د افغانستان د بار وړونکو او مسافرینو د همغږۍ ټولنه

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د افغانستان د بار وړونکو او مسافرینو د همغږۍ ټولنه

د افغانستان د بار وړونکو او مسافرینو د همغږۍ ټولنه بارکزی خان

دغه ښاىسته عکس ته سومره لاىکونه ورکوى اوس به معلوم شى
08/02/2016

دغه ښاىسته عکس ته سومره لاىکونه ورکوى اوس به معلوم شى

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالۍ له لمر ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه کتلایشئ.
08/02/2016

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالۍ له لمر ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه کتلایشئ.

03/02/2016

دا هم یو ښه زیری!!!
د افغانستان کریکټ ملی لوبډلې ۷ پیاوړی لوبغاړی د ۲۰۱۶ کال کارابین پریمیر لیګ سیالیو کې واخیستل شول

دغه لوبغاړی نوروز منګل، محمد نبی عیسخیل، شهزاد محمدی، نجیب الله ځدرآڼ، سمیع الله شینواری، اصغر ستانکزی او شاپور ځدرآڼ د ویسټ انډیز په سترو کورنیو سیالیو کارابین پریمیر لیګ کې واخیستل شول.

افغان کرکټ بورډ ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو نمانځنه وکړهد افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن ماښام د یو لړ ځانګړو مراسمو...
01/02/2016

افغان کرکټ بورډ ادارې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو نمانځنه وکړه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن ماښام د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال لاسته راوړنو نمانځنه وکړه. دغه نمانځغونډه چې په کابل سرینا هوټل کې ترسره شوه، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د ښارجوړونې وزیر سید منصور سادات نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي، د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، د هند سفیر ویرات سنګ، د پاکستان سفارت مرستیال عاطف، د الکوزي شرکت استازي میرویس سیال، د ولسمشر سلاکارانو، د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر، د چارو ادارې او د بورډ غړي فریدون الهام، د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیز الله فضلي او د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د ولسي جرګې غړو، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ بورډ کارکونکو، د رسنیو استازو او د کرکټ مینه والو ونډه درلودله.
غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه چې ورپسې د هیواد ملي سرود وغږول شو. د پیل وینا د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش واوروله. نوموړي د کرکټ یو کلنو لاسته راوړنو لنډ راپور د غونډې ګډونوالو ته واوراوه او ویې وییل چې، اداره له پیاوړي مورال سره د پرمختګ په لور روانه ده او د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په ترڅ کې به تاریخي لاسته راوړنې وکړي. دانش له خپلې کاري ډلې، د بورډ غړو او له ملي لوبغاړو مننه وکړه چې د کرکټ په بریالي بهیر کې یې ګام په ګام هلې ځلې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي د افغان کرکټ بورډ د ۲۰۱۵ زیږدیز کال لاسته راوړنې د کرکټ په تاریخ کې بې سارې وبللې. نوموړي د ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې وستایلې او دوی ته یې په راتلونکو نړیوالو او آسیایي سیالیو کې د بریاو غوښتنه وکړه.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغرستانکزي د دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرتابه او د کرکټ مینه والو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې وییل چې د ولس په دعاګانو به په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې ټوله لوبډله په خورا زیار لوبه ترسره کړي.
د غونډې په ترڅ کې د هیواد تکړه ممثل ممنون مقصودي لخوا له راغلو میلمنو او لوبغاړو سره خبرې اترې وشوې او په پای کې د ولسي جرګې لخوا رالیږل شوی تقدیر پاڼې د کرکټ بورډ پر مشرتابه او لوبغاړو وویشل شوې.

نبى جان هم د پاکستان سوپر لىګ لپاره د دوبى په طرف روان شو
30/01/2016

نبى جان هم د پاکستان سوپر لىګ لپاره د دوبى په طرف روان شو

25/01/2016
Zia-ur-Rehman AkbarAge 18y 24 daysTeam AFG U-19Slow left-arm orthodoxThe most dangerous bowler from Associate nations in...
23/01/2016

Zia-ur-Rehman Akbar
Age 18y 24 days
Team AFG U-19
Slow left-arm orthodox

The most dangerous bowler from Associate nations in Under-19 world cup

وىل کىژى چى شهزاد محمدى او سمىع شىنوارى هم د پاکستان په سوپر لىګ کى د ىوى لوبډلى لخوا اخىستل شوى منبع افغان سکور
21/01/2016

وىل کىژى چى شهزاد محمدى او سمىع شىنوارى هم د پاکستان په سوپر لىګ کى د ىوى لوبډلى لخوا اخىستل شوى
منبع افغان سکور

افغانستان د کرکټ د دریو سترو جامونو دپاره سیالۍ لريد افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم د سه شنبې په ورځ بنگله دیش ت...
21/01/2016

افغانستان د کرکټ د دریو سترو جامونو دپاره سیالۍ لري

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم د سه شنبې په ورځ بنگله دیش ته لاړ ،افغانستان به بنگله دیش کې د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې د دې سیالیو په ب گروپ کې د پاکستان سري لنکا او کاناډاسره سیالۍ کوي.
دا څلور ځل دی چې افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې گډون کوي. په کال ٢٠١٠ کې په لومړي ځل دغو سیالیو کې شامل شوی و او شپاړلسم مقام ېې گټلی و، په کال ٢٠١٢ کې بیا شپږ مقام مخکې لاړ او لسم مقام ېې وگټه او په ٢٠١۴ کې نور هم ښه وځلیده او اووم مقام ته وخوت.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو ملي ټیم
افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم به د جنوري په اته ویشتمه د پاکستان د نولس کلنو لوبغاړو ټیم سره سیالۍ کوي. افغانستان دې نه وړاندې خپله پاکستان کې د پاکستان سیال ټیم ته ماتې ورکړې وه. همدراز د هند او سري لنکا همزولي ټیمونه ېې هم مات کړیدي.
دې ټورنامنټ کې به افغانستان د جنوري په دیرشمه د سري لنکا او د فروري په لومړۍ نیټه د کاناډا د ټیم سره مقابله کوي.
د همدې فروري په میاشت کې به افغانستان د کرکټ ملي ټیم به بنگله دیش کې د اسیا جام دپاره غوراوي په سیالیو کې د هانگ کانگ، متحده عربي امارات او عمان سره شل اوریزې سیالۍ کوي چې د فروري د نولسمې نه تر دویشتمې به ترسره کیږي. افغانستان چې دې سیالیو کې اول مقام وگټي نو بیا به د فروري په اخر کې پاکستان ،هند ،بنگله دیش او سري لنکا سره د اسیا جام دپاره شل اوریزې لوبې کوي. افغانستان کال ٢٠١۴ کې هم د اسیا جام سیالیو کې گډون کړی و او په لومړي گډون سره ېې بنگله دیش ته بنگله دیش کې ماتې ورکړه.
افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د بنگله دیش نه هند ته روانیږي او د مارچ د میاشتې په اتمه به کرکټ د شل اوریز جام په لومړي پړاو کې د هانگ کانگ، سکاټ لینډ او زمبابوې سره یوه یوه شل اوریزه لوبه کوي او د څلورو ټیمونو په گروپ کې اول مقام گټلو سره به د هند د کال ٢٠١٦ شل اوریز جام دویم گروپ کې ځای ومومي چې هلته به ورسره مقابله کې انگلستان، جنوبي افریقه، غرب الهند او د سري لنکا ټیمونه مخامخ کیږي.
افغانستان دا وخت د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې نهم مقام لري چې د کرکټ د دویمې درجې یو هیواد دپاره ستر ویاړ دی. همدا شان د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمد شهزاد، دولت ځدران، او محمد نبي د شل اوریزو سیالیو په غوره لوبغاړو کې شمارل کیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوی به دغو مهمو سیالیو دپاره یو قوي ټیم تیاروي ترڅو د افغانستان د کرکټ نوم هم وځلوي.

Address

Kabul

Telephone

+93700405355

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان د بار وړونکو او مسافرینو د همغږۍ ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to د افغانستان د بار وړونکو او مسافرینو د همغږۍ ټولنه:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category