10/10/2025
🌿 د ۲۰۲۵ کال د رواني روغتیا نړیواله ورځ
🕊️ د سږ کال میسیج
رواني روغتیا ته لاسرسی — په ناورینونو او کړکېچونو حالاتو کې
په نړۍ کې میلیونونه انسانان له جګړو، بېثباتۍ او ناورینونو سره ژوند کوي. دا حالتونه نه یوازې د بدن، بلکې د ذهن او احساساتو ژور زخمونه رامنځته کوی او پرېږدي یی
رواني روغتیا د انسان د وجود مهم رکن دی، خو ډېر ځله په کړکېچونو حالاتو کې هېرېږي
دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې
رواني روغتیا د هر انسان حق دی، نه یو امتیاز
د بیړنیو حالتونو پر مهال رواني ملاتړ د ژوند د ژغورنې برخه ده
د هر چا خبري باید واورېدل سي، درک کړل سي او ملاتړ یي وسی
💚 راځئ دا پیغام خپور کړو که څوک له دروني درد سره مخ وي، باید په مهربانۍ ورسره خبري وسی، او د درک لاس ورکړئ
ځکه د ذهن زخم هم درمل غواړي — د احساس او ملاتړ په بڼه
دا ورځ دې زما ټولو هم مسلکانو ته مبارک وي
ستاسو د بریا او پرمختګ په هیله