اسلامي طبابت ابوالیاس دواخانه

اسلامي طبابت ابوالیاس دواخانه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اسلامي طبابت ابوالیاس دواخانه, Healthcare administrator, Asad Abad city kunar province, Kabul.

دَحبة السوداء کلونجی تیل روغن چی حبة البرکة سیادانه هم ورته وایئ  اودسیادانی په اړه نور ګټور معلومات په پشتو ژبه کی ستاس...
29/04/2020

دَحبة السوداء کلونجی تیل روغن چی حبة البرکة سیادانه هم ورته وایئ
اودسیادانی په اړه نور ګټور معلومات په پشتو ژبه کی ستاسو ددوعا په انتظار حکیم صالح محمد (صالح)

حبة السوداء چې په فارسي کښې ورته سیاه دانه او په انګریزي کښې ورته sativa Nigella black seed په نومونو سره یادیږی یو بهترین نبات دی چې تر قدیم یونان نه تر نن ورځ پوری د ډیرو بیماریانو په علاج کښي استعمالیږي تر نن ورځي پوری ساینسدانان د حبة السوداء فایدی کشفوي .
رسول الله صلی لله علیه وسلم د حبة السوداء اهمیت ذکر کړي دی فرمایی : د حبة السوداء د مرګ نه په غیر د هر مرض دواء ده .
د حبة السوداء تیلو فایدي او استعمال طریقي :
۱: د ذهني کمزوري علاج:
حبة السودء د دماغو خُليي قوی کوي چی دهغی له وجي عصبی ناروغۍ ختميږي او ذهن قوی کيږي
د استعمال طريقه: ۱۰ ګرامه پودينه به په يوګيلاس اوبو کی جوش کړۍ او په هغی کی به ۱۰ څاڅکی د حبة السودء تيل او يو کاشغه شهد واچوۍ اوګرم ګرم به يي وڅښي.
۲: د دماغي مرضونو اوعصبی کمزوريو لپاره:
پنځه څاڅکی دحبة السوداء تیل به په يو ګيلاس شهد وشربت کی او يا شيدو کی د ورځی دری وخته وڅښۍ.
۳: دسرطان) cancer) ناروغي لپاره:
حبة السوداء د سرطان خليي زیاتيدو او خوریدو ته نه پريږدی او په بعضي وختونو کی د سرطان خليي ختموي او وژني يي نو لدي وجي حبة السوداء د سرطان نه د حفاظت لپاره يو ښه دواء ده.
د استعمال طريقه: نيمه کاشغه د حبةالسوداء تيل په يو ګيلاس ګازرو جوس کي يوځای دوه کرته روزانه څښل.
۴: د ګنجي او لينډا سر لپاره:
د ادرک اوبه او د ميوی سرکه په يوه اندازه سره يوځای کړۍ او هر سحر ئي په ګنجۍ حصی واچوۍ او په حبةالسوداء تیلو باندی د اوده کیدو نه مخکی مالش کړۍ.
۵: ساه بندي(Asthma) یا ساه لنډۍ بیماري:
نوو تجرباتو داښودلی ده چی حبةالسوداء د ساه بندۍ دعلاج لپاره ډيره ګټه وره دواء ده او د ساه بندی خطرات کموی حتی بعضي طبیبان وائی د حبةالسوداء استعمال د ساه دبندۍ مرض بلکل ختموي.
د استعمال طريقه: نیمه کاشغه حبةالسوداء تیل یو کاشغه شهد په یو ګلاس ګرمو اوبو کی هر سحر په نهاره څښل او همدارنګه سینه او مرۍ په حبةالسوداء تیلو باندی سحر او ماښام غوړوۍ.
۶: د مرۍ درد لپاره:
په ګرمو اوبو کی پنځه څاڅکي حبةالسوداء تیل اچول او په هغي غړغړه کول.
۷: د بد هضمي لپاره:
یو ګلاس ګرم شوده د نیم کاشغي حبةالسوداء تیل او یو کاشغه شهدو سره څښل.
۸: دجلد ښارښ یا لړمي ښارښ لپاره:
متاثره ځای د ورځی دری ځلي په حبةالسوداء تیلو مالش کول تر دی چی ښه شي او همدارنګه یوه کاشغه شهد او لس څاڅکی د حبةالسوداء تیل په ورځ کی یو کرت خوړل.
۹: د توري(spleen) غټول او قوی کول:
توری د بدن یو مهم غړی دی چی وینه تصفیه کوي او سپینه وینه برابروی او همدارنګه د بدن په حفاظتي سیسټم کی مهمه ونډه لري.
د استعمال طریقه : پنځه کاشغي د کریلی اوبه د پنځه څاڅکی حبةالسوداء تیلو سره روزانه یو ځل څښل.
۱۰: تورزیړی مرض((jaundice لپاره:
د شپي ۲۵ ګرامه د نکریزو پاڼي په یو ګلاس اوبو کی واچوۍ په سحر کی دغه اوبه چڼ کړۍ او یوه کاشغه شهد او نیم کاشغه د حبةالسوداء تیل ورسره ګډ کړۍ او ویي څښۍ دا عمل تر ۱۵ ورځو پوری تکرار کړۍ.
۱۱: د څټ هډوکو سوخت او درد (meningitis):
سحر او ماښام نیم کاشغه د حبةالسوداء تیل او دیو لیمو اوبه یو ځای څښۍ.
۱۲: د پوزي د ویني بندولو لپاره:
یو صفا کاغذ وسیزۍ او د هغی په ایرو کی دوه څاڅکی د حبةالسوداء تیل واچوۍ او په پوزه کی يي کیږدۍ دابه وینه بنده کړي.
۱۳: تکراري تبه:
د شپی ۱۲ ګرامه بادیان (اجوائن – anise) په یو ګیلاس اوبو کی واچوۍ سحر ئي چڼ کړۍ او لس څاڅکی حبةالسوداء پکښی واچوۍ او وئي څښی دا عمل تر ۸ ورځو پوری تکرار کړۍ.
۱۴: بدني کمزوری لپاره:
هر سحر په یو ګلاس د مالټی جوس کی لس څاڅکی حبةالسوداء تیل ګډ کړۍ او په نهره ئي وڅښۍ.
۱۵: اټکي (hiccups):
نیمه کاشغه د حبة السوداء تیل د کوچو سره وخورۍ.
۱۶: میرګی (Epilepsy):
یو ورځ یو څاڅکی د حبة السوداء تیل به په چپه (کیڼ) سپیږمه کی واچوۍ او په دوهمه ورځ یو څاڅکی په ښۍ سپږمه کی واچوۍ او همدارنګه ورسره روزانه نیمه کاشغه د حبةالسوداء تیل د یو کاشغه شهدو سره خورۍ.
۱۷: نیم سري درد (Migraine):
په حبةالسوداء تیلو باندی خپلی څڼي او د درد ځایونه مالش کړۍ او همدارنګه روزانه نیمه کاشغه د حبةالسوداء تیل د یوي کاشغي شهدو سره خورۍ.
۱۸: د شوګر (شکرۍ) ناروغۍ لپاره:
حبةالسوداء په وینه کی د شکري توازن برابر ساتي چی هغه د ۷۰ نه تر ۱۱۰ پوری دی
د استعمال طریقه: هر سحر یو کاشغه حبةالسوداء تیل د توری چای سره خوړل اوپه هره دریمه ورځ یو ګلاس د کریلی او یا بنډيواوبه څښل.
۱۹: د غاښونو او د وریو حفاظت او صفا کولو لپاره
لږه مالګه کی دوه څاڅکی د حبةالسوداء تیل دوه څاڅکی د شړشمو تیل یو ځاي کړۍ او لږ وخت لپاره ئي په غاښونو باندی ومږۍ او په اخیر کی په غاښونو کریم باندی خپل غاښونه صفا کړۍ.
۲۰: د زړه بدوالی او قی کولو علاج :دوه کاشغی شهد او دوه کاشوغی د میوی سرکه کښې پنځه څاڅکی حبة السوداء څاڅکی واچوۍ او لږ لږ څکۍ.
۲۱- د مخ خایست او جلد روښانتیا لپاره :
په یوګیلاس لیمو اوبو کښې پنځه څاڅکی د حبة السوداء ورګډ کړۍ مخ پری غوړ کړۍ بیا لس دقیقی وروسته په ګرمو اوبو پریمنځۍ .
۲۲- د اسهال لپاره :
یوه کاشغه بادیان یوه کاشوغه پودینه یوه کاشوغه دال چینی نیمه کاشوغه مالګه شپږ دانی لایچی په یو لیتر اوبو کښې د چایو په شان برابر کړۍ بیا هرکلاس کښې بنځه څاڅکی د حبة السوداء تیل ورواچوۍ څخۍ یی .
۲۳ـ قبض لپاره:
نیمه کاشوغه سنا نیمه کاشوغه دحبة السوداء تیل ورګډ کړی د ویدو کیدونه مخکې یی و چخۍ.
۲۴ـ د ګیډی ګیس :
لس څاڅګی د حبة السوداء تیل په ۶۰ ګرامه بادیانوکښې واچوۍ د لیمو په جوس یی لامده کړۍ بیا یی په لمر وچ کړۍ بیا ورکی د حبة السوداء لس څاڅکی تیل واچوۍ دوه ګرامه لدی نه روزانه خورۍ .
دحبة السوداتیل استعمال کڑی خپل صحت جوړکړئ
اصل اوخالص تیل.

معجون مسمن بدني.بدن چاغوي دماغ ته طاقت ورکوي جنسي قوت اضافه کوي دښځو شیدې زیاتوي هیڅ جانبي عوارض نه لري مغزیاتو او قدرتي...
11/04/2020

معجون مسمن بدني.
بدن چاغوي دماغ ته طاقت ورکوي جنسي قوت اضافه کوي دښځو شیدې زیاتوي هیڅ جانبي عوارض نه لري مغزیاتو او قدرتي جړې بوټو څخه جوړ شوي درمل دي.
په ننګرهارولايت جلال اباد بلندغرو بازار کاشف یوناني دواخانه استاد الحکماء حکیم محمد شاه (احساس)څخه يې
ترلاسه کولى شئ په کونړولايت اسعداباد ښار کې يې داسلامي طبابت ابو الیاس دواخانې څخه ترلاسه کولى شئ
حکیم صالح محمد (صالح)
دلا زیاتو معلوماتو لپاره ددغو شمیرو سره تماس کې شئ.
حکیم احساس 0772009743
حکیم صالح 0773424314

۱۳۹۸/۱۲/۱۰۲۰۲۰/۲/۲۹نن دشنبی ورځ چې دغه نیټی سره سمون خوری په کونړ ولایت اسعداباد ښار کې دحکیمانو ترمنځ غونډه وشوه. دافغا...
29/02/2020

۱۳۹۸/۱۲/۱۰
۲۰۲۰/۲/۲۹
نن دشنبی ورځ چې دغه نیټی سره سمون خوری په کونړ ولایت اسعداباد ښار کې دحکیمانو ترمنځ غونډه وشوه.
دافغانستان اسلامي جمهوریت دطبابت یوناني اتحادیه په لارښوونه انتخابات ترسره شو چې دټولو ملګرو په مشوره ۱)حکیم امین الحق ریئس
۲)حکیم بشیراحمد معاوین
۳) حکیم نجیب الله مالي مسؤل
۴) حکیم صالح محمد منشي
یادونه: په دغه ټاکنه کې دختیځ زون دحکیمانو ریئس حکیم فضل ربانی سنګرخیل او دننګرهار حکیمانو ریئس حکیم محمد ظریف نورستانی هم ګډون کړی وه.

د بیکارۍ د لرې کولو او روغتیایی پاملرنې ترلاسه کولو لپاره جامع فورمول.دماغ ----  علم ---- عزت ----- عالم.زړه ------ هنر ...
06/07/2019

د بیکارۍ د لرې کولو او روغتیایی پاملرنې ترلاسه کولو لپاره جامع فورمول.

دماغ ---- علم ---- عزت ----- عالم.
زړه ------ هنر ــــــ دولت ــــــ کسب.
ځیګرـــــ تجارت ـــــ شهرت ـــــ تاجر.
قانون مفرد اعضاء.

23/02/2019

ټولو هیواد والوته دی دغه ستره بریا مبارک وي.
افغانستان کې دی الله همیشه همدغسی خوشالی راولي.

20/02/2019
مفرد اعضاء وظیفه په بدن کې.مفرد اعضاء په بدن کې ډیری دندی سرته رسوی چې عبارت دی له.(۱) اعصاب په اوله سطحه دبدن کې وي او ...
13/02/2019

مفرد اعضاء وظیفه په بدن کې.
مفرد اعضاء په بدن کې ډیری دندی سرته رسوی چې عبارت دی له.
(۱) اعصاب په اوله سطحه دبدن کې وي او وظیفه یې احساس دیو شی حس کول اومعلومول دی.
(۲) په اعصابو پسی دوهمه حصه کې غدود دي چې بدن ته غذا تیار وی چیرته چې غدود نه وي ددی قایم مقام غشائی مخاطی وي.
(۳) دغدودو څخه وروسته په داخل کې بیا عضلات دي چې دبدن حرکات قسما قسم کوي.

13/02/2019

هرکله چې دمفرد اعضاء ګرموالی،لوندوالی،وچوالی،خوند اومزاج معلوم شی نو دمرض په تشخیص کې یعنی دمرض په معلومولو کې ډیره مرسته کوي هغه داسې چې دخوند اومزاج څخه متاثره عضوه ملومیږې اوچې هرکله عضوه معلومه شی نو بالمقابل عضوی ته به تحریک ورکړل شی نو مرض به ختم شی.

12/02/2019

هرکله چې دمفرد اعضاء توازن غیری نورمال شی نو مرض پیداکیږې اوچې توازن یې برابر یا نورمال شی نو صحت پیداکیږې.

خواص داعضاؤ دری دي.دماغ چې مرکز یې اعصاب دي مزاج یې تر لوند دی.زړه چې مرکزیې عضلات دي مزاج یې خشک دی.ځیګرچې مرکز یې غدود...
12/02/2019

خواص داعضاؤ دری دي.
دماغ چې مرکز یې اعصاب دي مزاج یې تر لوند دی.
زړه چې مرکزیې عضلات دي مزاج یې خشک دی.
ځیګرچې مرکز یې غدود دي مزاج ګرم دی.
ددی څخه دا معلومیږې چې تحریک (۱) ترسرد دی.
تحریک (۲) خشک سرد دی.
تحریک (۳) خشک ګرم دی.
تحریک (۴) ګرم خشک دی.
تحریک (۵) ګرم تر دی.
تحریک (۶) تر ګرم دی.
همدارنګه هر تحریک خپل خوند اومزاج لري چې د(۱) مزاج ویر یا خوف دی او خوند یې پیکه دی هرکله چې په تحریک اول کې خربی وی نودخولی حوند پیکه وی او طبیعت به ویریدونکې وي.
(۲) مزاج لذت اوخوند یې تروش وی.
(۳) مزاج مسرت ( خندا) اوخوند یې تریخ.
(۴) مزاج غصه اوخوند یې بی خونده.
(۵) مزاج غمګین او خوند یې هم غمګین دی.
(۶) مزاج شرمیدونکې یا شرم ناک او خوند یې خوږ وی.

قانون مفرداعضاء:دمفراعضاء قانون په دری ډولونو ویشل شوی دی چې عبارت دی له. (۱) دماغ. (۲) زړه. (۳) ځیګر.پورته هره عضوه په ...
11/02/2019

قانون مفرداعضاء:
دمفراعضاء قانون په دری ډولونو ویشل شوی دی چې عبارت دی له. (۱) دماغ. (۲) زړه. (۳) ځیګر.
پورته هره عضوه په دوه برخو تقسیم شوی ده چې هری برخی ته یې تحریک وایې.
تحریک اول اوشپږم دا د اعصابو تحریکونه دي.
دوهم اودریم تحریک دعضلاتويا زړه تحریکونه دي.
څلورم اوپنځم تحریک د غدويا ځیګر تحریکونه دي.
تحریک اول ته اعصابی عضلاتی وایې.
تحریک دوهم ته عضلاتی اعصابی وایې.
تحریک دریم ته عضلاتی غدی وایې.
تحریک څلورم ته غدی عضلاتی وایې.
تحریک پنځم ته غدی اعصابی وایې.
تحریک شپږم ته اعصابی غدی وایې.

10/02/2019

تعریف دعلم طب عملی: دا هغه علم دی چې په دی کې داسی مسایل دي چې دهغی تعلق دعمل سره وي.
مثلاً: ورزش څنګه وشی اوکه مرض وی نو دهغی علاج څنګه په عمل راوستی شی.
بیا هم صحت په خپل ځائ دساتلو دپاره دکومو اصولو په نظر کې نیول پکاردی داشان دعمل نه مُراد دعمل علم مُراد دی یعنی په دی کې دا ویل کیږی چې عمل څنګه وکړی شی داشان دا هم یوعلم دی.
HK Salih

Address

Asad Abad City Kunar Province
Kabul
25000

Telephone

+93783272827

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلامي طبابت ابوالیاس دواخانه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram