Mohmand International Hospital مهمند نړیوال روغتون

Mohmand International Hospital مهمند نړیوال روغتون په افغانستان کي لومړنی نړیوال معیاري روغتون
The First International Standard Hospital in Afghanistan

15/03/2026

د مهمند نړيوال روغتون د سترګو 👁️ څانګي (Ophthalmology Department) د خدماتو څخه د هيواد والو رضايت❗
هيواد وال د مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون خدمات د سيمي په کچه غوره بولي او د ياد روغتون د مشرتابه څخه مننه کوي چي خپلو هيواد والو ته یې نژدې، ارزانه او معياري خدمات برابر کړي دي.
نور په ويډیو کي...👇
ادرس : ۶مه ناحيه، شهرنو، کندهار، افغانستان
د معلوماتو شمېره: 0704006060
د شکاياتو شمېره: 0700004291
| | | |

09/03/2026

د روژې مبارکي مياشتي په مناسبت په مهمند نړيوال روغتون کي زيات شمېر هيواد والو ته وړيا عملیاتونه ترسره سول❗️
دغه هیواد وال چي د بيلابيلو ولايتونو څخه مهمند نړيوال روغتون ته راغلي وه، د زړه جراحي، اورتوپيدي، د سترګو او نوربيلابيل عملیاتونه په وړيا ډول ورته ترسره سول
د مهمند نړیوال روغتون مشرتابه نه يوازي په روژې مياشت کي بلکي تل یې د خپلو هيوادوالو لاس نیوی کړی او ورته یې وړيا خدمات وړاندي کړي دي.
مهمند نړيوال روغتون ـــــ په افغانستان کي لومړنی نړيوال معياري روغتون
| | |

ډاکټر رامين “صفازاده “ د پښتورګو، مثانې او جنسي ناروغيو متخصص چي د يو څه وخت لپاره په يوه رسمي علمي سفر روسيې ته تللی وو...
18/02/2026

ډاکټر رامين “صفازاده “ د پښتورګو، مثانې او جنسي ناروغيو متخصص چي د يو څه وخت لپاره په يوه رسمي علمي سفر روسيې ته تللی وو، بيرته خپل کار ځای، مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون ته راستون سوی او د خپلو هيواد والو په خدمت کي دی
هغه هيواد وال چي د پښتورګو، مثانې او يا هم جنسي برخه کي ستونزي ولري کولای سي ډاکټر رامين “صفازاده “ ته مراجعه وکړي
د مهمند نړيوال روغتون د پښتورګو په څانګه کښي په پرمختللي ميتود، نويو ماشينريو او نړيوال معيار د پښتورګو، مثانې او حالبونو لېزري عملیاتونه ترسره کيږي
د ډاکټر کاري وخت: له شنبې تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو څخه تر ماخستن ۸ بجو پوري
ادرس: ۶مه ناحيه، شهرنو، کندهار، افغانستان
د معلوماتو شمېره: 0704006060
د شکاياتو شمېره: 0700004291
| | | | | |

ډاکټر غلام کيبريا د کوچنيانو او لويانو د زړه ناروغیو جراحي متخصص دی، اوس په مهمند نړیوال ۲۰۰ بستريز روغتون کي د هيواد وا...
10/02/2026

ډاکټر غلام کيبريا د کوچنيانو او لويانو د زړه ناروغیو جراحي متخصص دی، اوس په مهمند نړیوال ۲۰۰ بستريز روغتون کي د هيواد والو په خدمت کي دی❗
ډاکټر غلام کيبريا د MBBS تر کچي زده کړي په راولپينډۍ طبي پوهنتون (Rawalpindi Medical College) پاکستان کي ترسره کړي او د زړه جراحي په برخه کښي یې د FCPS تر کچي زده کړي د پاکستان په لاهور ښار کي ترسره کړي
نوموړی د کوچنيانو او لويانو د زړه په جراحي (Adult & Congenital Cardiac Surgery) برخه کي ۱۰ کلنه کاري تجربه لري او په دې موده کښي يې د پاکستان په معتبرو روغتونونو کښي وظيفه سرته رسولې
د يادولو وړ ده چي مهمند نړيوال روغتون ته د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو څخه ناروغان مراجعه کوي او دلته یې اساسي او معياري درملنه ترسره کيږي
د ډاکټر د کار وخت: له شنبې تر پنجشنبې، د سهار له ۸ بجو څخه تر ماخستن ۸ بجو پوري
ادرس: ۶مه ناحيه، شهرنو، کندهار، افغانستان
د معلوماتو شمېره : 0704006060
د شکاياتو شمېره : 0700004291

05/02/2026

مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون په ۱۸ بيلابيلو څانګو کښي خپلو هيواد والو ته ۲۴ ساعته معياري خدمات وړاندي کوي❗
د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو څخه ناروغان مهمند نړیوال روغتون ته مراجعه کوي او دلته یې په اساسي او معياري ډول تشخيص او درملنه کيږي
زموږ د روغتون لنډ عمومي معلومات پدې ويډیو کي وګورئ
مهمند نړیوال روغتون – په افغانستان کي لومړنی نړيوال معياري روغتون
ويډيو 👇

په مهمند نړيوال روغتون کي د (روغتون اداره او مديريت) يا (Hospital Administration & Management) ترعنوان لاندي علمي کنفران...
03/02/2026

په مهمند نړيوال روغتون کي د (روغتون اداره او مديريت) يا (Hospital Administration & Management) ترعنوان لاندي علمي کنفرانس تر سره سو❗
دا کنفرانس چي د کندهار طبي ډاکټرانو د ټولني لخوا د مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون په همکارۍ جوړ سوی وو، پکښي د مهمند نړيوال روغتون اداري مرستيال، ددې روغتون سرطبيب، د کندهار د ډاکټرانو طبي شورا رئيس، د دې ټولني مرستيال او د بورډ غړو، د پوهنتون استادانو او د دولتي او خصوصي روغتونونو زيات شمېر متخصص ډاکټرانو ګډون کړی وو
کنفرانس د قران کریم په څو مبارکو آياتونو سره پيل سو، ورپسې د مهمند نړيوال روغتون اداري مرستيال حاجي محمد شريف مهمند، راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ دا ډول علمي کنفرانسونه ګټور وبلل
نوموړي وويل په کندهار کي په خصوصي طبي برخه کي زيات پرمختګونه سوي چي په وينا یې دا د افغانستان د روغتيايي سکټور لپاره ستره لاسته راوړنه ده
ده همداراز د ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو تر منځ پر ښې همږغۍ او سالم رقابت ټينګار وکړ او د خپله اړخه یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ
ورپسې د مهمند نړيوال روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالکريم بارکزي د مهمند نړيوال روغتون د خدماتو اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د ټولو خصوصي او دولتي روغتونونو سره یې د همږغۍ ژمنه وکړل
د کنفرانس په دوام د کندهار د طبي ډاکټرانو د ټولني مرستيال ډاکټر محمد حقبين د دا ډول پروګرامونو د دوام ژمنه وکړل او د مهمند نړيوال روغتون د همکارۍ څخه یې مننه وکړل
تر ويناوو وروسته د کندهار پوهنتون د استاد ډاکټر پاینده محمد ارغندابي لخوا د (روغتون اداره او مديريت) يا (Hospital Administration & Management) په اړه علمي پرېزينټېشن وړاندي سو او د ګډونوالو سره هر اړخيز بحث پر وسو، د کنفرانس ګډونوالو هم د مهمند نړيوال روغتون څخه د منني تر څنګ دا ډول پروګرامونه د ظرفيت لوړوني او خپلمنځي همږغۍ لپاره ګټور وبلل او د دوام غوښتنه یې وکړل

مهمند نړيوال روغتون
مطبوعاتو څانګه
۰۳ فبروري ۲۰۲۶

| | | | |

26/01/2026

د مهمند نړیوال روغتون د نويو زېږېدلو کوچنيانو د جدي مراقبت څانګي (NICU) معياري خدمات❗
پدې څانګه کښي د مجرب متخصص او مسلکي ټیم لخوا ۲۴ ساعته د کوچنيانو اساسي او معياري درملنه ترسره کيږي
د مهمند نړيوال روغتون په هره څانګه کښي د مسلکي پوهي او نوي ماشينرۍ په مټ هيواد والو ته اطمينان ورکول کيږي چي د ناروغانو درملنه به یې په معياري او اساسي ډول ترسره کيږي
ويډیو 👇
ادرس: ۶مه ناحيه، شهرنو، کندهار، افغانستان
د معلوماتو شمېره: 0704006060
د شکاياتو شمېره: 0700004291
مهمند نړيوال روغتون - په افغانستان کي لومړنی نړيوال معياري روغتون
| | | | |

22/01/2026

په مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون کي معياري او د رضايت وړ درملنه❗️
د مهمند نړيوال روغتون د مخ جراحي او غاښو څانګي (Stomatology & Maxillofacial Surgery Department) د معياري خدماتو څخه هيواد وال بشپړ رضايت لري او وايي چي په خپل وطن کي يې په نړيوال معيار درملنه کيږي
هيواد وال د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه مهمند نړيوال روغتون ته مراجعه کوي او دلته بيله ځنډ او خنډ څخه په ښه او معياري ډول خدمات ورته وړاندي کيږي
ويډيو👇
د معلوماتو شمېره: 0704006060
د شکاياتو شمېره: 0700004291
| | | | |

د لوی کندهار اوسېدونکو ته زيری❗️ډاکټر مشتاق احمد ( اورکزی ) چي د وزن ( چاغښت ) کمولو او شکري جراحي لپراسکوپيک متخصص دی، ...
20/01/2026

د لوی کندهار اوسېدونکو ته زيری❗️
ډاکټر مشتاق احمد ( اورکزی ) چي د وزن ( چاغښت ) کمولو او شکري جراحي لپراسکوپيک متخصص دی، راتلوونکې شنبه، د ميلادي کال جنوري مياشتي پر ۲۴ نېټه مهمند نړيوال روغتون ته تشريف راوړي
ډاکټر مشتاق احمد ( اورکزي ) خپلي لومړنۍ او لوړي طبي زده کړي په عمومي لپراسکوپيک جراحي کي (MBBS & FCPS) په پاکستان کي ترسره کړي او د چاغښت يا وزن کمولو او شکري په لپراسکوپيک جراحي Bariatric & Diabetes Advance Laparoscopic Surgery کښي يې په اسلام آباد الشفاء نړيوال روغتون کي تخصص کړی دی او پدې برخه کي ۱۰ کلنه کاري تجربه لري
هغه هيواد وال چي د چاغښت يا زيات وزن څخه رنځ وړي، زيری ورکول کيږي چي سر له اوس څخه دي د ډاکټر مشتاق احمد ( اورکزي ) سره د ليدو لپاره نوم ليکنه وکړي
يادونه:
نوي راجستر سوي ناروغان به د شنبې په ورځ د ۱۱ بجو څخه کتل کيږي او هغه ناروغان چي د ډاکټر صاحب لخوا مخکي عملیات ورته سوی وي هغه ناروغان د شنبې په ورځ پر ۳ بجې ماپښين کتل کيږي
ادرس : مهمند نړيوال روغتون، ۶مه ناحيه، شهرنو، کندهار، افغانستان
د اړيکي شمېره : 0704006060

15/01/2026

د مهمند نړيوال روغتون د زړه ناروغيو د درملني څانګه | د زړه د مصنوعي بېټرۍ عمليات (PPM) | غوره او معياري خدمات | د هيواد والو رضايت
https://www.facebook.com/share/v/1DQo5HG19d/

15/01/2026

د مهمند نړيوال روغتون د کوچنيانو د جدي مراقبت څانګه | معياري خدمات | د هيوادوالو رضايت
جنوري - ۲۰۲۶
https://www.facebook.com/share/v/15UpcaTsemp/

Address

District 6 Shahr-e-Naw
Kandahar
3802

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohmand International Hospital مهمند نړیوال روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Mohmand International Hospital مهمند نړیوال روغتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram