04/01/2026
زړه مې يو چا پسې تنګيږي د باران په ورځ کې
لکه ماشوم پسې زوريږي د باران په ورځ کې
د خيال وزرو کې چې ونغاړم کمکی ارمان مې
لتې وهي سلګۍ يې خيږي د باران په ورځ کې
شونډې رپيږي سترګې ستړې مې ترشا وګوري
باڼه مې هم اوري څڅيږي دباران په ورځ کې
ګلونه لاس کې او پاې لوڅه په تم ځاې ولاړه
خواره ډوډۍ پسې زغليږي دباران په ورځ کې
د ښار وګړي يې خبر له مجبوريه نه دي
ماشومه پاڼې غوندې ريږدي د باران په ورځ کې
حنفي "منهاجه " زړه باندې به يې څه تيريږي
اوښکې قطار يې را بهيږي د باران په ورځ کې