Bluesun Health Care Center

Bluesun Health Care Center چهاراهی محبس احمدشاه بابا مېنه

اختر مو مبارک شه
19/03/2026

اختر مو مبارک شه

افسانه او حقیقت: آیا شیدې په ماشومان کې بلغم  زیاتوي؟افسانه ❌شیدې د ماشومانو په پوزه یا سینه کې بلغم، یا بندښت زیاتوي.حق...
05/01/2026

افسانه او حقیقت: آیا شیدې په ماشومان کې بلغم زیاتوي؟

افسانه ❌
شیدې د ماشومانو په پوزه یا سینه کې بلغم، یا بندښت زیاتوي.

حقیقتونه ✅
- علمي څېړنې ښيي چې شیدې د پزې یا سږو د بلغم تولید نه زیاتوي.
- د شېدو وروسته د "دروند والي" احساس د شېدو طبیعي جوړښت له امله وي، نه د اضافي بلغم له کبله.
- شیدې د ټوخي، زکام، نفس تنګۍ (استما)، یا د سینې مکروب په زیاتېدو کې کومه برخه نه لري.
- د زکام یا والګي پر وخت، که ماشوم ښه تغذیه کوي، شیدې ورکول خوندي دي.
- د مور شیدې محافظتي دي، معافیت زیاتوي، او د ناروغۍ پر وخت باید هېڅکله بندې نه شي.
- د غوا د شیدو حساسيت ډېره نادره ده او نښې یې د پوستکي خارښت (رېشې)، کانګې، نس ناستې، یا په ډکو متيازو کې د وینې شتون دی — نه ساده بلغم.
- د شېدو بې ضرورته بندول کولای شي د ماشوم تغذیه کمزورې او معافیت کم کړي.

په کوم وخت کې احتیاط وکړئ؟ ⚠️
- یوازې هغه وخت شیدې مه ورکوئ، که د ډاکټر لخوا د شېدو حساسيت یا د لاکتوز نه زغم تشخیص شوې وي.

پایله ✔️
شیدې د بلغم یا رېښې لامل نه ګرځي.
شیدې یو مغذي او د ماشومانو د ودې لپاره مهم خواړه دي.

ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو د داخله ناروغيو متخصص
پته: بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت), کابل
هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو

22/12/2025
په ماشومانو کې د خېټې چینجیان — یو خاموش خو خطرناک دښمن!په لاندې تصوير کې تاسو د ماشوم د ډایپر دننه یو لوی او وېرونکی چی...
13/12/2025

په ماشومانو کې د خېټې چینجیان — یو خاموش خو خطرناک دښمن!

په لاندې تصوير کې تاسو د ماشوم د ډایپر دننه یو لوی او وېرونکی چینجی ګورئ، چې د مور او پلار لخوا موندل شوی و. دا چینجیان، چې په طبي اصطلاح کې یې "رونډ ورمز (Roundworms)" یا "اسکاریس (Ascaris)" بولي، په افغانستان او نورو پرمختیايي هېوادونو کې د ماشومانو لپاره یو عام خو د اندېښنې وړ ستونزه ګرځېدلې ده.

پوښتنه: ولې د خېټې چینجي خطرناک دي؟
په خېټه کې موجود چینجي د خوراک غذايي مواد ځان ته جذبوي، چې له امله یې د ماشوم وده، وزن او د وینې کچه سخت اغېزمنېږي. د دې اغېزې په لاندې ډول دي:
- دوامداره د خیټې درد.
- د مقعد (A**s) یا د ډکو متيازو د ځای شاوخوا خارښت.
- د اشتها کموالی یا ډېر زیاتوالی.
- د وزن کمېدل.
- د وینې کمښت (Anemia).
- په زده کړه او پوهه کې کمزوري.
- په سختو حالتونو کې د کولمو بندښت او د عملیات اړتیا.

پوښتنه: د خېټې چینجي له کومه راځي؟
دا چینجي اکثر د ککړو اوبو، ناپاک خوراک، ناپاکو ګوتو یا په لوڅو پښو ځمکه باندې تګ له لارې بدن ته داخلیږي. ماشومانو ته ځکه ډېر خطر وي، چې هغوی اکثر په ځمکه لوبې کوي او خپل لاسونه خولې ته وړي.

د خېټې چینجیانو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان لارښوونې:
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، له ۲ کالو څخه پورته عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته باید هر ۶ میاشتو کې د چینجیانو ضد درمل ورکړل شي، ترڅو د هغوی وده زیانمنه نشي او له ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

د خېټې چینجي ختمولو لپاره خوندي او اغېزمن درمل:

1.‌البنډازول (Albendazole):
- ډوز ۲۰۰ ملي ګرامه (د ۲ کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره) یا ۴۰۰ ملي ګرامه (د ۲ کلونو څخه زیات عمر لرونکو ماشومانو لپاره).
- په بازار کې موجود شربت او ګولۍ: ZENTEL
- ډوز ۱۰ ملي لیتر (یوازې یوه ډوز کافي دی) یا دوه ګولۍ.

2. میبینډازول (Mebendazole):
- دوه طریقې لري:
- ۵۰۰ ملي ګرامه په یو وخت کې.
- یا ۱۰۰ ملي ګرامه سهار او ماښام، د ۳ ورځو لپاره.
- په بازار کې موجود شربت او ګولۍ: VERMOX
- ډوز: ۵ ملي ليتره سهار او ۵ ملي ليتره ماښام، د درې ورځو لپاره.
- یا یوه ګولۍ سهار او یوه ګولۍ ماښام د درې ورځو لپاره.

نوټ: پورته ذکر شوي درمل د لویانو لپاره هم په همدې مقدار کې ورکول کېږي.

د چینجیانو څخه د مخنیوي لارې:
- د ماشومانو لاسونه د خوراک وړاندې او د تشناب وروسته پرېمینځئ.
- پاکې اوبه وکاروئ.
- مېوې او سبزي د خوراک مخکې پرېمنځئ.
- ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ چې په لوڅو پښو بهر وګرځي.
- په ښوونځیو او مدرسو کې په ګډه د چینجیانو ضد کمپاینونه ترسره کړئ.

خپل ماشومان خوندي کړئ، او هر ۶ میاشتو کې ورته د چینجیانو ضد درمل ورکړئ!

دا پېغام له نورو سره شریک کړئ، ترڅو هر ماشوم روغ او خوندي پاتې شي — جزاکم الله خیراً!

ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو او نوزادانو د داخله ناروغيو متخصص
پته: بلوسن روغتون، محبس څلورلارې، ارزان قیمت سیمه، کابل
کاري وخت: هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو څخه تر ماسختن لسو بجو پورې

دوه کلنۍ پورې ماشومان له هر ډول سکرین (موبایل/تلویزیون/کمپیوټر) څخه لیرې وساتئ.له دوه کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومان...
10/12/2025

دوه کلنۍ پورې ماشومان له هر ډول سکرین (موبایل/تلویزیون/کمپیوټر) څخه لیرې وساتئ.

له دوه کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته په ۲۴ ساعتونو کې له یوې ګړۍ څخه زیات د سکرین استعمال اجازه مه ورکوئ.

د پنځه کلنۍ څخه د لويو ماشومانو لپاره د ورځې له دوو ساعتو زیات د سکرین استعمال اجازه مه ورکوئ.

کوښښ وکړئ چې د سکرین وخت په شیبو وویشئ. د ماشوم د عمر مطابق مواد/ویډیوګانې انتخاب کړئ او د هغوی څارنه وکړئ.

ډاکټر عبيدالله عابد
د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص

په غور سره ولولی.1 تر ټولو زرخېز (fertile) کلونه د ښځې د شل کلونو په عمر کې وي، ځکه هم د هګیو کیفیت او هم مقدار لوړ وي ا...
08/12/2025

په غور سره ولولی.

1 تر ټولو زرخېز (fertile) کلونه د ښځې د شل کلونو په عمر کې وي، ځکه هم د هګیو کیفیت او هم مقدار لوړ وي او د طبیعي امیندوارۍ چانس هم زیات وي.
له ۳۲ کلنۍ وروسته د زیږون وړتیا ورو ورو کمیږي، او له ۳۷ کلنۍ وروسته دا کمښت زیات تېز شي.
دا معنا نه لري چې حمل نه شي کیدلی، خو دا چاره ممکن وخت ونیسي، او د سقط، یا جنیټیکي ستونزو خطر له عمر سره لوړ شي.
2 ښځې د تولد پر مهال له ټولو هغو هګیو سره نړۍ ته راځي چې هغوی به یې ټول ژوند ولري شاوخوا 1 تر 2 میلیونه هګۍ.
کله چې بلوغ ته ورسیږي، دا شمېر شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ تر ۴۰۰،۰۰۰ ته راټیټیږي، او یوازې څو سوه یې به د ژوند په اوږدو کې پخې شي او د تخمګذارۍ Ovulation پر مهال خوشې شي.
هر حیض menstrual cycle سره نه یوازې د هګیو شمېر کمیږي، بلکې د کیفیت کچه هم راکمیږي، چې له عمر سره د کروموزومي ستونزو د خطر چانس زیاتوي.
3 که تاسو له ۳۵ کلنۍ پورته یاست او ۶ میاشتې مو هڅه کړې وي چې امیندواره شئ خو بریالۍ شوې نه یاست ، یا که له ۴۰ کلنۍ پورته یاست او هڅه مو پیل کړې، نو غوره ده چې له یوی ډاکتری سره مشوره وکړی.
ژر ارزونه کولی شي ستاسو لپاره د مختلفو انتخابونو لاره هواره کړي که طبیعي امیندوارۍ وي، د بارورۍ درملنې وي، یا د IUI/IVF له لارې وی.
وختي پلان جوړونه او د بارورۍ کړکۍ fertility window درک کول، تاسو ته دا ځواک درکوي چې هوښیارانه او مناسبې پریکړې وکړی.
4 حمل سمدلاسه د تخمګذارۍ Ovulation نه وروسته نه واقع کیږي. هګۍ شاوخوا ۲۴ تر ۳۶ ساعته ژوندی پاتې کیږي، او که د نارینه منی s***m چې ترسو ورځو پورې د ښځې بدن کې ژوندی پاتې کیدلی شي په همدې وخت کې له هګۍ سره یوځای شي، نو القاح fertilization واقع کیدلی شي.
که شرایط مناسب وي یعنې منظم تخمګذاري نارمل سپرم، خلاص فالوپین نلونه او قبلوونکی رحم نو د یو حیضي دورې cycle په جریان کې د طبیعي مقاربت له لارې د حمل شونتیا زیاته وی.
نو دا مه فکر کوئ چې تاسو بختوره نه یاست که ژر امیندواره نه شئ. دا تر ډېره د خدایی کار ده، حتا د هغو ښځو لپاره چې ډېر زرخېز وي.

🌫 د هوا د ککړتیا جدي خبرتیا!هوا ډېر ککړه او دودجنه ده. هڅه وکړئ چې له اړتیا پرته له کوره بهر ونه وځئ، په ځانګړي ډول د سه...
05/12/2025

🌫 د هوا د ککړتیا جدي خبرتیا!
هوا ډېر ککړه او دودجنه ده. هڅه وکړئ چې له اړتیا پرته له کوره بهر ونه وځئ، په ځانګړي ډول د سهار او ماښام په وختونو کې چې ککړتیا لوړه وي.

که بهر ته وځئ، ماسک حتمي وکاروئ.
د ماشومانو، مشرانو او د ساه‌لنډۍ ناروغانو لپاره ځانګړی احتیاط پکار دی.

بـــــــلوســــــن روغــــتـــون

دلته د خوب په اړه لنډ او مهم معلومات  تاسو سره شریکووم.✅ خوب څه شی دی؟خوب د بدن او دماغ د استراحت طبیعي حالت دی، چې پکې ...
03/12/2025

دلته د خوب په اړه لنډ او مهم معلومات تاسو سره شریکووم.

✅ خوب څه شی دی؟
خوب د بدن او دماغ د استراحت طبیعي حالت دی، چې پکې د شعور سطحه راټیټه شي، خو بدن لا هم ځینې فعالیتونه کوي، لکه تنفس، زړه درزا، او د حافظې تنظیم.

✅ *د خوب اهمیت:*

1. ذهني آرامتیا او تمرکز ښه کوي
2. حافظه پیاوړې کوې
3. د بدن دفاعي سیستم قوي کوي
4. د حجرو بیا رغونه او وده
5. د فشار، اضطراب، او خپګان مخنیوی

✅ *د خوب توصیه شوې موده (لویانو لپاره):*

شپه کې *۷–۸ ساعته* متواتر خوب اړین دی.

✅ *د ښه خوب لپاره مشورې:*

هره شپه په ټاکلي وخت بیده کېدل
د خوب مخکې له موبایل یا سکرین لرې کېدل
چای یا کافي نه څښل له خوب مخکې
آرامه او تیاره فضا برابرول

سلام علیکم سهار مو نیکمرغه د کابل هوا ککړه ده خپل ماشومان مشران او حامله میندی کوشش اوکړی داخل کور کی وساتی ترسو له مریض...
03/12/2025

سلام علیکم
سهار مو نیکمرغه
د کابل هوا ککړه ده خپل ماشومان مشران او حامله میندی کوشش اوکړی داخل کور کی وساتی ترسو له مریضی وژغورل شی.

سمینار آموزشی BLS با موفقیت برگزار شد!شفاخانه بلوسن سمینار آموزشی Basic Life Support (BLS) را با موفقیت برگزار کرد.در ای...
30/11/2025

سمینار آموزشی BLS با موفقیت برگزار شد!

شفاخانه بلوسن سمینار آموزشی Basic Life Support (BLS) را با موفقیت برگزار کرد.
در این برنامه، اشتراک‌کنندگان تمرین عملی CPR، کار با AED و مهارت‌های مهم مدیریت حالت‌های اضطراری را فرا گرفتند.

هدف سمینار، تقویت مهارت‌های نجات زندگی و ارتقای سرعت و کیفیت واکنش تیم صحی بود.

از همهٔ اشتراک‌کنندگان گرامی که در این برنامه سهم فعال داشتند، جهان سپاس.
—————————


د BLS روزنیز سیمنار بریالی ترسره شو!

بلوسن روغتون د Basic Life Support (BLS) روزنیز سیمنار په بریالیتوب سره ترسره کړ.
دې پروګرام کې ګډونوالو د CPR عملي تمرین، د AED کارونه، او د بیړنیو حالاتو د مدیریت مهم مهارتونه زده کړل.

د سیمنار موخه د ژوند ژغورنې مهارتونو پیاوړتیا او د روغتیايي ټیم د غبرګون سرعت او کیفیت لوړول وو.

له ټولو راغلو ګډونوالو، څخه نړۍ مننه چې دغه پروګرام کې یې فعاله ونډه واخیسته.

پل های حراحی
27/11/2025

پل های حراحی

Address

Chahar Rahi Mahbas Ahmad Sha BaBa Mina
Kabul
10000

Telephone

93730333304

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bluesun Health Care Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Bluesun Health Care Center:

Share

Category