Basam pharma Pvt Ltd بسام فارما لیمټډ

Basam pharma Pvt Ltd  بسام فارما لیمټډ BASAM PHARMA PVT LTD have services in many different fields of Medical sectors

نرس د روغتون زړه او د خلکو دزړه سر.
12/05/2024

نرس د روغتون زړه او د خلکو دزړه سر.

د اپریل( ۲۵ مه) د ملاریا نړیواله ورځ ده !د اپریل ۲۵ د ملاریا د نړیوالی ورځی په نوم پیژندل سوی ، پدی ورځ هڅه کیږی چی خلګ ...
24/04/2024

د اپریل( ۲۵ مه) د ملاریا نړیواله ورځ ده !
د اپریل ۲۵ د ملاریا د نړیوالی ورځی په نوم پیژندل سوی ، پدی ورځ هڅه کیږی چی خلګ په مختلفو طریقو د ملاریا د خطر څخه خبر سی او هغه لاری چاری وروښوول سی چی په تطبیق سره یی د ملاریا خطر کمیږی.
ملاریا یوه ساری او خطرناکه ناروغی ده چی په نړی کی زیات شمیر خلګ په ځانګړی توګه ماشومان او امیدوارې میندی ددی ناروغی له امله ژوند د لاسه ورکوی .
افغانستان هم یو د هغه هیوادونو څخه دی چی د ملاریا پیښی پکی زیاتی لیدل کیږی.
د کره راپورونو له مخی په نړی کی هره دقیقه یو ماشوم د ملاریا د ناروغی له امله خپل ژوند د لاسه ورکوی.
د ملاریا د ناروغی پرازیت (میکروب) پلازمودیم نومیږی او د انافیل په نوم د یوی غوماشی پواسطه د یوه کس څخه بل کس ته انتقالیږی او د انسان د سروکریواتو (حجرو ) د تخریب سبب ګرځی نو څکه د وینی د لږوالی، کمزوری او د مړینی باعث کیږی.
دا ناروغی په افغانستان کی د د جوزا د میاشتی څخه د میزان تر میاشتی پوری ډیره لیدل کیږی.
ددی لپاره چی د ملاریا د ناروغی څخه ځان او ټولنه وژغورل سی باید ټول د اوبو ډنډونه او ولاړی اوبه له منځه یوړل سی ، د اطاقو نو کړکی باید په جالی وپوښل سی او د شپی له طرفه د دوا پواسطه د مشبوع سوی پشه خانو څخه ګټه واخیستل سی.

14/11/2023

شکر یا ډيابېټېس څه ډول ناروغي ده؟

د شکر یا شوګر ناروغي چې په طبابت کې ورته ډیابېټېس میلېټس وايي، هر کال په نړۍ کې په میلیونونو کسان اخته کوي او نږدی پنځه میلیونه کسان وژني.

هر کال د نومبر ۱۴ نېټه په نړۍ کې د شکر یا ډیابېټېس د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي تر څو ددغې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړای شي.

دغه ناروغي هغه وخت رامنځ ته کېږي چې په بدن کې انسولین جوړ نه شي او یا د انسولین اغیز کم شي.

انسولین هغه هارمون دی چې په پانکریاس کې جوړېږي او د بدن حجرو (سلز) ته خوږه یا ګلوکوز دننه کوي.

هر کله چې انسولین لږ یا بې اغیزې شي نو حجرو ته ګلوکوز د مصرف لپاره نه دننه کېږي او پر ځای یې په وینه کې د کچې په لوړېدو سره انسان ته د شکر ناروغي پیدا کېږي.

د شکرې په ناروغۍ باندې اخته کسان زر زر تشو متیازو ته ځي، زر زر وږی کېږي او ډېر خواړه خوري.

که ددې ناروغۍ کنټرول او درملنه ونه شي نو د پښتورګو د ناروغیو، دماغي سکتې، د سترګو د دید کموالي، د پښو د ټپونو او حتی د مړینې سبب هم ګرځېدای شي.

د ډیابېټېس ډولونه:

که چېرې په پانکریاس کې انسولین جوړ نشي نو دې ته ټایپ ون ډیابېټېس وايي، چې په ماشومتوب کې رامنځ ته کېږي او بیا وروسته په ژوند کې راڅرګندېږي.

په ټایپ ټو یا دوهم ډول ډیابېټېس کې د انسان بدن د انسولین په وړاندې غبرګون نشي څرګندولی او که په ساده توګه وویل شي نو انسولین شته خو خپل کار نشي ترسره کولای او همدا ډول په نړۍ کې د شکر د ناروغیو ۹۰ فیصده جوړوي.

اکثره دغه ډول شکر په بالغو خلکو او کله کله په نویو ځوانانو کې هم لیدل کېدای شي.

دا ډول شکر په هغو خلکو کې هم لیدل کېږي چې ددې ناروغۍ کورنۍ تاریخچه ولري یعنې د شکر ناروغۍ یې د کورنۍ په نورو غړیو کې هم لیدل شوې وي.

د ډیابېټېس د مخنیوي لارې چارې:

که انسان بوره یا خوږه لږه وخوري او هره ورځ ورزش وکړي نو له دې ناروغۍ څخه بچ پاتې کیدای شي.

په ورته وخت کې که د سګرټو، نصوارو او تنباکو د څکولو عمل پرې ښودل شي نو د شکرې د ناروغۍ د راتلو ګواښ به ورسره کم شي.

روغتیا پوهان وايي، که لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت یو کس پلی وګرځي (قدم ووهي) نو د ډیابیټېس د راتګ خطر پکې کمېږی.

که د بدن وزن مو زیات وي نو هرو مرو یې د کمېدو کوښښ وکړئ.

همدرانګه ډاکټران وايي، که په بدن کې مو د شکر د ناروغۍ نښې نښانې راڅرګندې شوې هرو مرو ډاکټر ته ولاړ شئ تر څو ناروغي پر وخت کنټرول شي.

په شکر د اخته کسانو شمېر

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اچ او) وايي، په ټوله نړۍ کې د شکرې یا ډیابېټېس په ناروغۍ باندې ۱۵۰ میلیونه کسان اخته دي او دوی اټکل کوي چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې دغه شمېره ښايي دوه برابره زیاته شي.

ډبلو اچ او دا هم وايي، چې زیاتره دغه نوې پېښې به په مخ پر ودې هېوادونو کې وي او هغه ځکه چې خلک پکې خپل وزن نه کنټرولوي، غیر صحي خواړه خوري او ورزش نه کوي.

د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. دا ورځ مونږ ته دا فرصت راکوي چې وپوهیږو څنګه د خپل ځان، کورنۍ او خپلو خپلوا...
10/10/2023

د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. دا ورځ مونږ ته دا فرصت راکوي چې وپوهیږو څنګه د خپل ځان، کورنۍ او خپلو خپلوانو رواني روغتیا پیاوړې کړو. په ټوله کې سالمه رواني روغتیا د ځینو فعالیتونو په ترسره کولو ترلاسه کیږي :
صحي او مناسب خواړه خوړل
په کافي اندازه خوب کول.
په ژوند کي مشخصې موخې لرل.
خپلو اړتیاوو ته پاملرنه کول.
په سختو حالاتو کې نرمي ښودل .
له خپل ځان او نورو سره مینه او محبت کول.
روحی او روانې مشکلات جدی ونیسی .
سبزیجاتو زیات استعمالول.
د زیاتواوبو چښل.
منظم سپورت او ورزش کول حد اقل هفته کی درې ورځې.
داجتماعی شبکو کم استعمالول.
دملګروسره د روابطو پالل او میلو ته تلل.
د مشکلاتو او سترسونو د موجودیت په صورت کی مو د اعتماد او خوښی وړ روانې متخصص او روانشناس سره مشوره کول.

۲۹ سپتمبر د زړه نړیواله ورځ! په نړۍ کې هر کال ۱۷.۹ میلیون خلک د زړه د امراضو له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ور کوي. چې دا ...
29/09/2023

۲۹ سپتمبر د زړه نړیواله ورځ!
په نړۍ کې هر کال ۱۷.۹ میلیون خلک د زړه د امراضو له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ور کوي. چې دا شمیره د سرطان، ایډز او ملاریا د مړینې د کچې څخه هم ډیره لوړه ده.

د ۲۰۱۰ کالو څیړنو د پایلو په نسبت په اوس وخت کې د غیر ساري امراضو کچه نسبت ساري امراضو ته لوړه ده، ځکه د بیلابیلو درملو په کشف او چمتو کولو سره اوس د مایکرو اورګانیزمونو په واسطه د رامنځ ته کیدونکو امراضو کچه ښکته ده او برعکس د غوړ خوارکونو او ورزش ته نه توجه او بیلابیل سهولتو ته په کتو د غیر ساري امراضو لکه شکر،د زړه ناروغۍ او نور .....امراضو کچه لوړه شوي ده.
نو د بیلابیلو وژونکو ناروغیو څخه د مخنیوي په خاطر:
۱- سګرت څکول بند کړئ.
۲- د الکهولو له استعمال څخه ډډه وکړئ.
۳- منظم ورزش او فزیکې فعالیت تر سره کړئ.
۴- غوړ او درانده خوراکونه کم کړئ.
۵- صحي غذایی رژیم مراعات کړئ
۶- له سترس او روحي فشارونو څخه ځان وساتئ.
۷- خپل فشار، شکر، او د وینې غوړ مو کنټرول کړئ.
۸ ـ بوره او د مالګې استعمال کم کړئ.
ځکه چې دا ریسک یا خطري فکتورونه هره لحظه زمونږ زړه او ژوند تهدیدوي.
صادق روغتون لښکرګا

د فیزیوتراپي نړیواله ورځ
08/09/2023

د فیزیوتراپي نړیواله ورځ

فیزیوتراپی چه کاربردی دارد و چه زمانی باید به آن مراجعه کنیم؟در کجا می توان به دکتر متخصص فیزیوتراپیست دسترسی پیدا کرد؟

دمور شیدو په واسطه د تغذیی نړیواله اونۍد مور د شیدو ګټېد مور شیدې د ماشومانو په روغ ساتلو کې مرسته کويد مور شیدې ټول هغه...
07/08/2023

دمور شیدو په واسطه د تغذیی نړیواله اونۍ
د مور د شیدو ګټې
د مور شیدې د ماشومانو په روغ ساتلو کې مرسته کوي
د مور شیدې ټول هغه مواد لري کوم چې د یو ماشوم د نورمالې ودې او تکامل لپاره اړین دي
هغه ماشومان چې د مور شیدو سره تغذیه کیږي په هغوی کې د لاندې ناروغیو خطر کم وي
- استما
-چاغوالی
-شکر
- تنفسي ناروغۍ
- د هضمي سیستم ناروغۍ(اسهالات /کانګې)
- په شیدو خوړونکو ماشومانو کې د ناڅاپي مړینې سندروم
او نورې ژوند ګواښونکې ناروغۍ
نو میندو ته سپارښتنه کیږي چې د ژوند لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مورشیدې او له هغې وروسته نور نرم خواړه شروع او تر دوو کالونو پورې ورکړل شي
د مور د شیدو ورکولو نړیواله اونۍ

ليکنه: پوهنمل ډاکټر مائل خان منګل پکتيا

د اینی د التهاب نړیواله ورځ هیپټایټس بی یا په عامه اصطلاح تور زیړیHepatitis Bهیپټايتس بی یا تور زیړی یوه ډېره عامه روغتی...
28/07/2023

د اینی د التهاب نړیواله ورځ
هیپټایټس بی یا په عامه اصطلاح تور زیړی
Hepatitis B
هیپټايتس بی یا تور زیړی یوه ډېره عامه روغتیایی ستونزه ده چی په ټوله نړی کی په وروسته پاتی هیوادونو او په ځانګړی ډؤل زمونږ په هېواد کی په پراخه کچه وګړی پری اخته او یو شمیر یی د دی ناروغئ له کبله له مړینی سره مخامخ کیږی چه د لومړی ځل لپاره په 1963 کال کی دا ویروس د Bruch Blumberg لخوا په نیویارک کی د هغه وګړو په وینه کی ولیدل شو چه اصلآ دا وګړی بومی استرالیایان وو او دا ویروس د Australia Ag پنامه ونومول شو چه نن ورځ د Hepatitis B Surface Antigen یا د HBs AG پنامه سره یادیږی. په ټوله نړی کی د 400 – 350 میلیون خلک پدی خطرناکه ناروغی باندی اخته دی اود یاد ولو وړ ده چه د نړی په سطحه لسم علت د مرګ تور زیړی دی
لامل یا سبب:
هیپټایټس بی یا تور زیړی لامل یو DNA لرونکی ویروس دی چه 42 نانو متر قطر لری او د Hepdena virus په کورنی پوری تړاو لری 10 جینوتایپ لری او په آزاده هوا کی بدبختانه د 7 ورځو لپاره ژوندی پاتی کیدی شی
د انتقال لاری:
۱-د وینی لاری لکه د مخدره موادو معتادین چی د یو سورنج ځخه څو نفره په مشترک ډول استفاده کوی – د غاښوډاکتران - جراحی علمایاتونو له لاری – نایان یا سلمانان – هغه خویندی چی په آریشګاه کی د مشترک موچونک څخه استفاده کوی ۲- جنسي تماس ۳- د مور څخه ماشوم چه اکثرآ د ولادی کانال د تیریدو په وخت کی ماشوم په ناروغی اخته کیږی ۴- د شخصی وسایلو د لاری لکه ناخونګیر – ږومنځي – مسواک – او د ږیری د چاړو او پاکیانو څخه په مشترک ډول استفاده کول
عمومی نښی او نښانی یا اعراض علایم:
۱-خستګی ۲- بی حالی ۳- بی اشتهایی ۴- دلبدی ۵- استفراقات ۶- د ګیډی د ښی خوا د پورتنی برخی دردونه ۷- په پرمختللی حالت کی کیدای شی چی ناروغ ته د بدن خارښت ۸- تبه ۹- د مفصلونو دردونه ۱۰- سردردی ۱۱-دسترګو – جلد او خالی ادرار زیړ والی
او یادولو وړ ده چه د مشترک لباس ، غذا ، هوا د لاری ، حشراتو او مور څخه ماشوم ته د شیدو د لاری ، د لاس ورکولو او مچولو د لاری انتقال نکوی
اپیدیمولوژی:
د تور زیړی د تفریخ دوره د ۳۰ څخه د ۱۸۰ ورځو پوری ده
هغه وګړی چه د تور زیړی د خطر سره ډیر مخامخ دی
۱-ټول صحی کارکونکی ۲- همجنسبازان او د مشترکو جنسی اړیکو درلودونکی ۳- د مخدره موادو معتادین ۴- هغه ناروغان چه په تکرار ډول سره وینه اخلی او یا د پښتورګو ډیالیز ورته تر سره کیږی ۵- د هغه ماشومانو مورګانی چی تور زیړی لری ۶- هغه ناروغان چی د وریدو د لاری همیشه درمل اخلی
معاینات:
په لومړی قدم کی ډیر ساده او آسانه معاینه په وینه کی د HBs انتی جن شتون چه وروسته بیا ناروغ ته د ځيګر وظیفوی معاینات یا LFT – تلویزیونی معاینه او پای کی د PCR معاینه ترسره کیږی خو د یادونی وړ ده چه ډیر کوشش د وشی هغه وګړی چی د تور زیړی لری باید تل د داخله انتانی ډاکتر د مشورو سره سم عمل وکړی

تفریقی تشخیص:
1-Alcoholic hepatit-2-Autoimmune Hepatits 3-cholangitis 4-cirrhossis
5-Drug induced liver injury 6-hemochrmatosis7-Hepatits-A-C-D-E
8-HCC 9-Wilson disease
بابړی یا اختلاطات:
۱-د اینی عدم کفایه ۲- د اینی سرطان ۳- د اینی سیروز او بالاخره که چیری توجه ورته ونه شی ناروغ د مرګ تر کومی پوری رسوی

د تور زیړی د مخنیوی لاری چاری:

د تور زیړی (Hepatitis B) د مخنیوی لاری چاری په عمومی ډؤل په لاندی دری ډؤلونو ویشل کیږی:
لمړئ: د تور زیړی د مخنیوی عمومی لاری چاری:
دوهم: وګړو ته د واکسین د ورکؤلو پوسیله د تور زیړی مخنیوی:
دریم: وګړو ته د تور زیړی په ضد ایمیونوګلابولین مواد ورکول:
لمړئ د تور زیړی د مخنیوی عمومی لاری چاری په لاندی ډؤل دی:
الف: دا چی دا ناروغی په ویروس د ککړی ستنی پوسیله له ناروغ وګړی څخه روغ وګړی ته لیږد مومی نو روغتیایی کارکوونکی باید د پیچکارئ د ستنو په کارولو کی ډېر احتیاط وکړی. ویل کیږی چی پرته لدی چی سرپوښ پری کیږدی باید کار شوی ستنی د بیکاره توکو په لوښی کی یی وغورځوی.
ب: دا ناروغی په ویروس د ککړی وینی پوسیله هم له ناروغ څخه روغ وګړی ته لیږد مومی پدی بنسټ باید ناروغ ته له وینی ورکولو مخکی هغه د تور زیړی د بی او سی (Hepatitis B and C) دواړو ډؤلونو لپاره معاینه او یواځی هغه وخت ناروغ ته تیره شی چی لدی ویروسونو پاکه وی.
د: سربیره پردی دا ناروغی د جنسی نژدی والی له لاری هم له ناروغ وګړی څخه روغ وګړی ته لیږد مومی لدی کبله باید پدی ناروغئ اخته وګړی د جنسی نژدی والی خوندی طریقی وکاروی، پدی طریقو کی د پوکاڼئ (کنډوم) کارؤل هم شامل دی، سربیره پردی یی باید جنسی شریک (په ناروغئ د اخته نارینه مېرمن او په ناروغئ د اخته ښځې خاوند) ته ددی زیړی واکسین ورکړل شی.
ذ: پدی ناروغئ د اخته وګړی د ګیری پاکی، د غاښونو برس – موچونک – د وښتانو ښومنځ او دی ته ورته نور څیزونه باید نور وګړی و نه کاروی.
دوهم: وګړو ته د واکسین ورکؤلولو پوسیله د تور زیړی مخنیوئ:
الف: ټولو د مور شیدی خوړونکو او نورو کوچنیانو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی.
ب: ټولو هغه وګړو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی پدی ناروغئ د اخته کیدو خطر پکی ډېر ده. ښه بیلګه یی هغه ناروغان دی چی د پښتورګو په بی کفایتئ اخته او وخت په وخت یی د پښتورګی ته ورته ماشین (ډایالیسیس) پوسیله درملنه کیږی سربیره پردی د دی وګړو پالونکی وګړی هم باید دا واکسین وکړی.
ج: لکه چی مخکی وویل شوه، دا ناروغی په ویروس د ککړی وینی پوسیله له ناروغ وګړی څخه روغ ته لیږد مومی نو هغه وګړو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی وخت په وخت د وینی تیرؤلو ته اړتیا لری..
ذ: دا ناروغی په ویروس د ککړی ستن له کبله هم له ناروغ وګړی څخه روغ ته لیږد مومی لدی کبله باید هغه وګړو ته د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی د رګ له لاری په نشه ایزو توکو رودی دی.
ر: ټولو هغه نویو زیږیدلو کوچنیانو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی په تور زیړی د اخته میندو څخه دنیا ته راځی.
ز: دا چی روغتیایی کارکوونکی د دی ډؤل ناروغانو سره ډير په اړیکه کی وی او په ناروغئ د اخته کیدو خطر پکی ډیر ده نو روغتیایی کارکوونکو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی.
س: د تور زیړی واکسین د انجیریکس – بی (Engerix B) په سوداګریز نوم په بازار کی شتون لری. له لس کلونو لږ عمر لرونکو ماشومانو ته لس مایکروګرامه او له لس کلونو ډېر عمر لرونکو وګړو او لویانو ته شل مایکروګرامه د مټ په غوښه کی پیچکاری کیږی او د کوناټی په غوښه کی نه کیږی. دا واکسین لمړئ ځل ړومبئ میاشت، دوهم ځل یوه میاشت وروسته او وروستئ ځل شپږ میاشتی وروسته ناروغ ته پیچکاری کیږی.
دریم: وګړو ته د تور زیړی په ضد ایمیونوګلابولین مواد ورکول:
الف: دا مواد ناروغ ته هغه وخت ورکؤل کیږی چی په ناڅاپی ډؤل له داسی موادو سره مخامخ شوی وی چی د تور زیړئ په ویروس ککړ وی. دا مواد ښایی د وګړی د بدن د مخاطی غشاء ګانو، د پوستکی د ټپ یا په تصادفی ډؤل په بدن د ستنی د ننوتلو له لاری د وګړی بدن سره په تماس کی شوی وی. دا وخت باید نوموړی وګړی ته لدی موادو سره په یو وخت د تور زیړی واکسین هم ورکړل شی.
ب: دا مواد (ایمیونوګلابولین) باید هغه وګړو ته هم ورکړل شی چی په تور زیړی له اخته وګړی سره یی جنسی نژدیوالی کړی وی.
ج: هغه نویو زیږیدلو کوچنیانو ته هم دا مواد ورکؤل جواز لری چی په تور زیړی له اخته میندو څخه زیږیدلی وی.

له ډاکتر فریدالله ( عمری) څخه مننه

05/07/2023

رپوټونه وايي، د ملګرو ملتونو یو روغتیايي اژانس به ژر اسپارتام د سرطان پېښوونکي توکي په توګه وپېژني.
اسپارتام په ځېنو خوړو او تر ډېره خوږو شربتونو کې کارېږي.
اسپارت...

د لوی اختر مبارکی ټولو وطنوالو ته وایو، الله د د خوشالۍ نیکمرغۍ ، ابادي او ښي روغتیا اختر کړي.Wishing you health and hap...
28/06/2023

د لوی اختر مبارکی ټولو وطنوالو ته وایو، الله د د خوشالۍ نیکمرغۍ ، ابادي او ښي روغتیا اختر کړي.
Wishing you health and happiness on Eid and every day of the year!
فرا رسیدن عید سعید اضحی به تمام دوستانی عزیز تبریک می‌گویم.

وینه ورکړۍ يو ژوند وژغورۍ."Your blood has the power to save lives. Be a superhero, donate blood.
14/06/2023

وینه ورکړۍ يو ژوند وژغورۍ.
"Your blood has the power to save lives. Be a superhero, donate blood.

Address

Sarak Qala-e-Jawad Street No B7 Near Shsma Square District No 5 Kabul
Kabul
020

Opening Hours

Monday 08:00 - 20:30
Tuesday 08:00 - 20:30
Wednesday 08:00 - 20:30
Thursday 08:30 - 20:30
Saturday 08:30 - 20:30
Sunday 08:30 - 20:30

Telephone

0784479862

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Basam pharma Pvt Ltd بسام فارما لیمټډ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Basam pharma Pvt Ltd بسام فارما لیمټډ:

Share