Dr. Said Usman Sadat

Dr. Said Usman Sadat دلته ستاسو په روغتیا بحث کیږي
که تاسو هم کومه روغتیایې ستونزه لرئ نو مونږ سره یې د لاندې وټساپ شمیرې له لارې شریکه کړئ
(+93731723254) Medical Info

هایپرتایرایډیزم او هایپوتایرایډیزم👇
28/07/2025

هایپرتایرایډیزم او هایپوتایرایډیزم👇

د ملا د تیر سوی شکلونه👇
28/07/2025

د ملا د تیر سوی شکلونه👇

د پښو سوی اشکال👇
28/07/2025

د پښو سوی اشکال👇

هغه انټي باډي ګانې چې زمونږ په بدن کې موجودې دي او د دفاعي سیستم یوه مهمه برخه جوړوي په لنډول دلته واضح شوي دي👇
18/07/2025

هغه انټي باډي ګانې چې زمونږ په بدن کې موجودې دي او د دفاعي سیستم یوه مهمه برخه جوړوي په لنډول دلته واضح شوي دي👇

په لنډ ډول درمل او د هغي انټي ډوټ یا د هغي ضد درمل 👇
18/07/2025

په لنډ ډول درمل او د هغي انټي ډوټ یا د هغي ضد درمل 👇

د EEGمعاینه څه شی دی؟یوه غیرې تهاجمي معاینه ده چې د سر پر پوستکې باندې واړه الکترودونه لګول کېږي، او دا الکترودونه د مغز...
17/07/2025

د EEGمعاینه څه شی دی؟
یوه غیرې تهاجمي معاینه ده چې د سر پر پوستکې باندې واړه الکترودونه لګول کېږي، او دا الکترودونه د مغز له خوا تولیدېدونکي برقي سیګنالونه ثبتوي.
د EEG معاینې هدفونه:
1. د مرګي تشخیص – EEG د مرګي د حملو ډول، موقعیت، او شدت معلوموي.
2. د خوب اختلالات – د خوب د ناروغیو د تشخیص لپاره کارول کېږي.
3. د بې‌هوښۍ علت – که ناروغ بې‌هوښه کېږي، EEG مرسته کوي چې معلوم شي علت یې مغزي حمله ده که نه.
4. د دماغي ستونزو پیژندنه – لکه د ټروما وروسته، یا د مغزو زړي ناروغۍ.
5. د کوما ناروغانو ارزونه – EEG د مغز فعاله حالت ښيي، حتا که ناروغ په کوما کې هم وي.
د EEGمعاینه څه ډول ترسره کیږي:
1. ناروغ یوه چوکۍ یا بستر کې کښېنول کېږي یا د ملاستي حالت کې وي.
2. د سر پر سطحه واړه الکترودونه لګول کېږي (د چسپ یا جېل په مرسته).
3. دا الکترودونه د مغز فعالیتونه ثبتوي، کوم چې د کمپیوټر له لارې د څپې (waves) په بڼه ښکاري.
4. د معاینې موده معمولاً له ۲۰ دقیقو تر ۱ ساعت پورې وي.
د EEG پایله څنګه لوستل کېږي؟
د مغز څپې په څلور ډولونو وېشل کېږي:
Delta (ورو څپې – د ژور خوب نښه)
Theta (د خوب لومړني حالتونه)
Alpha (آرام حالت، سترګې پټې)
Beta (ویښ او فعاله ذهن)
که کومه غیر نورماله څپه (لکه Sharp waves, Spikes) وموندل شي، نو ممکنه مرګي یا بله ستونزه وي.
د EEG لپاره ځینې محدودیتونه:
یوازې د معاینې پر مهال د مغز فعالیت ښيي، نو که د مرګي حمله په هغه وخت کې رانشي،ممکن معاینه عادي ښکاره شي.
کله کله د حملې القاء کولو لپاره رڼا یا ژوره ساه اخیستل کارول کېږي.

د ملا د درد عام لاملونه:1. د عضلو یا بندونو فشار – د درنو شیانو پورته کول، غلطه ناسته یا غلط پورته کېدل.2.د فقراتو تر من...
17/07/2025

د ملا د درد عام لاملونه:
1. د عضلو یا بندونو فشار – د درنو شیانو پورته کول، غلطه ناسته یا غلط پورته کېدل.
2.د فقراتو تر منځ د ډیسک وتل یا بیځایه کیدل.
3. د ملا د بندونو التهاب چې ملا اغېزمنوي.
4. د ملا د تیر په منځ کې د اعصابو د تېرېدونکي ځای تنګېدل.
5. د فقراتو ماتېدل یا کمزوري – زیاتره د عمر خوړلي یا د کلسیم کمښت سره.
6. بد فزیکي حالت – لکه غلط کیناستل یا اوږده ناسته.
7. ذهني فشار (Stress) – هم عضلي فشار زیاتولی شي.
👈نښې نښانې:
د ملا لاندې یا پورته درد چې پښو ته خپرېږي (sciatica)
سختوالی یا محدود حرکت،د استراحت په وخت کې ارامیدل،او د کار په کولو سره یې زیاتوالی.
👈تداوې یې د علت په اساس ترسره کیږي.

د ګیډي دردونه:د ګیډي دردونه د وخت له نظره په دوه ډوله دي یو یې حاد دي او بل یې مزمن دي حاد دردونه کیدایشي د اپنډیسایټس،پ...
16/07/2025

د ګیډي دردونه:
د ګیډي دردونه د وخت له نظره په دوه ډوله دي یو یې حاد دي او بل یې مزمن دي
حاد دردونه کیدایشي د اپنډیسایټس،پانکریاټیټس،د تریخي د التهاب یا تیږو،د معدي د زخم او یا په ګیډه باندې د ضربي د واردیدو له کبله رامنځته شي
مزمن دردونه کیدایشي د کولمو د باد،بدهضمۍ،IBS،د معدي د مکروب درلودل او یاځیني نورې ناروغۍ.
خو مهمه دا ده چې کله باید ډاکټر ته مراجعه وکړو
👈شدید او ناڅاپي درد
👈دوامداره درد چې نه ختمیږي
👈کانګې یا وینه راتلل
👈د نس ناستي سره د تبي موجودیت
👈د اشتها له منځه تلل او د وزن کمیدل
👈د ګیډي سختوالی
درملنه یې د علت په اساس کیږي.باید دي حالتونو ته جدي پاملرنه وشي ترڅو پروخت ناروغي تشخیص او درملنه یې وشي.

16/07/2025

د زړه د ودریدو یا شاک حالت کې دغه عملیه ترسره کړئ چې دیته CPR وایې.

د زړه د حملې او د زړه د دریدو ترمنځ توپیرونه👇1:د زړه حمله د زړه عضلي ته وینه نه رسيږي. زړه ناڅاپي ودریږي (نه ضربان لري)....
15/07/2025

د زړه د حملې او د زړه د دریدو ترمنځ توپیرونه👇
1:د زړه حمله
د زړه عضلي ته وینه نه رسيږي. زړه ناڅاپي ودریږي (نه ضربان لري).
🧠 د ناروغ حالت هوښیار وي، خبرې کولی شي. ناڅاپي بې‌هوشه، نه ساه اخلي، نه نبض لري.
📍 اصلي لامل د زړه د رګ بندېدل (cholesterol یا د وینې غوړ).
2: برقي ګډوډي په کې رامنځته کیږي (V. fib)زړه حمله، شاک،.
درملنه : عاجله مرسته اسپرین، نایتروګلیسرین، اکسیجن.
ژر تر ژره CPR، Defibrillator، امبولانس ته زنګ.
یادونه: زړه حمله کله ناکله د کارډیاک اریسټ سبب هم کېدای شي!
📢 که مو څوک ناڅاپه بې‌هوشه شي او ساه وا نه اخلي،
فوري CPR پیل کړئ او امبولانس ته زنګ ووهئ!
📌 دا معلومات مو له نورو سره هم شریک کړئ – ښایي یو ژوند وژغوري.
#روغتیا

د زړه ولادې ناروغۍ(Congenital Heart Diseases)د زړه ولادې ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې ماشوم د زیږون پر مهال له ځان سره لري. د...
12/07/2025

د زړه ولادې ناروغۍ
(Congenital Heart Diseases)
د زړه ولادې ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې ماشوم د زیږون پر مهال له ځان سره لري. دا ناروغۍ د جنین د ودي پر مهال په رحم کې رامنځته کېږي. ځینې یې ساده وي او پخپله ښه کېږي، خو ځینې بیا خطرناکې وي او جراحي ته اړتیا لري.
👈 د زړه ولادې ناروغیو ډولونه
1. Atrial Septal Defect (ASD):
د زړه د پاسنیو خونو (اذیناتو) ترمنځ سوراخ وي، چې وینه ګډوي.
2. Ventricular Septal Defect (VSD):
د زړه د ښکته خونو (بطیناتو) ترمنځ سوراخ وي، له کبله پاکه او ناپاکه وینه ګډېږي.
3. Patent Ductus Arteriosus (PDA):
یو رګ چې باید د زیږون وروسته بند شي، خلاص پاتې کېږي او وینه ګډوي.
4. Tetralogy of Fallot (TOF):
یوه پېچلې ناروغي ده چې څلور ستونزې لري، او د شینوالي (cyanosis) لامل ګرځي.
5. Pulmonary Stenosis:
د سږو خوا ته د وینې وړونکی وال تنګ وي، چې د زړه کار زیاتوي.
6. Transposition of Great Arteries (TGA):
لوی رګونه ناسم ځای ته وتلي وي، او د وینې جریان ګډوډوي.
👈 نښې نښانې
د تنفس ستونزه
ژر ستړیا
د تغذیې ستونزې
وزن نه اخیستل
شینوالی یا نیلي والی (cyanosis)
د زړه غیر نورمال غږونه
👈 درملنه
ځینې ناروغۍ (لکه کوچني سوراخونه) پخپله ښه کېږي.
نورې ناروغۍ درمل، کټیتر یا جراحي ته اړتیا لري.
ځینې ماشومان باید د اوږدې مودې لپاره د متخصص ډاکټر تر څارنې لاندې وي.

د قبضیت علتونه👇۱. د فایبر/فایبرې موادو کم استعمالهغه خلک چې په خپله غذا کې میوه، سبزي، غنم، جوار او نور فایبر لرونکي موا...
10/07/2025

د قبضیت علتونه👇
۱. د فایبر/فایبرې موادو کم استعمال
هغه خلک چې په خپله غذا کې میوه، سبزي، غنم، جوار او نور فایبر لرونکي مواد کم خوري، اکثره د قبضیت سره مخ کیږي.
۲. کمې اوبه څښل
د بدن د اوبو کمښت د کولمو خوځښت کموي او مواد وچوي، چې قبضیت رامنځته کوي.
۳. فزیکي غیرفعالیت (کم حرکت)
ناست ژوند، ورزش نه کول، او ډېر وخت ناسته کول د کولمو فعالیت کموي.
۴. د حاجت د احساس ناپاملرنه:
که څوک د حاجت احساس وکړي خو بیت الخلاء ته لاړ نه شي، دا عمل کولمې سستوي او د وخت په تېرېدو سره قبضیت رامنځته کوي.
۵. درمل:ځینې درمل د قبضیت سبب ګرځي، لکه:
د درد ضد درمل (Opioids لکه Morphine)
انتي اسیدونه چې کلسیم یا المونیم لري،آیرن/اوسپنې ګولۍ
ځینې انتي ډیپریسینټ یا د خفګان ضد درمل
۶. حمل یا امیندواري
د حمل پر مهال هورموني بدلونونه او د رحم فشار کولمو ته د قبضیت سبب کېږي.
۷. رواني فشار (سټریس او اضطراب)
سټریس او د ذهني فشار حالت کولمې اغېزمنوي او د قبضیت لامل کېدای شي.
۸. ناروغۍ:ځینې طبي ستونزې لکه:
هایپوتایرایډیزم (د تایرایډ کم فعالیت)،شکر (Diabetes)
د اعصابو ستونزې (Parkinson's disease، Multiple sclerosis)،د کولمو تنبلتیا (IBS-C یا Irritable Bowel Syndrome – Constipation type)
۹. عمر
د عمر زیاتوالي سره عضلات ضعیفېږي او کولمې کم کاره کېږي، نو د کولمو کم فعالیت د قبضیت سبب ګرځي.

Address

Karti Nwo
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Said Usman Sadat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. Said Usman Sadat:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category