Dr Safiullah Noori

Dr Safiullah Noori Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Safiullah Noori, Doctor, Kandahar.

Signature Day
14/08/2022

Signature Day

د PPI درمل  ( Proton Pump Inhibitors )تشريح نوموړى درمل د اسيد افراز نهى کوى  ( برقراروى) دغه درمل په غير قابل ارجاع ډول...
11/08/2022

د PPI درمل ( Proton Pump Inhibitors )
تشريح
نوموړى درمل د اسيد افراز نهى کوى ( برقراروى) دغه درمل په غير قابل ارجاع ډول نوموړى پمپ نهى کوى چې له وجهى يي معدى ته تيزاب ځى تر هغه وخته چى نومړى پمپ جوړ شى د اسيد افراز نهى کيڔى چى 24hr ( ۲۴ ساعته ) وخت غواړى نو ځکه نومووړى درمل په 24hr ساعتو کى يوځل استعماليڔى .
په دى ګروپ لاندى درمل شامل دي

1- Omeprazole --- اومپرازول
2 - Lansoprazole --- لانسوفرازول
3- Pantoprazole --- فنتوفرازول
4 - Raberprazole --- رابرفرازول
5- Esomeprazole --- ايسومى فرازول
5 Dexlansoprazole --- ډيکس لانسوفرازول
#امپرازول . Omeprazol
- فارما کولوژی ټولګې . PPI
- معالجوي ټولګی . دقرحاتو ضد درمل ( دهضمي کانال دافرازاتو نهې کونکي )
- دحاملګۍ ټولګې - C کټه ګورۍ
- ميکانيزم MOA . دجداري حجرو په حجروي غشا کې دHKAT pase انزايم په غير رجعې ډول نهې کوي. دا په بشپړ ډول دمعدی تيزاب جوړيدل نهی کوي . دا پرو ډرګ دي او دمعدی دتيزابو پواسطه فعا ليږې ..
- کارونه INDICATION .
1 - Gastro Esophageal Reflux Disease GERD
2- Peptic Ulcer
3- Erosive Esophagitis
4- Zollinger Ellison Syndrome .
- ممانعت .Contraindication
ميګالوباسټيک اينيميا .
- جانبې عوارض Sad Effect
۱- زړه بد والې
۲- ګنګسيت
۳-قبضيت
۴- اسهال
۵-پوستکې راشونه .
- اشکال .
*- Tab - 20mg/ 40mg
*- cap - 20mg / 40mg
*- infusion 40mg
*- inj 40mg
دوز Dosage دخوراک اندازه .
يو 20mg کپسول دى په ورځ کى يو ځل د شپى لخوا وکارول شي . د ناروغى د شدت په مهال يو کپسول سهار او ماښام کارول کيڔى . د ناروغى دمنځه تګ وروسته دى يو کپسول په ورځ کى وکارول شى . 20mg په واحد دوز څلورو هفتو لپاره کارول کيڔ .
۱- دګيسټريک السر Gastric ulcer لپاره - 20- 40 mg .
هره ورځ د اته اونيو لپاره .
۲- اثنا عشر السر لپاره 20/40mg.
هره ورځ دڅلور اونيو لپاره په واحد دوز کارول کيږې .
۳- زولينجر اليسن سينډروم -- 60 mg
۴- تکرارې اثنا عشر السر 20 mg هره ورځ واحد دوز
- مضاد استطباب ( نه کارونه ) :
له دى درمل سره حساس نه ناروغان دى دا درمل نه کاروى . همدارنګه له دوو مياشتو څخه زيات دى نه کارول کيڔى ځکه د معدى د سرطان خطر ورسره تړلى دى .
- احتياط :
ددى درمل کپسول دى په خوله کى له خلاصولو پرته وخوړل شى عموما زخم په 2-4 اونيو کى جوړيڔى . خو درمل دى له اتو اوونيو زيات نه کارول کيڔى ,
پاى
#لينسوپرازول Lansoprazole
* - کارونه INDICATION
1-Gastric Esophagel Reflux Disease
2- NSAID Associated Gastric Ulcer
3- Duodinal Ulcer Recurrence
4- Zollinger - Ellison Syndrom
* - د اغيز ميکانيزم MOA
نوموړى درمل چىPPI درملو له جملى څخه دى په پوره ډول د اسيدو افراز نهى کوى .
* - دوز ( د خوراک اندازه ) Dosage
۱- اثنا عشر السر لپاره 30mg هره ورځ په سهار کې دڅلور هفتو لپاره .
۲- ګاسټريک السر کې 30mg هره ورځ په سهار کی دڅلور هفتو لپاره
۳- داثنا عشر قرحاتو ساتلو لپاره 15 mg کارول کيږې
* - مضاد استطباب ( نه کارونه ) Cotraindication
هغه ناروغان چى دى درمل سره حساسيت ولرى ندى کاروى .
پاي.
#فينټوپرازول Pantoprazole
* - کارونه INDICATION
1- Gastric Ulcer
2 - Moderat & severe reflux esophagetis
3 - Duodinal Ulcer
4 - Zollinger Ellison Syndrome
5 - Pathological Hyper Secretory Condition
6 - GERD
* - مضاد استطباب ( نه کارونه ):
د ځيګر په ناروغانو , حاملګى , او شيدى ورکوونکى ميندى دى دا درمل نه کاروى .
* - دوز ( د خوراک اندازه ) :
د Esophagitis , معدى , او اٿنا عشر د زخم لپاره دى يوه ګولۍ وکارول شي کاهلانو ته د معدى په قرحاتو کى 40mg په واحد ( Single Dosage ) دوز د سهار له خوا د څلورو هفتو لپاره توصيه کيڔى .که ناروغى ښه نه شى دوه ګولۍ دى په ورځ کى وخوړل شى . درمل دى له اتو اونيو زيات نه کارول کيڔى .او ماشومانو ته دى نه تجويز کيڔى .
* - جانبى عوارض ( Side Effiects ) :
زړه بد والى , سر درد , اسهال , قبضيت , اوپه جلد د دانو راختل ددى درمل کارونه د #حمل پرمهال جدى منع ده .

#ريبيفرازوا Rabeprazole
- په ګاسټريک السر کې . 20mg هره ورځ خولې له لارې د6 هفتو لپاره - په اثنا عشر السر کې دخولې له لارې 20mg هره ورځ د4- 8 هفتو لپاره
#ايسوميپرازول Esomeprazole 40mg

* - کارونه INDICATION

1-Gastric Esophagel Reflux Disease
2- NSAID Associated Gastric Ulcer
3- Duodinal Ulcer Recurrence
4- Zollinger Ellison Syndrome
* - خوراک:
د درملو دوز د ډاکټر لخوا ټاکل کیږي ، مګر د دې درملو معمول دوز په لاندې ډول دی: د
ګیسټروسفجیل ریفلوکس ناروغۍ درملنې لپاره:
لویان: 40 - 20 ملی ګرامه په ورځ کې یو ځل له 4 څخه تر 8 اونیو پورې.
د معدې ریفلوکس ناروغۍ مخنیوي لپاره:
لویان: په ورځ کې یو ځل 20 ملی ګرامه.
د Helicobacter pylori زخمونو د درملنې لپاره:
لویان: 40 mg په ورځ کې یو ځل د 1000 mg amoxicillin او 500 mg clarithromycin سره، دا درې واړه درمل هره ورځ دوه ځله د 10 ورځو لپاره د خواړو دمخه اخیستل کیږي.
په ناروغانو کې د معدې زخمونو خطر کمولو لپاره د غیر سټرایډ ضد التهاب درملو اخیستل.
لویان: په ورځ کې یو ځل له 20 څخه تر 40 ملی ګرامه پورې.
ماشومان او د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي خلک:
کارول او خوراک باید د ډاکټر لخوا وټاکل شې
* - وقایې:
د دې درملو اخیستو دمخه، په لاندې قضیو کې د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ:
د Esomeprazole او نورو موادو لکه خواړه، رنګونه او محافظتي موادو سره حساسیت.
د امیندوارۍ او شیدو ورکولو په حالت کې.
که چیرې د نورو درملو په څیر په ورته وخت کې واخیستل شي، په ځانګړې توګه وارفرین.
که تاسو د کومې ناروغۍ تاریخ لرئ یا لرئ، په ځانګړې توګه د جگر ناروغۍ یا د هغې تاریخ.
* -ممنوع کارول:
د امیندوارۍ او شیدو ورکولو پرمهال کارول :
پدې موده کې د دې درملو کارول باید د ډاکټر لخوا توصیه شي.
* - اړخيزه اغېزه:
هر درمل ممکن د مطلوب درملنې اغیزو سربیره ځینې اړخیزې اغیزې هم رامینځته کړي. که څه هم دا ټول اړخیزې اغیزې په یو شخص کې نه لیدل کیږي ، که چیرې یو یې پیښ شي نو خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ: د
پوټکي ستونزې ، د سترګو پوښل ، د مخ او شونډو تبه ، ټوخی په تیریدلو کې مشکل، سرخوږی، د زړه تیز رفتار، د ګډو یا عضلاتو درد، د اشتها له لاسه ورکول، د معدې او ملا درد، د ساه لنډۍ، د پوستکي او سترګو ژیړ کیدل، غیر معمولي ضعف او ستړیا، او کانګې.

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Safiullah Noori posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category