
17/07/2025
نن سبا د زړه د حملې خبرونه خورا زيات دي
پیده تګ او حرکت د زړه د صحت لپاره څومره ګټور دي؟
په طبي ساینس کې د پښو د پنډیو عضلې، په ځانګړي ډول کیلف مسلز (Calf Muscles) ته اکثره "د بدن دویم زړه" یا "Peripheral Heart" ویل کېږي، ځکه:
دا عضلې مرسته کوي چې وینه له ښکته نه بېرته د زړه خواته وخېږوي.
کله چې موږ تګ یا حرکت کوو، دا عضلې راټولېږي او بیا خلاصېږي، چې د رګونو فشار زیاتوي او venous return (یعنې وینې بېرته زړه ته ستنېدنه) ښه کوي.
دا عمل د وینې جریان ته وده ورکوي، د رګونو دننه د وینې له بندېدو یا جمع کېدو (venous stasis) څخه مخنیوی کوي، او له دې لارې له خطرناکو د وینې بندښتونو (clots) لکه DVT (Deep Vein Thrombosis) څخه ساتنه کوي.
همدا لامل دی چې هغو کسانو ته چې ډېر وخت ناست وي، د حرکت او تګ توصیه کېږي.
د ورځني ژوند معتدله بدني فعالیتونه لکه قدم وهل، پر زینو ختل، یا لږ تمرین د زړه روغتیا پیاوړې کوي، د وینې فشار (بلډ پریشر) او کولېسټرول کنټرولوي،
او د زړه حملو (heart attack) او فالج (stroke) خطر کموي...!
ورته عمل ترسره کوي تر څو وینه لښته نشي