Important Medical Issues

Important Medical Issues Medical Issues

06/12/2023

دالله ج کور او بنده کور!
د بنده کورته ډیر ورتګ سره دانسان عزت کميږي.د الله ج کور ورتګ سره دانسان عزت زياتيږي.د بنده دکور پرځائ د الله ج کورته ډیر ورشئ او عزت مو ډیر کړئ.

21/11/2023

مغرور او جاهل څنګه پيژندل کيږي؟
هرڅومره چې يي احترام او عزت کوې ،نور هم مغروره اومتکبرکيږې.خدايه (ج) دغسې خلک سم کړې اوکه نه سمېږي،کم يي کړې.

23/10/2023

په رواني ناروغيو کې د نيوروزيس(Neurosis) او سايکوزيس(Psychosis) اصطلاحات ډيرکارول کيږی ددی دواړو ترمنځ لاندي فرقونه موجود دي.
______________________________________________

1: په نيوروزيس کې ناروغ حقيقت درک کولی شي او په سايکوزيس کې د حقيقت سره اړيکه له منځه ځي.

2: په نيوروزيس کې د شخصيت اړوند ستونزی نه پيداکيږي اما په سايکوزيس کی د شخصيت ستونزه موجوده وي.

3: په نيوروزيس کې ناروغ خپله ناروغی مني اما په سايکوزيس کې ناروغ خپله ناروغی نه مني.

4: په نيوروزيس کې دناروغ افکار,خبری او محاوره ډير نه متاثره کيږی اما په سايکوزيس کی افکار,خبری او محاوره خرابيږي.

5: په نيوروزيس کې ناروغ ډيلوژن(هزيان) او هلوسنيشن(برسامات) نه لري اما په سايکوزيس کي وي.

6: په نيوروزيس کې جنتيکی فکتورونه ډير مهم ندي اما دسايکوزيس په منځته راتګ کې جنتيکی فکتورونه ډير زيات مهم ګڼل کيږي.

7: د‌ نيوروزيس په منځ ته راتګ کې د سټريس څخه ډک حالتونه ډير رول لري اما سايکوزيس کی دومره مهم ندي.

8: نيوروزيس تداوي اسانه او د سايکوزيس سخته ده.

نيوروزيس مثالونه : انزايټي, ډپريشن, OCD, Somatoform disorder او داسي نور.

سايکوزيس مثالونه : سکيزوفرينيا, Delusional disorder او داسي نور
©

04/08/2023

د حاملګی د دوران میکروب چې د ماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH infection !

◀️ آیا دا میکروب پیژنی ؟
◀️ څه ډول میکروب دی او ولی مینځ ته راځی او کومی بدی پایلی مینځ ته راوړی ؟
◀️ آیا ددی میکروب تداوی امکان لری ؟

↩ ددی پوسټ په لیدو به مو ټول سوالونه حل شی !

ټارچ اینفکشن یا TORCH infection : د حاملګی د دوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چې نن سبا اکثره حامله میندی د همدی انتانی ناروغۍ څخه رنج وړی ، چې عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی د دوران د وینی مکروب وایی . دا ناروغی خپله یو سنډروم دی چې لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی :
1 - Toxoplasmosis .
2 - Other infection like ( Chlamydia ,HIV , Syphillis , Coxasacki virus , Hepatotis B , Chicken pox ) .
3 - Rubella .
4 - Cytomegalo virus .
5 - Herpes simplex virus 2 .

◀️ پورتنئ ټولی ناروغۍ د حمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی . د حمل په دوران کی نوموړی انتانات د پلاسنټا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی .

د ټارچ اینفِکشن تاثیرات :

① که چېری یوه حامله مور په ( 11 - 20 ) هفته کی په دی مکروب اخته شي نو % 90 د لاندي سنډروم احتمال شته دی :
☞ Congenital Rubella Syndrome .

② په % 25 واقعاتو کی هغه ماشومان چې مور یی د حاملګۍ په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی :

1 - Cataract .
2 - Hrart defect ( PDA ) .
3 - Poor eye sight .
4 - Hearing loss .
5 - Movement disorder .
6 - Mental retardation .

③ همدا رنګه د لاندی ناروغیو د پیدا کیدو باعث هم ګرځی :

1 - Meningitis .
2 - Pneumonia .
3 - Anemia .

ددی میکروبی نارغۍ کلینیکی نښی :

◀️ کله چې یوه حامله مور په دی ناروغئ اخته شي نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی :
1 - Flue .
2 - Petechial Rash on the skin .
3 - Fever .
4 - Poor feeding .
5 - Enlarged Liver and Spleen .
6 - Jaundice .
7 - Muscle pain .
8 - Fatigue .
9 - Some time cough and tonsilitis .

د ټارچ اینفکشن تشخیص :

1 - Clinical finding .
2 - Comlete physical exame
3 - Blood exame for TORCH infection .

17/07/2023

*⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !*

① معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .

② بښتورګی ( Kidneys ) هغه مهال د خطر احساس کوی کله چې انسان په ۲۴ سعاته یو ګلاس اوبه هم نه څښی .

③ تریخی ( Gall Bladder ) هغه وخت په مشکل کی وی کله چې انسان د شپی تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکی راپورته کیږی نه .

④ کوچنی کولمی ( Small Intestines ) هغه وخت پریشانه وی کله چې تاسی یخ مشروبات څښئ او سړه ډوډۍ خورئ .

⑤ غټی کولمی ( Large Intestine ) هغه مهال ستړی وی کله چې انسان ډیر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري .

⑥ سږی ( Lungs ) هغه وخت زیات تکلیف احساسوی کله چې تاسی د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کی ساه اخلئ .

⑦ ځیګر ( Liver ) هغه وخت تکلیف احساسوی کله چې تاسی ډیر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ .

⑧ زړه ( Heart ) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږی کله چې انسان ډیر کولیسټرول لرونکی خواړه وخوري .

⑨ سترګی ( Eyes ) هغه وخت په تکلیف کیږی کله چې په تیاره کی پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تیزه رڼا پریوزی .

⑩ دماغ ( Brain ) هغه مهال ډیر ستړی وی کله چې تاسی منفی فکر کوئ.
🥀 ꕹؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖؖ≛⃝🍷🥀‎

Address

Kabul

Telephone

+93799692540

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Important Medical Issues posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram