01/02/2026
د آسانه درملنه اپلیکیشن سره د رسمي هوکړهلیک لاسلیک!
اسانه درملنه د روغتیايي خدمتونو لپاره یو عصري ډیجیټل سیستم دی، چې د طبي ملاقاتونو، لابراتواري ازموینو او دواخانې (فارمسي) خدمتونو د آنلاین ثبت او اسانه لاسرسي امکان برابروي.
د دې همکارۍ له لارې، د رایل میډیکل کمپلیکس مراجعین کولای شي خپلې روغتیايي اړتیاوې په اسانه، چټک او خوندي ډول ترسره کړي.
نوې اسانتیاوې:
د رایل میډیکل کمپلیکس د طبي، لابراتواري او دواخانې خدمتونو کتنه د اسانه درملنه اپلیکیشن له لارې
د ډاکټرانو سره د ملاقاتونو آنلاین ثبت
د لابراتواري ازموینو او تشخیصي خدمتونو اسانه لاسرسی
د دوا قیمت معلومول او په آنلاین بڼه د دوا پېر او پلور
چټک، ساده او کاروونکي ته مناسب سیستم
د عاجلو خدماتو او امبولانس اړیکو ته اسانه لاسرسی
اوس د رایل میډیکل کمپلیکس ټول طبي، لابراتواري خدمتونه د اسانه درملنه اپلیکیشن کې شتون لري، تر څو وکولای شئ په لږ وخت کې خپل روغتیايي چارې تنظیم کړئ.
همدا نن د اسانه درملنه اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ، د رایل میډیکل کمپلیکس خدمات وګورئ، او په بشپړ باور سره خپل ملاقات ثبت کړئ.