29/01/2026
نیپا ویروس (Nipah virus) یو خطرناکه ويروس ده او (له حیوانه انسان ته انتقالېږي) چې لومړی ځل په ۱۹۹۸–۱۹۹۹ کې په مالیزیا کې پېژندل شوی.
🦠 سرچینه او انتقال
طبیعي کوربه: مېوهخوړونکي چمچيان (Fruit bats – Pteropus)
انتقال لارې:
د چمچیو له ککړو مېوو یا شېدو/خرما شربت څخه
له ککړو حیواناتو (په ځانګړي ډول خوګان)
له انسان څخه انسان ته (په روغتونونو او کورنۍ تماس کې)
⏱ د پټې دورې موده (Incubation)
عموماً ۴–۱۴ ورځې
کله ناکله تر ۴۵ ورځو پورې هم رسېږي
🤒 نښې نښانې
لومړنۍ نښې:
تبه
سر درد
ستړیا، کمزوري، عضلاتي درد
کانګې، ټوخی، د ستوني درد
شدید حالت کې:
د ساه ستونزه ( نفس تنګي )
ګډوډ شعور
تشنج
دماغي التهاب (Encephalitis)
کوما
⚠️ د مړینې کچه
ډېره لوړه ده: شاوخوا ۴۰٪ تر ۷۵٪
د روغتیایي امکاناتو او ژر تشخیص پورې تړاو لري
💉 درملنه او واکسین
ځانګړې درملنه یا واکسین نشته
درملنه یوازې Supportive care ده:
اکسیجن
د تبی او درد کنټرول
تشنج ضد درمل
د ICU پاملرنه
🛡 مخنیوی
خام خرما شربت مه څښئ
له چمچیو سره تماس محدود کړئ
مشکوکو ناروغانو ته ماسک او جلا والی
روغتیایي کارکوونکي دې PPE وکاروي
د ناروغ له افرازاتو ځان وساتئ
🌍 کوم هېوادونه ډېر اغېزمن شوي؟
بنګله دېش
هند
مالیزیا
سنګاپور
---
---
---
داکتر احمد قیس ``هوتک``