Psychology & Health/روان پوهنه او روغتيا

Psychology & Health/روان پوهنه او روغتيا Understand yourself better
Learn about human development & growth
Learn about critical thinking

داسې هيڅ ډول کلمات نشته چې زما زړه تنګي درته بیان کړای شي. #ستایادونه
13/08/2025

داسې هيڅ ډول کلمات نشته چې زما زړه تنګي درته بیان کړای شي.
#ستایادونه

په لاسونو کې مې ستا د لاسونو ځای خالي ده، آه خدایه یوه لحظه فکر هم سخت ده چې ستا د نشتون په اړه یې وکړم. په خیالاتو کې م...
11/08/2025

په لاسونو کې مې ستا د لاسونو ځای خالي ده، آه خدایه یوه لحظه فکر هم سخت ده چې ستا د نشتون په اړه یې وکړم.
په خیالاتو کې مې هره شيبه ستا لیدلو او پوښتنې ته درځم او ډیرې ښې خبرې سره کوو .
#ستایادونه #احساسات
#ځان

کچیرې زه رښتیا تاته یو با ارزښته کس وم نو بیا ولئ د پدې ډول یواځې پريښودم، آیا ته دا فکر نکوي چې زما حالت به ستا په نشتو...
11/08/2025

کچیرې زه رښتیا تاته یو با ارزښته کس وم نو بیا ولئ د پدې ډول یواځې پريښودم، آیا ته دا فکر نکوي چې زما حالت به ستا په نشتون کې څه ډول وي
#يواځيتوب #ستایادونه

دا چې له یو بل سره پاتې کیدای نشو دا ددې دلیل نشي کیدای چې ما له تاسره مینه نه درلوده، دا اوس مې درپسې زړه دومره تنګ ده ...
09/08/2025

دا چې له یو بل سره پاتې کیدای نشو دا ددې دلیل نشي کیدای چې ما له تاسره مینه نه درلوده، دا اوس مې درپسې زړه دومره تنګ ده چې غواړم له همدې ځایه د په غیږ کې ونیسم.
#ستایادونه #سختی

دا چې پاتې کیدلې نه نو بیا د ولئ داسې رفتار کوه چې ما فکر وکړ ته به له ماسره نږدې یو همیشنی شخص واوسې او هيڅکله به سره ل...
08/08/2025

دا چې پاتې کیدلې نه نو بیا د ولئ داسې رفتار کوه چې ما فکر وکړ ته به له ماسره نږدې یو همیشنی شخص واوسې او هيڅکله به سره لرې کیږو نه که هر څومره شرایط سختیده موږ به هم ورته سختیدو مګر نن شپه وایم چې تنها یم، يواځې یم او دا به دوام ولري.
#ستایادونه #ناویل‌شوی‌خبرې

غوښتل مې درته ووایم چې ډير مې زړه درپسې تنګ شوی، خو پوهیدم چې کوم ځای نه نيسي او د حال په ښه کولو مو څه اثر نلري نو ځکه ...
07/08/2025

غوښتل مې درته ووایم چې ډير مې زړه درپسې تنګ شوی، خو پوهیدم چې کوم ځای نه نيسي او د حال په ښه کولو مو څه اثر نلري نو ځکه مې داسې وښودله چې هيڅ مې لا يادیږې هم نه !
#ستایادونه
#احساسات

هيڅ مې ددې فکر نه ؤ کړی چې بغیر له تا به وخت څنګه تېریږي . #ستایادونه  #ځان‌پیژندنه
06/08/2025

هيڅ مې ددې فکر نه ؤ کړی چې بغیر له تا به وخت څنګه تېریږي .
#ستایادونه #ځان‌پیژندنه

نن څلورمه ورځ تېره شوه، خو جالبه داده چې ستا د نشتون آثر او تاثیرات ستا له شتون څخه ډير حس کيږي، فکر کوم کوم ډیر اړين څه...
05/08/2025

نن څلورمه ورځ تېره شوه، خو جالبه داده چې ستا د نشتون آثر او تاثیرات ستا له شتون څخه ډير حس کيږي، فکر کوم کوم ډیر اړين څه مې ورک کړې وي .
#ستا‌یادونه #احساسات

نن دریمه ورځ وه او تیره شوه، مګر له ډيرو فکرونو او خیالونو ډکه وه. ستا سره د یوځای او څنګ په څنګ اوسیدو سلګونه صحنې په خ...
04/08/2025

نن دریمه ورځ وه او تیره شوه، مګر له ډيرو فکرونو او خیالونو ډکه وه. ستا سره د یوځای او څنګ په څنګ اوسیدو سلګونه صحنې په خیال کې تیریدلې، ټول داسې خیالات چې زړه غوښتل او خوښول مګر واقعیت بیا نور څه رامخته کول، داسې څه چې په زړه کې یې زخم او درد، په ستوني کې یې بغض او په سترګو کې یې نم او اوښکې جوړولې. په هر حال زه باید دومره ځواکمن اوسم چې څوک زما لپاره نه وي نو باید اجازه ورنکړم چې زما په روان او روح ناوړه اغیز ولري.
#فکری‌بلوغ #ځان‌پیژندنه #ستا‌ـ‌یادونه

نن ورځ هم تیره شوه ،لکه د پرون پڅير غیرعادی وه ستا له اکونټ څخه د سکوت او خاموشې پرته څه نه ښکاریدل . زه به مصروف وم خو ...
03/08/2025

نن ورځ هم تیره شوه ،لکه د پرون پڅير غیرعادی وه ستا له اکونټ څخه د سکوت او خاموشې پرته څه نه ښکاریدل .
زه به مصروف وم خو کله به مې چې تلفون ته ورکتل نو یوه لحظه به دا خیال راغی چې شاید ستا څخه کوم پیغام راغلی وي مګر بیرته به د خیال له څپو راووتم او ویل به مې چې هغه نور نشته او زه یواځې يم، یو ژوره ساه به مې اخیستله او دوباره به پخپلو کارونو بوخت شوم، زه به داسې دوام ورکوم ځکه پوهيږم په بیرته ګرځیدو به هیڅ هم سم نشې بلکې لا به خرابیږي.
#ځان‌پیژندنه

نن له تا پرته لمړۍ ورځ وهپوهیږم راته سخته ده مګر همدا یواځینۍ پریکړه ده چې باید ویې کړم، د جوړولو هر کوښښ مې کاوه مګر لا...
02/08/2025

نن له تا پرته لمړۍ ورځ وه
پوهیږم راته سخته ده مګر همدا یواځینۍ پریکړه ده چې باید ویې کړم، د جوړولو هر کوښښ مې کاوه مګر لا نور ړنګیدم، زه هم یو انسان یم، یو روح، یو زړه ، يو معصوم زړه … .
بس !
زه باید زده کړم چې څنګه په يوازې ځان ادامه ورکړم
پريکړه مې وروستۍ ده
اوس یوازې یم
د دوام په هيله…
#ستا‌ـ‌یادونه #احساسی‌بلوغ

ولې مهربانه خلک اکثر وخت یوازې وي؟○ دوی هغه کسان دي چی: • زیات اهمیت ورکوي • زیات احساس لري . زیاته مینه کوي○ هر وخت بښن...
20/05/2025

ولې مهربانه خلک اکثر وخت یوازې وي؟

○ دوی هغه کسان دي چی:
• زیات اهمیت ورکوي
• زیات احساس لري
. زیاته مینه کوي

○ هر وخت بښنه کوي، خو پوهېږي چې له مهربانۍ څخه یې ناوړه ګټه اخیستل شوې او سخاوت‌ ته یی د کمزوری په فکر کتل کیږی.

○ وروسته له دې چې ضربه ویني، له خلکو ځان لیرې کوي او یوازې کېږي.

○ خو کله چې په خپلو ارامو شیبو کې، شفافیت ته رسېږي. زده کوي چې څنګه له خپل زړه نه ساتنه وکړي او بښنه وکړي پرته له دې چې ضربه وویني.

○ کله چې بېرته له یواځي والي څخه د خلکو خوا ته راګرځي، نور هغه پخوانی انسان نه‌وي:
• لا هم مهربان وي، خو یو قوي‌ او پوخ انسان
• لا هم بښونکی وي، خو یو هوښیار او نه دوکه کیدونکی

○ مهرباني کمزوري نه‌ده، بلکې د آرامو خلکو ځواک دی او دا هغه څه دي چې دوی له نورو انسانانو جلا کوي.
هیله ده د چا مهرباني ته د کمزورې په سترګه مه ګورئ.
مهمه داده چې دا هر څه د انسان د شخصیتي ودې له پړاوونو څخه دي او لدې څخه موږ زده کړه کوو.

Address

Kabul
55555

Telephone

+93749525363

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Psychology & Health/روان پوهنه او روغتيا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram