Sheikh Noori Pharmacy/شیخ نوري درملتون

Sheikh Noori Pharmacy/شیخ نوري درملتون شیخ نوري درملتون د باور او تضمین ځای

+93700224361

موضوع :   د وينې فشار...............................................تعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وار...
06/03/2024

موضوع : د وينې فشار...............................................
تعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي.
يا: دا هغه فشار دی چې د ويني په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې وارديږي.

👈🏻:د وینې فشار په دوه ډوله دی:
(①)- لوړ فشار【systolic blood pressure】:
※:سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته شړي، يعني کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې چې د رګونو په ديوال کوم فشار منځته راځي د systolic blood pressure په نوم ياديږي __چې نورماله کچه يې【 80__120 mm Hg】ده.

*__د ويني لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه 【 100__140 mm Hg】 ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

※:لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار د وينې لوړ فشار په نوم ياديږي.
_يا: لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي.
※: يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د تنګيدو په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه که فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار په نوم ياديږي.

__ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي د ې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايفرټينشن) وايې.

که د ويني لوړ فشار ژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي،نو د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي.

(②)- ټيټ فشار【Diastolic blood pressure】:
※:ديا ستوليک د وينې فشار: ګله چې زړه وينه په يوه پمپ سره پمپ کړي د دې نه پس يوه کمه شيبه ارام کوي، د زړه دا د استراحت د حالت فشار د Diastolic blood pressure په نوم ياديږي.
__چې نورماله کچه يې 【60__90 mmHg】 ده.

*__د وينې ټيټ فشار هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د وينې د ډپرېشن اندازه د【60__90 mmHg】ته ورسيږي
ځکه خو د ټيټ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.

ټيټ فشار د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_يا: دا هغه فشار دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يا وارديږي.
_يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د پراخيدو په وخت کې په رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه که فشار تر خپلې نورمالې کچې ټيټ شي د ټيټ فشار په نامه یادېژې ۔..............................................
👈🏻:څنګه کولی شو د وينې فشار معلوم کړو؟................................................

–د وينې د فشار د اندازه کولو مخکې بايد لاندې ټکي په نظر کې ولرو:
_ناروغ بايد په راحت شکل ناست وي په داسې ډول چې د لاسو بازوګان يې له زړه سره په سطحه کې ليول (برابر) وي.

_تر اندازه کولو نيم ساعت مخکې بايد سګريټ، چای، قهوه داسې شيان استعمال نه کړي، ځکه یاد شوي شيان يو اندازه فشار لوړوي.
_تر اندازه کولومخکې بايد پنځه دقيقي استراحت وکړي.

په یاد ولرئ، د وينې فشار په ډېر عمر لرونکو کسانو، چاغو خلکو، د شکر په ناروغانو، تشويش لرونکو او هغه کسانو کې چې الکول (شراب) څښي، لوړ وي.................................................

👈🏻: اوس راځو د وينې د فشار معلومولو عملي طريقې ته:
د دې په خاطر باندې چې د وينې فشار د معلومولو عملي طريقه زده کړو نو لومړۍ اړينه ده چې د وينې د فشار د اندازه کولو الې مهمې برخې وپيژنو:
عموماً د وينې فشار د اندازه کولو آله لاندې مهمې برخې لري:

1-Inflates rubber cuff(هوا ورکوونکی)
2-Inflatable rubber cuff( هوا احيستونکی يا خلطه)
3-Rubber tube(ربړي نل)
4-Air Valve(د هوا وال)
5-Chest piece(د سينې برخه)
6-Ear frame(د غوږونو چوکاټ)

اوس راځو د وينې د فشار د اندازه کولو عملي طريقه زده کوو:
(1):- لومړۍ دوينې د فشار آلې د خلطې برخه يا Inflatable rubber cuff داسې را اخلو چې د Inflatable rubber cuff زيګ طرف په ښي لاس باندې راشي او هغه بيا په ښي او يا چپ لاس باندې په داسې ډول تړو چې:
※: بايد Inflatable rubber cuff د څنګلې د بند څخه 2.5cm(يا دوه ګوتې پورته)په داسې ډول وتړل شي چې دوه نلونه يې بايدAnteriorبرخه کې واقع وي او لږ بايد Medial خواته وي.

(2):- وروسته په دوهم قدم کې نفس(pulse)ګورو--(په يوه لاس باندې pulse ګورو دBrachial Pulse Sites ساحه کې او بل لاس باندې Inflates rubber cuff باندې هوا ورکوو چې په نتيجه کېInflatable rubber cuff هوا اخلي)-- هوا تر هغه ورکوو چې pulse ورک شي--کله چې pulse ورک شو،نو د هغې نه وروسته به30عدده يا 30mm هوا يا فشار نور هم ورکړو.

※:کله مو چې30mm نوره هوا هم ورکړه نو-- سمدلاسه د ستاتسکوپ Ear frame برخه غوږونو ته اچوو او د ستاتسکوپ Chest piece برخه د ناروغ په شيريان(هغه ځای چې مخکې مو pulseپکې معلوم کړی وو يعني Brachial Pulse Sites) باندې کيږدو.

※:بيا به هوا ورو ورو کموو(ورو ورو د پمپ وال خلاصوو)کله چې د لومړي ځل لپاره پهEar frame کې اواز واوريدل شو(د زړه زربان واوريدل شو)،نو دا د ناروغ لوړ فشار(systolic blood pressure) دی--- هوا نوره هم ورو ورو کموو کله چې همدا اواز کوزوری(slow) او ورک شو، نو دا د وينې ټيټ فشار(Diastolic blood pressure)................................................

👈🏻: وینې د لوړ فشار له څه نه پیدا کیږي؟
روغتیا پالان وايي چې د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي:
– په غذايي رژیم کې د مالګې ډیر استعمال
– د الکولي مشروباتو استعمال
– غوړ لرونکو خواړو خوړل
– د وینې د رګونو ناروغۍ
– عصبی او روانی تشویشونه
– سگریټ څښل
– ارثيت
– عمر زیاوالی
– وزن زیاتوالی
................................................

👈🏻: درمل چې دلوړ فشار په تداوې کې استعمالېژې ،
1_ Tab ; Nifidipin
2_Tab ; furosemidi
3_Tab ; Lasix
4_ Tab ; Mmetl dopamine
5_ Tab ; Prpranolol
6_Tab ; Atenolol
7_Tab ; Enalapril
8_Tab ; Theophlline
9_ Tab ; Captopryl
................................................

👈🏻: دلته هغه کورني درملو سره مو اشنا کوو چې په مرسته يي د وینې لوړ فشار کنټرولیدی شي:

۱- هوګه: یو له هغو خوړو څخه دی چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي چې اوس د پوډر او ګولۍ په شکل هم پیدا کیږي.

۲- هاوترون (Hawthron) نومې ځنګلي بوټۍ د وینې فشار نارمل ساتي.

۳- کبانو کې موجود غوړ خپل ورځنۍ خواړه یوه اړینه برخه وګرځوئ.

۴- هغه خواړه چې خپل ترکیب کې فولک اسید (Folic Acid) لري له زیات نه زیات استعمال کړئ.

۵- خپل خواړه په جدي توګه کنټرول کړئ. کوښښ وکړئ چې هره ورځ زیاته اندازه میوه او سبزیجات، غوړ نه لرونکي خواړه، لږ غوړ لرونکي لبنیات او وچې میوې استعمال کړئ.

۶- د قندي موادو لکه بوره او غوړ لرونکي خواړه استعمال کمه کړئ او که ممکنه وي نو ځان ترې وساتئ. څیړنو ثابته کړې چې له مالګې څخه زیات بوره د وینې فشار لوړوي.

۷- خپل ورځنۍ خواړه کې هغه غذایي توکې انتخاب کړئ کوم چې زیاته اندازه کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم لري.

۸- مختلفو طریقو سره کوښښ وکړئ خپل اعصاب ارام وساتئ. له ملګرو سره چکر وهل به مو اعصاب ډیر زیات ارام کړي.

۹- هڼدواڼې وچې او پخه شوي ځیړي په شریانونو کې د وینې جریان بهتره کولو سره د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

۱۰- اوبه، شلغم، شات او سیلري (Celery) نومې سابه د وینې لوړ فشار کنټرولولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي.

۱۱- ژوند کولو طریقه بدلول د وینې لوړ فشار لپاره تر ټولو غوره درملنه ده. خپل وزن نارمل ساتل، مالګې استعمال کمول او صحي خواړه خوړل به مو د وینې لوړ فشار شکایت له منځه یوسي.

C

Address

عینومینه 30 سړک د ماهیانو فوارې ختیځ طرف ته د سعادت جامع څنګ ته شیخ نوري درملتون
Kandahar
11

Telephone

+93700224361

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sheikh Noori Pharmacy/شیخ نوري درملتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Sheikh Noori Pharmacy/شیخ نوري درملتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram