Dr. Naqeebullah Afghan Education & Health Welfare Foundation

Dr. Naqeebullah Afghan Education & Health Welfare Foundation د ډاکټر نقيب الله افغان تحصيلي او روغتيايي خيريه بنسټ
NWF

د استعداد جوړوني د لړۍ دریم پروګرام ترسره سو!د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ د پلان سره سم د استعداد جوړوني په لړۍ کي...
01/12/2022

د استعداد جوړوني د لړۍ دریم پروګرام ترسره سو!

د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ د پلان سره سم د استعداد جوړوني په لړۍ کي دا ځل د وینا کولو اړوند پروګرام د ښاغلي محمد آغا افغان له لوري محصلینو ته وړاندي سو.

په یاد علمي پروګرام کي محصلینو ته د وینا کولو پر مهارتونو باندي هر اړخیزه معلومات وړاندي سول چي په پای کي محصلینو د یاد پروګرام زده کړي څه په ترتیب سره په عملي توګه وړاندي کړل او داسي اړینو پروګرامونو د دوام غوښتنه يې وکړل.

یاد پروګرام چي د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ ادارې په لاره اچولی و
او په وروستۍ برخه کي د بنسټ د اداري مدیر ښاغلي خپلواک لخوا ارزیابي سو
همدارنګه د نورو محصلینو څخه يې هم وغوښتل تر څو په تالار کي خپلي وړتیاوي د علمي سیمینارونو په وړاندي کولو سره را څرګندي کړي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي تیره اونۍ د پښتو ژبي د (ي) ګانو اړوند
علمي سيمنيار په لاره اچول سوی و.

ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۹/۱۰
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

بلنلیک او خبرتيا!آیا غواړئ د وینا کولو مهارتونه زده کړۍ؟ډاکټر نقيب الله افغان خيریه بنسټ دخپل دايمي برنامې اسعتداد دظرفي...
01/12/2022

بلنلیک او خبرتيا!
آیا غواړئ د وینا کولو مهارتونه زده کړۍ؟

ډاکټر نقيب الله افغان خيریه بنسټ دخپل دايمي برنامې اسعتداد دظرفيت جوړني او شخصیت جوړوني علمي او عملي پروګرام په جريان کي سبا پنج شنبه د ۱۴۰۱/۹/۱۰ نېټه د غوره ویناوال دمهارتونو تر عنوان لاندي وړیا سيمینار وړاندي کوي.
هيله ده په راتګ سره مو دا علمي تله نوره هم درنه کړئ.

یادونه:
زموږ دوه مخکني سمینارونه دپښتو آدب دپنځو یګانو او لغت پېژندني اړوند وه.
کوربانه: د ډاکټر نقيب الله افغان خيریه بنسټ اداره.
آدرس. ډنډ چوک، ملا محمد حسن واټ، ميرویس نیکه دروغتيايي علومو انسټيوټ دوهم منزل
تماس. ۰۷۰۰۰۰۲۲۴۳

د عزيزي ګروپ د مسؤلينو سره لیدنه ترسره سول!د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ رئيس ښاغلي فضل احمد فضلي د عزيزي ګروپ د رئ...
24/11/2022

د عزيزي ګروپ د مسؤلينو سره لیدنه ترسره سول!

د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ رئيس ښاغلي فضل احمد فضلي
د عزيزي ګروپ د رئيس ښاغلي عتیق الله عزيزي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په یاده لیدنه کي لومړی مېلمنو ته ښه راغلاست وویل سو
او وروسته پر یو لړ موضوعاتو بحثونه او نظرونه سره تبادله سول.
ورپسې د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ له لوري د همکارۍ ډاډ ورکول سو
او تر څنګ د عزيزي ګروپ پر خدماتو رڼا واچول سول او ستاینه يې وکړل.

دواړه لورو پر دې خبري ژمنه وکړل چي ډير ژر به
د دواړو ادارو تر منځ د ګډي همکارۍ یوه هوکړه لاسلیک کړي.

چي له مخي به يې بنسټ ورته یو لړ د تخفیف سکالرشيفونه عزيزي ګروپ ته ورکوي
او د عزيزي ګروپ ټول خدمات به د بنسټ د محصلینو لپاره په ۵۰ سلنه تخفیف ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده چي ډاکټر نقيب الله افغان خیریه بنسټ په تحصيلي او روغتيايي برخه کي د غریب محصلینو لاس نیوی کوي چي فعلا يې په سلګونه شمېر محصلین عملا په پوهنتونو او انستیتوتونو کي معرفي سوي او خپلي زده کړي کوي.

ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۹/۳
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

د بنسټ له لوري انستیتوت ته د معرفي سويمحصلينو سره غونډه ترسره سول!د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ له لوري نن چهارشنبه...
23/11/2022

د بنسټ له لوري انستیتوت ته د معرفي سوي
محصلينو سره غونډه ترسره سول!

د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ له لوري نن چهارشنبه د هغه محصلينو سره غونډه ترسره سول چي په تېره دوره کي په ځانګړي تخفيف سره میرویس نیکه روغتيايي علومو انستیتوت ته معرفي سوي وه.

په یاده غونډه کي د نوموړي انستیتوت استازي ښاغلي عطاء محمد بختیار، د بنسټ استازي ښاغلي فضل احمد فيضي، اداري همکارانو او محصلينو ګډون کړی و.

د انستیتوت استازي ښاغلي بختیار د معرفي کړل سوو محصلينو
د تدريسي بهیر په اړه خپل راپور شریک کړ.

ورپسې د بنسټ استازي ښاغلي فيضي د انستیتوت د ادارې او مسؤلينو څخه مننه وکړل چي د دوی سره يې پوره همکاري کړې ده، فيضي صاحب د محصلينو څخه غوښتنه وکړل چي په تدریسي بهیر کي په پوره توګه ونډه واخلي.

همدارنګه محصلینو د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ د دې نیک ګام
ستاینه وکړل او تر څنګ يې د بنسټ ټولو اصولو ته د مراعت کولو ژمنه وکړل.

ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۹/۲
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

د استعداد د پروګرامونو لړۍ د پټۍ په پرېکولو سره پيل سول!نن پنج شنبه د عقرب میاشتي پر ۵مه نېټه د ډاکټر نقیب الله افغان خی...
27/10/2022

د استعداد د پروګرامونو لړۍ د پټۍ په پرېکولو سره پيل سول!

نن پنج شنبه د عقرب میاشتي پر ۵مه نېټه د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ لخوا یوه شاندره غونډه ترتیب سوې وه چي پکښي د یاد بنسټ مسؤلینو، د میرویس نیکه پوهنتون اداري پلاوي، درنو مېلمنو صاحبانو او خوږو محصلینو ګډون کړی و.

پروګرام د کلام الله په مبارک ایاتونو پيل سو ورپسې د بنسټ عمومي مدير ښاغلي خپلواک ټولو راغلو ګډنوالو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د بنسټ په اړه معلومات وړاندي کړل.

وروپسې د اجنډا مطابق د علم پر ارزښت ویناوي وسوې او ترڅنګ يې ډاکټر نقیب الله خیریه بنسټ پر فعالیتونو خوښي ښکاره کړه.
وروسته د استعداد د پروګرامونو لړۍ د مسؤلینو او مېلمنو لخوا د پټۍ په پرې کولو سره را پیل سول چي هره پنج شنبه به بنسټ د استعداد د پروګرام کوربه وي.

د بنسټ د رئيس ښاغلي فیضي صاحب لخوا ممتاز محصلین اعلان کړل سول،
هغه محصلین چي د بنسټ لخوا پوهنتونو ته معرفي سوي وه، د دوی د ښه لایق او تشویق په موخه ورته ترتیب سوي ډالۍ ورکول سوې.

ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۸/۵
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

د ډاکټر نقیب الله افغان خيريه بنسټ او د شیرزي انستیتوت تر منځ د ګډي علمي همکاريو هوکړه لاسلیک سول!تیره ورځ د ډاکټر نقیب ...
13/10/2022

د ډاکټر نقیب الله افغان خيريه بنسټ او د شیرزي انستیتوت تر منځ د ګډي علمي همکاريو هوکړه لاسلیک سول!

تیره ورځ د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ او شیرزي انستیتوت د مسؤلينو تر منځ په يوه ګډه ناسته کي یاد تفاهم لیک لاسلیک سو چي له مخي به يې په ځينو برخو کي پوره تخفیف او همکاري کیږي.

د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ استازي ښاغلي فضل احمد فيضي وویل چي موږ تل هڅه کړې ده تر څو خپل علمي رسالت او خدمت پراخ کړو نن دا دی شیرزي انستیتوت ته په طبي لابراتوار او پروتیز برخه کي وړیا سکالرشیپ اعلانوو او همدارنګه د دوی محصلین به په ۵۰ سلنه تخفیف سره منل کیږي.

د شيرزي انستیتوت استازي ښاغلي انجنیر زین الله رحمت لومړی خوښي ښکاره کړل
او تر څنګ يې په شیرزي انستیتوت کي د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ محصلینو ته په عصري زده کړو (انګليسي او کمپيوټر) کي ۵۰ پنځوس سلنه تخفیف اعلان کړ.

د یادوني وړ ده چي نومړی بنسټ تل هڅه کړې ده
تر څو د غریبو ځوانانو علمي لاس نیوی په ښه توګه وکړي.

ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۷/۲۱
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

زموږ موخه د زده کوونکو ظرفیت لوړونه ده!د ښوونځيو د زده کوونکو د تشويقي علمي سيالو لړۍ دا ځل د کندهار ښار B زون لپاره پيل...
26/09/2022

زموږ موخه د زده کوونکو ظرفیت لوړونه ده!

د ښوونځيو د زده کوونکو د تشويقي علمي سيالو لړۍ دا ځل د کندهار ښار B زون لپاره پيليږي یادي علمي سيالۍ چي د ډاکټر نقیب الله افغان خیریه بنسټ له لوري د روښانه راتلونکي په نوم مخکي پيل سوي وي فعلا يې دوهمه برخه پيلیږي.

په همدې موخه د بنسټ استازي ښاغلي فيضي صاحب په کندهار کي د شمس لندن اکاډ‌مي د مسؤل مدیر ښاغلي ريګوال صاحب سره وليدل چي په نږدې راتلونکي کي به د نومړي سيالۍ دوهمه برخه د دواړو اداره په ګډه هماري سره پيل سي.

د یادوني وړ ده چي په دې سياليو کي به د کندهار ښار د عینو مینې او شاوخوا مکاتبو د څلورم، پنځم، شپږم، اووم او اتم ټولګیو زده کوونکي برخه واخلي.

ورځ: دوشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۷/۴
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

د روښانه راتلونکي په نوم د ښوونځیو د زده کوونکو علمي سيالۍ دوهم پړاو پروګرام ترسره سو!د علمي سيالیو یاد پروګرام نن سه شن...
13/09/2022

د روښانه راتلونکي په نوم د ښوونځیو د زده کوونکو علمي سيالۍ دوهم پړاو پروګرام ترسره سو!

د علمي سيالیو یاد پروګرام نن سه شنبه د ډاکټر نقیب الله افغان تعلیمي او رغتیايي خیریه بنسټ په تالار کي د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ ترسره سو چي پکښي د کندهار پوهني رياست استازو، د خصوصي مکاتبو استازو، د ټولني علمي اشخاصو او زده کوونکو ګډون کړی و.

په غونډه کي د علم او پوهي پر ارزښت مسؤلینو ویناوي وکړي او تر څنګ يې د دې نیک اقدام ستاینه وکړل او داسي پروګرامونه يې د زده کوونکو په ظرفیت لوړونه کي خورا اړین یاد کړل.
ورپسې د ازمویني سوالونه توزیع سول او پروګرام په دعاء کولو سره پای ته ورسېدی.

د یادوني وړ ده چي د روښانه راتلونکي یاد پروګرام د محمد طاهر ایوبي په ویاړ د NWF او ثنا خصوصي ښوونځی په ګډو همکاریو راپیل سوی دی.

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۶/۲۲
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

د البلال روغتيايي علومو انستیتوت لخوا ډاکټر نقیب الله افغان تحصيلي او روغتیايي خیريه بنسټ ته په ځانګړي ته تخفیف سره سکال...
11/09/2022

د البلال روغتيايي علومو انستیتوت لخوا ډاکټر نقیب الله افغان تحصيلي او روغتیايي خیريه بنسټ ته په ځانګړي ته تخفیف سره سکالرشيفونه ورکول سول.

د یاد سکالرشیفونو د وړکړي تفاهم لیک د ډاکټر نقیب الله افغان تحصیلي او روغتیايي خیریه بنست د مشرتابه او د البلال روغتيايي علومو انستیتوت د رئيس له لوري لاسلیک سو.
چي له مخي به يې غریب اشخاصو ته سمسټر په ۲۰۰۰ افغانۍ تدریس کیږي.

د یادوني وړ ده هغه اشخاص چي د روغتيايي زده کړو علاقمند وي
کولای سي چي د بنسټ ادارې ته د نوم لیکني لپاره مراجعه وکړي.

د روښانه راتلونکي تر عنوان لاندي د مکاتبو زده کوونکو سيالي ترسره سول!نن دوشنبه د سنبلې میاشتي پر ۱۴مه نېټه د ډاکټر نقیب ...
05/09/2022

د روښانه راتلونکي تر عنوان لاندي د مکاتبو زده کوونکو سيالي ترسره سول!

نن دوشنبه د سنبلې میاشتي پر ۱۴مه نېټه د ډاکټر نقیب الله افغان تعليمي او تحصيلي خيريه بنسټ او ثناء خصوصي ښوونځی په ګډه همکاري د کندهار د ۱۳ خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو څخه د تشويق په موخه د علمي سيالۍ ازموینه واخيستل سول.

په یادو مراسمو کي د پوهني رياست استازو،
د خصوصي ښوونځيو مسؤلینو او زده کوونکو ګډون کړی و.

د مسؤليڼو لخوا د ډاکټر نقیب الله افغان تعليمي او تحصيلي خيريه بنسټ او ثناء خوصي ښوونځی یاد اقدام وستایل سو او تر څنګ يې د زده کوونکو پر تشويقي پروګرامونو او ارزښتونو ویناوي وسوې.

د ویناو د برخي څخه وروسته د ازمویني د سوالونو صندوق خلاص
او د پوښتنپاڼو د ویش لړۍ يې پيل سول.

د یادوني وړ ده چي د یادي سيالۍ د ازمويني پايلي به ډير ژر په شانداره مراسمو سره اعلان کړل سي.

ورځ: دوشنبه
نېټه: ۱۴۰۱/۶/۱۴
د بنسټ مطبوعاتي څانګه

خبرتیا / اطلاعیهډاکټر نقيب الله افغان تحصيلي او روغتيايي خيريه بنسټ ټولو هغه اشخاصو ته خبر ورکول کیږي چي د میرویس نیکه پ...
25/08/2022

خبرتیا / اطلاعیه

ډاکټر نقيب الله افغان تحصيلي او روغتيايي خيريه بنسټ ټولو هغه اشخاصو ته خبر ورکول کیږي چي د میرویس نیکه پوهنتون د ۲۳ دوري د متفرقه کانکور لپاره یې نوم لیکنه کړې ده او د یاد بنسټ له لوري ورته معرفي سوي دي
نن پنج شنبه ماپښین پر ۲ دوې بجه دي پوهنتون ته د کانکور ازمویني ورکولو لپاره حاضر سي.

په درنښت
د ډاکټر نقيب الله افغان تحصيلي
او روغتيايي خيريه بنسټ اداره
د اړيکو شمېره: 0700002243
برېښنالیک پته: naqeeb_afghan1@yahoo.com
د مرکزي دفتر آدرس: میرويس نیکه پوهنتون ته څېرمه، ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار افغانستان

Address

Kandahar
3801

Telephone

+93700002243

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Naqeebullah Afghan Education & Health Welfare Foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. Naqeebullah Afghan Education & Health Welfare Foundation:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram