20/03/2021
. . . . . . . . ................ . . . .786.........................
#مـــــــوضوع👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
ژور #خــــپــــګان او ضـــد درمــــــل يى ( Anti Depressant Drugs )
#تعریف :
ډپریشن دهغه تشویش څخه عبارت دی چی ناروغ د غم او خفګان احساس کوی د بدبختی اود خفګان احساس له کبله دی ته ترجیع ورکوی چی یوازتیوب خوښ کړی .
اود خوشی د اظهاریدو قدرت نلری . داسی فکر کیږی چی په ډپریشن کی دماغ په بعضی نواهیو کی د مونوامینو سویه تنقیص کوی لکه نوراپنفرین ( یا نارادرینالین ) یا سیروتونین .
ددغه درملو له استعمال له کبله ددغه موادو سویه جګیږی او دماغی انحطاط ښه والی مومی چی دغه مواد افرازوی دوباره جذبوی چی دغه حادثه ته Reuptapre پنوم یادیږی .
د تراسکلیک مستحضرات ددغه حادثی د نهی سبب کیږی یعنی نوراپنفرین او سیروتونین د جذب مخه نیسی مکر ددرملو د تاثیر شروع څو هفتی وخت نیسی . ددرملو تاثیر په مختلف اشخاصو کی مختلف دی کیدایشی یو درمل سره ځواب ښه نه وی مګر بل درمل سره ځواب ښه وی .
نومړی درمل د نارمل اشخاصو په سلوک باندی تاثیر نه لری #مهمترین #درمل یی په #لاندی ډول دی .
1 __ Imipramine
2 __ Amitripylline
3 __ Trimipramine
#د #استــــــعمال #ځایونه : يا indecation
په دماغی انحطاط کی امی ترپتیلین , وترای میرامین , په هغه حالاتو کی چی تسکین مد نظر وی ترجیع ورکول کیږی . امی ترپتیلین د نیورو پاتی دردونو کی تجویز کیږی . هغه ماشومان چی د شپی له خوا میتازی کوی د مباحثی لاندی تربحث لاندی دی . په ابتدا کی درمل استعمال نه شی . هغه ماشومان چی د اوه کالو څخه کم عمر ولری درمل توصیه نشی . والدینو ته اطمینان ورکړی جی کیدای شی دغه حالت د وخت په تیریدو سره ښه والی ومومی او ماشوم باید تهدید نه شی . یو یا دوه ساعته مخکی له خوب څخه مخکی باید د مایعاتو اخستل د ماشوم په واسطه محدود کړای شی په استثنا د ګرمو مناطقو یا اسهالاتو کی ماشوم یو یا دوه ساعته وروسته له خوب څخه پاڅول شی چی خپله مثانه تخلیه کړی .
#جــــــــانــــــــبــــــی #عوارض :
انتی موسکانیک تاثیرات , خولی وچوالی , Dysuria , د لیدلو تشویش , زړه بدوالی , قبضیت یی جانبی عوارض .
#قـــــــلــــبــــــی #تاثیرات :
قلبی تاثیرات , ارتمیا , ټکی کاردیا , خوله , د شریانی فشار کموالی .
#نـــــــــــــور #تــــــــــاثــــــیــــــرات :
د عشه Tremor , جلدی اندفات , وینی په شکر کی تغیرات , په سلوک کی تغیرات , د جنسی فعالیت تغیرات .
#مـــــــــضـــــــــاد #استطباب :
په میو کاردیل انفاکشن ( MI ) کی , په قلبی ارتیما ګانو کی او قلبی پلاکونو کی .
#احـــــــــــتـــــــــیــــــــــاط :
حاملګی , شیدو ورکولو کی باید احتیاط وشی .
د Amitripiylline دوز :
هغه خلک چی د خودکشی تمایل لری ټول درمل په یو ځل په لاس ورنه کړل شی . ځکه چی تراپیوتیک او اندکس تراپیوتیک ترمنځ فاصله لږوی .
کاهلانو ته 75mg زړو خلکو ته 75_35 mg په یو دوز د شپی لخوا په نیورو پاتیک دردونو کی 25_10 mg شپی لخوا د ضرورت په وخت کی 75_50 mg د شپی لخوا چی 25mg تابلیت موجود دی .
د Imipramine دوز :
کاهلانو ته 75mg په تقسیمی دوزونو په ابتدایی ډول تجویز کیږی .
د Trimipramineدوز :
کاهلانو ته 75_50 mg په وحد دوز دوه ساعته مخکی له استراحت څخه نومړوړی دری واړه درمل دقیق دوز سنجول په کار دی . ځکه چی د تداوی دوز او توکسیک دوز ترمنځ سرحد ډیر کم دی .
Fluoxetine :
د خولې د لاری تطبیقیږی او په عضویت کی په نور فلوکزاتین تبدلیږی .
چی نیمایی عمر یی د یو څخه ترڅلورو ورځی ده .
#د #اســـــــــــــتعمال ځایونه :
په ډپریـــــشـــــــــــــــن کی #استعمالیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږی .
#مـــــــضاد #استطباب :
په مانیا کی نه ورکول کیږی .
#احــــــــــتـــــــیــــاط :
قلبی تشویشات , ډیابت , وینی تشویشاتو کی , د ځیګر اوپښتورګو تشویشاتو کی احتیاط وشی .
#جـــــــــانــــــــبــــــــــی #عوارض :
د وینی ګلوکوز تغیرات , د ويښتانو رژیدل , د هضمی جهاز تشویشات .
دوز :
په دماغی انحطاط کی 20mg په ورځ کی کاهلانو ته تطبیقیږی .
#نور #درمل یی په لاندی ډول دی
Protadine
1:د اضطاب او ژورخفګان د لمنځه وړلو لپاره کاروی
Venlafxine
2:-د ژور خپګان د لمنځه وړلو لپاره کارول کیږی .
Escitalopram
3:-د ژور خفګان او panic Drsorder لپار کارول کیږی
Citalopram HCL
4:-د ژور خپګان او انزایتی لپاره کارول کیږی
Sertraline
5:-د ژور خپګان او اضطراب د درملنی او وقایی لپاره کارول کیږی
Paroxetine
6:-د ژور خپګان او نارامی د ټولو ډولونو لپاره کارول کیږی
Etifoxine HCL
7:-د ژور خپګان او.انزایتی په درملنه او بیلابیلو حساساتی او بدنی عکس العملونو په درملنه کی کارول کیږی .