Dr.Abdul Ghani Daqiq

Dr.Abdul Ghani Daqiq د طب په اړه هر اړخيز، نوي او مهم معلومات

ټول وروڼه او خویندی کولاى سي چي په دې صفحه کي د طب په اړه هر اړخيز، معلوماتي معلومات په پښتو ژبه وګورئ او همدا رنګه مهمي طبي ويډيوګاني او څېړني

17/09/2023

دکوم گروپ وينه لرونکي کسانو واده خطرناکه دى؟

دواده په موضوع کي دويني دګروپونو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت +Rh وى واده کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دي.

کله چه يو منفى Rh- ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh+ ګروپ سره واده وکړي نو ددوى راتلونکى ماشوم دوه حالته امکان لري:

۱- که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه واده سره وکړى څه بايد وشى؟

دحامله توب د 26 - 28 هفتو په منځ کي د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟

که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه پيچکارى چه د RhD Immune globulin يا RhoGAM په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى پيچکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وي.
#نوټ: دوستانو داحالت په نږدې دوستانو کي سره واده کول څو چنده زياتوي. نو کله چي په نږدې دوستانو کي واده کوي داحالت بايد په پام کي ونيسي.
کوښښ وکړي دا معلومات دوستانو سره شریک کړئ.

02/08/2023
وچ انځر د نارینه د سپرم کیفیت ښه کوي او د کوروالي زیاتې ستونزې حل کويوچ انځر او نورې وچې مېوې بې له شکه د زیاتې انرژۍ لر...
05/02/2023

وچ انځر د نارینه د سپرم کیفیت ښه کوي او د کوروالي زیاتې ستونزې حل کوي

وچ انځر او نورې وچې مېوې بې له شکه د زیاتې انرژۍ لرونکي خواړه دي، چې په مهمو غذایي موادو لکه منرالونو او ویټامینونو بډایه دي.

وچ انځر یو له هغو وچو میوو څخه دي چې معمولاً خوړل کېږي او بې شمیره روغتیايي ګټې لري؛ نو دا اړینه ده چې دا میوه پخپل رژیم کې شامله کړو.
د دې لپاره به لومړی انځر وچ کړئ یعنې انځر به راواخلئ او لمر ته به یې کېږدئ، چې په دې ډول یې د ټول کال په اوږدو کې ذخیره کولی شئ.

د نارینه وو لپاره د انځر ګټې:

د وچ انځر له ډېرو ګټو څخه یوه د نارینه وو لپاره دا ده چې دا د جنسي روغتیا او د کوروالي فعاایت سره مرسته کوي، انځر نارینه له شنډېدو څخه ژغوري، دا ځکه چې انځر په کافي اندازه زنک لري او زنک د ټیسټورسټون کچه لوړولو کې مهم رول لوبوي.

په نارینه وو کې د زنګ کمښت د ټیټ ټسټورسټون لامل کېږي او په دې توګه انځر په طبیعي توګه د ټسټورسټون د کچې لوړولو لپاره یوه غوره لار ده. همدغه راز په انځر کې انټي اکسیډنټ او نور اړین غذایي مواد او منرالونه د سپرم حرکت او شمېر زیاتوي، نو له همدې امله وچ انځر د سپرم لپاره ډېر ګټور ګڼل کیږي.

د نارینه وو لپاره د انځر بله مهمه ګټه دا ده چې دا د پروستات غدې ته وده ورکوي. په مناسبه اندازه د انځر خوراک د پروستات پراخې شوې غدې بیرته عادي حالت ته راګرځي. همدغه ډول په نارینه وو کې عمومي ژوند او استقامت ښه کوي او هم د لوړ کولیسټرول کچه راټیټوي او د وینې د شکر کچه هم ښه کوي.

17/12/2022

مغزي سکته..

تاسي به اوريدلي ي چي پلاني نفر دعصابو رګ بند سوي دي يا يي رګ چاودلي دي..
دې ته په طبي اصطلاح کي مغزي سکته وايي.دا پر دوه ډوله ده چي په يوه کي مغزو ته وينه نه رسيږي او بل کي رګ څيري کيږي ، په دواړو حالاتو کي ماغزه خرابيږي.نو په ناروغ کي دغه نښي نښاني ليدل کيږي.

۱.د لاسو او پښو ضعيفي ( په ځانګړي توګه يو طرف)
۲.په قدم وهلو کي ستونزي
۳.دتوازن خرابي
۴.دخبرو کولو ستونزي
۵. دحافظي خرابي
۶.دشعوري حالت خرابي
۷. دحسيت خرابي
۸.د ديد خرابي

څنګه يي مخنيوي کولايسو؟
۱.دويني لوړ فشار کنټرول کړي
۲. سګريټ مه څکوي
۳.دزړه روغتيا ته مو پام کوی
۴.شکره مو کنټرول کړئ
۵.فزيکی تمرين وکړئ
۶.ښه خواړه خورئ
۷. د ويني غوړيو ته مو پام کوئ
۸.مالګه او غوړي کم خورئ
۹. تشويش مو کم کړئ
۱۰. وزن مو کم کړئ
۱۱. په سړه هوا کي ځان تود ساتئ.........

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Abdul Ghani Daqiq posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Abdul Ghani Daqiq:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram