د معدې، عصبي، رواني، او جنسي ناروغيو ماهر ډاکټر رحمت الله شيدا

  • Home
  • Afghanistan
  • Kandahar
  • د معدې، عصبي، رواني، او جنسي ناروغيو ماهر ډاکټر رحمت الله شيدا

د معدې، عصبي، رواني، او جنسي ناروغيو ماهر ډاکټر رحمت الله شيدا د معدې؛ اعصابي؛ رواني؛ او جنسي ناروغيو ډاکټر فېسبوک پاڼي ته ښه راغلاست. MD Medical Doctor

30/12/2024

ګران (پلار جان) او (مورجانه) مي ده عمرې ده ادأ کولو لپاره نن ده سعودي عربستان په لوري حرکت وکړۍ،

Date: 2024 /12/30
Date: 1403/10/10

18/08/2024

ټولو هیوادوالو ته دي د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ١٠٥مه کلیزه مبارک وي.
زموږ د ملي، مترقي او ولسواک باچا روح دي ښاد وي او ارمانونه دې زموږ په ژوندوني پوره سي.

ژوندئ دي وي افغانستان
تل دي وي افغانســــــتان؛

2024/8/18

01/12/2023

‎چې نه سوځم، نه ایره سوم لا د شپو سینې څیرمه
‎زه رنګین لکه پانوس یم، زه د شمعې پیره دار یم
🌸✨

زوي مي ،
وحيد خان ؛

Date: 2023 /12/ /1/
Date: 1402 /9/ /10/

د بواسیرو ناروغۍ ؛که چیرې د غټو کولمو د وروستۍ برخې رګونه وپړسېږي. سخت درد کوي کله چې په هغې کې زیاته وینه جمع سي، نو چو...
15/01/2022

د بواسیرو ناروغۍ ؛

که چیرې د غټو کولمو د وروستۍ برخې رګونه وپړسېږي. سخت درد کوي کله چې په هغې کې زیاته وینه جمع سي، نو چوي او وینه ترې بهېږي، دې ناروغۍ ته خوني بواسیر ویل کېږي
کله چې په یادې سوې برخه کې یوازې خارښت او درد وی، نو هغې ته بادي یا ریاحي بواسیر ویل کېږي.
#اسباب په سستو او تنبلو خلکو کې چې عموماً په ناستې کار کوي. ځیګر ناروغۍ، د قبضیت درلودل، د بادي څیزونو په ځانګړې توګه د غوښې زیات استعمال، مرچ مصاله او د تېرو څیزونو زیات خوړل د دې ناروغۍ سببونه دي.
#نښې د مقعد په وریدونو کې د وینې د جمع کېدو له امله سخت درد. کله کله د وینې اخراج، وینه خالصه او غایطه موادو سره ګډه نه وي.
د پېچش او د بواسیر د وینې توپیر هم په دې کې دی چې د پېچش وینه له فاضله موادو سره ګډه وي او کمه وي او د بواسیرو وینه زیاته، سره او بغېر له درده خارجېږي
د مقعد د معاینې په صورت کې هلته بهر وړې وړې غوټې لیدل کېږي او یا دننه خواته د ګوتې په ذریعه معلومیږي، چې همدغه غوټې د بواسیر مهمه او غټه برخه ده.
#درملنه ناروغ ته tab.pilex د ورځې درې ځلې دوه دوه ګولۍ ورکړئ. Pommad.Hadensa
یا Pommad.Prepration. H
او یا Pommad.xylocoine د مقعد بهر او دننه ولګوئ له دې سره د درد افاقه کېږي.
د قبضیت د رفع کېدو لپاره ناروغ ته sol.parafin liquid
یا Cremafin ورکړئ ناروغ ته د التهاب په صورت
کې Cap.Ampiclox 500mg د ورځې ۴ دانې او د وینې د زیات جریان د کمېدو لپاره Inj.Anroail یا Vitk ورکړئ
که چېرته د مقعد غوټې ډېری تکلیف لروونکي وي، ناروغ ته د جراحی عملیات مشوره ورکړئ.
په درنښت؛

د معدې ستوني او کولمو ډاکټر؛
Stomach Esophagus $ intestines Doctor؛

د معدې د زخم لپاره بهترین علاج!*  دمصريانو په لرغوني طبابت کښي د معدې د زخم درملنه په لاندي ډول ترسره کېده.۱ - سهار وختي...
11/01/2022

د معدې د زخم لپاره بهترین علاج!

* دمصريانو په لرغوني طبابت کښي د معدې د زخم درملنه په لاندي ډول ترسره کېده.

۱ - سهار وختي دوه دانې وچ انځر د دوو کاچغو عسلو سره وخورئ، او دا کار د دوو اونيو لپاره پرله پسې ترسره کړئ.

۲ - ددې تر څنګ چې د معدې درملنه مو وشي د نور بدن دفاعي سيسټم به مو هم قوي شي.

درسره شېر يې کړئ چي ټول هيواد وال ترې خبرشي؛

د معدې ستوني او کولمو ډاکټر،
Stomach Esophagus & intestines Doctor،

په ورځ کی یوه دانه تریخ مرچک د زړه د ناروغیو په مخنیوي ، د شکري کنټرول او جنسي قوت لپاره بې ساري گټور دي . په ورځ کې یو ...
09/01/2022

په ورځ کی یوه دانه تریخ مرچک د زړه د ناروغیو په مخنیوي ، د شکري کنټرول او جنسي قوت لپاره بې ساري گټور دي .

په ورځ کې یو تریخ مرچک خوړل د نارينه خلکو لويه ستونزه حل کوي، ترخه مرچک څومره چې بايد وخوړل شي نه خوړل کېږي، حال دا چې دومره حياتي ګټې لري چې په نورو خوړو کې یې په دې کچه موندل ګران کار دی.
په ترخو مرچکو کې بېتا کروتین او ویټامین سي په لوړ مقدار شتون لري چې د زړه د حملې خطر راکموي او ورسره د سرطان پر ضد مبارزه کوي، ترخه مرچ په وينه کې کولېسټرول کچه کنټرول کوی چې په پايله کې د زړه حملې مخه نيسي ورسره د وینې جریان چټکوي او د فلج په مخنیوي کې هم رول لوبوي. د معدې د ستونزو په حل کې هم ترخه مرچک ګټور ثابت شوي دي، څېړنې ښيي چې ترخه مرچک د‌ معدې د زخم د زياتېدو مخنیوی کوي.

ترخه مرچ ددې ټولو ګټو ترڅنګ د انسان ګډ ژوند هم رنګين کوي،
ترسره شوې څېړنې ښيي چې په ورځ کې يو دانه تریخ مرچک خوړل په نارينه کې د ګډې چارې ځواک زیاتوي، ترخه مرچک په عین حال کې د روماتيزوم او بندونو د دردونو په کمولو کې هم ګټور ثابت شوي دي،
او وروستئ ګټه به یې هم دا بيان کړو چې ترخه مرچک د وينې د شکر د کنټرول په برخه کې هم مهم رول لري.

د معدې ستوني او کولمو ډاکټر؛
Stomach Esophagus & intestines Doctor؛

16/09/2021

ذهني کمزوري، که جنسي کمزوري...

څه لامل دئ، چې ډېر چاغ او تندرست کسان هم دجنسي عمل په ترسره کولو کې پاتې راځي او څه لامل دئ، چې دبدني توان سره، سره پرته له کوم سببه خلک له جنسي کمزورۍ سرټکوي!؟
که داسې خلک په غور سره وکتل شي او اړخیز مطالعه شي، نو معلومه به شي، چې داسې کسان کمزوري نه دي، بلکې په لوئ لاس یې دخپل جنسي ځواک مخه ډب کړې.
دا پوښتنه نن سبا دزرګونو انسانانو په ذهنونو کي پرته ده، چي زما څخه هم ده پېغام له لاري زياتره ځوانان همدغه پوښتني کوي؛
چې نن سبا ولې ډیری خلک دخپلو ښو او سالمو بدنونو په درلودلو سره، سره دجنسي کمزورۍ احساس لري؟
په هرصورت کله چي په یوچا کي جنسي کمزوري دیوه روښانه لامل په سبب رامنځ ته شوې وي، نو ښایي دهماغه لامل په له منځه وړلو او درملنې سره دده جنسي کمزوري هم له منځه ولاړه شي، خو که کله یې کوم معلوم لامل ونه موندل شو، نو بیا ویلائ شو، چې ددې ستونزې ريښې اروایي او ذهني دي، چې په دې صورت کې اروایي درملنې ته اړتیا پیداکوي.
دجنسي تحریک یوازینئ مرکز انساني ذهن دئ، کله چې یو څوک په خپل ذهن کې جنسي خیالاتو ته ځاي ورکړي، په هماغه ګړۍ ورکې جنسي تحریک هم رامنخته کیږي، خو که په چا کې داتحریک رانه لئ، نو ویلائ شو، چې دهغه ذهن جنسي اړخ ته تمایل نه لري او یایې په ذهن کي ددې مسله په اړه کومه وېره یا ډار پروت دئ.
که عامیانه خبره وکړو، موږ په ظاهري ډول په یوچاکي داسي نښي، نښانې نه شو موندلاي، چې هغه دې دماشوم راوړلو توان ونلري، خو په دې شرط، چې سالم جنسي غړي به لري. ډېر داسې کسان دډېرو ماشومانو پلرونه وي، چې هغوئ به پوره جسمي کمزوري لري، خو جنسي عمل به ددوئ له جسمي کمزورۍ سره هېڅ تړاو پیدا نکړي.
ډېر خلک دانزال سرعت / ژر خلاصېدل هم کمزوري تصور کوي، چي داهم په ټوله معنا کي پرځاي خبره نه ده، ځکه دا ستونزه نور ګڼ لاملونه هم لري.
جنسي کمزوري یا په پیدایښتي ډول وي او یا هغه چاته جنسي کمزوری ویلاي شو، چې په بشپړ ډول له جنسي ځواک څخه محروم وي، خو که په چاکې په عارضي ډول داستونزه رامنځ ته شوې وي، نو داسي کس ته دکمزوري خطاب کول طبي کفر دئ.
له ډېرو خلکو سره دا وېره مل وي، چې ګواکې جنسي ځواک یې په بشپړ ډول دلاسه ورکړئ، ځکه یو وخت ممکن ددوئ په عضویت کي جنسي تحریک رانه شي، خو دا باید روښانه کړو، چې دعارضي تحریک دنه شتون په صورت کې داډول فکر بیخي ناسم دئ او ددې حالت لاملونه هم بیخي عادي دي.
وینټي نړیوال مورخ دجنسي اړیکو په نوم په خپل مشهور کتاب کې لیکي:
دنړۍ په تاریخ کې یو داسي دور هم تېر شوئ، چې نارینه وو به دخپل جنسي ځواک څرګندونه دډېرو خلګو په مخکې کوله، مثلاً د واده مخکي به کس دعامو خلکو په منځ کې خپل جنسي ځواک ښوده، که نوموړي به په دې عمل کې ناکام شو، نو دخلکو لخوا به قانوني مجرم پېژندل کېده، دخلکو دتبعیض اوکرکي وړ به ګرځېده.
وینټي زیاتوي: ډېر خلک به په دې عمل کې دخپل ضمیر او خپلې حیا له مخې بې زړه کېدل او دخلکو له شرمه به ناکامېدل، یعني دوئ به په عارضي ډول خپل جنسي ځواک دلاسه ورکړ او جنسي جذبات به یې دوېرې اوشرم له امله ساړه کېدل.
موږ شونې ده خپل ضمیر هغه وخت بې زړه وبولي، چې موږ د یو ناوړه عمل دترسره کولو احساس له ځان سره مل کړو.
ډېر خلک داسي کوي، چې دخپلو خواهشاتو اوجنسي تندې د ماتولو لپاره ناسمي وسیلې په کار اچوي، خو دعمل داجرا یا پېل پرمهال یې ذهن وېره ونیسي او په خپلو ناسمو چارو کې معذور پاتې شي، اوس که وګورو ددا ډول کسانو غوښتنې یا خواهشات ژوندي دي، خو دترسره کولو ځواک یې له منځه لاړ، ځکه دجرم احساس یې په ذهن کې وېره ورکېنوله.
په داسې وخت کي شونې ده، دهغوئ په ذهن کې داخیال ځاي ونیسي، چې ګنې موږ کمزوري یو او ښایي ورته نور شکونه او اندېښنې دهغوي دماغ احاطه کړي، چې ډېر وخت ورته داخیال په حقیقت بدل شي، یعنې سل په سله دافکر وکړي، چې زموږ جنسي ځواک له منځه تللئ، چې دا یوه عارضي جنسي کمزوري ده، چې اروایې رېښې لري او کوم وخت چې دوئ داخیال له ذهن وباسي، عملونه یې مشروعیت پیداکړي او د سمې لارې یوځل جنسي عمل ترسره کړي او بریا هم پکې ترلاسه کړي، نو داعارضي ستونزه به یې ځاي په ځاي له منځه لاړه شي.
څو پورې چې دچا په ذهن کې دخپلې جنسي کمزورۍ وېره موجوده وي، نو همدا وېره به ددوي جنسي ځواک فلج کوي او یوازې هغه وخت ترې خلاصون موندلاي شي، چې خپل ځان له سمي لارې ډاډمن کړي او وېره له ذهن وباسي.
دکمزورۍ یو شکل سرعت هم دئ، په ځینو کسانو کې نوموړې ستونزه دومره پرمخ تللې وي، چې دجنسي عمل وړاندې ترې انزال صورت نیولی وي یا د لږ لمس سره هم انزالیږي او یا فقط د لږې جنسي پارېدنې سره یې پرتوګ لړلئ وي اوهېڅ جنسي عمل ته نه پاتې کېږي، که داستونزه کله، کله رامنځ ته کیږي نو کومه داندېښنې وړ نه ده، ځکه ډیرئ خلک دانزال دسرعت ګیله لري، که چېرې دکوروالي مخکې جنسي جذبات په لویه کچه پاریدلي وي، نو په دې صورت کې خامخا دسرعت انزال ستونزه لیدل کیږي، ددې ستونزې دهوارئ لپاره دجذباتو سکون او اراموالي ته زیاته اړتیا ده اوبس!!!

درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

10/09/2021

که تاسو ځوان ياست او د جنسي شهواتو د فتنې سره لاس او ګرېوان ياست نو يوسف عليه السلام ځان ته الګو وه ګرځوه هغه ته چي کله د فحشاء وړانديز وشو پرته له ځنډ او فکر يې وويل: زه په الله تعالی پناه غواړم.

که تاسو د پوخ عمر لروونکي ياست او د جاه، جلال، مقام او دولت په فتنه کي د لوېدلو ويره لرئ نو د محمد عليه الصلاة والسلام هغه پېښه ياده کړه، چې د قريشو مشرانو ورته د ميرمنو، پيسو او مقام وړانديز وکړ خو محمد صلی الله عليه وسلم ورته وويل: که لمر مي په يوه او سپوږمۍ په بل لاس کي کېږدئ نو هم به له خپل دعوت تېر نشم.

سپين ږيري او عمر خوړلي که د امراضو او بدني افاتو سره مخ دي هغوئ بايد د يونس عليه السلام په څير، الله تعالی ته صبر وکړي، پر الله تعالی باور وکړي او عقيده ولري چې روغتيا ورکوونکی يواځي رب العالمين دی.

درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

09/09/2021

د جنسي ناروغۍ اړوند بهترين معلومات؛
لوستل يې ډېر اړين او ضروري دي؛

د ډيرو ځوانانو جنسي ځواک ډېر ژر راپاريږي اوبیا بیرته ژر انزال ته رسيږي هغوئ په ځان ښه پوهيږي چې دا ټول د جنسي بې لاريتوب له امله شوي دي دوئ که له وخت سره پرهیز وکړي دالله ج نه وېره اختیار کړي ناوړه انځورونه، په انټرنیټ کښي خراب سايټونه، او په خپلو مبائيلو کښي وانچوي اوکتل ئې پرېږدي او همدارنګه د جنسي بې لارېتوب لاري پرېږدي دا ستونزي يې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي مګر که داسي وي چي نن توبه وکړي سبا بیا پرې واوړي بيا توبه وکړي بله ورځ بیا داسي وکړي د دې درملنه بيا نه له طب سره شته نه له ارواپوهني سره شته او نه هم له حکيمانو سره.

تر ټولو غوره خبره دا چې که تاسې ته شیدې، کوچ، د غوا غوړي، پیسته او بادام چي د جنسي ځواک د پياوړي کيدو لپاره اړين دي، نه تر لاسه کيږي، هيڅ خبره نه ده تاسي له دال او لو بيا سره هم ضايع شوې انرژي تر لاسه کولائ شئ د جنسي کمزوري لپاره د داسې درملو اړتیا نشته، چې يوازي جنسي جذبات راوپاروي بلکي داسي درمل تاسي ته لاستونزي او ناروغۍ زياتوي.

زه يو ځل بيا په دې ټينګار کوم، چې جنسي کمزوري کومه ځانګړې بدني ناروغۍ نه ده، دا يوه اروايي عارضه ده، چې انسان يې بايد خپله د کنټرول لاري چاري وسنجوي.

تاسې په ورځپاڼو کي په هغه اشتهاري حکيمانو مه تیر وځئ، چي ځانونو ته لقمان حکيم وايي،اوکه یوه دوا درباندي خرڅوي په هغه دوا باندی فوائد داسي لیکل شوي وي چی دجریان اح**ام سرعت انزال لپاره کارکوي په دې سره سوچ کول غواړي چی دغه دوا ددې درې واړو امراضو لپاره په یوځل کار کوي اوحال دا چي ددې امراضو مزاج جدا جدا وي نو دهرقسم دواګانو نه ځان وساتئ، نو بايد له يوه تکړه او مستند رنځپوه سره مشوره پرې وکړئ. دداسي ډېريو ځوانانو د معدې نظام خراب وي يا ډېر قبض ورته پیداکيږي له دې سره هم جنسي ځواک کمزورئ کيږي کله کله داسې هم کيږي چې يو نيم کسانو ته اح**ام (د شیطان غولول) زيات کيږي يا د جريان ستونزه لري معنا دا چې په ځان پوه نه وي او مني ترې خارجيږي دا هم جنسي ستونزه ده او درملنه يې شوني ده.

ډېرئ ځوانان چې عصبي ناروغۍ لري، هغوی که پرلپسې د اعصابو او ډېپرېشن درمل خوري ارو مرو ورته جنسي کمزوري پېدا کيږي؛ خو ډاکټران بايد هغوئ وپوهوي چي دا ستونزه يې د تل لپاره نه وي داهم اړينه ده، چې بايد د دوا د انتخاب د غیر مسلکي کسانو لخوا درته ونشي ځيني ځوانان يو بل ته وايي (پلانۍ دوا وخوره، پلاني هم دا ناروغي لرله ورسره روغ رمټ شو) داسې بیخي ونکړئ بلکي تل له مسلکي ډاکټرانو سره مشوره کوئ.
د جنسي ملګري تر قناعت او اشباع کېدو مخکي د مني خارجیدو ته ژر انزالېدل وایي.

څیړني ښايي چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري د ژر انزالېدو لاملونه: په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري خو بیا هم لاندي ټکي دده ژر انزالېدو لامل کیدئ شي.

۱- په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.

۲- په ځوانانو کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټیرون) زیاتوالي د ژر انزالېدو سبب کېږي.

۳- د جنسي ملګري ځانګړنې او داچي هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.

۴- رواني ستونزي او اضطراب.

۵- د لاندنیو دواګانو استعمال.
شراب(الکول).
- فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol
- د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole
- د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam
- د زړه د ناروغیو دواګاني لکه: Digoxin او نور.

۶- ناروغتیاوي لکه شکره، هایپرتایروېډیزم(د تایرایډ د غدې زیات فعالیت)

۷- د بولي تناسلي سیسټم او پروسټیټ د غدې التهاب.

۸- د وېټامینونو کموالۍ.

۹- د عصبي سیسټم ستونزي، ضربې او د جراحۍ تاریخچه.

۱۰ - او Oversensitivity یعني د نارینه ډیر ګرمېدل هم د ژر انزالېدو سبب کیږي.

د حل لارې:
۱- د لومړنیو لاملونو لري کول او ښه خواړه خوړل.

۲- د پورتنیو دواګانو پرېښودل او یا کمول.
۳- ښځه باید د دخول نه مخکي کاملاً آماده کړئ شي.

۴- د جنسي عمل په وخت کې سړئ دي خپل فکر ډیر متمرکز نکړي، فقط کوښښ دي وکړي چي ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځي د نارینه وو په پرتله ژر نه آماده کیږي او نه هم ژر اورګازم (انزال) ته رسي.

۵- که سړئ ډیر تحریک او تنبیه شوئ وي نو د مجامعت نه یو تر دوه ساعته مخکي دي یخي اوبه وڅښي.

د انزال د احساسېدو تر وخته دي مجامعت ته دوام ورکړل شي.
۱- د انزال د احساسېدو سره دي قضیب وویستل شي او د دېرشو ثانیو لپاره قضیب ته فشار ورکړﺉ.

۲- د هر ځل د انزال احساسېدو سره د فشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړﺉ تر هغه چې ښځه د انزالېدو غوښتنه وکړي.

۳- د تشویش او پرېشانۍ رفع کوونکي درملونه د ج**ع نه څو ساعته مخکي استعمال شي.

په درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

08/09/2021

کولمو ته «دوهم مغز» او د پښو تل ته «دوهم زړه/ قلب» وایي.
انسان چې دغه څلور ځایونه (مغز، د پښو تلی، کولمې او زړه) وساتل او پام یې پرې وکړ له ډېرو ناروغیو به خلاص شي.

د هر انسان د پښو په تلي کې شاوخوا اویا زره (۷۰۰۰۰) عصب موجود وي. ډېري ناورغۍ د پښو له همدغه ځایه تداوي کېږي ( دا کار په هندوستان کې رواج دئ.)

هره شپه چې ویده کېږو، له خوب مخکي په اصلي زیتون تيلو سره خپلي پښې باید غوړي کړو.

- د ځان درد به مو کم او ورک شي ان شاء الله.
- پوستکي به مو تازه شي.
- التهاب او گونځې له منځه وړي او له عفونت نه مخنیوئ کوي؛

Dr Rahmatullah Shaida درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا

07/09/2021

قبضیت ناروغي؛

له کولمو څخه په خپل وخت د فاضله موادو نه وتل، فبضیت ناروغي ګڼل کېږي.
#اسباب: قبضیت بیلابېل اسباب لري لکه بېلابېلي تبي، د سختو او کثیفو خوړو خوړل، د ماحول او اب و هوا تغییر، د ځینو درملونو لکه د درد ضد، خوب راوستونکوو، ادرار زیاتوونکوو، ضد تیزابیت، د فولادو او کلیسم مرکبات لرونکیو دواګانو استعمال، د افیوم چاى په کثرت سره کارول، د قبضیت سبب ګرځي.
د پردې سربېره بواسیر، د ځیګر کمزوري، پرمختللي پېچش، د ویني کموالئ د کولمو ورم، تومورونه او داسي نور هم د قبض سبب ګڼل کیږي
په خپل وخت اجابت ته نه راتلل، ګډوډ ماحول، پردې ځای او د مکمل سکون نشتوالئ هم د قبضیت سبب جوړیږي.
#نښې: غایطه مواد د مودو کلکوالئ او له ډېر زور سره لږ لږ د بچکو په شکل خارجېدل په خېټه کې درد، د سر درد او د زړه راجګېدل د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.
#تدبیر: د قبضیت علاج له دواګانو څخه زیات د ځینو لارښوونو تدبیرونو په اساس صورت نیسي لکه،
⑴ د قبضیت ناروغ ته هدایت وکړئ، چې په خواړو کي مېوې او تازه سبزي ډېره وکاروي.
⑵ اوبه دي په کافي مقدار وڅښي.
⑶ سهار دي په نهاره پخې اوبه وڅښي.
⑷ په ټاکلي وخت دي اجابت ته د تللو عادت پېدا کړي.
⑸ که د ځینو درملونو له استعمال څخه ورته قبضیت رسېدلئ وي هغه دې بند کړي.
⑺ کثیف او قابض خواړه لکه وریجي، آلو، هګۍ، باقلې او داسې نور دي نه استعمالوي.
#درملنه: که د پورتنیو تدابیرو په ذریعه قبضیت ختم نه سي لاندي درمل دي استعمال کړي.
Sol.Paranfin Lequid
یوه کاشوغه سهار یوه کاشوغه ماښام په خالص ډول یا له ګرمو شیدو سره خوړل کیږی سپېغول دوه کاشوغي له ګرمو اوبو شیدو سره د شپې له خوا خوړل کېږي،
په همدې توګه syp.Milkop Magnisia دوه کاشوغي سهار او ماښام، Sol.Costriol په شیدو کې حل کړئ ناروغ ته یې ورکړئ،

انشاءالله چي په پوره ډوله به قبضيت ورسره ختم شي،

درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

Address

Kandahar

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د معدې، عصبي، رواني، او جنسي ناروغيو ماهر ډاکټر رحمت الله شيدا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to د معدې، عصبي، رواني، او جنسي ناروغيو ماهر ډاکټر رحمت الله شيدا:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category