Dr.Reyaan ډاکټر ریان

Dr.Reyaan ډاکټر ریان The propose of this page is health education

دغاښ درد دحمل په وخت کې ولې زیات وي؟دحمل یا ماشوم درلودلو پر وخت یو هم دغاښ درد مشکلات دي.ددې دردونو علتونه1_هورمونی تغی...
21/06/2024

دغاښ درد دحمل په وخت کې ولې زیات وي؟

دحمل یا ماشوم درلودلو پر وخت یو هم دغاښ درد مشکلات دي.
ددې دردونو علتونه
1_هورمونی تغیرات:هورمونی تغیرات دغاښونو د درد یو تر ټولو لوی علت ده.
چې دحاملګۍ په دوران کې هورمونونه تغیر کوي چې دنورو مشکلاتو ترڅنګ په وریو او غاښونو هم لوی اغیزه کوي.
چې دغاښونو او وریو امراضوته زمینه مساعدوي او التهابات رامنځته کوي.
2_دزړه بدوالی او کانګې کول: دزړه بدوالی او قی کول
چې دحمل په دوران کې معمول دي دمعدی تیزاب راپورته کوي چې دمعدې ترڅنګ پر غاښو او وریو هم ناوړه اغیزه کوي دهغې دخرابیدو سبب کیږي.
دحمل په حالات کې ورۍ او غاښونه ډیر حساس وي.
کله چې بورس او مسواک استعمالوو نو دهمدې تیزابیت له وجې سالم غاښونه چینجن یا هم التهابی کیږي او ماتیږي.

3_کلسیم کمښت.دکلسیم شتون دغاښونو لپاره زیات ضرور ده
نو دخاملې میرمن بدن هم دحمل پر محال ډیرو کلسیمو ته ضرورت لري.چې دکمښت له وجې دغاښونو خرابیدل او ماتیدل رامنځته کیږي.
ډاکټر ریان

09/04/2024


1. د ميلمستياوو په ځايو کښي د پسه او غواوي د غوښو سره احتياط پکار دي هفته کي يو ځل پروا نکوي هغه هم په زياته اندازه نه ولى د چرګ او ماهي غوښي مشکل نلرى،
2. د کومو کسانو چه زړه ضعيفه وي بايد د ډېرو مشروباتو چيښلو څخه پرهېز وکړى ځکه د ډېرو چاى اوبو چيښلو سره يى د بدن پړسوب او نفس تنګي زياتيږى،
3. ادرار اور ګولۍ د سهار او مازيګر په وختونو کي بايد وخوري که يى د اختر شپو او ږرځو کښي د بدن پړسوب زيات سو د ادرار اور ګوليو دوز دي زيات کړي,
4. مالګه غوړ او خواږه شيان به ډېر کم اخلي،
5. بې نمکه او يا بې غوړه په اوبو کي اېشيدلي خواړه اجازه نسته ځکه بدن ملګي او لږ غوړو ته هم ا تيا لرى او بل داسي نامناسب خواړه ناروغ کمزوره کوي،
6. هره ورځ نيم ساعت پيادوري بايد وکړي،
7. د جنسي طاقت ګولي بايد په هيس وخت کى ونخوري،
8. غټ موتر او لاري نسي چلولاى مګر موترسايکل او کوچني موتر پروا نکوي،
9. وچه ميوه د يوه مټ په اندازه ورته ګټوره ده،
10. د زړه د ناروغانو دپاره د عمر تر اخره د دوا اخستل او پرهېز ضرور دي که ناروغ سپرينګ پاس کړي وي او که نوي.

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دیتعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د ...
18/07/2023

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی
تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.

د کولیسترول وظیفی:
-• د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
-• حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
-• د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
-•همدارنګه د ادرنال غدی د هورمونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
-• د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
-• د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
-• د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
-• او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.
د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:----------------
۱ - ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو يا مضره لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی (liver)څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL دا ډول لیپوپروتین د ښه يامفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.
۳ – ترایګلایسرایډ Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.
د کولیسترولو اندازه:
- مطلوبه اندازه 200mg/dL .
- د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
- لوړ حد 240mg/dL او تر د پورته.
د لوړ کولیسترول خطرونه:
- د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
- د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
- کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
- دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
- د وینی د رګونو ناروغی.
- د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.
د وینی د لوړ کولیسترول نښی:
- خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
- د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
- په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
- د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.

د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:-------------
- غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
- د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
- د وزن زیاتوالی.
- د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو يا LDL د زیاتیدو سبب کیږی.
- د الکولی مشروباتو استعمال.
•خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:
- کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شی ورباندی اخته شی.
- د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښی نسبت ښځو ته زیاته ده یعنی نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
- هغه ښځی چه تر وخت مخکی شنډیږی یعنی میاشنی عادت یی بندیږی نسبت هغه ښځو ته چه ناوخته شنډیږی د کولیسترول د لوړیدو په ناروغی ډیری اخته کیږی.
تشخیص:----------
- د کولیسترول اندازه د لابراتواری معایناتو په وسیله کیدای شی، د کولیسترول د اندازی لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکی هیڅ شی باید ونه خوری ، او ورسته بیا د وینی نمونه د مسول کس له خوا اخیستل کیږی ، په وینه کی باید د LDL, HDL او Triglycerides دری واړو اندازه معلومه شی.

تداوی:---------------
1. د ژوند څرنګوالی : خصوصآ هغه کسان چه کورنی تاریچه ولری او یا هغه ښځی چه د وخت نه مخکی شنډی شویوی لاندی ټکی په نظر کی ولری:
- زیات فزیکی فعالیت باید وکړی ، (کارد وکړی و د ګرځی حد اقل ۳۰۰۰ متره او یا تر د زیات باید روزانه په پښو وګرځی)
- په خپل ورځنی خوراکی رژیم کی د له میوی، سبزی، حبوبات ( لوبیا، نخود، دال ماش او داسی نور) د وربشی ډوډی او ښه غوړی خصوصآ هغه غوړی چه مایع وی او کولیسترول و نه لری استفاده وکړی.

- هغه خواړه چه په حیوانی غوړو کی تیار شوی وی، خپله حیوانی غوړی لکه زیړ غوړی، وازده، کوچ، سپینه غوښه، همدارنګه ځینی نور خواړه لکه ینه، هګی، پښتورګی، لبنیاتو څخه باید کمه استفاده وکړی او یا یی هیڅ و نه خوری.
- د شپی له خوا حد اقل باید ۸ ساعته خوب وکړی.

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې! د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذ...
10/06/2023

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې!

د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذیه ده، خو داسې وختونه هم راځي، چې د مورشیدې د ماشوم د بشپړې تغذیې له پاره بسنه نه کوي، په داسې حالاتو کې د مور د شیدو د ډېرښت له پاره ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې رڼا اچوو .
د دې له پاره هره هڅه مو چې ماشوم د مور له شیدو څخه تغذیه وکړي، ارزښتمنه ده، ځکه چې د مور شیدې تر ټولو غوره خوړنیزه سر چینه ده، چې تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د ژوند د لومړي کال په اوږدو کې یې ورکړئ . د مور شیدې د ماشوم ټولې تغذیوي اړتیاوې ور پوره کوي او د میکروبونو په وړاندې دفاعیه ځواک وړاندې کوي او دغه راز له ماشوم څخه د ستروالي پرمهال د مسمومیت, میکروبو او حساسیت په وړاندې ساتنه کوي. هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د سینې او تخمدان په سرطان نه اخته کېږي، خو ځینې ښځې د خپلو شیدو د زېرمې د کچې په اړه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي . د دې ستونزو تر ټولو عمده لامل د بشپړو خوړنیزو توکو نه شتون، د مایعاتو مصرف، ستړیا، لوړ رواني فشار، د ماشوم ډېره کمه تغذیه او یا د تغذیه کېدو لنډ مهال دی .
۱ ـــ د التهاب ضد یو بشپړ او سالم خوړنیز رژیم ( په ورځ کې شاوخوا ۲۵۰۰ کالوري )
۲ ـــ د ډېرو اوبو څکل . که چېرې تاسو د اوبو له کمښت سره مخ یاستئ، نو ستاسو بدن نه شي کولای، چې شیدې تولید کړي .
۳ ـــ د شپې له خوا ګټور او اغېزمن خوب، په هره کچه چې کولای شئ او یا د ورځې له مخې هغه مهال چرت وهل، چې ماشوم ویده وي .
۴ ـــ له کورنۍ او دوستانو څخه د کورنۍ دندو په ترسره کېدو د مرستې غوښتنه .
۵ ـــ تر ډېره د ماشوم تغذیه د مور په شیدو سره، که چېرې ماشوم زیات او د اوږدې مودې له پاره د مور تی وروي، نو د مور د شیدو د ډېرښت سبب ګرځي .
۶ ـــ د رواني فشار د راکمېدو تخنیکونه په منظم ډول تمرین کړئ، لکه : ژوره ساه ایستنه .

له توجو مو مننه!

08/05/2023

د ویټامینونو کمي بدن کې کومې ناروغۍ رامنځته کوي ؟

*🩺 په بدن کې د ویټامینونو پوره کولو لپاره هر ډوله خوراک کول مهم دي . که د پرهیز پر وخت څوک یو ډول خواړه خوري او له نورو ځان ساتي ، پر بدن منفي اغیز کوي او د نورو ویټامینونو کمښت سره مخ کېږي چې په بدن کې یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي .

*🩺 دلته د بدن هغه نښې او درملنه یې ذکر کوو چې له ورایه ترې د ویټامین کمی ښکاري .

*🩺 1 - د ویښتانو تویېدل : د ویښتانو تويېدل او جړیدل بدن کې د ویټامین B7 نښه ده ، پخپلو خوړو کې بادام او خوټولي معنی جوش آلوګان شامل کړئ ، دا د ویټامن بي سیون کمي پوره کوي .

*🩺 2 - د عضلاتو او بندونو درد :* په عضلاتو او بندونو کې درد په بدن کې د کلسیم ، میګنیزیم او پوتاشیم کمي لامل دی ، دا منرالونه د خولې ( د بدن اوبه ) په وسیله له بدن څخه خارجیږي ، ددې پوره کولو لپاره کدو ، مڼه او کیلې غوره خواړه دي .

*🩺 3 - د مخ دانې او حساسیت :* پر مخ دانې راختل او یا حساسیت لرل د ویټامن B کمي نښه ده . بدن د نورو ویټامینونو لکه A-E او D ساتلو وړتیا لري خو د ویټامن بي پوره کولو لپاره باید اضافي کوښښ وکړل شي . ددې ویټامین پوره کولو لپاره آلو ، ځکمۍ غوښه ، پنیر ، بند ګوپي او شنه سابه ښه خواړه دي چې بدن کې ددغې ویټامین کمي پوره کولو کې مرسته کوي .

*🩺 4 - په لاسونو او پښو کې دردونه :* اکثره وخت د لاس بند یا مټ او پښه کې دردونه رامنځته کیږي ، ددې لامل بدن کې د ویټامین B12 او B6 کمښت دی . ددې ويټامینونو پوره کولو لپاره لوبیا ، دال ، دېته ورته خواړه ، چرګان او غوښه غوره خواړه دي .

*🩺 - 5 د سترګو ژیړیدل :* په سترګو کې ژیړوالی رامنځته کېدل هم د ویټامین B12 کمي نښه ده ، ددې پوره کولو لپاره د غوایي ځیګر ، غوښه خوړل او د شیدو څکل مرسته کوي .

*🩺 6 - غاښونو ناروغي :* په غاښونو کې یو شمېر ډوله ناروغۍ رامنځته کېدل بدن کې د ویټامین D کموالي نښه ده ، ددې لپاره د کلسیم ، فاسفورس Phosphorus او ویټامین ډي څخه ډک خواړه وخورئ ، لکه له شیدو څخه جوړ شوي خوراکونه ، وریجې او انګور . دغه خواړه مو د غاښونو یو شمېر ناروغیو څخه ژغوري .

*🩺 7 - شونډه وتل / زخمي کېدل :* د شونډو وتل یوه عامه ناروغي ده . په بدن کې د وسپنې کمښت دغه ناروغي رامنځته کوي ، ددې لپاره شنه سابه او نوره سبزي غوره خواړه دي ، همدا ډول لوبیا ، دال ، هګۍ او غوښه هم ددغه منرالونو کمي پوره کوی

ستاسی روغتیا زموږ هیله ده

د روژې په مياشت کې ډېر شمير کسان د خپلو تشو بولو ژيړ رنګ ته اندېښمن وي، خو د تشو بولو د رنګ ژېړوالی تر ډېره د اوبو څښلو ...
02/04/2023

د روژې په مياشت کې ډېر شمير کسان د خپلو تشو بولو ژيړ رنګ ته اندېښمن وي، خو د تشو بولو د رنګ ژېړوالی تر ډېره د اوبو څښلو مقدار پورې اړه لري. کله چې د بدن اوبه پوره وي يعنې اوبه ډېرې وڅښل شي د تشو بولو رنګ شفاف وي او کله چې اوبه کمې وڅښل شي د تشو بولو رنک ژېړ رنګ ته مايل کېږي هرڅومره چې اوبه کمې وڅښل شي په هماغه کچه مو د تشو بولو ژېړ رنګ زياتوالی کوي
د تشو بول رنګ ژېړوالي ستونزه تر ډېره په بدن کې د اوبو مقدار پورې اړه لري دا ستونزه بغير له روژې هم ډېر خلک لري چې لامل يې په بدن کې د اوبو کموالی وي
په لاندې انځور کې ښکاري چې د بدن د اوبو مقدار سره د تشو بولو رنګ هم تغير کوي.

په سړه هوا کې د هډوکو درد د مخنیوي لپاره لارښوونې :په سړه هوا کې د هډوکو او بندونو درد زیاتیږي چې د درد او اضطراب لامل ک...
01/02/2023

په سړه هوا کې د هډوکو درد د مخنیوي لپاره لارښوونې :

په سړه هوا کې د هډوکو او بندونو درد زیاتیږي چې د درد او اضطراب لامل کیږي. د زنګون درد په سړه هوا کې ډیر شدید کیږي، د مخنیوي لپاره چې محافظتي اقدامات اړین دي. د دې ډول رنځ څخه مخنیوی، کیدای شي د ژوند طرز او رژیم متوازن کولو سره په دې برخه کې تر ټولو مهمه خبره ورزش دی. د ورځې په پیل کې سپک تمرین چې په زنګونونو فشار نه راوړی ستاسو د هډوکو او بندونو فعال او ځواکمن ساتلو کې مرسته کوی.

کلسیم د هډوکو روغتیا او پیاوړتیا لپاره اړین دی. له همدې امله، په سړه هوا کې د زنګونونو او نورو مفصلونو درد څخه مخنیوي لپاره، په خپل رژیم کې د کلسیم مقدار زیات کړئ. د مغز لرونکو، تخمونو، تل، حبوباتو، سبزیجاتو، کب، شیدو او نورو لبنیاتو مصرف زیات کړئ. که تاسو د کلسیم له کمښت سره مخ یاست، هڅه وکړئ چې دا کمښت د خپل ډاکټر په مشوره د اضافي درملو له لارې تر لاسه کړئ. همدارنګه، پام وکړئ چې ستاسو بدن د اړتیا وړ ویټامین ډي ولري ځکه چې دا په هډوکو کې د کلسیم د جذب لپاره اړین دی.

هڅه وکړئ د فشار، ذهني او عصبي فشار څخه مخنیوی وکړئ. د عصبي فشار له امله کولمی نشي کولی په لوی مقدار سره کلسیم جذب کړي. خپل ذهني حالت او د ژوند طرز مثبت وساتئ او اجازه مه ورکوئ چې هر ډول فشار ستاسو په روغتیا اغیزه وکړي. د هغه خواړو څخه ډډه وکړئ چې د کلسیم د ضایع کیدو لامل کیدی شي. د کافین، چای، سوډا اوبه، نرم مشروبات، سپینه شکر او سګرټ څکولو څخه ډډه وکړئ. لږ پاملرنه او احتیاط کولی شي تاسو د ملا شدید درد څخه وژغوري

خراری:په خوب کې خراری(snoring ):یو لوړ اوتیز ژغ دی چي           دعمېق خوب په وخت کې رامنځ ته کیږي؛ چې متاسفانه دکورني دغ...
17/01/2023

خراری:
په خوب کې خراری(snoring ):یو لوړ اوتیز ژغ دی چي
دعمېق خوب په وخت کې رامنځ ته کیږي؛ چې متاسفانه دکورني دغړو او داطاق دملګرو دتکلیف او بي خوبی سبب ګرځي...
مساعد کوونکی حالت:زیات موارد لري ، چې پر پورتني تنفسي لاروو تاثیر کوونکي دي؛چې دخرخر سبب ګرځي:
۱_په پزه کې اضافه غوښه ؛دپزي ددیوال او هډوکي کوږ والی
۲_په ستوني کې اضافه غوښه (دتانسل دریمه او څلورمه درجه غټوالی)؛او یا دنرم تالو پاړسوب
۳_ دحلقۍ ژبي غټوالی او اوږدوالی (uvula )
۴_ زیات چاغښت خصوصا دغاړي او دهغه دشاوخوا دعظلاتو چاغښت(چې دبلعوم دخولي دتنګوالي باعث ګرځي)،وسندروم down Syndrom... (sleep apnea )؛ که چیري پورتني پتالوژیک حالت موجود وو که چیري تداوي نشو ددغه ناروغیو سبب ګرځي دویني فشار مشکلات ,دماغي ستونزي او دزړه او رګونو ناروغې..
تداوی :په لاندي ډول دي:
۱_ دزیات چاغښت څخه ځان ساتل
۲_دستونی ستخ خوب کولوڅخه ځان ساتل"supine position".
۳_دبي خوابی څخه مخنیوی "sleep deprivation ".
۴_ پر وخت تداوي دبندش واحتقان "congestion "پزه،؛دستوني درد..
۵_دسګریتو څخه ځان ساتنه
او که چیري داطاق ملګري ارام خوب غواړي دearcapeڅخه استفاده وکړﺉ

04/01/2023

I've just reached 100 followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏🤗🎉

دا به مو ژوند کې پکار شي.د يو کس يا ماشوم په ستوني کې  د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟هيمليچ کوم ډول مانور ت...
31/12/2022

دا به مو ژوند کې پکار شي.
د يو کس يا ماشوم په ستوني کې د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟
هيمليچ کوم ډول مانور ته ويل کيږي؟؟

کله چې د لويانو يا د ماشومانو په ستوني يا په تنفسي لاره کي يو څيز ( ډوډۍ يا کوم بل څيز) بند يا خښ شي د دغه څيز رايستلو طريقې ته هيمليچ مانور ويل کيږې.

هر کال زياتره کسان د دي له امله مړه کيږي کله يي چي يو څيز په ستونې يا تنفسي لار کي بند شي. چې دا حالت د ساه د بندوالي لامل کيږي، څرنګه چي دا يو ايمرجنسي حالت ده که سمدستي اقدام ونشي ممکن د ياد کس يا ماشوم د مړينې لامل شي. د دې په خاطر لازمه ده تر څو لاندې مانور ذده کړو او د يو کس ژوند وژغورو ځکه چې په داسې حالت کې د وخت ضايع کول نه دي په کار د وخت ضايع کول د ياد کس د مړينې لامل کيداي شي
او که چيرې سمدستي لاس رسۍ ډاکتر ته ممکن وي ياد کس بايد فورآ ډاکتر ته وروړل شي

# د لويانو په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) هغه کس چي په ستوني کې يي يو څه خښ شوي ولاړ کړئ

2) تاسې د همدغه کس شاته ولاړ شئ

3) خپل دواړه لاسونه د ياد کس د سينې څخه لږ لاندې راتاو کړئ

3) چپ لاس ته د سوک وضيعت ورکړئ او ښی لاس په چپ لاس څرنګه چي په لاندې تصوير کې ښکاري د معدې په ساحه کې کيږدئ

4) د ښي لاس په واسطه چپ لاس ته پورته او داخل طرف ته ناڅاپي فشار ورکړئ

5) بار بار تر هغه پورې ناڅاپي فشار ورکړئ تر څو د ياد کس په ستوني کي بند يا خښ شوی څيز خارج او ياد کس ساه واخلي او يا ټوخله وکړي

# د يو کال څخه د کم عمره ماشوم په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) ماشوم پړمخې په چپ لاس لکه څنګه چې په تصوير کې ښکاري واچوئ او خپل ورون هم کات کړي
ماشوم د ملا په ساحه کې د خپل لاس د ورغوي په واسطه 5 ځلې وه وهئ

2) که چيرته په ستوني کې بند شوی څيز خارج نه شې په دې صورت کې ماشوم بيرته پر مخ کړئ او سر يي د غاړې څخه ټيټ کړئ لکه څنګه چې په لاندې تصوير کې ښکاري

3) خپلې دوه ګوتې مو د ماشوم په سينه کيږدئ او 5 ځله په سينه فشار ورکړئ

4) بيا ځلې ماشوم پړ مخ کړئ او 5 ځلې يي د لاس په ورغوي د ملا په ساحه کې وه وهئ تر څو بند شوی څيز خارج يا ماشوم ساه واخلي او يا ټوخله وکړي...

19/12/2022

⭕ د وینی ورکولو مهمې ګټی !

① د زړه حملی خطره کمیدل .
② د سرطان خطراتو کمیدل .
③ د زړه او رګونو ناروغیو کمیدل .
④ د مغزي سکتی کمښت .
⑤ د انسان ژغورنه .
⑥ د زیات وزن کمیدل .
⑦ د انسان تازه کیدل .
⑧ د پوستکی ښکلا ډیریدل .
⑨ د هډوکو د تقويې سبب کیدل .
⑩ روحا د آرامۍ او خوشحالۍ احساس کول .
نوټ: ځینی وختونه په ځینی اشخاصو کی دوینی ورکول تاوانی وی نو ښه داده چی دوینی ورکولو لپاره د ډاکټر سره مشهوره وکړی

Address

Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Reyaan ډاکټر ریان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Reyaan ډاکټر ریان:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category