Kandahar City doctors د کندهار ښار ډاکټر صاحبان

Kandahar City doctors د کندهار ښار ډاکټر صاحبان This page is specified for doctor's information.

06/09/2024

د تخصص په ازموينې کې ټولو بریالی متخصص صاحبانو ته د زړه له تله مبارکې وایم!
هغه شیریني مو هیره نسی.

26/12/2023

په کندهار ښار کی مو لاندی متخصصین پکار دی د دولتی بست لپاره:
جراحی متخصص
غوږ، پزه او ستونی متخصص
د نسایی ولادی متخصصه
ارتوپیدی متخصص
جراحی متخصص
علاقمندان کولای سی زموږ سره خپل معلومات شریک کړی!

18/12/2023

.د زړه یو متخصص ډاکتر وايي؛ چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لري، ور سره شریک کړئ. په حقیقت کي نوموړي شخص د یو انسان ژوند ژغورلی دی.په ګرمو اوبو سره درملنه.هیڅ باور د چا نه کیږي، ډيري داسی ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي. د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې، نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده:شدیده سردردي، د ویني فشار، کم خوني، د زنګنو درد، فلج، د زړه شدید ضربان، د ویني غوړ، ذکام، د ستوني پاړسوب، سل، د شریانونو پاړسوب بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري او همدارنګه د معدې پاړسوب، کم اشتهایي او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو، غوږ او حنجره پوري مربوط وي، زیات ګټوري دي.د استعمالولو کړنلاره:څه وخت چي اوبه په جوش راغلې، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه پورته سۍ، څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ! اوبه باید ګرمي وي. ولي دومره باید ګرمي نه وي چي معده مو وسوځوي، د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ! ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو له څښلو سره په مشکل کي کیږي. کیداسي چي لږ لږ وڅښي، تر څو ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي. چي پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.شکره په ۳۰ ورځو کي، ویني فشار په ۳۰ ورځو کي، د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي، د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي، سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي، میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي، د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي، شدید سردرد په ۳ ورځو کي، کم خوني په ۳۰ ورځو کي، د ویني غوړ په ۴ میاشتو ي، فلج په ۹ میاشتو کي او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي.ستاسي سلامتي زموږ هیله ده.

18/12/2023

هره ورځ يو کوچنی پیاز خوړل مو بدن ته دوه خاصې ګټې لري يوه يې.په عموم کې بايد واضح وويل شي چې ګټې ټول سبزیجات او مېوې لري صرف په دې شرط چې په مناسبه اندازه په مناسب وخت کې وخوړل شي خو ځنیې سبزيجات پکې داسې دي چې د هغوی ګټې د انسان د بدن د ډېرو مهمو غړیو لپاره دي او بل دا خاصې سبزۍ او مېوې په کم وخت کې په یوازې ځان د انسان په روغتیا واضح تأثير کوي نو ځکه بايد ورته ډېر اهمیت ورکړل شي.قدرمنو لوستونکو پياز داسې په زړه پورې ګټې لري چې په هکله یې ډېرو حکيمانو خبرې کړې دي هغوی یې هم ګټې بيان کړې دي او په اوس زمانه کې د طب ډاکتران او طبی څیړونکي هم په ښکاره وايي چې پياز له نورو سبزيجاتو څخه ځآنګړې ګټې لري کومې چې په دې مقدار په نورو موادو کې نه پيدا کېږي.پياز د سرطان د ناروغۍ په وړاندي مقابله کوي، محترمو څیړنې ښيي کوم کسان چې په منظم ډول پياز خوري د معدې په سرطان د اخته کېدو خطر یې د نورو کسانو څخه ۲۲ سلنه کم دی. څېړنو دا هم ثابته کړې ده چې د پيازو خوړونکي انسانان د کولمو د سرطان څخه هم تر نورو ۱۵ سلنه زیات په امان کې وي.د پيازو بله ځانګړې ګټه د هغو کسانو لپاره ده چې په ځوانۍ کې یې بې لاري کړي وي او يا یې په لږ وخت کې ډېر زیات کور. والي کړی وي، طبي سرچینې وايي چې د پيازو خوړل ددې سبب کېږي چې د نارينه سپرم يا مني زيات شي ورسره د نارينه و د سپرمو کيفيت هم ښه کېږي او يو نارينه کې دا طاقت او وړتیا زیاتېږي چې خپله مېرمن حامله کړي.

18/12/2023

پۀ لیمو داسې ځان ښایسته کړئ

د پوستکي د روغتيا او ښکلا لپاره تروش لیمو پرېمانه کېمیاوي توکي لري، چې د پوستکي پۀ روغتیا سربېره د تازه ګۍ، ځوانۍ او قوي کېدو باعث هم ګرځي

لیمو د پوستکي د زړېدو او ګونځې کېدو مخنیوی کوي او پر مخ د تورچکه لیکو د پاکوالي لپاره د شپې لخوا د لیمو اوبه پر مخ وموښئ او تر سهاره یې همداسې پرېږدئ. که د لیمو اوبه لۀ ګیلسرین سره يؤ ځای شي، نو ترلاسه شوی مخلوط د پوستکي د ګونځو لۀ منځه وړو لپاره ښه نسخه ده.

که غواړئ چې ویښتان مو ښکلي شي، نو د لیمو یوه اندازه اوبه لۀ یخو اوبو سره ګډې کړئ او ترلاسه شوی ترکیب پۀ ویښتانو وموښئ، تر یو څو دقیقو وروسته ویښتان ووینځئ.

د لیمو اوبه که چېرې په وچ پوستکي وموښل شي، نو د پوستکي وچوالی له منځه وړي او که پښې یا څنګل مو چاودې شوې وي، نو د لیمو اوبه یې بېرته عادي حالت ته په ګرځولو کې له تاسو سره مرسته کوي.

همدا ډول عارفه ځدراڼ وايي، د ستړیا له منځه وړو لپاره هم لیمو کافي شافي نسخه ده، په ځانګړي ډول کله چې په سړه هوا کې ښه ستړي شوئ، نو پښې مو د یو څو دقیقو لپاره په ګرمو اوبو کې کېږدئ، تر را وېستو وروسته هره پښه د نیم لیمو په اوبو غوړه کړئ، په دې سره به مو

18/12/2023

د سترګو موښل یا مږل بې ضرره نه وي بلکې بدې اغېزې لري.د سترګو موښل یا مږل په ظاهره یو عام او بې ضرره عادت ښکاري او په دې ډول د سټریا احساس کمېږي؛ خو ایا پوهېږئ چې دا عادت مو د سترګو لپاره زیانمن ثابتېدای شي؟ په ځانګړې توګه که تاسې خپلې سترګې په ډېر سخت یا ډېر ځله د مږلو عادی لرئ.د دې عادت ځینې زیانونه په لاندې ډول دي:په قرنیه کې زخم:د امریکا د کلیولینډ کلینیک په وینا، د سترګو مږل د قرنیه په برخه کې د زخمونو لامل کیږي، چې د سترګو جدي ستونزې پیدا کوي.د سترګو د انفیکشن خطر ډېرېږي:د سترګو انتان هغه وخت پیښېږي کله چې میکروبونه د لاسونو څخه سترګو ته ولیږدول شي یا د کوم لامل له امله د سترګو د اغېرمن کېدو سبب شي.ګونځي:د روغتیایي کارپوهانو په وینا، د سترګو مږل د سترګو شاوخوا د پوستکي ضخامت زیاتوي او په پایله کې د پوستکي د ګونځي کېدو لامل کېږي.کیمیاوي غبرګون:که سترګې مو د حساسیت له امله خارښت لري، نو د مږلو سره یو ډول کیمیاوي غبرګون رامنځته کېږي چې د هسټامین په نوم یادیږي. که څه هم دا لنډمهاله آرام ورکوي خو وروسته د حساسیت شدت لا پسې زیاتېږي.تورې حلقې:د دې عادت په پایله کې هغه هورمون چې د سترګو د شاوخوا پوستکي رنګ ساتي په ډېره اندازه تولیدېږي او په پایله کې یې تورې حلقې پیدا کېږي.د موتیا شدت ممکن نور هم زیات کړي:کله چې تاسې د سترګو تورې مایع په داخلي حجرو باندې فشار زیات کړئ نو د موتیا خطر زیاتوي. که چیرې کوم څوک د موتیا په ناروغۍ اخته وي نو د ناروغۍ شدت یې لا پسې خرابیږي.د سترګو سورخي:د کارپوهانو په وینا، د دې عادت په پایله کې د سترګو سوروالی زیاتیږي او داسې ښکاري لکه تاسې چې ستړیا لرئ.د سترګو شاوخوا خارښت:د سترګو په مږلو سره د سترګو شاوخوا خارښت پیدا کیږي چې ډېر ځورونکی وي.عینکو ته اړتیا:د کارپوهانو په وینا، د سترګو مږل د قرنیې په جوړښت اغیزه کوي او نظر کمزوری کوي، چې له امله یې د عینکو کارول اړین دي.د رڼا بدې اغېزې:روغتیایي پوهانو ویلي چې په پرلپسې ډول د سترګو په مږلو سره د وینې د رګونو فعالیتونه متاثره کیږي چې له امله یې روښاني یا رڼا بده لګېږي.

18/12/2023

که د سهار پیل په دې څښاکو سره وکړئ نو له زیاتو ستونزو به خوندي پاتې شئ.ایا تاسو پوهیږئ چې په ورځني ژوند کې ځینې کوچني بدلونونه په روغتیا منفي یا مثبت اغیزه لري؟ د مثال په توګه که تاسې سهار په نهاره په اوبو کې لېمو واچوئ او ویې څښئ نو دا ستاسو په روغتیا حیرانوونکې اغیزې لري.د هاضمې سیسټم لپاره:دغه تیزابي مایع یا څښاک د بدن دننه د خواړو په هضم کې مرسته کوي او همدا لامل دی چې زموږ په معدې کې د تیزاب اندازه لوړوي. په لېمو کې موجود تیزابیت په معده کې د تیزابو د کچې په لوړولو کې مرسته کوي، دا په داسې حال کې ده چې د عمر په تېرېدو سره د معدې تیزاب کمېږي.د ډیهایډریشن څخه ساتنه کوي:په ټوله نړۍ کې زیاتره خلک هره ورځ په مناسبه یا د اړتیا په اندازه اوبه نه څښي، چې له همدې امله د ورځې د ښه پیل لپاره د سهار پرمهال د لیمو اوبه څښل مهم دي.د وزن کمول:د دې څښاک څښل د وزن کمولو کې هم مرسته کولای شي او که چېرته د دې څښاک د څښلو عادت خپل شي نو په ورو ورو ډول به د بدن اضافه وازدګه اوبه کړي.د ویټامین سي:د لېمو جوس په اوبو کې ګډ او استعمال کړئ دا مو بدن ته په کافي اندازه ویټامین سي ورکوي او ویټامین سي زموږ د بدن د حجرو روغتیا لپاره مهم دي او د موسمي زکام څخه هم ساتنه کوي.د پوټاشیم کچه لوړوي:پوتاشیم زموږ د بدن لپاره مهم دی ځکه چې دا د اعصابو او عضلاتو ترمنځ د اړیکو لپاره اړین وي. د دې تر څنګ پوتاشیم د وینې فشار هم کنټرولوي چې د زړه د ناروغیو خطر کموي او لېمو په کافي اندازه پوتاشیم لري او د لېمو جوس په اوبو کې ګډول د پوتاشیم ښه سرچینه ده.د پښتورګو د تیږو خطر کموي:دا څښاک د سیټریک اسید له امله د پښتورګو د دردناکو تیږو په وړاندې ساتنه کې هم مرسته کوي او ډیهایډریشن هم د پښتورګو د تیږو لوی لامل دی نو د دې څښاک استعمال د ډیهایډریشن خطر کموي.دا څښاک د سیټریک اسید له امله د پښتورګو د دردناکو تیږو په وړاندې ساتنه کې هم مرسته کوي او ډیهایډریشن هم د پښتورګو د تیږو لوی لامل دی نو د دې څښاک استعمال د ډیهایډریشن خطر کموي.د محوري فشار مخنیوی:لېمو د فایټونټرینټ په نوم مرکبات لري چې بدن د مختلفو ناروغیو څخه ساتي. دا مرکبات د انټي اکسیډنټ ملکیتونه لري چې د اکسیډیټ فشار له امله رامنځته شوي زیان څخه د بدن حجرې ساتي.

18/12/2023

ایا کیوي خوند درکوي؟ دا مېوه حیرانوونکې ګټې لري.په ورځني ژوند کې د تازه مېوو او سبزیجاتو اهمیت له پامه غورځول نشو غورځولی، ځکه چې مېوې او سبزیجات په غذايي موادو لکه ویټامینونو، منرالونو او فایبر بډایه دي، چې د صحي او متوازن غذایي رژیم لپاره عالي زیاتونه ده.که څه هم هره مېوه د انسان روغتیا ته ډېرې ګټې لري او نه شو کولای چې ګټې او اغېزې یې له پامه وغورځوو؛ خو په خوړو یا غذایي موادو کې د کیوي شاملول ځینې حیرانونکې ګټې هم لري.د پوستکي لپاره غوره وي:کیوي مېوه په ویټامین سي بډایه مېوه ده چې د انسان پوستکي لپاره ښه ده. یوازې ۱۰۰ ګرامه کیوي د ورځني ویټامین سي اړتیا ۱۵۴ سلنه پوره کوي او په دې کې موجود انټي اکسیډنټ هم د عمر پورې اړوند د ګونځو مخه نیسي.د وینې فشار کنټرولوي:د وینې لوړ فشار یوه داسې ستونزه ده چې په ملیونونو خلک ترې اغیزمن کېږي؛ خو له نیکه مرغه کیوی مېوه کولای شي په زیاته اندازه د پوتاشیم له امله د وینې لوړ فشار په کنټرول کې مرسته کوي او د نورو ناروغیو لکه فلج او ټایپ ټو شکر ناروغانو لپاره هم مناسب دی.د هضم لپاره غوره وي:هره ورځ ۱۰۰ ګرامه کیوي مېوه کولی شي بدن ته شاوخوا ۳ ګرامه غذايي فایبر چمتو کړي، چې د ورځني فایبر مصرف ۱۲ سلنه پوره کوي او د غذايي فایبر له امله د اوږدې مودې لپاره د لوږې احساس نه کېږي او د هضم لپاره هم ښه وي. کیوي د پروټین د هضمولو انزایم هم لري چې په چټکۍ سره په امینو اسیدونو بدلېږي.ښه خوب:په دې به باور کول یو څه سخت وي خو څیړنو ښودلې چې کیوي مېوه د شپې خوب ښه کوي ځکه چې دا د سیروټونین مرکبات لري او د دې میوې کارول د خوب کولو ستونزې لرې کوي. همدغه راز د کیوی مېوه پوټکی د خوب د ښه کولو لپاره یو پیاوړی ماده ده.د معافیت زیاتوالی:په کیوي مېوه کې ویټامین سي د معافیت سیستم عالي وده ورکوونکې برخه ده او په دې مېوه کې موجود انټي اکسیډنټ په بدن کې د سوخت په کنټرول کې مرسته کوي او د ازادو رادیکالونو له زیانونو څخه ساتنه کوي.هډوکي قوي کوي:کیوي میوه د فولیټ یوه ښه سرچینه ده چې د هډوکو جوړښت ته وده ورکوي او د امیندواره میرمنو لپاره ښه دي او په دې ډول د حمل پرمهال له زیاتو ستونزو مخنیوی کوي او د راتلونکي ماشوم لپاره هم حیرانوونکې ګټې لري.

18/12/2023

*پلاسنټا یو حیاتي ارګان دی د مور په رحم کې د ماشوم د ودې لپاره. دا جوړښت د معدې دننه وده کوي او د کثافاتو لرې کولو مسؤلیت لري د اکسیجن او ټول غذایی موادو رسولو لپاره ماشوم لکه څنګه چې وده کوي. له دې سیمې څخه د امبیلیکل کنډک وده کوي چې مور د ماشوم سره یوځای کوي. مخکینی پلاسینټا دا د رحم په دننه کې په ځانګړي ډول وده او موقعیت لري او د دې لپاره موږ تحلیل کوو چې دا څنګه وده کوي او که موقعیت یې کوم ډول پایلې ولري.*

*د طبي معایناتو په جریان کې، د پلاسینټا ډول چې د امیندواره میرمنې په رحم کې جوړیږي تشخیص کیږي. په دې حالت کې موږ کولی شو د الف په اړه خبرې وکړو مخکینۍ، مخکینۍ، فنډیک یا پریویا پلاسینټا (ټيټ). بڼه یې خړوبه ده، د څو رګونو او رګونو په واسطه خړوبیږي چې د دې غذايي موادو او اکسیجن د ورکولو مسؤلیت به جنین ته ورکړي.*

18/12/2023

هغه نښې نښانې چې د ګردو خرابي او ستونزې په ګوته کوي.پښتورګي یا ګردې له بدن څخه د فاضله موادو په ایستلو کې مهم رول لوبوي او د هورمونونو د جوړولو تر څنګ د وینې فشار هم کنټرولوي، که پښتورګي په سمه توګه فعالیت ونه کړي نو خطرناکې ستونزې رامنځته کولای شي.نن به تاسې ته ځینې داسې نښې نښانې په ګوته کړو چې په اسانۍ سره به پوه شئ چې ستاسې په پښتورګو یا ګردو کې کومه ستونزه شته یا نشته.په ادرار کې بدلون:که ستاسې ادرار یا تشې متیازې بې رنګه یا ډېرې شوي وي یا یې بد بوی پیدا کړی، دا ټولې هغه عامې نښې دي، چې باید خپل پښتورګي سمدلاسه د ډاکټر لخوا معاینه کړئ.د بدن پړسوب:که ستاسې پښتورګي په سمه توګه کار نه کوي، نو اضافي مواد مو په بدن کې په جوړیدو پیل کوي، چې د پښو، پونډو او لینګیو د پړسوب لامل کیږي. د دې تر څنګ د سترګو پړسوب او د ساه لنډۍ هم د پښتورګو د خرابۍ نښې دي.ستړیا او کمزوري:که پښتورګي یا ګردې وینه فلټر نه کړي، نو زموږ بدن په کافي اندازه وینه نه ترلاسه کوي چې د ستړیا او کمزورۍ لامل کیږي.زړه بدوالی او کانګې:که زموږ پښتورګي په سمه توګه کار ونکړي، نو په بدن کې زهري مواد په جوړیدو پیل کوي، چې د زړه بدوالي او کانګې لامل کیږي. د دې تر څنګ د وزن له لاسه ورکولو سره هم د بدن مالګه کمیږي.د وینې لوړ فشار:د وینې لوړ فشار:پښتورګي د وينې د فشار په کنټرول کې مهم رول لوبوي، که پښتورګي په سمه توګه کار ونکړي، د وينې فشار لوړېږي، چې د زړه د ناروغيو، فالج او د پښتورګو د ناکامۍ خطر زياتوي.د ملا درد:د پښتورګو د اغېزمنېدو نښې نښانې د ملا په لاندنۍ برخه کې درد هم دی، چې په ښي او چپ اړخ یا د ګېډې د درد څخه معلومېږي او په پښتورګو کې د تیږو نښه هم د ملا درد دی.

18/12/2023

مالټه د وینې د لوړ فشار لپاره غوره درمل دي.ویټامین سي د سرطان ناروغيو د مخنیوي لپاره غوره درمل دي، ځکه چې دغه ویټامینونه د د سرطان د ناروغيو د پیدا کوونکي عامل نیتروزامینونو پر وړاندې مقاومت کوي او نه پرېږدي، چې دغه نیتروزامینونه د انسان په بدن کې نمو وکړي او خوراه شي.د مالټو زیات خوراک د انسان په بدن کې د معدې له سرطان او له نورو بېلابېلو سرطانونو څخه مخنیوی کوي. همدا ډول هغه څوک چې مالټې ډېرې خوري او تل د مالټو شربت څښي نو د نورو هغو خلکو په نسبت چې مالټې کمې خوري یا یې بېخي نه خوري، په بدن کې کې سرطان په سلو کې ۵۰ سلنه کم وي.په هغو خلکو کې چې مالټې یې ورځنی خوراک دی یا د نورو خلکو په پرتله یې زیاتې خوري، د معدې په سرطان نه اخته کېږي او که پرې اخته هم شي نو د نورو خلکو په پرتله یې ژر نه راپرځوي او یاد سرطان یې په معده کې ډېر نه خپرېږي. همدا ډول مالټې د انسان په وینه کې د کلسترولو کچه راټيټوي او دغه خاصیت د مالټو په نریو ټېغونو کې دی.که چېرته یو ناروغ دې ته اړتیا ولري، چې د وینې کلسټرول یې کم شي او شریانونه یې جوړ شي، نو ډاکټران ورته د مالټو د خوړلو سپارښتنه کوي او دا یې د درملنې لپاره غوره لاره ګڼي. همدا ډول مالټې داسې خاصې ځانګړنې لري، چې له امله یې د انسان په بدن کې د بېلابېلو وایرسونو مخه نیول کېږي.یو ګیلاس د مالټو اوبه ۱۲۰ ملي ګرامه ویټامین سي لري او د دې ترڅنګ کلسیم، پوتاشیم، نیاسین او اسید فولیک هم لري. د مالټې اوبه که هر څومره وخت په یخچال کې وساتل شي او څومره چې سړې شي، ويټامین سي پکې لا ډېرېږي. ماهران وايي، چې هغه خلک چې د وینې فشار یې لوړ وي، نو په خپل ورځني غذايي رژیم کې دې مالټې هم شاملې کړې دي، ځکه چې مالټې لوړ پوتاشیم لري او له دې سره د وینې لوړ فشار په خورا اسانۍ سره ټيټې کچې ته راښکته کېږي. د مالټې یو ستر ګیلاس اوبه خواوشا ۳۵۰ ملي ګرامه پوتاشیم لري، چې د وینې د لوړ فشار لرونکي خلک پرې په اسانۍ سره خپل فشار ټيټې کچې ته راښکته کولای شيی.

18/12/2023

هغه خوراکي توکي چې د سرطان لامل کېږي.سرطان یوه ډېره پیچلې او ځورونکې ناروغي ده چې ډېر ډولونه لري. د دې ناروغۍ اړه تر اوسه بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو دا بیا معلومه ده چې ډېر داسې عناصر شته چې د سرطان لامل کېدای شي.جینټکي او ارثي سابقه هم په دې کې مهم رول لوبوي او نه کنټرولېږي خو ځینې فکتورونه شته چې په مرسته یې کنټرولولی شو لکه د ژوند طرزالعملونه، چې دا په سرطان باندې د پام وړ اغیزه لري.د څیړنیزو راپورونو له مخې، د سرطان زیاتره پیښې د مخنیوي وړ عواملو له امله رامنځته کیږي، چې په دې نوملړ کې خواړه یو له مهمو لاملونو څخه دي او د ځینو خواړو استعمال د ځینې سرطاني ناروغیو خطر زیاتوي.پروسس شوې غوښه:پروسس شوې غوښه هغه غوښې ته وایي چې د اور یا لوګي، مالګې یا نورو طریقو په مرسته ساتل شوي وي. سره غوښه معمولاً پروسس کیږي او داسې مرکبات رامنځته کوي چې د سرطان خطر زیاتوي. د بېلابېلو څېړنیزو راپورونو له مخې، د پروسس شوې غوښې خوړل د معدې، کولمو او سینې د سرطان خطر زیاتوي.سره کړي خواړه:د اکریلامایډ په نوم مرکب هغه وخت رامنځته کیږي کله چې خواړه په لوړه یا زیاته تودوخه پاخه شي، په ځانګړي توګه هغه خواړه چې په غوړیو کې پخیږي. دا مرکب ممکن د سرطان خطر زیات کړي او یوې څیړنې هم موندلې چې اکریلامایډ د ډي این ای د زیانمن کېدو لامل کیږي.ډېر پاخه شوي خواړه:هغه خواړه، چې د ډېر وخت لپاره پخېږي، هم په زیاته اندازه داسې کیمیاوي مواد لري چې د سرطان خطر زیاتوي. په ځانګړې توګه د ډبرو په سکرو پخه شوې غوښه د سرطان لامل کېدونکو کیمیاوي موادو اندازه زیاتوي. د څېړنیزو راپورونو له مخې، دا ډول خواړه د حجرو ډي این ای بدلوي او د سرطان خطر زیاتوي.د بورې زیات استعمال:د خوږو یا بورې زیات مصرف هم د سرطان خطر زیاتوي. د څیړنیزو راپورونو له مخې، د ډېر خوږې لرونکي خواړه مصرف د شکر او چاغۍ خطر ډیروي او دا دواړه ستونزې د التهاب او اکسیډیټ فشار لامل کیږي چې د سرطان خطر زیاتوي.الټرا پروسس شوي خواړه:یوې تازه څیړنې موندلې چې د الټرا پروسس شوي خواړو ډیر استعمال د سرطان او مړینې خطر زیاتوي. په الټرا پروسس شوي خواړو کې ډبل ډوډۍ، ژر پخیدونکې خواړه، خواږه، کافي، کیک، ناشته، د چرګانو او کبانو غوښې، نوډلز، خواږه او سوډا مشروبات شامل دي.د څېړنو له مخې، هغه خلک چې الټرا پروسس شوي خواړه خوښوي او نرم مشروبات ډېر څښي؛ خو سبزیجات او میوې نه خوښوي نو د داسې خلکو د سرطان او نورو ناروغیو خطر هم زیاتوي.الکول:د الکول استعمال په بدن کې د سرطان زیاتیدونکي مرکبات رامنځته کوي چې د ډي این ای له زیان سره د اکسیډیټ فشار لامل هم کیږي. دا مرکبات د معافیت په فعالیت هم اغیزه کوي او د بدن لپاره د سرطاني حجرې په نښه کول ستونزمنوي.

Address

Kandahar

Telephone

+93748155607

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar City doctors د کندهار ښار ډاکټر صاحبان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram