
12/12/2024
حقیقت دی
څنګه ورته وګورمه، سترګې زما لمر وهي
سپینې کیسې نشم کړی، جلاد مې رانه سر وهي
ولې مو د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده؟
بده ده چې ښځه باندې لاس پردی ډاکټر وهي
دا خلک که نن د رڼاګانو لښکر جوړ نه کړي!!
چا باندې سبا ته بیا د تورو شپو لښکر وهي؟