31/03/2026
#سنتی ( #ختنه )
سنتی (ختنه) د نارینه وو د تناسلي آلې د مخکینۍ پوستکي (fo****in) د جراحي له لارې لیرې کولو عمل دی.
سنتی ولې ترسره کیږي؟
د سنتی لپاره درې اصلي #لاملونه شتون لري:
1. #مذهبی لامل: په #اسلام او #یهودیت کې سنتی یو ډیر مهم مذهبی سنت ګڼل کیږي.
2. #طبي (روغتیايي) لامل: طبي څیړنې ښیي چې سنتی ځینې روغتیايي #ګټی لري، لکه:
.د ادرارو د لارې د انتاناتو ( ) خطر کموي په ماشومانو کې.
· د تناسلي آلې د #سرطانونو خطر کموي.
· د #جنسی لارې د ناروغیو (لکه ایچ آی وي) د انتقال خطر تر یوه حده کموي.
(د تناسلی آلی پوستکي د تنګوالي)
او (د تناسلی آلی پوستکي التهاب) مخه نیسي
3. #کلتوری او ټولنیز لامل: په ځینو ټولنو کې ختنه (سنتی) یو کلتوري دود یا د حفظ الصحې لپاره ترسره کیږي.
د سنتی(ختنه) طريقه، وخت او ډولونه
#وخت : معمولا په ماشومتوب کې سنتی(ختنه )ترسره کول اسانه او کم خطر لري.
#ډولونه :
١ ساده ډول
٢ #لایزری ډول
· #طريقه : دا د یو متخصص ډاکټر لخوا په کلینیک یا روغتون کې د (۱۵-۳۰ دقیقو) په کم وخت کښی تر سره کیږی.
او محلي بې حسي(بی هوښی) ورکول کیږي تر څو ماشوم #درد حس نکړي.
د سنت کولو وروسته #پاملرنه :
· سیمه پاکه او وچه وساتئ.
· د ډاکټر لخوا ورکړل شوي مرهم
(لکه واسلین یا انټي بیوټیک) وکاروئ.
· پړسوب او سوروالی نورمال دی.
· که شدیده وینه راتله، پړسوب زیات شو، یا تبه راغله، سمدستي ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.
#نوټ:
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا کار باید یوازې د روزل شوي طبي #متخصص لخوا په پاک او معیاري چاپیریال کې ترسره شي. د غیر روزل شوي کسانو لکه دودیز ختنه کوونکي ( #نایی) لخوا ترسره کول کیدای شي د شدیدو خطرو او حتی ستاسو د ماشومانو د دایمی #معیوبیت لامل وګرځی.
ډاکټر عزت الله غزنوی Dr Ezatullah ghaznavi
د #اطفالو #جراحی #روزونکی ( #ترینر) #متخصص
ترینر متخصص و استاداکمال تخصص در بخش جراحی اطفال
د اړیکی شمېره : 0706512331
#آدرس : Mohmand International Hospital مهمند نړیوال روغتون