15/01/2026
ډاکټر رضاالله سحر
د عصبي جراحي او ستون فقرات د ناروغيو متخصص
د پاکستان د لاهور طبي پوهنتون(the university of Lahore) څخه فارغ شوی او خپله تخصصي دوره یې FCPS Neurosurgery د پنجاب د عصبي علومو په ستر انسټیټوټ/جنرل هسپتال کې بشپړه کړې ده. او په ګڼ شمېر نړیوالو علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو کې یې برخه اخیستې ده.
ډاکټر صاحب د تخصصي زده کړو سره هممهاله، په بېلابېلو خصوصي روغتونونو کې په سلګونو بریالي عصبي جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.
پخوانی دندې:
جنرال هسپتال/د پنجاب د عصبي علومو انستیتوت لاهور
ایویسینا ميډيکل کمپلیکس لاهور
مسعود روغتون لاهور
حميد لطيف ميموريل روغتون لاهور
نوازشریف سوشل سکیورټی روغتون لاهور
د درملنې مهمې برخې:
• اعصابي ناروغۍ او دوامدار سردردونه
• د ملا او غاړې دردونه، د دیسک ستونزې
• د مغز او سر ټپونه (Trauma)
• د مغزي سکتې او داخلي وینې بهېدنې درملنه
• د فقراتو ماتېدنه یا بېځایه کېدنه
• د رکالنساء (سیاتیک) دردونه
• د لاسونو او پښو درد او بېحسي
• د مغز او شوکې تومورونه
• فالج، فلج او مفلوجتیا
📍 پته:
امیر حاجيزاده روغتون، د میوند روغتون ته مخامخ، سینما پامیر، کابل
📆 د نوبت اخیستلو او نورو مالوماتو لپاره، اړیکه ونیسئ:
📞 +٩٣ ٧٩ ٠٧٧ ٧٦٦٦
📞 +٩٣ ٧٣ ٠٧٧ ٧٦٦٦
📧 ایمل: info@ahh.af
🌐 وېبسایټ: ahh.af
#فالج
#دیسک
#سردرد
#سیاتیک