Ďŕ.Šămìùĺĺăh(Băŕý)

Ďŕ.Šămìùĺĺăh(Băŕý) Medical information should not be published in gold Dental� stomatologhy

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه،ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringe...
16/02/2022

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
موضوع: سیرومونه
نوټ: دسیرومونو ډولونه،ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.
د نورو طبی معلوماتو لپاره زموږ سره یو ځای شی

https://www.facebook.com/profile.php?id=100074399859798

دنارينه اوښځينه توپيرونه داسلام اوساينس له نظره 👩‍💻👨‍💻                                                  دساينس له نظره  ...
28/01/2022

دنارينه اوښځينه توپيرونه داسلام اوساينس له نظره 👩‍💻👨‍💻 دساينس له نظره *دنارينه وود دماغو وزن 1400ګرامه ده او دښځو 1200ګرامه *دنارينه وو دزړه وزن 300ګرامه اودښځو دزړه وزن 250ګرامه *دنارينه ووځيګر وزن د1400تر 1800پورى اودښځو 1200تر 1400دى *دنارينه دپښتورګى وزن 150ګرامه اودښځو 135ګرامه *دنارينه وو منځنى اوږدوالى 170cnدى اود ښځو 150cmدى *دنارينه وو دهيمو ګلوبين اندازه په سل ملى ليتر کى 2-تر +14پورى او دښځو د2-تر +12پورى وى *دنارينه وو ذهنى ذکاوت (IQ)نسبت ښځو ته زياته ده ،،،،،اوداسى نور *داسلام له نظره *الله ج نارينه په ښځو باندى حاکمان ګر ځولى دى *ستر او حجاب يي پرى لازمى کړى چى ښځي بايد په خپلو کورونو کى کينى *په ميراث کى دوه ښځي ديوه سړى سره برابرى دى *شاهدان ښځي به دوه قضا ته حاضريږى ځکه خبرى ترى هيريږى *يو نارينه کولى شى څلورو ښځو سره واده وکړى خو ښځه نه شى کولى *اسلام دطلاق واک سړى ته ورکړى او ښځي ته يي نه دى ورکړى له لوستلو مو مننه
دجالبو معلوماتو لپاره لاندې پیج درسره لایک کړی
https://www.facebook.com/profile.php?id=100074399859798

★Amoxicillinنوموړي دوا پرګرام مثبت اوګرام منفي بکتریاو وباندي وژونکی تاثیرلری جذب ، توزیع ،میتابولیزم او اطراح :دغه دوا ...
27/01/2022

★Amoxicillin
نوموړي دوا پرګرام مثبت اوګرام منفي بکتریاو وباندي وژونکی تاثیرلری
جذب ، توزیع ،میتابولیزم او اطراح :
دغه دوا دخولي د لاري دتحمل وړ ده دکوچنیو کلمو دجدار له لاري
دوراني سیستم ته داخل او وروسته دتوزیع څخه ددي دوا زیات
مقداردصفراوي سیستم او یو اندازه دبولي سیستم له لاري اطراح کیږي .

★استطباب Indication
Urinary Tract Infections
Billary Tract Infections
Salmonilosis
Otitis Media
Sinusitis
Gonorrhea
PID
GIT Infections
Endocarditis
Meningitis
Septecemia
Nose Infections
Chronic Bronchitis
Pneumonia

★مضاد استطبات

دغه دوا په هغه صورت کي چي شخص دپنسیلین په مقابل کي حساسیت
ولري نه تطبیق کیږي .

★جانبي عوارض Effect Side
Nausea
Vomiting
Skin Reaction
Diarrhea
Urticaria
★ دوایی شکلونه

اوټابلیت کپسولونه 250mg,500mg,1000mg
؛5ml/250mg,5ml/125mgیی شربت موجوددی.

★Doseمقدار
دکاهلانولپاره 500mg-250 دخولی دالری دری ځلی دورځی.
په کاهلانوکی دشدیدوانتاناتو دتداوی لپاره 1gr دخولی؛ورید یاعضلی
دلاری دوه یادری ځلی دورځی.
دماشومانولپاره day/kg/100mg-50 دری ځلی دورځی.
درنښت داکتر ســـمیع الله (برۍ)

Co-trimoxazole(Trimethoprim+ Sulfametoxazole) دغه دوا Sulfametoxazole او Trimethoprim داشتراک څخه جوړه شوی ده نوموړي دوا...
27/01/2022

Co-trimoxazole
(Trimethoprim+ Sulfametoxazole)

دغه دوا Sulfametoxazole او Trimethoprim داشتراک څخه جوړه
شوی ده نوموړي دواپه پورته ذکر شوي میخانیکیت سره دباکتریاوو په
وجود کي د فولیک اسیډدجوړیدو څخه مخنیوی کوي .
Co-trimoxazole
(Trimethoprim+ Sulfametoxazole)

★Indication
①دبولي سیستم په انتاناتو کي infection tracts Urinary
Bronchitis,Pneumonia التهاباتوکښی دقصباتو③
②دمتوسط غوږ په التهابي واقعاتو کي یا media Otitis
④دسینوسونوپه التهاب کی Sinusitis
⑤دباسیلری ډیزینتری دتداوی لپاره Disentery Bacillary
⑥دمنظمی دالتهاباتودتداوی لپاره Conjunctivitis
⑦دمحرقی دتداوی لپاره Fever Typhoid
⑧دسترګودتراخم لپاره Trachoma
⑨دحیوانی محرقی دتداوی لپاره Brocillusis

★Contra indication
دحاملګی په وخت کی
دشیدوورکولوپه وخت کی
په میګالوبالستیک کمخونی کی
دپښتورګوپه عدم کفایه کی
هغه ماشومان چی عمریی ترشپږمیاشتوکم وی.

★Side effect
زړه بدوالی Nausea
Vomitng اواستفراق
Direhia اسهال
دژبي التهاب glossitis
جلدي اند فاعات Rashes Skin.
Agranolocytosis
Hemolytic &Aplastic Anemia
Thrombocytopnia

Dose
دکاهالنولپاره یوتابلیت کوم چی80ملی ګرامTrimethoprim
Sulfametoxazole 400mg او
لری)Sulfametoxazole 800mg او Trimethoprim 160mg)
سهاراوماښام ورکول کیژی )12hr q)
دماشومانولپاره .kg/18mg چی
) 3mg ترای میتوپریم او15mg سلفامیتاکسازول( دورځی دوه ځله

درنښت داکتر ســـمیع الله(برۍ)

زوکام يا Common coldزوکام د پورتني تنفسي سيستم وايروسي ناروغي ده کوم چې د پوزې په بهېدنه، ټوخي، تبه،  دستوني درد، د پوزې...
27/01/2022

زوکام يا Common cold
زوکام د پورتني تنفسي سيستم وايروسي ناروغي ده کوم چې د پوزې په بهېدنه، ټوخي، تبه، دستوني درد، د پوزې په بندښت ، سردرد ، او پرنجیو باندې متصف ده.
زياتره خلک 7 څخه تر 10 ورځو پورې دغه اعراض او علایم د زوکام لري
زوکام يو خپل پیريوډ یا دوره لري ځنې درمل او د بدن دفاعي سيستم پياوړي کول که هغه د درملو، خوړو ،تازه ميو باندې وي د اعراضو او علایمو په کمولو کې مرسته کوي خو ولي زوکام خپل پيريوډ تيروي.
دا چې موسم په بدليدلو دي او يخ موسم په راتلو دي د زوکام الرجي، او خاص ډول تنفسي سيستم ناروغي په زیاتیدو دي ځکه چې زیاتره وايروسونه د ګرم موسم په نسبت د ژمي په موسم کې ډير مقاومت لري نو د ژمي په موسم کې هغه ناروغۍ چې تنفسی سيسم په بيز کې د وايروسونو له کبله رامنځته کیږی پېښې يې زیاتیږي

اعراض او علايم
چې د پوزې په بهېدنه
ټوخي
تبه
دستوني درد،
د پوزې په بندښت
، سردرد
د عضلاتو کمزوري
اشتها کموالي
ستوني درد

لاملونه
د زوکام لامل وايروسونه دي
(rhinovirus)30% څخه 80% یې لامل دي
، picornavirus
,influenza viruses (10–15%),

انتقال
د زوکام لرونکي شخص سره تمال
لاسونو سره
ټوخي
پرنجي
يو شخص څخه بل شخص ته انتقالیږي

څنګه د زوکام مخنوي وکړو
لاسونو مینځل
ماسک استعمالول
واکسين که څه هم واکسین شاید ګټور تمام نه شئ ځکه وایروسونه زیات دي او د هر وايروس مقابل کې واکسین کول ناممکن ده ددې کبله واکسین دومره ګټور نه تماميږي شاید ځنو خلکو ته واکسین ۵۰% ګټه ورسوي.

درملنــــه
د اعراضو علايمو درملنه
د تبې ضد درمل
درد ضد درمل
د حساسیت الرجي ضد درمل
استراحت کول
د مایعاتو اخیستل
ښه غذا میوه جات استعمالول
ويټامین سي استعمال
غرغړه د مالګو پر اوبو .

هيڅکله هم د ميکروب ضد درمل مه استعمالوه ځکه ستاسو د فاعي سيستم د وايروس بر وړاندې نور هم ښکته کوي او وايروس مو درباندې قوی کیږی میکروب ضد درمل هيڅ صورت د وايروس پر ضد کار نه کوي لا هم وایروس تقوي کوي ځنې خاص شرایطو خاص حلاتو.کې وایروس ضد درمل کارول کیږی هغه هم د يو ښه معالج ډاکټر په اجازت.
د پوزې بندښت په صورت کې د پوزې چکک استعمالول

درنښت داکتر ســمیع الله(برۍ)

بسم الله الرحمن الرحیمموضوع:وينه( Blood)1-وينه څه شي دي؟2-وينه څه اهميت لري؟3-وينه کوم خصوصيات لري؟4-وينه له څو برخو څخه...
26/01/2022

بسم الله الرحمن الرحیم
موضوع:وينه( Blood)
1-وينه څه شي دي؟
2-وينه څه اهميت لري؟
3-وينه کوم خصوصيات لري؟
4-وينه له څو برخو څخه جوړه شوې؟
دغه ټولې پوښتنې په همدې موضوع کې مطالعه کولای او ځوابولای شئ

_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسايډ لري
_د وينې پې ايچ( Blood ph)
وينه قلویPhلري
شرياني وينېPh=7.40
د وريدې وينېPh=7.36
_لزوجيت يا غلظت( viscosity)
وينه د اوبو څخه پنځه ځله زياته ټينګه ده او اساسي علت یې د وينې د سرو حجرو او د پلازما د پروټينونو موجوديت دي
_حجم( volume)
د وينې اوسط حجم په يو کاهل کې پنځه ليتره(5Liters)په نوي زيږيدلي ماشوم کې450mlاوپه ښځو کې څلور نيم ليتره(4.5Liters)ده

د وينې اجزاوی به په بله موضوع کې تشريح ګړو ځکه چې هغه هم يوه ډيره خوندوره موضوع ده

د لا نورو مالوماتو لپاره درسره زمونږ فیج لایک او شیر کړئ ترڅو نور خلک هم زمونږ د معلوماتو څخه ګټه واخلي
ترتیب کوونکی داکتر ســـــمیع الله (برۍ)

ﺍﺧﺘﺼﺎﺭﺍﺕ ﺭﺍﯾﺞ طبی!!!                          Dr. Šãmíüłłáh(Báry)                          V/SVital Signﻋﻼﺋﻢ ﺣﯿﺎﺗﯽBPBloo...
15/01/2022

ﺍﺧﺘﺼﺎﺭﺍﺕ ﺭﺍﯾﺞ طبی!!!
Dr. Šãmíüłłáh(Báry)

V/S
Vital Sign
ﻋﻼﺋﻢ ﺣﯿﺎﺗﯽ
BP
Blood Pressure
ﻓﺸﺎﺭ ﺧﻮﻥ
T
Temperature
ﺩﺭﺟﻪ ﺣﺮﺍﺭﺕ
P
Pulse
ﻧﺒﺾ
BS
Blood Sugar
ﻗﻨﺪ ﺧﻮﻥ
FBS
Fast Blood Sugar
ﻗﻨﺪ ﺧﻮﻥ ﻧﺎﺷﺘﺎ
CBC
Cell Blood Count
ﺷﻤﺎﺭﺵ ﺳﻠﻮﻟﻬﺎﯼ ﺧﻮﻥ
I.V
Intravenous
ﻭﺭﯾﺪﯼ ‏( ﺍﺯ ﻃﺮﯾﻖ ﻭﺭﯾﺪ ‏)
I.M
Intramuscular
ﺩﺭﻭﻥ ﻋﻀﻼﻧﯽ
S.C
Subcutaneous
ﺯﯾﺮ ﺟﻠﺪﯼ
SBP
Systolic blood pressure
ﻓﺸﺎﺭ ﺧﻮﻥ ﺳﯿﺴﺘﻮﻟﯿﮏ ‏( ﺣﺪﺍﮐﺜﺮ ‏)
U/A
Urin analysis
ﺗﺠﺰﯾﻪ ﺍﺩﺭﺍﺭ
HTN
Hypertension(-sive ‏)
ﺍﻓﺰﺍﯾﺶ ﻓﺸﺎﺭ ﺧﻮﻥ ‏( ﻣﺒﺘﻼ ﺑﻪ ﺁﻥ ‏)
I.D
Intra dermal
ﺩﺍﺧﻞ ﺟﻠﺪﯼ ‏( ﭘﻮﺳﺘﯽ ‏) ‏( ﺗﺴﺖ ﭘﻨﯽ ﺳﯿﻠﯿﻦ ‏)
N.G Tube
Nasogastric Tube
ﻟﻮﻟﻪ ﺑﯿﻨﯽ - ﻣﻌﺪﻩ ﺍﯼ
ETT
Endo Tracheal tube
ﻟﻮﻟﻪ ﺩﺍﺧﻞ شزن
ETT
Exercise Tolerance Test
ﺗﺴﺖ ﺗﺤﻤﻞ ﻭﺭﺯﺵ
Fx
Fracture
ﺷﮑﺴﺘﮕﯽ
D.C
Dis Continue
ﻋﺪﻡ ﭘﯿﮕﯿﺮﯼ
O.B
Occult blood
ﺧﻮﻥ ﺩﺭ ﻣﺪﻓﻮﻉ ‏( ﻣﺨﻔﯽ ‏) ‏( ﺗﺴﺖ ﮔﺎﯾﺎﮎ ‏)
N&V
Nausea and Vomiting
ﺗﻬﻮﻉ ﻭ ﺍﺳﺘﻔﺮﺍﻍ
R.O.S
Review of systems
ﺑﺮﺭﺳﯽ ﺩﺳﺘﮕﺎﻩ ﻫﺎ
HF
Heart Failure
ﻧﺎﺭﺳﺎﯾﯽ ﻗﻠﺒﯽ
CHF
Congestive heart failure
ﻧﺎﺭﺳﺎﯾﯽ ﺍﺣﺘﻘﺎﻧﯽ ﻗﻠﺒﯽ
P.E
Pulmonary Embolism
ﺁﻣﺒﻮﻟﯽ ﺭﯾﻮﯼ
DVT
Deep Venous Thrombosis
ﺗﺮﻭﻣﺒﻮﺯ ‏( ﺗﺸﮑﯿﻞ ﻟﺨﺘﻪ ‏) ﻭﺭﯾﺪﯼ ﻋﻤﻘﯽ
MI
Myocardial Infarction
ﺍﻧﻔﺎﺭﮐﺘﻮﺱ ﻣﯿﻮﮐﺎﺭﺩ ‏( ﺳﮑﺘﻪ ﻗﻠﺒﯽ ‏)
CVA
Cerebrovascular accident
ﺣﺎﺩﺛﻪ اوعیه دماغی‏( ﺳﮑﺘﻪ ﻣﻐﺰﯼ ‏)
NPO
Non per oral
ﺍﺯ ﺭﺍﻩ ﺩﻫﺎﻥ ﭼﯿﺰﯼ ﻧﺨﻮﺭﺩ ‏(ﻧﺎﺷﺘﺎ ‏)
ECG
Electrocardiogram (-ograph ‏)
ﺍﻟﮑﺘﺮﻭﮐﺎﺭﺩﯾﻮﮔﺮﺍﻡ ‏(ﻧﻮﺍﺭ ﻗﻠﺐ ‏)
PSA
Prostate specific antigen
ﺁﻧﺘﯽ ﮊﻥ ﺍﺧﺘﺼﺎﺻﯽ ﭘﺮﻭﺳﺘﺎﺕ
LDL
Low Density Lipoprotein
ﻟﯿﭙﻮﭘﺮﻭﺗﺌﯿﻦ ﺑﺎ کثافت ﮐﻢ
HDL
High Density Lipoprotein
ﻟﯿﭙﻮﭘﺮﻭﺗﺌﯿﻦ ﺑﺎ کثافت ﺯﯾﺎﺩ
HBV
Hepatitis B virus
ﻭﯾﺮﻭﺱ ﻫﭙﺎﺗﯿﺖ ﺏ
AM
ante meridiem(L) before noon
ﻗﺒﻞ ﺍﺯ ﻇﻬﺮ
MD
Median Day
ﻣﯿﺎﻧﻪ ‏( ﻭﺳﻂ ‏) ﺭﻭﺯ
MN
Median Night
ﻣﯿﺎﻧﻪ ‏( ﻭﺳﻂ ‏) ﺷﺐ
M&N
Morning and Night
ﺻﺒﺢ ﻭ ﺷﺐ
PM
Post mortem(L) after death
ﺑﻌﺪ ﺍﺯ ﻇﻬﺮ
OR
Operating Room
ﺍﺗﺎﻕ ﻋﻤﻞ
ABG
Arterial blood gasses
ﮔﺎﺯﻫﺎﯼ ﺧﻮﻥ ﺷﺮﯾﺎﻧﯽ
BMI
Body Mass Index
ﺷﺎﺧﺺ ﺗﻮﺩﻩ ﺑﺪﻥ
BPH
Benign Prostatic Hypertrophy
ﺑﺰﺭﮔﯽ سلیم ﭘﺮﻭﺳﺘﺎﺕ
Amp
Ampoule
ﺁﻣﭙﻮﻝ
Tab
Tablet
ﻗﺮﺹ
PT
Prothrombin Time
ﺯﻣﺎﻥ ﭘﺮﻭﺗﺮﻭﻣﺒﯿﻦ
PTT
Partial Thromboplastin Time
ﺯﻣﺎﻥ ﻧﺴﺒﯽ ﺗﺮﻭﻣﺒﻮﭘﻼﺳﺘﯿﻦ
INR
International Normal Range
ﺭﻧﺞ ﻧﺮﻣﺎﻝ ﺑﯿﻦ ﺍﻟﻤﻠﻠﯽ
PRN
Pro-Ri-Nata(L) as required
ﺩﺭ ﺻﻮﺭﺕ ﻧﯿﺎﺯ ‏( ﻟﺰﻭﻡ ‏)
q.S
Quantum sufficit(L) as much as will suffice
ﺑﻪ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ‏( ﻣﻘﺪﺍﺭ ‏) ﮐﺎﻓﯽ
N.S
Normal Saline
ﻧﺮﻣﺎﻝ ﺳﺎﻟﯿﻦ
DW
Distilled Water
ﺁﺏ ﻣﻘﻄﺮ
D-5-W
Dextrose 5% in water
ﺩﮐﺴﺘﺮﻭﺯ 5% ﺩﺭ ﺁﺏ
D10W
10% dextrose(in water) injection
ﺗﺰﺭﯾﻖ ﺩﮐﺴﺘﺮﻭﺯ 10 ﺩﺭﺻﺪ ‏( ﺩﺭ ﺁﺏ ‏)
D20W
20% dextrose(in water) injection
20 ﺗﺰﺭﯾﻖ ﺩﮐﺴﺘﺮﻭﺯ ﺩﺭﺻﺪ ‏( ﺩﺭ ﺁﺏ ‏)
D50W
50% dextrose(in water) injection
ﺗﺰﺭﯾﻖ ﺩﮐﺴﺘﺮﻭﺯ 50 ﺩﺭﺻﺪ ‏( ﺩﺭ ﺁﺏ ‏)
D/S
Dextrose and Saline
ﺩﮐﺴﺘﺮﻭﺯ ﺳﺎﻟﯿﻦ
RBC
Red Blood Cell
حجره ‏( ﮔﻠﺒﻮﻝ ‏) سرخﺧﻮﻥ
WBC
Whole Blood Cell Count; White Blood Cell
حجرات ﻫﺎﯼ ﺳﻔﯿﺪ ﺧﻮﻥ
BUN
Blood urea nitrogen
ﻧﯿﺘﺮﻭﮊﻥ ﺍﻭﺭﻩ ﺧﻮﻥ
FFP
Fresh Frozen Plasma
ﭘﻼﺳﻤﺎﯼ ﺗﺎﺯﻩ ﻣﻨﺠﻤﺪ ﺷﺪﻩ
Ab
Antibody
ﺁﻧﺘﯽ ﺑﺎﺩﯼ ‏( ﭘﺎﺩﺗﻦ ‏)
HGB
Haemoglobin
ﻫﻤﻮﮔﻠﻮﺑﯿﻦ
Hg
Hydrargyrum(L)mercury
‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏) ﺟﯿﻮﻩ
T3
Triiodothyronin
ﺗﺮﯼ ﯾﺪﻭﺗﯿﺮﻭﻧﯿﻦ
T4
Thyroxine
ﺗﯿﺮﻭﮐﺴﯿﻦ
TSH
Thyroid–sti. mulating (thyrotrophic) hormone
ﻫﻮﺭﻣﻮﻥ ﻣﺤﺮﮎ ﺗﯿﺮﻭﯾﯿﺪ ‏( ﺗﯿﺮﻭﺗﺮﻭﻓﯿﮏ ‏)
ESR
Erythrocyte Sedimentation Rate
ﻣﯿﺰﺍﻥ ﺭﺳﻮﺏ حجرات سرخ خون
DZP
Diazepam
ﺩﯾﺎﺯﭘﺎﻡ
K
Kalium(L) potassium
ﭘﺘﺎﺳﯿﻢ
Ca
Calcium
ﮐﻠﺴﯿﻢ
Na
Natrium(L) sodium
ﺳﺪﯾﻢ
Mg
Magnesium
ﻣﻨﯿﺰﯾﻢ
Cr
Creatinine
ﮐﺮﺍﺗﯿﻨﯿﻦ
TG
Triglyceride
ﺗﺮﯼ ﮔﻠﯿﺴﺮﯾﺪ
Chol
Cholesterol
ﮐﻠﺴﺘﺮﻭﻝ
Pen
Penicillin
ﭘﻨﯽ ﺳﯿﻠﯿﻦ
MCH
Mean Corpuscular Haemoglobin
ﻫﻤﻮﮔﻠﻮﺑﯿﻦ ﻣﺘﻮﺳﻂ ﮔﻮﯾﭽﻪ ﺍﯼ
MCV
Mean Corpuscular Volume
ﺣﺠﻢ ﻣﺘﻮﺳﻂ ﮔﻮﯾﭽﻪ ﺍﯼ
inj
Injectable,inject(ion ‏)
ﻗﺎﺑﻞ ﺗﺰﺭﯾﻖ، ﺗﺰﺭﯾﻖ ﮐﺮﺩﻥ
FHR
Fetal Heart Rate
ﻣﯿﺰﺍﻥ ﺿﺮﺑﺎﻥ ﻗﻠﺐ ﺟﻨﯿﻦ
CCU
Cardiac Care Unit
ﻭﺍﺣﺪ ﻣﺮﺍﻗﺒﺖ ﻗﻠﺒﯽ
ICU
Intensive Care Unit
ﻭﺍﺣﺪ ﻣﺮﺍﻗﺒﺖ ﻫﺎﯼ ﻭﯾﮋﻩ
ENT
Ear,Nose and Throat
ﮔﻮﺵ، ﺣﻠﻖ ﻭ ﺑﯿﻨﯽ
EMS
Emergency Medical Service
ﺧﺪﻣﺎﺕ ﻓﻮﺭﯾﺖ ﻫﺎﯼ ﭘﺰﺷﮑﯽ
bd
Bis die(L)twice a day
‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏) ﺩﻭ ﺑﺎﺭ ﺩﺭ ﺭﻭﺯ
qh
quaque hora(L) every hour
ﻫﺮ ﺳﺎﻋﺖ ‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏)
q2h
quaque secunda hora(L) every two hours
ﻫﺮ ﺩﻭ ﺳﺎﻋﺖ ‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏)
q3h
quaque tetria hora(L) every three hours
ﻫﺮ ﺳﻪ ﺳﺎﻋﺖ ‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏)
qid
Quarter in die(L) four rimes a day
ﭼﻬﺎﺭ ﺑﺎﺭ ﺩﺭ ﺭﻭﺯ ‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏)
tds
Ter die sumendum(L) tobe taken three times a day
ﺭﻭﺯﯼ ﺳﻪ ﺑﺎﺭ ﺧﻮﺭﺩﻩ ﺷﻮﺩ ‏( ﺭﻭﺯﯼ ﺳﻪ ﺑﺎﺭ ‏) ‏( ﻻﺗﯿﻦ ‏)
syr
Syrupus(L) syrup
ﺷﺮﺑﺖ ‏( ﻻﺗﯿﻦ )

هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې ...
13/01/2022

هر وخت د ستومانتیا احساس کوئ؟ لاملونه یې څه دي؟

د بوختې ورځې او سخت کار کولو نه وروسته ستړي کېدل یو طبیعي کار دی خو ځینې کسان بې له کوم کار او بوختیا ستړیا یا ستومانتیا محسوسوي، چې په اصل کې د ناروغۍ او یا په بدن کې د ځینې موادو کمېدلو نښه وي.

هغه لاملونه چې د بېځایه ستومانتیا لامل کیږي، پنځه یې په لاندې ډول دي:

بشپړ خوب نه کول

بشپړ خوب نه کول د ستړیا تر ټولو ستر لامل دی، خو ددې لپاره دا اړین نه دي چې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړل شي، بلکې اړینه داده چې د شپې لخوا ارامه او ژور خوب وشي، که خوب مو ارام او ژور نه وي ۱۰-۱۲ ساعته خوب هم ګټه نه کوي، ددې لپاره د خوب ارامګاه او ماحول مناسب جوړ کړئ، که داسې مو ونکړل نو د ورځې په اوږدو کې به د مرۍ/غاړې، ملا درد او ستومانتیا احساس کوئ.

مناسب خواړه نه خوړل

بدن تندرست او چست ساتلو لپاره د غوره خواړو اړتیا وي، غوره خواړه هغه دي چې د بدن هر ډوله اړتیا او انرژي پوره کولی شي، جنک فوډ، ګازي څښاک، له اندازې زیاته خوږه خوړل ستاسې د بدن هر اړخیزه انرژي نشي پوره کولای، بلکې پرځای یې ستومانتیا محسوسیږي. د بدن انرژي پوره کولو لپاره تازه میوه، سبزي او پروټین لرونکي خواړه خوړل اړین دي.

ذهني ستړیا/خپګان

ذهني ستړیا هم د بدن ستومانتیا ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې ذهني ستړیا مو د بې خوبۍ او نارامۍ ستونزو سره مخ کوي، چې له کبله مو خوب هم نه پوره کیږي، او په پایله کې بدن د ستومانتیا ښکار شي.

زړه ناروغي

هر وخت د ستومانتیا احساس کول د زړه ناروغۍ نښه هم کیدلای شي، د زړه ناروغ په ورځني کارونو کې لکه پایو کې ختل، زیات مزل کول او یا په سخت کار کولو سره ډیر ژر ستړی کیږي، په داسې وخت کې زړه ته د زیاتې وینې رسېدلو اړتیا وي او زړه له پېله په کار بوخت وي چې په پایله کې انسان د ستومانتیا احساس کوي.
لیکنه: ډاکټر ســمیع الله (برۍ)

د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارېد هډوکي کمزوري چې په طبي اصطلاح ورته «سټیوپوروسز» وايي یوه خاموشه نا...
13/01/2022

د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې
د هډوکي کمزوري چې په طبي اصطلاح ورته «سټیوپوروسز» وايي یوه خاموشه ناروغي ده چې کشف کول یې شاوخوا ناممکن وي، ددې ناروغۍ په جریان کې د هډوکو ثقالت کم او کمزوري کیږي.

د څیړنو له مخې په نړۍ کې له هرو دوه میرمنو څخه یې یوه او له هرو څلورو نارینه و څخه یې یو په دې رنځ اخته کیږي او د هډوکو ماتېدو خطر یې زیاتیږي.

په ورځني ژوند کې ځینې ځانګړي عادتونه مو په یادې ستونزې اخته کوي، په داسې حال کې چې ځینې خواړه کارول کولی شي د هغې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د هډوکو د کمزورۍ لاملونه:

زیاته مالګه کارول

د زیاتې مالګې کارولو په پایله کې له بدن څخه زیاته اندازه کلسیم خارجیږي چې د هډوکو د کمزورتیا لامل کیږي، په پاخه خواړو (جنک فوډ) کې د مالګې استعمال زیاته اندزاه کارول کیږي، مګر په عامو خوړو کې هم ددې زیات استعمال د هډوګو په ګډون یو شمېر نورې ستونزې زیږوي، باید ځانونه ترې وژغورئ.

تلویزون ته زیاته موده تېرول

د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تلویزون ته ناسته ګټوره ده، خو دغه ناسته عادت ګرځول او تر اوږدې مودې حرکت نه کول د هډوکو ستونزې راولاړوي، ددې په پرتله ورزش کول بدن او هډوکي پیاوړي کوي.

لمر ته نه کیناستل

لمر ته ناسته د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، او د ویټامن ډي بشپړتیا د هډوکو پیاوړتیا لپاره تر ټولو اړین دي، په اونۍ ځینې شیبې لمر ته کیناستل د هډوکو لپاره ګټور ثابتیږي، ددې سربېره ویټامن ډي په ځینو خوړو هم ترلاسه کیدلی شي.

ګازي څښاک

ګازي څښاک لسګونه روغتیایي ستونزې زیږوي چې یو یې د هډوکو کمزورتیا هم ده، هره ورځ ګازي څښاک څښل په میرمنو کې د هپ فریکچر (کوناټي هډوکي تخریب) خطر ۱۴ سلنه زیاتوي، که څه هم ددې لامل روښانه نه دی خو په زیات احتمال په ګازي څښاک کې د کافیین، فاسفورس یا بوره د کلسیم کچه اغیزمنوي.

زیات پرهیز کول

ځوانان په ځانګړي ډول میرمنې که چیرې په مناسبه اندازه خواړه ونه کاروي نو ددوی هډوکو ته زیان رسیږي چې په منځني عمر کې د بندونو ناروغۍ یا فریکچر لامل کیږي، په تشه خېټه ګرځېدل په ښځو کې د هارمونونو سیستم اغیزمنوي چې د هډوکو پر روغتیا هم اغیز کوي.

سګريټ څکل

که تاسې د سګریټ څکلو عادي یاست، ددې پایله مو په هډوکو کې د نوي روغتیایي نسجونو رامنځته کېدل ستونزمنوي، بلکې سګریټ یا د نشه یي توکو استعمال مو د هډوکو ماتېدو خطر زیاتوي.

د هډوکو پیاوړتیا لپاره لاندې خواړه وکاروئ:

شیدې: شیدې د کلسیم، پوټاسیم او ویټامن A او D د حاصلېدو غوره سرچینه ده، په ځانګړي توګه د غوا شیدې د هډوکو پیاوړي کولو لپاره ګټورې دي.

مستې: مستې د پروبیوتیکونو، کلسیم، پوټاشیم او ويټامن D او A، او د فولیټ ښه سرچینه ده، طبي پوهانو موندلې چې هره ورځ د مستو خوړل د هډوکو ضعف او تخریب یا فریکچر خطر کموي، که فکر کوئ هډوکي مو کمزورې دي نو مستې خوړل عادت وګرځوئ.

شنه سبزي: شنه سبزي لکه پالک او داسې نور کلسیم، اکسایډ ضد او د ویټامن K او C د ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، ددې سبزیانو زیات کارول هډوکي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کوي.

وچه میوه: بادام، کاجو، ممپلي او داسې نورې وچې میوې د میګنیسم غوره سرچینه ده، دا میوې د هډوکو په جوړښت کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د کلسیم جذبولو لپاره هم اړین دي.

پنیر: پنیز د لبنیاتو له محصولاتو څخه دی او د همدې لپاره د کلسیم د ترلاسه کولو غوره لاره ده، بلکې په دې سره بدن ته ويټامن A، B12، زنک او فاسفورس هم ورکوي، ددې خوړل عادت ګرځول نه دا چې د خولې ذایقه مو برابروي بلکې هډوکي هم له کمزورۍ ژغوري.

ماهي: د ویټامن D سپلیمنټ کارولو سره سره باید ماهي په اونۍ کې یو یا دوه واره وخوړل شي، دا د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، کوم چې بدن ته پراخه کچه ویټامن ډي ورکوي.

هګۍ: د هګۍ ژیړ ویټامن D، A، K او A بدن ته رسوي، ویټامن ډي د کلسیم جذبولو لپاره اړین عنصر دی چې هډوکي پیاوړي کوي.

دال او لوبیا: دال، لوبیا او داسې نور دانه لرونکي خواړه بدن ته یوازې پروټین نه وربخښي، بلکې دا د کلسیم، فاسفورس، پوټاسیم او اومیګا ۳ فیټي اسیدونو کې هم بډایه دي، چې په خوړلو یې هډوکي پیاوړي کیږي.

نوټ: د پورتني معلوماتو له عملي کولو وړاندې غوره ده له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ
لیکنه: ډاکټر ســمیع الله(برۍ)

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارېپه ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې ...
13/01/2022

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې
په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي:

د هډوکو فریکچر یا ناثابته کېدل: دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او د په تګ کې د ستونزو لامل کیږي.

د هډوکو زیات ماتېدل: هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډير څرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا د فریکچر یا (اوسټیوپورسس) ته اشاره کوي.

په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي، خپګان، د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي.

دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسان چې د ویټامن ډي کچه یې پوره وه په شکر ناروغۍ دویم ډول د اخته کېدو خطر یې کم و.

د ویټامن ډي د کمښت درملنه

د ویټامن ډي د کمښت ځينې لاملونه مو وپيژندل، اوس راځو چې ددې د کمښت مخنیوي لپاره ځینې لارې غوره کړو. ویټامن ډي په اساسي ډول د ځينې عواملو لکه خوراکي نظام، عمر او د لمر وړانګو مقدار پورې اړه لري. که چیرې تاسې د ویټامن ډي معاینه ترسره کړئ، او پایله وښيي تاسې ددې له کمښت سره مخ یئ، نو تاسو او ستاسو حالت لپاره مناسبې لارې وړاندیز کیږي تر څو دغه کمښت پوره کړئ.

بدن مو څومره ویټامن ډي ته اړتیا لري؟ ددې کچې معلومولو لپاره د روغتیا وزارت د رژیم پوره کونکي وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

۱۰ مایکروګرامونه تر ۱۲ میاشتو پورې

۱۵ مایکروګرامونه د یو کلنۍ څخه تر ۷۰ کلنۍ پورې

۲۰ مایکروګرامونه له ۷۰ کلنۍ څخه پورته.

په لومړي سر کې ستاسې ډاکټر کولی شي تاسو ته ووایي چې څومره اندازه ویټامن ډي ته اړتیا لرئ، او څنګه کولی شئ ددې کچه لوړه کړئ. ممکن ډاکټر تاسې ته لمر ته د کیناستلو، سپلیمنټ اخیستلو یا حتی د بدیل خوراک سپارښتنه وکړي.

ځینې خواړه چې په پراخه کچه ویټامن ډي لري په لاندې ډول دي:

د ماهي ځينې ډولونه، په ځانګړي توګه غوړ لرونکي ماهیان لکه (سلمون او میکریل).

د هګۍ ژيړ

د پنیر ډولونه

کاکاوي تولیدات

د لبنیاتو محصولات او ځینې شربتونه لکه د مالټې جوس.

اوس موږ د ویټامن ډي د کموالي نښې او ددې د درملنې لارې وپيژندلې، نو تاسو کولای شئ د هرې لارې ګټه پورته کړئ، لکه ځانګړی خوراکي رژیم چې په پراخه کچه ویټامن ډي ولري او یا لمر ته کیناستل غوره کړئ.
لیکنه: ډاکټر ســمیع الله(برۍ)

له ښه خوب کولو وروسته بیا هم د نارامۍ احساس کوئ، لامل یې څه دی؟د شپې لخوا مناسب، ښه او ارام خوب د روغتیا ضمانت کوي، چې ا...
13/01/2022

له ښه خوب کولو وروسته بیا هم د نارامۍ احساس کوئ، لامل یې څه دی؟
د شپې لخوا مناسب، ښه او ارام خوب د روغتیا ضمانت کوي، چې انسان په ذهني توګه روغ او له جسماني انرژۍ څخه پوره ساتي، خو دا هم ممکنه ده چې د شپې خوب کولو سربېره هم انسان د ورځې په اوږدو کې د ښې روغتیا او ارامتیا احساس نه کوي.

په عام ډول د شپې لخوا له شپږو څخه تر اته ساعتونو پورې خوب د روغتیا لپاره هم ښه دی او پر بدن بوج هم نه محسوسیږي، خو کله کله داسې هم کیږي چې انسان له ۶ څخه تر ۸ ساعتونو خوب سره بیا هم د نارامۍ او پر سر د بوج احساس کوي، ددې لاملونه څه دي؟

په خوب کې خراټې وهل

د شپې لخوا په خوب کې خراټې وهل، چې په طبي اصطلاح ورته Sleep apnea ویل کیږي، دا په داسې حال کې منځ ته راځي چې انسان د شپې لخوا ویده وي او په سمه توګه ساه نشي اخیستلی، ددې مقصد دادی چې دماغ او بدن ته په سهي توګه آکسیجن نه رسیږي، او په بدن کې د هوا تګ راتګ په سمه توګه نه ترسره کیږي.

دغه عمل یو ځل نه بلکې څو څو ځله ترسره کیږي چې له امله یې دماغ په سخت ټکان سره راویښیږي، او بدن په ساه اخیستلو مجبوري تر څو د آکسیجن کچه سمه شي، کله چې د شپې لخوا دغه کار په تکراري ډول ترسره شي، نو د سهار پر وخت او یا د ورځې په اوږدو کې انسان د ستړیا او نا ارامۍ سره مخ وي.

له وېده کېدو وړاندې د کافیین استعمال

د وېده کېدو نه وړاندې کافیین (چای، کافي، قهوه) د بدن برخه ګرځول روغتیا لپاره ستر ګواښ دی، چې انسان د شپې لخوا څو څو ځله تشناب تللو ته اړ کوي، په داسې حال کې د بدن اوبه کمیږي، او کله چې سهار له خوبه راپاڅي نو د ستړیا او بد مزاجۍ احساس کوي.

مبایل یا بل برقي وسایل استعمالول

ځیرک مبایل، ټیبلیټ، لیپټاپ، کمپیوټر او یا داسې نورو برقي وسایلو څخه چې کومه رڼا خارجیږي، پر بدن او سترګو بد اغیز کوي او خوب خرابوي، چې د شپې لخوا انسان ویده وي خو په حقیقت کې د ارامتیا او سکون احساس نه کوي.

د امریکې هارورډ پوهنتون د یوې څیړنې پر اساس، له دغو وسایلو څخه راوتلې رڼا پر میلاټونین «Melatonin» بد اغیز کوي (میلاټونین د انسان په بدن کې داسې کیمیاوي مواد دي چې په ښه او ارام خوب کې مرسته کوي)، ددې حل لاره داده چې ددغو وسایلو استعمال د خوب نه دوه ساعته وړاندې پریښودل شي.

د خوب پر مهال غاښونه کرپول

شاید انسان ته دا معلومات نه کیږي چې دی د خوب پر مهال کوم اعمال او حرکتونه ترسره کوي، همداسې یو عمل، چې انسان د شپې خوب کې خپل غاښونه یو له بل سره وهي، سولوي او کرپوي، چې پخپله یې ده ته اندازه نه کیږي خو په حقیقت کې دده د خوب اصلي ګټې له منځه وړي، همدا حرکت د انسان د هډوکو او د غاښونو د درد لامل ګرځي.

په دې سره د ساه اخیستل او په بدن کې د هوا ګرځېدل اغیزمن کیږي او په سمه توګه آکسیجن نه وررسیږي، چې له امله یې په شپه کې په تکراري ډول راویښیږي، او اغیز یې سهار له راپاڅېدو وروسته ښکاره کیږي.

له خوب نه وړاندې ورزش کول

ورزش که څه هم د انسان بدن ته یو شمېر ګټې لري، خو که همدغه ورزش د خوب نه دوه یا درې ساعته وړاندې ترسره شي، د شپې لخوا خوب زیانمنوي، ځکه چې دا د هورمونو hormone cortisol کچه لوړوي او د میلاټونین کچه ټيټوي (کومه چې په ښه خوب کې مرسته کوي)، له همدې امله د ښه خوب کیفیت هم کمزوری کوي.

تلویزون کتل

او همدا ډول په یاد ولرئ چې د شپې لخوا د څو ساعتونو لپاره تلویزون کتل هم د خوب خرابوالي لامل ګرځي، ځکه چې خوب له ډيرې ناستې او همداسې ملاستې نه وروسته خپل طبیعتي سکون له منځه وړي، او د تلویزون کتلو سره انسان له دغه عادت سره اشنا کیږي.

په کار ده چې له خوب وړاندې تازه هوا ته څو قدمه واخلئ او بیا په خپل بیستر پریوځئ، هم به مو خوب ارام وي او هم به سبا ورځ کوم بوج او ستړیا نه محسوسوئ!
لیکنه:ډاکټرســــمیع الله(برۍ)

(Canula) کینولا پوره معلومات
13/01/2022

(Canula) کینولا
پوره معلومات

Address

Kandahar
KANDAHAR

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ďŕ.Šămìùĺĺăh(Băŕý) posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram