د داخله ناروغيو فزيکي تشخيص او درملنه

د داخله ناروغيو فزيکي تشخيص او درملنه دداخله ناروغيو د تشخيص او درملني اړوند ټول معلومات چي څنګه منځ ته راځي او علاج يې څه دﺉ دلته ليدلاي او کتلاي شي۔ Dr Rahmatullah Shaida ډاکټر رحمت الله شيدا

30/12/2024

ګران (پلار جان) او (مورجانه) مي ده عمرې ده ادأ کولو لپاره نن ده سعودي عربستان په لوري حرکت وکړۍ،

Date: 2024 /12/30
Date: 1403/10/10

ګرانو مسلمانانو او خپلو هيوادوالو ته د خير او ښو رسولو پهنېت ده فېسبوک له کړکۍ څخه؛په لاندي واټساپ شمېره چي هر مشکل او س...
20/09/2024

ګرانو مسلمانانو او خپلو هيوادوالو ته د خير او ښو رسولو په
نېت ده فېسبوک له کړکۍ څخه؛
په لاندي واټساپ شمېره چي هر مشکل او ستونځه لرئ له موږ سره يې شريک کولائ شي؛

ستاسو ورور ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

MD. MBBS. FCPS. MPH.
کاري وظايف ، ميرويس حوضوي روغتون ، چينايي شفاء خانه کندهار، KDR
ايوبي روغتون کندهار KDR
بي اېم سي هسپتال، BMC بولان ميډيکل کمپلکس پاکستان هيواد کوئټه،
+93700004438 ـ WHATSAPP AND CALL
+93749774977 ـ WHATSAPP AND CALL

18/08/2024

ټولو هیوادوالو ته دي د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ١٠٥مه کلیزه مبارک وي.
زموږ د ملي، مترقي او ولسواک باچا روح دي ښاد وي او ارمانونه دې زموږ په ژوندوني پوره سي.

ژوندئ دي وي افغانستان
تل دي وي افغانســــــتان؛

2024/8/18

03/07/2023

د ډاکټرانو نړيواله ورځ دي ټولو زيارکښو ريښتينو سرلارو ډاکټر صاحبانو ته مبارک وي؛

It's International Doctors' Day. Congratulations to all the hardworking, true leaders, doctors;

01/09/2022

دا د انسان د يوې حجرې د الکترون مایکروسکوپ تصویر دئ؛
د الله ج خلقت ددې څخه قیاس کړئ؛
This is the image of a human cell that was obtained by Harvard University in 2020.
A human cell appears to be an industrial city that works together with all its facilities, factories, buildings, design and colors, in which there is a creativity.
The number of human cells is estimated to be over 40 trillion.

درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

20/08/2022
Happy Signatures Day..Good luck and best wishes for next journey...Faculty of Medical ( MNU )Congratulation to all espac...
15/08/2022

Happy Signatures Day..
Good luck and best wishes for next journey...
Faculty of Medical ( MNU )
Congratulation to all espacially to

My self and my all best friend...

Date: 2022 /8/ 14

16/09/2021

ذهني کمزوري، که جنسي کمزوري...

څه لامل دئ، چې ډېر چاغ او تندرست کسان هم دجنسي عمل په ترسره کولو کې پاتې راځي او څه لامل دئ، چې دبدني توان سره، سره پرته له کوم سببه خلک له جنسي کمزورۍ سرټکوي!؟
که داسې خلک په غور سره وکتل شي او اړخیز مطالعه شي، نو معلومه به شي، چې داسې کسان کمزوري نه دي، بلکې په لوئ لاس یې دخپل جنسي ځواک مخه ډب کړې.
دا پوښتنه نن سبا دزرګونو انسانانو په ذهنونو کي پرته ده، چي زما څخه هم ده پېغام له لاري زياتره ځوانان همدغه پوښتني کوي؛
چې نن سبا ولې ډیری خلک دخپلو ښو او سالمو بدنونو په درلودلو سره، سره دجنسي کمزورۍ احساس لري؟
په هرصورت کله چي په یوچا کي جنسي کمزوري دیوه روښانه لامل په سبب رامنځ ته شوې وي، نو ښایي دهماغه لامل په له منځه وړلو او درملنې سره دده جنسي کمزوري هم له منځه ولاړه شي، خو که کله یې کوم معلوم لامل ونه موندل شو، نو بیا ویلائ شو، چې ددې ستونزې ريښې اروایي او ذهني دي، چې په دې صورت کې اروایي درملنې ته اړتیا پیداکوي.
دجنسي تحریک یوازینئ مرکز انساني ذهن دئ، کله چې یو څوک په خپل ذهن کې جنسي خیالاتو ته ځاي ورکړي، په هماغه ګړۍ ورکې جنسي تحریک هم رامنخته کیږي، خو که په چا کې داتحریک رانه لئ، نو ویلائ شو، چې دهغه ذهن جنسي اړخ ته تمایل نه لري او یایې په ذهن کي ددې مسله په اړه کومه وېره یا ډار پروت دئ.
که عامیانه خبره وکړو، موږ په ظاهري ډول په یوچاکي داسي نښي، نښانې نه شو موندلاي، چې هغه دې دماشوم راوړلو توان ونلري، خو په دې شرط، چې سالم جنسي غړي به لري. ډېر داسې کسان دډېرو ماشومانو پلرونه وي، چې هغوئ به پوره جسمي کمزوري لري، خو جنسي عمل به ددوئ له جسمي کمزورۍ سره هېڅ تړاو پیدا نکړي.
ډېر خلک دانزال سرعت / ژر خلاصېدل هم کمزوري تصور کوي، چي داهم په ټوله معنا کي پرځاي خبره نه ده، ځکه دا ستونزه نور ګڼ لاملونه هم لري.
جنسي کمزوري یا په پیدایښتي ډول وي او یا هغه چاته جنسي کمزوری ویلاي شو، چې په بشپړ ډول له جنسي ځواک څخه محروم وي، خو که په چاکې په عارضي ډول داستونزه رامنځ ته شوې وي، نو داسي کس ته دکمزوري خطاب کول طبي کفر دئ.
له ډېرو خلکو سره دا وېره مل وي، چې ګواکې جنسي ځواک یې په بشپړ ډول دلاسه ورکړئ، ځکه یو وخت ممکن ددوئ په عضویت کي جنسي تحریک رانه شي، خو دا باید روښانه کړو، چې دعارضي تحریک دنه شتون په صورت کې داډول فکر بیخي ناسم دئ او ددې حالت لاملونه هم بیخي عادي دي.
وینټي نړیوال مورخ دجنسي اړیکو په نوم په خپل مشهور کتاب کې لیکي:
دنړۍ په تاریخ کې یو داسي دور هم تېر شوئ، چې نارینه وو به دخپل جنسي ځواک څرګندونه دډېرو خلګو په مخکې کوله، مثلاً د واده مخکي به کس دعامو خلکو په منځ کې خپل جنسي ځواک ښوده، که نوموړي به په دې عمل کې ناکام شو، نو دخلکو لخوا به قانوني مجرم پېژندل کېده، دخلکو دتبعیض اوکرکي وړ به ګرځېده.
وینټي زیاتوي: ډېر خلک به په دې عمل کې دخپل ضمیر او خپلې حیا له مخې بې زړه کېدل او دخلکو له شرمه به ناکامېدل، یعني دوئ به په عارضي ډول خپل جنسي ځواک دلاسه ورکړ او جنسي جذبات به یې دوېرې اوشرم له امله ساړه کېدل.
موږ شونې ده خپل ضمیر هغه وخت بې زړه وبولي، چې موږ د یو ناوړه عمل دترسره کولو احساس له ځان سره مل کړو.
ډېر خلک داسي کوي، چې دخپلو خواهشاتو اوجنسي تندې د ماتولو لپاره ناسمي وسیلې په کار اچوي، خو دعمل داجرا یا پېل پرمهال یې ذهن وېره ونیسي او په خپلو ناسمو چارو کې معذور پاتې شي، اوس که وګورو ددا ډول کسانو غوښتنې یا خواهشات ژوندي دي، خو دترسره کولو ځواک یې له منځه لاړ، ځکه دجرم احساس یې په ذهن کې وېره ورکېنوله.
په داسې وخت کي شونې ده، دهغوئ په ذهن کې داخیال ځاي ونیسي، چې ګنې موږ کمزوري یو او ښایي ورته نور شکونه او اندېښنې دهغوي دماغ احاطه کړي، چې ډېر وخت ورته داخیال په حقیقت بدل شي، یعنې سل په سله دافکر وکړي، چې زموږ جنسي ځواک له منځه تللئ، چې دا یوه عارضي جنسي کمزوري ده، چې اروایې رېښې لري او کوم وخت چې دوئ داخیال له ذهن وباسي، عملونه یې مشروعیت پیداکړي او د سمې لارې یوځل جنسي عمل ترسره کړي او بریا هم پکې ترلاسه کړي، نو داعارضي ستونزه به یې ځاي په ځاي له منځه لاړه شي.
څو پورې چې دچا په ذهن کې دخپلې جنسي کمزورۍ وېره موجوده وي، نو همدا وېره به ددوي جنسي ځواک فلج کوي او یوازې هغه وخت ترې خلاصون موندلاي شي، چې خپل ځان له سمي لارې ډاډمن کړي او وېره له ذهن وباسي.
دکمزورۍ یو شکل سرعت هم دئ، په ځینو کسانو کې نوموړې ستونزه دومره پرمخ تللې وي، چې دجنسي عمل وړاندې ترې انزال صورت نیولی وي یا د لږ لمس سره هم انزالیږي او یا فقط د لږې جنسي پارېدنې سره یې پرتوګ لړلئ وي اوهېڅ جنسي عمل ته نه پاتې کېږي، که داستونزه کله، کله رامنځ ته کیږي نو کومه داندېښنې وړ نه ده، ځکه ډیرئ خلک دانزال دسرعت ګیله لري، که چېرې دکوروالي مخکې جنسي جذبات په لویه کچه پاریدلي وي، نو په دې صورت کې خامخا دسرعت انزال ستونزه لیدل کیږي، ددې ستونزې دهوارئ لپاره دجذباتو سکون او اراموالي ته زیاته اړتیا ده اوبس!!!

درنښت ـ ډاکټر رحمت الله شيدا Dr Rahmatullah Shaida

Address

Kandahar
KANDAHAR,AFGHANISTAN722800

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د داخله ناروغيو فزيکي تشخيص او درملنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category