Dr Niamatullah Sediqi

Dr Niamatullah Sediqi په دې پاڼه کې هڅوونکې ليکني, طبي, اسلامي او نور بېلابېل معلومات تر لاسه کولای شئ.

څنګ ته يې ورغلم، وام څه کوې؟وای درس لولم، وام خو ټولګۍ ته لاړه شه، وای ټولګۍ مو رنګېدلې، تر هغو چې ښوونکې ځای راته پيدا ...
27/08/2025

څنګ ته يې ورغلم، وام څه کوې؟
وای درس لولم، وام خو ټولګۍ ته لاړه شه، وای ټولګۍ مو رنګېدلې، تر هغو چې ښوونکې ځای راته پيدا کوي، زه به خپل درس ولولم.
وام په راتلونکې کې به څه شی درڅخه جوړه شي؟
وای ډاکتره به شم،، نور به خلک نه مړه کېږي، زه به ښه دوا ورکوم، پيسې به هم نه ورڅخه اخلم.🥹

د يون صيب لاندې شعر هم ښه دی!

چې پیدا یې زه د ښکلو په مذهب کړم
نو به څله ناشکري له خپله رب کړم

د وږمو کلي کې ګرځم عطر پلورم
د ګلونو عبادت په خپل ادب کړم

حورې نه غواړم خو خدای باندې مین یم
زه د رب عبادت داسې بې مطلب کړم

د وجدان په دایره کې مې ژوندون دی
ضمیر دومره بې پروا له خپل نسب کړم

ما د ګلو خویندو ژوند په کې لیدلی
چې سبا او بېګاه چغې د مکتب کړم

چې وطن وي، مست اتڼ وي او سندرې
صبر که چې دا کارونه مرتب کړم

ربه دې کې به دې څومره لوی حکمت وی؟
چې پیدا دې لنډغرو ته غضب کړم

اوس په جار جانان ته وایم غاړه راکړه
وخته تا څومره ناوخته بې ادب کړم

یون یې هم د نېزه وړي په شان یووړ
ده خو وې د سېلابو مخه به ډب کړم.

۲۷/۵/۱۴۰۴

 #اغزي او لونګپورتنی کتاب د ستر شخصيت( شهید  يحي-ی سنو-ار) ريښتيني واقعات دي.د کتاب ارزښت په دې کې دی چې له يو لوري زموږ...
09/07/2025

#اغزي او لونګ
پورتنی کتاب د ستر شخصيت( شهید يحي-ی سنو-ار) ريښتيني واقعات دي.
د کتاب ارزښت په دې کې دی چې له يو لوري زموږ د اسلامي خاوري شاليد بيانوي او له بل لوري د ځوان نسل د شخصيت روزني اړخ ته هم ګټور تمامېږي.
د کتاب منځ پانګه بې شمېره په زړه پورې درسونه لري، زه يې په لوستلو بوخت يم او له لوستلو وروسته به يې لنډيز درسره شريک کړم.

يادونه: د بريالي ځوان کتاب مې لا نه دی لوستی، که مو لوستی وي نو څه يې درته ډېر په زړه پورې ول؟؟

28/06/2025

دا‌ د خپلوۍ درد دی، د مسلمانۍ درد دی او که نور څه نه وي نو د انسانيت درد حتما دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دا او دې ته ورته پېښي دې په خيبر پښتونخوا کې رامنځ شوې وي، خو د افسوس خبره دا ده چې اوس هم د ډيورنډ پورې غاړي ځيني پښتانه(ګلخانان) د پاکستان زنداباد چيغي وهي ، اوس هم پاکستان خپله مور بولي.
دا په داسې حال کې چې پاکستان يوازې د پنجاب مور ده او يوازې پنجابيان د پاکستان وګړي دي، يوازې هغوی ته بايد کار وشي ، حکومت بايد ډ هغوی چوپړ ته ولاړ وي، امن دې يوازې همالته وي، تعليم دې يوازې همالته وي....
مګر بيا هم د پښتنو شعور راپورته نشو،، دوی پوه نشول يو موټي نشول.
افسوس دې د هغه ګلخان په فکر وي چې اوس هم پاکستان خپل هيواد بولي.

د طب پوهنځی 8ام سمسټر مو پای ته ورسېد، موږ د اتو سمسټرونو پراخي تجربې له ځان سره ټولي کړې دي.دا ورځ مو په کتابتون کې د ک...
25/06/2025

د طب پوهنځی 8ام سمسټر مو پای ته ورسېد، موږ د اتو سمسټرونو پراخي تجربې له ځان سره ټولي کړې دي.
دا ورځ مو په کتابتون کې د کتابونو په پېر ولمانځله🎉
خوښ يم💯💥

03/05/2025

زموږ تر ټولو لوی دوښمن زموږ بې‌کنټرول ذهن دی.

لوړي موخي او هڅي مو په څه ډول له ټنبلۍ څخه ژغوري!!!موږ هره ورځ د چارو په ترسره کولو کې هڅي کوو، انګېزه مو دا وي چې له ټن...
24/04/2025

لوړي موخي او هڅي مو په څه ډول له ټنبلۍ څخه ژغوري!!!

موږ هره ورځ د چارو په ترسره کولو کې هڅي کوو، انګېزه مو دا وي چې له ټنبلي څخه وژغول شو او د وخت کيفيت لوړ کړو، خو تر ټولو اړينه موضوع دا ده چې هڅي له لوړو موخو سره ارزښت پيدا کوي.
هغه هڅي چې د ښکاره موخو سره يوځای نه وي، تسلسل نه پيدا کوي، داسي هڅي يوه اونۍ په اوج کې قرار لري مګر بله اونۍ پيکه او يا هم له منځه تللې وي.
نو د لوړو موخو ټاکل هغه څه دي چې هڅي غښتلې، پرلپسې او اغېزمني ګرځوي، له بل لوري د بدن هر غړی د موخي لور ته متمرکزه کوي او د وخت اغېزمنتيا لوړېږي چې په پايله کې د ټنبلي مخه نيسي.

د (له ټنبلۍ سره وجنګېږه) کتاب همدا موضوع د څلورم غشي په توګه معرفي کوي، له موږ څخه غوښتنه کوي څو د ټنبلۍ په لور دا غشی هم وويلو.

 #کتاب- کتاب ښوونکی دی.- کتاب د ژوند تجربې دي.- کتاب پناه ځای دی، هر وخت ورتلای شې، ستونزي ورته ووايه.- کتاب د ستونزو حل...
23/04/2025

#کتاب
- کتاب ښوونکی دی.
- کتاب د ژوند تجربې دي.
- کتاب پناه ځای دی، هر وخت ورتلای شې، ستونزي ورته ووايه.
- کتاب د ستونزو حل دی.
- کتاب لارښود دی.
- کتاب تل پاته، ريښتينی او هوښيار ملګری دی.
- امام غزالي وايي:
«کتاب د عقل رڼا ده او بې‌کتابه سړی په تياره کې دی.»
ـ امام شافعي وايي:
«که کتابونه راسره نه‌وي، ژوند مې بې‌ښکلا دی»

لنډه دا چې؛
کتاب د ژوند يوازينۍ موخه ده.
#هر ورځ د کتاب ورځ ده، کتاب د ميني وړ دی🥰

ولي ټولنيزي رسنۍ(فسبوک، انسټاګرام، ټيک‌ټاک...)د ټنبلۍ د رامنځ ته کولو لامل ګرځي؟د (له ټنبلۍ سره وجنګېږه) کتاب په لوستلو ...
22/04/2025

ولي ټولنيزي رسنۍ(فسبوک، انسټاګرام، ټيک‌ټاک...)د ټنبلۍ د رامنځ ته کولو لامل ګرځي؟

د (له ټنبلۍ سره وجنګېږه) کتاب په لوستلو بوخت يم، په زړه پوري دی، ټنبلي په څه ډول رامنځ ته کېږي، په څه ډول له ټنبلۍ سره مبارزه وکړو او دې ته ورته ټکي يې ښه څېړلي دي.
د کتاب يوه برخه د ټنبلۍ په رامنځ ته کولو کې د ټولنيزو رسنيو ونډه څيړي، لاندې ليکنه اړوند مفهوم له اضافي الفاظو سره بيانوي.

ـ ټولنيزي رسنۍ د وخت ضايع کوونکې دي:
ټول ورځني وختونه چې موږ په هغوی کې لومړيتوبونه ويشلي دي د ټولنيزو رسنيو ښکار ګرځي، چې له امله يې ذهني ګډوډي رامنځ ته کېږي او په پايله کې د نورو لومړيتوبونو لپاره لېوالتيا خرابېږي.

- ټولنيزي رسنۍ د نامناسبي پرتلې، ځان کم ګڼلو، دروغجن هيجان او دې ورته سببونو له امله انګېزه کموي، په پايله کې موږ له اصلي موخي څخه شاته پاته کېږو، په ډېری داسي وختونو کې احساسات زيان ويني، هڅي کمېږي او ټنبلي ته لاره هوارېږي.

- ټولنيزي رسنۍ داسي طراحي شوې چې کتونکي په پرلپسې ډول کتلو ته راکاږي او نشه‌يې توکو ته ورته روږديوالی رامنځ ته کوي، دا ځانګړتيا د خوب بې نظمي رامنځ ته کوي، پايله يې دا شي چې د کاري ساعتونو وخت استراحت ونيسي.

- په پرلپسې ډول سکرين ته کتل د فزيکي فعاليت کمښت او د روغتيا ويجاړی رامنځ ته کوي، چې له امله يې اشخاص د اوږد مهال لپاره له خپلو موخو څخه شاته پاته کېږي.

21/04/2025

ژوند هغه څه نه راکوي، چې موږ يې غواړو بلکې هغه څه راکوي، چې باور پرې لرو.

04/04/2025

د يوې ټولني په وړاندې هغه وخت تېری(هر ډول تېری) تر‌سره کېږي، چې مقابل لوری د دوی له کمزوري او وروسته والي څخه پوره ډاډه وي، ظالم په دې ښه پوهېږي چې مظلوم د علم، پوهي، پوځ، ټکنالوجي او بل هر اړخ څخه وروسته پاته دی، نو ځکه په ظلم لاس پورې کوي او هر اړخيز حقوق تر پښو لاندې کوي.
که موږ خپل تېر تاريخ ته لاړ شو، زموږ امپراطورانو، خلفاء راشدینو او نورو اسلامي مشرانو د ځينو جګړو يوازينی لامل د واحد/واحدې ورور يا خور په وړاندې شوی تېری وو.
زموږ دين حتا د يوه مسلمان سپکاوی نه مني، څه د يوې لويې کتلې په وړاندې تېری او ظلم!!!!
که څه هم زموږ هيوادوال په لر وطن کې په خپله خاوره مېشت دي مګر بيا هم له سپکاوي سره مخ دي او له خپلي خاوري ايستل کېږي، د ايستلو ډول يې هم داسي دی لکه مجرم چې سزا ويني.
دا د تاريخ تر ټولو سپک حالت دی چې يو مسلمان يې له بل مسلمان څخه ويني، موږ به خامخا مظلوم پاته يو چې علم مباح وي او ارزښت يې بې کچي کم وي.
رباالعالمين دې تورې تيارې پورته کړې،
امين

18/03/2025

هر کله چې اسلامي امت:

ـ مشران غلامان شول
ـ نوی نسل يې له بنسټيزو موخو ګمراه شو
ـ دين يې له خپلي خېټي تعبير کړ
ـ او علم ته يې شا کړه

نو بيا الله داسي ذليل وګرځول لکه همدا اوس چې يې موږ ذليل ګرځولي يو.
#په غزه کې اوربند مات او تر اوسه پورې کابو 250 کسان شهيدان شوي.

سوې دنياګۍ ده، بنيادم په کې اوسېږي🥹
24/02/2025

سوې دنياګۍ ده، بنيادم په کې اوسېږي🥹

Address

Kandahar

Telephone

+93793645753

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Niamatullah Sediqi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Niamatullah Sediqi:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram