30/04/2026
له خوست څخه تر کابل پورې د روغتیا په هیله!
د ژوند تر ټولو لویه شتمني روغتیا ده.
یوه ۴۰ کلنه خور چې له خوست ولایت څخه یې موږ ته مراجعه کړې وه، د سر شدید درد او عصبي حملو له امله یې ژوند ورته ستونزمن کړی و.
د دقیقو کلینیکي معایناتو او پرمختللو تشخیصي ارزونو وروسته، په دماغو کې د غیر سرطانی ( benign ) تومور
( temporal lobe Meningioma)
شتون تایید شو.
الحمدلله! یاد ناروغ ته په بریالیتوب سره جراحي عملیات ترسره شوو. اوس مهال د ناروغې وضیعت په بشپړ ډول ثابت، د ډاډ وړ او د خوښۍ په حالت کې دی.
🤲زموږ هدف ستاسو سلامتیا او په شونډو مو د موسکا راوستل دي.د ټولو ناروغانو د بشپړې روغتیا په دعا!