هم داسی تر سترګو کیږي چې یو شمیر وګړي په دې نه پوهېږي چې د رواني
اختلالاتو او د رواني ناروغانو په مقابل کې څه ډول چلند وشی. ډیری وخت د رواني ناروغیو په هکله بد
ګماني او غلطې عقیدې د دې سبب شوی چې د ناروغۍ د پرمختګ او د ناروغۍ د درملنې مخه ونیسي، دلته
یې د یو څو مثالونو یادونه کوو:

👈 یو شمیر خلکو ته په خپله رواني ناروغ د ناروغ شخص کمزوري ښکاري خو داسي نده ، بل داچې یو شمیر
خلک فکر کوي چې که چیري په رواني ناروغۍ اخته کس وغواړي په خپله کولی شی چې د ناروغۍ نښې
او علایم کنترول کړي، د رواني ناروغانو چلند د اعتبار وړ نه دی نو نشوکولی چې کړنې یې جدي ونیسو،
رواني ناروغي درملنه نه لري باید شخص په خپله د ناروغی څخه ځان را اوباسي، د رواني ناروغیو ډاکتران
هم نشی کولی چې په سمه توګه د ناروغ درملنه وکړي یوازي د ارامولو دارو ورکوي اوبس او له درملنې
سره هم ناروغ معتاد کیږي، دا ټولې هغه اکراري او ناسمې انګیرنې دي چې د یوشمیر اشخاصو او که په
ټولیز ډول ووایو یو شمیر ډاکټر صاحبان چې په نورو رشتو کې کار کوي هم په دې لیست کې را ځي چې
داسې اندونه د رواني ناروغۍ په هکله یې لري.
مګر په اصل کې د رواني ناروغیو په هکله نوي تحقیقات د دې ښودنه کوي چې پورته نظریات ټول ناسم
دي او رواني ناروغي د نورو ناروغیو په شان د تشخیص او درملنې وړ ده او مختلف ډولونه یې مختلفې
موثرې درملنې لري. رواني ناروغۍ ډول ډول سببونه لري او یوشمیر خو یې د څو اسبابو له کبله منځ ته
راځي نو کولی شو چې د ناروغي تشخیص او درملنه هم د مختلفو اسبابو په پام کی نیولو سره وکړو.
د مثال په توګه یو شمیر رواني ناروغۍ کیدای شي چې یوازې د رواني مشورې په واسطه تداوي شي مګر
یو شمیر رواني ناروغۍ بیا درملو په ته اړتیا لري خو تر ټولو مهمه خبره دلته دا ده چې ناروغ باید خپل
حالت درک کړي او بغیر له دې چې ورپیښه ستونزه اویا ناروغي کوم شرم وګڼي په لومړي قدم کې د رواني
ناروغیو له ډاکتر سره مشوره وکړي مګر له یو داسي ډاکتر سره چې کم ترکمه وکولی شی چې رواني ناروغي د عضوي ناروغیو څخه جال کړی د مثال په توګه د جاغور د غټوالي څخه را پیداشوې نښې نښانې
هم کولی شی چې رواني ناروغۍ ته ورته نښی نښانې ولري مګر د دې درملنه د رواني نارغۍ څخه ډیرتوپیر
لري او داهم مهمه ده چې ناروغ خپل حالت ډیر په روښانه توګه خپل معالج داکترسره شریک کړي تر څو
ډاکتر پوه شی چې د ناروغۍ لامل څه دی او وکولی شی د ناروغۍ د تشخیص سره سم د ناروغ درملنه وکړي.
دلته د رواني ناروغیو د یو شمیر نښو نښانو یادونه کوو که چیري یو څو ک د دې حاالتو سره مخامخ کیږي
او دا حاالت تر دوه اونیو زیات وخت په بر کې ونیسي نو کولی شی چې تر ټولو نیږدې روغتیایي مرکز ته
لاړ شي او خپله ستونزه د رواني ناروغیو له معالج ډاکټر سره شریکه کړي.

1️⃣ خپګان او نارامي چې تر دوه اونیو زیات وخت ونیسي 2️⃣ هیجاني کیدل ویره او ډار پیداکیدل
3️⃣ غیر نورمال حرکات لکه د سترګې رپول او داسي نور
4️⃣ ستونی وچوالی
5️⃣ ژر خفه کیدل
6️⃣ ژر بد ګمانه کیدل
7️⃣ په اشتها کی ستونځی لکه د ډوډی نه خواراک او یا هم 8️⃣ډیر خواړه خوړل
9️⃣ بی ځایه غوصه کیدل
🔟 سردردی
1️⃣1️⃣ د غاړی شخ والۍ
1️⃣2️⃣ نا امید ه کیدل
1️⃣3️⃣ بغیر له کوم عضوي افت څخه د زړه ضربان زیاتیدل
1️⃣4️⃣ پرته له عضوی افت څخه د سالنډی احساس
1️⃣5️⃣ زړه تنګوالی
1️⃣6️⃣ ویره او ډار په ځانګړی توګه په لویو محفلونو کی د زړه ضربان زیاتیدل خولی کیدل اوداسی نور

7️⃣7️⃣ تکراری عمل په ځانګړی توګه کله چه خپل لاسونه مینځي څو څو ځله داعمل تکرار وی داسی فکر کوی
چه لاسونه می پاک شوی ندي، په لمانځه کی وسواس کله فکر کوی چه ما څو رکعته وکړل کله فکر کوی
چه لمونځ می مکمل وکه او که نه ؟

1️⃣8️⃣ کله کله داسی هم پیښیږی چه یو ځل دروازه بنده کړی دوباره فکر کوی چه دروازه بنده شوی نده دا کړنه
څو ځلکه تکرار ه وي.
1️⃣9️⃣ ډیر ی زیاتی خبری کول
2️⃣0️⃣ په فشار سره خبری کول
2️⃣1️⃣ کله کله د ژبی بندیدو له ستونځي سره مخامخ کیږی
2️⃣2️⃣ خبری نه کول چه بیخی خبرو کولو ته زړه نه ښه کوی
2️⃣3️⃣ځانته کیناستو ته ترجیح ورکول
2️⃣4️⃣ فکری تمر کز خرابیدل یعنی کله کله داسی پیښیږی چه یوه موضوع تر پایه نه رسوی بیا بله شروع کوی
2️⃣5️⃣ کله کله ناروغ ته غلطه عقیده پیدا کیږی چه هغه عقیده هیڅ بنسټ نه لری یو شمیر ناروغانو ته داسی فکرونه
پیداکیږی چه له ویلو څخه یی ډډه کوی دوی فکر کوی که چیر ی دا فکر زه ښکاره کړم نو ګناهګار به شم
بلکه دا سم فکر نه وی دایوازی یو اجباری وسواس وی چه ناروغ نا رامه کوي اوباید له ډاکټر سره شریکه
شی اویا له یوه داسی شخص سره چه ورته ښه مشوره ورکولی شی.

2️⃣6️⃣ څارنه : ناروغ فکر کوی چه څوک ما څاری اویا زما کړنی څاری
2️⃣7️⃣ ځان ستر ښودنه : کله کله ناروغ ځان تر نورو خلکو ډیر لوړ ښی
2️⃣8️⃣ ویښیار تیا : کله کله یو شمیر ناروغان داسی فکر کوی چه زه دومره پوهه یم چه باید ولس مشر ته مشوره
ورکړم او هغه باید زما د مشورو سره سم عمل وکړي
2️⃣9️⃣مکر ر وسواس : لکه د ککړیدو څخه ویره ، ډیر شک کول د نظم او ترتیب تشویش
3️⃣0️⃣ غلط احساس چه بیرون شتون ونه لری مګر ناروغ یو څه احساسه وی
3️⃣1️⃣ د اوریدو غلط احساس کوم اواز موجود نه وی خو ناروغ یو څه اوري
3️⃣2️⃣ د خوند غلط احساس
3️⃣3️⃣ د بوي غلط احساس
3️⃣4️⃣ په سلوک کی تغیر
3️⃣5️⃣ مزاج کی تغیر لکه خفګان یا زیا ت خوشحالیدل او یا هم ډار او ویره پیدا کیدل
3️⃣6️⃣ عاطفه کی تغیر
3️⃣7️⃣ له مرګ څخه ویره
3️⃣8️⃣ د ناروغیو څخه بی ځایه ډار او ویره کله کله ناروغ جو ړ تیا ر وی خو دی یوی وړی ستونځی لپاره ډیر
زیات معاینات ترسره کوي
3️⃣9️⃣ حافظه کی تغیر
4️⃣0️⃣ په خوب کی تغیر یا به ناروغ ډیر زیات خوب کوی او یا کله کله ناروغ ته خوب نه ورځی
4️⃣1️⃣ جنسی اړیکو کی تغیر بی وخته انزال د شوق کمیدل او داسی نور

؟

تر هغی وروسته چه د روانی ناروغی سبب معلوم شو او ناروغی وپیژندل شوه نو اړینه ده چه دناروغۍ
سره سم د ناروغ درملنه په پام کی ونیول شی . لکه څرنګه چه مخکی مو ورڅخه یادونه وکړه چه روانی
ناروغی یوازی دارویی درملنه نه لری مګر کیدایشی چه یوشمیر ناروغان روحی یا اروایی درملنی ته اړتیا
ولری اویو شمیر یی د اروایی درملنی تر څنګ د درملو په واسطه درملنی ته اړتیا ولری . مګر یو ټکی تل
په پام کی باید ونیول شی چه د ژوند په مختلفو پړاوونکی کله کله ا نسانان د یو شمیر حالاتو سره مخامخ کیږی
چه داحالات ډیر پرمختللی نه وی او یا تر ډیر وخت پوری دوام نه کوی دمثال په توګه یو څوک دکورنی ا
و دخپلوانو څخه دلاسه ورکوی او یا هم له یوه داسی نا غوښتونکی حالت سره مخامخ کیږی چه د انسان
روانی حالت ته زیان رسوی چه دا یو طبیعی حالت ده او درملنی ته اړتیا نه لری چه دحالاتو په ښه کید و
سره انسان بیرته خپل لومړنی حالت ته را ګرځی مګر څه وخت چه دا ډول حاالت دوام داره شی نو بیا په
هغه وخت کی اړتیا لیدل کییږی چه ناروغ ته اساسی درملنه شروع شی . د ناروغۍ په درملنه کی بله تر
ټولو مهمه خبره داده چه باید ناروغ یوازی پرینښودل شی د ناروغ خپلوان ، نیږدی دوستان باید دومره زیات
د ناروغ سره خواخوږی شی تر څو ناروغ په دی یقین پیداکړی چه زه یوازی نه یم ا و په دی یقین پیدا کوی
چه په هرډول سختو حالاتوکی می دوستان خپلوان ا و دکورنی غړی راسره دی . چه دا حالت دناروغ په
درملنه کی پوره مرسته کوی.د ناروغی په درملنه کی بل مهم ټکی داده چه ناروغ د درملنی په ټولو اړخونو
وپوهول شی او د درملنی په هکله پوره معلومات ورکړل شی. د مثال په توګه که یو ناروغ د ژور خفګان
تر څنګ وسواسی ناروغی هم ولری نو ناروغ باید وپوهول شی چه د مشورتی درملنی ترڅنګ تاسی ته
درملو په واسطه درملنه هم اړینه ده .ناروغ باید د رملو په ګټه ، د درملنی وخت اود درملو خوراک په اندازه
و پوهول شی . ناروغ ته باید مشوره ورکړل شی چه د شپی لخوا کوشش وکړی په وخت ویده شی د شپی لخوا د چایی څښلو ، سګرټ څکلو اوداسی موادو خوړلو چه زیات کاپین ولری لکه کاکو لا او داسی نور
کاپین لرونکو خوړو څخه باید دریغ وکړی.
کله کله ناروغ ته د شپی لخوا خوب نه ورځی په دی حالت کی د هڅه وشی مخکی له دی چه بستر ته لاړ
شی کوم کتاب د مطالعه کړی او یا د هم د تودو اوبو سره غسل وکړی . سهار وختی لمانځه ته پورته کیدل
او تر لمانځه وروسته یو څه ورزش کول ډیره ګټه لری. هڅه د وشی چه ناروغ خپل د زړه درد له کوم
نیږدی دوست او یاهم د کورنی د خواخوږی غړی سره شریک کړی هر څه په زړه کی ساتل ستونزه نوره
هم زیاتوی. ناروغ باید تل خپل ځان په ګټورو بوختیا وو بوخت وساتی . قران کریم تلاوت او ژباړه باندی
ځان پوهول. خپل ځان او لباس پاک ساتل. یو ی نوی څیړنی ښودلی چه زړه د نده داده چه ټول بدن ته په
سمه توګه وینه ورسوی مګر یوازی دماغ چه له زړه څخه په پورته ساحه کی موقیعت لری زړه نه شوی
کولی چه په سمه توګه هر وخت او په هر حالت کی دماغ ته وینه ورسوی ، نو ښه داده چه په ورځ کی څو
ځله خپل بدن ته داسی حالت ورکړو چه مغز له زړه څخه په ټیټه ارتفاع کی قرار پیدا کړي تر څو په اسانه
مغز ته وینه ورسیږی چه ددی کار تر سره کولو لپاره ښه لاره چاره په لمانځه کی سجده کول دی چه دسجدی
په حالت کی دماغ لاندی او زړه پورته برخه کی واقع کیږی نو زړه کولی شی چه په اسانی او کاپی اندازی
سره مغز ته وینه ورسوی چه په دی توګه به د ژور خفګان چه یو له روانی ناروغیو څخه ده په اسانه مخنیوی
وکړای شو، دا ټولی هغه لاری چاری د چه د ناروغی په درملنه کی ارزښت لری

 نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتويیوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده ښځې چې څومره ډېر سکس (جنسي مقاربت) وکړي، هماغومره ی...
30/07/2024



نوې څېړنه ښيي‌چې ډېر سکس د ښځې عمر زیاتوي

یوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده ښځې چې څومره ډېر سکس (جنسي مقاربت) وکړي، هماغومره یې عمر اوږدېږي او صحت به یې هم ښه وي.

دغه تازه څېړنه د سایکو سکشول په ژورنال کې خپره شوې ده. څېړنه وايي‌ د ۲۰ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکي‌ ښځې چې کم سکس کوي–په یوې اوونۍ کې تر یو ځل هم کم– د بېلا بېلو عواملو له کبله ۷۰ سلنه د مرګ له خطر سره ډېرې مخامخې دي.

د امریکا د مینسوتا ایالت د والډن پوهنتون څېړونکي د ۱۴۵۴۲ ښځو، چې تر ۲۰ کلونو یې عمرونه زیات وو، د روغتیایي معلوماتو له ارزونې وروسته دې نتیجې ته ورسېدل،‌ چې په یوې اوونۍ کې تر یو ځل ډېر سکس کول ښځو ته ډېرې روغتیايي ګټې لري.

د دغې څېړنې لیکونکو لیکلي: «جنسي‌ اړیکي د زړه او رګونو د سلامتیا لپاره مهم دي، البته د زړه د درزېدو د تغیر د کموالي او وینې د بهیر د تېزوالي له کبله.»

څېړونکو موندلې ده چې کله سکس کم وشي او ژور خپګان ورسره یو ځای شي، د مرګ خطر پېښوي.

د دغې نوې څېړنې سر محققې سریکانتا بنرجي د ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، که یو کس او په خاص ډول یوه ښځه له ژور خپګان څخه کړېږي، خو په جنسي مقاربت (سکس) کې فعاله وي، د ژور خپګان له کبله د نورو په پرتله کمه ځورېږي.

ژور خپګان د نورو روغتیایي ستونزو د پیدا کېدو تر څنګ د مړینې لامل هم کېدای شي. ډاکټره بنرجي وایي چې د سکس په وخت کې په بدن کې تولید کېدونکي اندورفینونه د ژور خپګان د منفي صحي اغیزو د مخنیوي اساسي‌ عنصر دی.

اندورفینونه هغه کیمیاوي‌ مواد دي، چې د سکس، بدني تمرین، خوږې غذا د خوړلو او دا ډول نورو خوښۍ بخښونکو فعالیتونو له کبله په بدن کې تولید کېږي. دا مواد درد تسکین کوي، فشار کموي او د بدن د حس ځواک غښتلی کوي

 🦟🦟🦟👈 یوه ویروسي ناروغي ده چې د ډنګي ویروس له کبله رامنځته کېږي او د ایډیس (Aedes) مچ له لارې انسانانو ته انتقالېږي. دا ...
14/06/2024


🦟🦟🦟

👈 یوه ویروسي ناروغي ده چې د ډنګي ویروس له کبله رامنځته کېږي او د ایډیس (Aedes) مچ له لارې انسانانو ته انتقالېږي. دا مچ عموماً په استوایي او نیمه استوایي سیمو کې ژوند کوي.

:

ډنګي تبه عموماً د ویروس د انتقال له ۴-۱۰ ورځو وروسته ښکاره کېږي. نښې نښانې کېدای شي له خفیفو څخه تر شدیدو پورې وي، چې په لاندې ډول دي:

1️⃣- لوړه تبه (له ۱۰۴ فارنهایټ یا ۴۰ سانتي ګراد پورته)
2️⃣- شدید سر درد
3️⃣- د سترګو شاته درد
4️⃣- د عضلو او بندونو درد (چې ورته "د هډوکو ماتیدو تب" هم وایي)
5️⃣- د پوستکي رنګ نیول (جلدي راشونه)
6️⃣- کانګې او د معدې دردونه

:

په ځینو مواردو کې، ډنګي تبه په ډنګي هیموراژیک فیور (Dengue Hemorrhagic Fever) او ډنګي شاک سنډروم (Dengue Shock Syndrome) بدلېدای شي، چې جدي او حتی مړینې لامل کېدای شي. دا حالتونه لاندې نښې نښانې لري:

1️⃣- وینه بهېدل (د ګومونو یا پوزې څخه، د پوټکي لاندې رنګ نیول، وینې الوتکې)
2️⃣- پلاټلیټس کمېدل
3️⃣- د وینې فشار ټیټیدل
4️⃣- شاک (د دوران سیسټم ناکامي)

#تشخیص:

ډاکټر عموماً د نښو او د سفر تاریخ یا د ډنګي په ساحو کې د اوسیدو پر اساس تشخیص کوي. د ډنګي ویروس د موجودیت لپاره ځانګړي وینه آزموینې (لکه د ډنګي انتي‌جن او انتي‌باډي ټیسټونه) هم ترسره کېږي.

#درملنه:

ځانګړې درملنه یا انتي‌وایرل درمل د ډنګي تبه لپاره نشته. درملنه عموماً د نښو راحتولو لپاره ده:

1️⃣- د تبې او درد لپاره پاراسټامول (ټایلینول) استعمالول (ایبوپروفن او اسپرین باید نه استعمال شي، ځکه چې دا کولی شي وینه بهیدل زیات کړي)
2️⃣- زیاتې اوبه څښل
3️⃣- ارام کول

#مخنیوی:

د ډنګي تبې لپاره تر ټولو اغیزمنه لار د مچانو له مینځه وړل او د هغوی د غوماشو د خپریدو مخنیوی دی:

1️⃣- د مچانو د چیچلو مخنیوي لپاره مچ بند سپرې، اوږده جامې اغوستل، او د مچانو جالونه کارول
2️⃣- د اوبو د راټولیدو ځایونه پاک ساتل، چې مچان په کې هګۍ نه کیږدي
3️⃣- د مچانو وژونکي وسایل او درمل استعمالول

د ډنګي تبې واکسین هم شتون لري، چې د ډنګي ویروس مخنیوي لپاره کارول کېږي، خو دا واکسین عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دې سیمو کې ژوند کوي یا ورته سفر کوي.

په مجموع کې، د ډنګي تبې مخنیوی د مچانو د کنترول او د چیچلو مخنیوي پر بنسټ ولاړ دی. که نښې نښانې د ډنګي تبې سره ورته وي، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه کول ضروري دي.

 )Doctor at Home 🏡👈 په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. ...
01/04/2024

)

Doctor at Home 🏡

👈 په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. دا د نړۍ له عامو ناروغيو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ډېری انسانان د نه درملنې له کبله وژني. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ پر پېژندنې، تاریخچې، ډولونو، علایمو، تشخیص او مخنيوي پوه شئ.



په “۱۸۸۶” میلادي کال کې د بریتانيې یو نظامي جراح ډيويډ بروس “David Bruce”، د هغه ناروغ له ځيګر څخه چې د تبې له امله مړ شوی و، لرګي ته ورته ګرده باکتریا ومونده. دې باکتریا ته یې د “Micrococcus melitensis” نوم ورکړ.

دا ناروغي په معمولي شکل موجوده وه، مګر د ملاريا په شمول له نورو ناروغیو سره يو ځای کېده او د انسان بدن ته یې زیان رسوه.
په حېواناتو کې هم ډېر ژر، دې ناروغۍ ته ورته مایکرو اورګانېزم وموندل شو. په “۱۸۹۷” میلادي کال کې ورته میکروب د غوا له سینو څخه ترلاسه شو. ورپسې په “۱۹۲۰” میلادي کال کې د ډيويډ بروس هڅو ته د درنښت په موخه ددې باکتریا نوي جنس ته د “بروسلا” نوم غوره شو. اوس په دې جنس کې اووه ډوله باکتریاوې شته، چې مشهور یې “بروسلا ملیتنزس” او “بروسلا ابورتوس” دي. دا یې خطرناک ډولونه دي، چې انسان ته ضرر رسوي.



د بروسلا ناروغۍ مختلف ډولونه او لاملونه هغه حېوان ته په کتو ټاکل کېږي، چې یاذ میکروب ترې خپرېږي.

بروسلا ملیتنزس (بزه او اوری)
بروسلا ابورتوس (غوا)
بروسلا کانیس (سپي)
بروسلا اویس (اوری)
د یادونې وړ ده، چې له بروسلا اویس پرته نور ټول مختلف ډولونه یې انسان ته ناروغي پيدا کوي. تر ټولو ډېر خپور شوی ډول سې بروسلا ملیتزس دی.



1️⃣ Ingestion
2️⃣ Inhalation
3️⃣ Inoculation



که څه هم ددې ناروغۍ علایم د انسان ایمني سیستم ته په کتو فرق کوي مګر په عمده ډول یې داسې بیانولای شو.

1️⃣ لړزه
2️⃣ تبه
3️⃣ خولې کېدل
4️⃣ ستړيا
5️⃣ د بندونو درد
6️⃣ سر درد
7️⃣ ستړيا
8️⃣ د ملا درد
9️⃣ قبضیت
🔟خفګان
1️⃣1️⃣ د وزن کمښت
1️⃣2️⃣ جنسي کمزوري
1️⃣3️⃣ د عضلاتو درد



منتن حیوان،د منتن حیوان غوښه،شیدی،د شیدی محصولات او د بدن افرازات لکه خوله،متیازی،مهبلی افرازات.
د خطر لاندی خلک
1️⃣ بزګر
2️⃣ قصاب
3️⃣ معاینه کوونکی



1️⃣ Endocarditis
2️⃣ Arthritis
3️⃣ Epididymo-orchitis
4️⃣ Inflamation and infection of the liver and spleen
5️⃣ CNS infection


1️⃣ Blood test
2️⃣ X-rays
3️⃣ CT scan
4️⃣ MRI
5️⃣ CSF culture
6️⃣ Echocardiography



لږ تر لږه باید 6 میاشتی انتی بیوتیک استعمال کړی ځینی ناروغان کیدای شی چې مزمن شي.



①غوښه او شیدی... په ښه توګه باید پوښ شي.
②دست کش باید استعمال کړی.
③کورني څاروی واکسین کړي.


:

تر اوسه روغتياپالان پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ مخنيوی په دې کېږي، چې له حېواناتو څخه انسان ته انتقال نه شي. نو هغوی چې له حېواناتو سره ډېر په تماس کې وي، باید نظافت مراعت کړي، ترڅو د هغوی له بدن نه د دوی وجود ته انتقال نه شي. همدارنګه په ځينو سیمو کې د حېواناتو د واکسین له لارې هم، د حېواني محرقې مخنیوی کېدای شي.

  ؟Doctor at Home 🏡👈 کله چې یو شخص د یو اضافي کروموزوم سره وزېږي ډونزسېنډروم رامنځته کېږي. دا یوه جنیټیکي بې نظمي ده چې ...
25/03/2024



؟

Doctor at Home 🏡

👈 کله چې یو شخص د یو اضافي کروموزوم سره وزېږي ډونزسېنډروم رامنځته کېږي. دا یوه جنیټیکي بې نظمي ده چې د زدکړې وړتیاوې اود بدن فزیکې څېرې خصوصیات اغېزمنوي.
دا ناروغۍ نه ده چې له یو شخص نه بل ته سرایت وکړي یا خپره شي. دا په طبیعي ډول راپیدا کېږي او کوم علت یې نه دی پېژندل شوی.
په تصادفي توګه ځینې خلک له یو اضافي کروموزوم سره زېږي. دا تصادف یا چانس له زېږون وړاندې د انسانانو د سپرم او هګیو سره تړاو لري.
ملګري ملتونه وایي ډونز سېنډروم په ټوله نړۍ کې شته او د انسان پر زدکړې، فزیکي خصوصیاتو او روغتیا باندې راز راز اغېزې کولای شي.
د ملګرو ملتونو یو راپور وايي په هرو ۸۰۰ ماشومانو کې یو ماشوم له ډونز سېنډروم سره زېږي.



1️⃣👈 لومړي یو دا چې د بدن په حجرو کې د دوو پرځای درې دانې یوویشتم کروموزومونه موجود وي.
دا د یوویشتم کروموزوم ترایزومي نومیږي چې د بدن په هره حجره کې د یوویشتم کروموزوم درې بېلې کاپي ګانې موجودې وي. دا یې تر ټولو عامه بڼه ده چې ۹۵ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي.

2️⃣👈 دویم ډول یې ترانسلوکیشن نومېږي. په دې ډول کې کوم جلا یوویشتم کروموزوم نه وي موجود بلکې د یو اضافي یوویشتم کروموزوم یوه برخه یا بشپړ کروموزوم له یو بل کروموزوم سره نښتی وي.
دا ډول په ۳ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي.

3️⃣👈 دریم ډول یې موزاییک ډونز سېنډروم نومېږي چې په ۲ سلنه حالاتو کې لیدل کېږي: موزاییک یعنې ګډ شوی یا ترکیب شوی.
په دې ډول کې د بدن ځینې حجرې درې دانې یوویشتم کروموزومونه لري او ځینې نورې حجرې په نورماله توګه دوه دانې یوویشتم کروموزومونه لري.
له دې ډول سره زېږېدلي ماشومان یا د ډونز سېنډروم د نورو درلودونکو کسانو په شان خصوصیات لري او یا دا چې ځینې ستونزې یې کمې وي ځکه چې د بدن د ځینو حجرو کروموزومونه یې نورمال وي.

؟

په فزیکې نښو کې کیدای شي دا نښې شاملې وي:

1️⃣ پلن مخ، په تېره بیا پلنه پوزه

2️⃣بادامي شکلې سترګې چې پورته خوا ته مېلان لري

3️⃣ لنډه غاړه

4️⃣ د لاس پر ورغوي باندې یوه اوږده کرښه

5️⃣ په ماشومتوب او غټوالي کې لنډ ونه لري

؟

دا سنډروم کومه درملنه نه لري.

خو د هر شخص د فزیکي او ذهني اړتیاوو، پیاوړتیاوو او محدودیتونو له مخې ورسره مرسته کیدای شي.
ملګري ملتونه وايي روغتیايي پالنې ته مناسب لاسرسی، ژرترژره د روغتیا پالنې پروګرام جوړول او هر اړخیزه پوهنه روزنه، او مناسبې څېړنې، د دې کسانو د ودې او پرمختیا لپاره ډېر مهم دي.
د دغو کسانو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو له لارې د هغوی د ژوند کیفیت ښه کیدای شي.
لکه د روغتیايي کارکونکو لخوا په منظمه توګه له فزیکي او ذهني پلوه د هغوی د روغتیايي حالت څارنه، په مناسب وخت ورته فیزیوتېراپي یا فزیکې درملنه، د خبرو کولو درملنه، روحي ستونزو په اړه مشورې ورکول او هغوی ته د ځانګړې پوهنې روزنې امکانات برابرول.
په دې ډول به هغوی وکولای شي د ټولنې په فعالیتونو کې ګډون وکړي، له خپلو ظرفیتونو کار واخلي او خپلې شخصي هیلې ترسره کړي.
کیدای شي هغوی د ژوندن یو ښه کیفیت ولري، عادي ښونځیو ته لاړشي، کار وکړي، او ځینې یې ښايي په خپلواکه توګه له مرستې پرته ژوند وکړي.

ځینې بریالي شوي چې په لوړو مقامونو کې کار وکړي، لکه مارګالسیران چې په اسپانیا کې د والېنسیا سیمې د شورا لپاره ټاکل شوې ده.

ګومان کېږي هغه لومړنی کس دی چې ډونز سېنډروم لري او په اروپا کې یې د یو سیمه ییز پارلمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.
یوه بله ښځه هم ایلي ګولډشتېن نومېږي چې ډونز سېنډروم لري او د ښکلا ماډله ده، او د ښکلا د ووګ مجلې پر لومړي مخ یې عکس چاپ شوی دی.
سره د دې چې ډاکټرانو ورته ویلي و چې هیڅکله به ونشي کولای چې په پښو وګرځي یا خبرې وکړي.
د ډونز سېنډروم یوه بله اغېزمنه هایډی کراوټر نومېږي چې یوه بریتانوۍ او د معلولیت د حقونو فعاله ده.
هایډي کراوټر، د هغه قانون پر ضد مبارزه کوي چې له زېږون وړاندې د ډونزسېنډروم درلودونکو ماشومانو زیانولو ته اجازه ورکوي.
هغې دا قضیه د بشري حقونو اروپايي محکمې ته وړاندې کړې. هغه وايي موجود قوانین توپیري چلند کوي

20/03/2024





Doctor at Home 🏡

  Doctor at Home 🏡👈 سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علا...
20/03/2024



Doctor at Home 🏡

👈 سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان خبرې شوي دي.



دا د سرطان هغه ډول دی، چې په ښځينه وو کې د هغوی له تخمدان څخه پیلېږي. د ښځو د مثل د تولید سیستم دوه تخمدانونه لري، چې هر یو یې د یو بادام په اندازه دی. د تخمدانونو موقعیت د رحم دواړو خواوو ته وي.
له بده مرغه د دغې ناروغۍ اکثره هغه وخت معلومېږي، چې خېټې ته ورسېږي او په دې مرحله کې یې درملنه ډېره ستونزمنه وي. خو که په لومړیو کې تشخیص شي درملنه یې دومره سخته نه ده.



که څه هم د دغې ناروغۍ په لومړیو کې ښکاره نښې نښانې نه لري، خو په ټوله کې د دې ناروغۍ ځينې علایم په لاندې ډول دي:

1️⃣ د خېټې پړسوب
2️⃣ د خوړو پر وخت د ژر مړښت احساس
3️⃣ په لګن حاصره کې ناراحتي
4️⃣په کولمو کې بدلونونه
5️⃣ قبضيت
6️⃣ ډېر ادرار کول

؟

که پورتني علایم ولرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلینک او یا ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ددې ترڅنګ که په کورنۍ کې د دغې ناروغۍ تاریخچه لرئ. نو کوښښ وکړئ تل له خپل ډاکټر سره په اړیکه کې اوسئ، ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ په امان کې اوسئ.



په عمومي توګه سرطان هغه وخت رامنځته کېږي، چې په DNA کې د سلولونه ګډوډي پېښه شي. له همدې کبله سلولونه په چټکۍ سره وده کوي. غیرطبیعي سلولونه د روغو او طبیعي سلولونه له ختمېدو وروسته هم موجود وي او د بدن نورو برخو ته مخه کوي.

#درملنه

د دې ناروغۍ درملنه د سرطان ډول ته په کتو ترسره کېږي. خو په ټوله کې لاندې تګلارې تطبیقېږي:

1️⃣ یو تخمدان لرې کول
2️⃣ دواړو تخمدانونو لرې کول
3️⃣ دواړو تخمدانونو او رحم لرې کول

Address

Jamrud Fort
KABUL

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor at Home posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Doctor at Home:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram