New shaheen medical lab نوي شاهين طبى لابراتوار

New shaheen medical lab نوي شاهين طبى لابراتوار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from New shaheen medical lab نوي شاهين طبى لابراتوار, Optician, Kabul.

① طبي پوسټ له واده یې شروع کوو شیرول یې مه هیروی😁😁د ویني ګروپ او له  #واده سره یې اړیکه!لیکنه او ترتیب؛- فضل محمد(پښتون)...
24/10/2019

① طبي پوسټ له واده یې شروع کوو شیرول یې مه هیروی😁😁

د ویني ګروپ او له #واده سره یې اړیکه!

لیکنه او ترتیب؛- فضل محمد(پښتون)
د ویني ګروپ ستاسی په خوشحالی او واده کومه اغېزه نلری، مګر کچیری تاسی غواړی چی په راتلوونکی کی صحی اولادونه ولری پدې صورت کی د خاوند او میرمنی د وینی ګروپ معلومول ډیر مهم دی ځکه کچیری د خاوند او میرمنی د وینی ګروپونه مختلف وی، د دوی ماشومان به د یوشمیر مشکلاتو سره مخ وی.
د وینی ګروپونه په ۴ ډوله دی او هر انسان له دی ۴ ډوله څخه یو لري
1_ A
2_ B
3_ O
4_ AB
دا ګروپونه د انتیجن په لرلو او نه لرلو یو له بل سره توپیر لری،
ددی ۴ ګروپو علاوه یو پروټین د Rh فکتور په نوم چی د وینی په یو ګروپ کی به مثبت یا منفی وی، شته چی ددی Rh فکتور په نظر کی نیولو سره د وینه په ۸ ګروپو ویشل کیږی
1_ A+
2_ A-
3_ B+
4_ B-
5_ O+
6_ O-
7_ AB+
8_ AB-

زموږ د وینی ګروپ په ارثی ډول د والادینو لخوا ټاکل کیږی او موږ نه سو کولای چی تغیر یې کړو!

د وینی ګروپ او د هغه رول په حاملګی کی!

د وینی ګروپ یو ډول والی یوازی د هغه خاوند او میرمنی لپاره مهم دی کوم چی د اولاد غوښتونکی وی کچیری دوی اولاد ونه غواړی بیا يې یو ډول والی مهم ندی.
د وینی ګروپ په یو ډول والی کی د Rh فکتور مهم دی کچیری د خاوند او میرمنی Rh فکتورونه یو ډول نه وی نو د دوی راتلوونکی ماشومان به د یو لړ ستونزو سره مخ وی.

د Rh فکتور یو ارثی پروټین دی، کیدای سی ستاسی د وینی ګروپ دا فکتور مثبت یا منفی ولری او ددی فکتور ټاکل د والدینو لخوا کیږی چی زیات خلک مثبتRh فکتور لرونکی دی.
، مثبت یا منفی Rh فکتور ستاسی روغتیا ته کوم زیان نلری مګر ماشوم ته زیان لری.

کچیری د مور د وینی Rh فکتو منفی او د ماشوم د وینی Rh فکتور مثبت وی، پدی وخت د مور وجود د ماشوم د وینی پر ضد انټی باډی جوړه وی چی دا انټی باډی د ماشوم د وینی سره کرویات (RBC) تخریبوی او ماشوم د شدیدی کمخونۍ سره مخ کوی. لومړنی ماشوم چی د مور په ګيډه کی وی هغه ددی ستونزو سره نه مخ کیږی ځکه د مور وجود یې پر ضد کوم عکس العمل نه ښي، مګر کله چی ماشوم پیداکیږی د ولادت په وخت د ماشوم کمه وینه د مور د وینی سره یوځای کیږی چی په نتیجه کی د مور وجود د ماشوم د وینی پر ضد انټی باډی جوړه وی.
کله چی مور د دوهم ځل لپاره حامله شی، د مور له وینی هغه د مثبت Rh فکتور پر ضد جوړی شوی انټی باډی د ماشوم وینی ته د فلاسینټا د لاری داخلیږی او ماشوم د شدیدی کمخوني او مرګونی حالت سره مخ کوی.

تـــــــــداوی!
تـــــداوی لپاره د (Rh immune globulin (RhoGAM څخه استفاده کیږی چی د حاملګۍ په اوومه(۷) میاشت کی یو ځل او بیا د ولادت څخه ۷۲ ساعته وروسته یو ځل مور ته ورکول کیږی. کله چی روګام واخستل شی، وروسته د مور وجود د مثبت Rh فکتور پر ضد انټی باډی نه جوړه وی چی وروسته ماشوم لدې ستونزو سره نه مخ کیږی.

ریفرینس☜ https://www.healthline.com
زموږ د یوټیوب چینل که وخت لری سبسکرایب یې کړئ
https://m.youtube.com/channel/UCP78iQ0BFetz8r5RfpRYiuw/featured

08/04/2019
With increased consumption of hot drinks in winter, our water intake is often overlooked. Beverages such as lemon water ...
05/01/2019

With increased consumption of hot drinks in winter, our water intake is often overlooked. Beverages such as lemon water can prove helpful in keeping you and your skin hydrated.

 _ ايډز يا Hiv څنګه ناروغي ده؟_ علت يې څه شى دى ؟_ څنګه رامنځ ته کيږي ؟_ د خپريدو لارې یې کومې دي؟ _ د کومو لارو نشي خپر...
14/11/2018



_ ايډز يا Hiv څنګه ناروغي ده؟
_ علت يې څه شى دى ؟
_ څنګه رامنځ ته کيږي ؟
_ د خپريدو لارې یې کومې دي؟
_ د کومو لارو نشي خپريدلاى ؟
_ د ناروغى نښې او علامې څه شى دي ؟
_ مخنيوى يې څنګه وکړو ؟
_او درملنه يې څه ده ؟
دا هغه څه دي چې په دې ليکنه کې به ورباندې پوه شى .


ايډز يوه وايروسي ناروغي ده کوم چې د يو ويروس په واسطه چې HIV يا انسان د بدن دفاعي سيستم کمزورى کوونکى ويروس نوميږى رامنځ ته کيږى .
يعنې ايډز خپله ناروغي ده او HIV یې لامل دى
دا يوه مرګوني ناروغي ده

؟
انساني وينه د دريو ډولو حجراتو او يو ډول مايع څخه جوړه شوي په کومه کې چې دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د وينې سپينې حجرې هغه هجرې دي چې په انساني بدن کې د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. يعنې که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د وينې د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چې د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. يعنې ويلای شو چې دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينه کې، چې په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چې د دغه مرستندويه حجرو شمېر په وينه کې ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسې حال کې چې د انسان دجسم دفاعي نظام ړنگ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندې لاچاره وي. په دغسې يو حالت کې د انسان جسم حتآ د زوکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندې لا هم مقاومت نه شي کولای او پدې ډول د والگی یا زوکام غوندې معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چې اېچ آی وي(HIV) وايرس انساني دفاعي نظام ړنگ کړي نو ويل کيږي چې دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چې د انسان بدن ته د اېچ آی وي(HIV)وايرس ور ننوزي نو څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي.

دناروغى_د_خپريدو_لارې!
(1) جنسي نږديوالى د لارى :- يعنې هغه شخص چې د ايډز په ناروغى اخته وي که نارينه او که ښځينه وي او جنسي نږديوالى سره وکړي نو د ناروغ شخص څخه روغ شخص ته د جنسي افرازاتو د لارې دغه وايروس انتقاليږي.

(2) د وينې د لارې :-
ټول هغه وګړي چې وينه بل شخص ته ورکوي نو د نورو ناروغيو تر څنګ بايد د HIV وايروس معاينه حتمي وشي .

(3) د استعمال شوو ستنو استعمال د دوهم او دريم ځل لپاره .

(4) د اوميندوارو ښځو څخه د هغې ماشوم ته انتقاليدلاى شې , ټولې اوميندوارى ميندې د اميندوارى په دوران کې د HIV لپاره بايد معاينه شي .

(5) د ايډز په ناروغى اخته مور څخه ماشوم ته د مور د شيدو د لارې .
(6) کله چې د روغ شخص زخم د ناروغ شخص د زخم سره تماس کې شي.
(7) ژوول شوي خواړه او بيا بل چاته ورکول لکه مور چې خواړه وژوي او بيا يې خپل ماشوم ته په خوله کې ورکړي .

ايډز_ناروغي_د_لاندى_لارو_نشي_انتقاليدلاى
- د لاړو پواسطه
- د اوښکو پواسطه
- دخولې د لارې
- دهوا د لارې
- غاړه ورکول
- څان پاک په شرط ددې چې وينه توى شوي نه وي ورباندې
- مچول يا چپول ( KISSING)
- غوماشي يا کوم بل وينه ذبيخونکي خشرې په واسطه
- ددې ناروغ سره يو ځاى ډوډي خوړلى هم شو..


دا ډېره ستره طبي لاسته راوړنه ده، هغه ناروغی چې یو وخت یې درملل ناشوني ګڼل کېدل، اوس کابو کېدای او ناروغ یې تر ډېره ژوند کوای شي.

- د درملنې هدف د HIV انتقال کمزوري کيدل دي
- د مړيني کموالى دى
- او HIV په ايډز بدليدلو څخه مخنيوى کول دي

 ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ایا سر ګنګسۍلرئ؟ په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اواز...
11/11/2018


ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.
ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
3-د سر دائيمي ګنګسوالی
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
7-د زړه د ضریانو اوریدل
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
11-د سترګو د شاخوا پړسوب

:
1-د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سببګرځي
2-د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.
3-د تریخې کاڼي جوړوي
4-د معدې د زخم سبب ګرځي
5-د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي
6-که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي.
7-د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي
8-د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي
9-په نارینه کېد پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.
10-په ښځمنو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.

#تشخیص
په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile
#درملنه
‌‌‌‌‌‌1-‌‌‌‌‌‌ډیرې اوبه څښکل
2-د ایمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د ویفشار نورمال وي.
3-دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت او د وزن کمول
4-د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخنیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.
#دلوستلوله حوصلی مونړی نړی مننه.
©

Microscopic study of Cells is called ?a) Cytologyb) Histology
07/10/2018

Microscopic study of Cells is called ?

a) Cytology
b) Histology

نوی شاهین طبی لابراتوار
28/09/2018

نوی شاهین طبی لابراتوار

New Shaheen Medical Laboratory
27/09/2018

New Shaheen Medical Laboratory

Blood Groups
23/09/2018

Blood Groups

Address

Kabul
0202

Telephone

+93 78 887 7744

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when New shaheen medical lab نوي شاهين طبى لابراتوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category