Sabawoon Neuro Center سباوون عقلي عصبي درملني مرکز

Sabawoon Neuro Center  سباوون عقلي عصبي درملني مرکز زموږ سره و اوسي درڅو د عقلي او عصبي ناروغيو په اړه بشپړ معلومات او عامه پوهاوی ترلاسه کړي .

شاوخوا یو څخه تر دری سلنه خلګ یو ځانګړی جین لري چې hDEC2 نومیږي ،  چې د دوی بدن ته اجازه ورکوي چې پوره آرام ترلاسه کړي ،...
15/11/2022

شاوخوا یو څخه تر دری سلنه خلګ یو ځانګړی جین لري چې hDEC2 نومیږي ، چې د دوی بدن ته اجازه ورکوي چې پوره آرام ترلاسه کړي ، حتی د شپې دوه یا دري ساعته خوب سره کوله سي چي دوي خوب پوري کړي او نور ضرورت ورته نه لري چي خوب وکړي!
په نورمال ډول خلک 8 ساعت خوب کوی.

تاسو کي څوک سته چي صرف په دري ساعته خوب يې ټوله خوب پوره کیږي ?

خراب مزاج یا طبیعت  inappropriate  Moodخراب مزاج د رواني ناروغۍ څخه یوه نښه ده.دا شخص د حالاتو په خلاف مزاج یا طبیعت لري...
08/11/2022

خراب مزاج یا طبیعت inappropriate Mood

خراب مزاج د رواني ناروغۍ څخه یوه نښه ده.

دا شخص د حالاتو په خلاف مزاج یا طبیعت لري!
لکه ناڅاپه د خندا او ژړا پيل کول،
چې نه خندا کولو ته کوم دلـيـل شـتـون لري او نه هم ژړا ته خودی خاندي يا ژاړي او د ځان او نړۍ بې پروا وي،
نه د پيسو خيال ساتي او نه د جامو او نه د خوراک څښاک.
داسې شخص ته که پیسي په لاس ورکړي پر ناکي شیانو یې مصروف کوي .

که مو کورنۍ یا نږدې داسی کسان موجود وي نو د عقلي عصبي ناروغۍ یو داکتر سره مشوره وکړي .

Hallucinationد رواني ناروغانو یو خاص نښه ده چي پکی ناروغ .دداسې شيانو اورېدل او يا يې ليدل چې په  رښتيا نه وي، په داسې ح...
08/11/2022

Hallucination
د رواني ناروغانو یو خاص نښه ده چي پکی ناروغ .
دداسې شيانو اورېدل او يا يې ليدل چې په رښتيا نه وي،
په داسې حال کې چې دی وايي رښتيا دي؛ لکه څو بېلګې يې په لاندې ډول لوستلای سو !

1. دداسې اوازونو اورېدل، چې نوموړې فکر کوي، ده ته کوم څوک خبرې کوي او يا اوازونه دده په سر کې په ده باندې تبصره کوي.
2. داسې اوازونه یا موسیقۍ (سندرې) اورېدل، چې دې شخص ته د يوه نا معلوم ځای څخه راځي.

3. دداسې وګړو يا داسې شيانو ليدل، چې نور وګړي يې نه سي لیدلای.
4. ځیني وګړي داسی هم وایې چې زه پیرانان لرم او له هغوي سره خبری کوم زه وینم خو تاسو یې نه ویني اصلاح په حقیقت کي هیڅ هم نه وي .
یوازې دد کس په دماغ کي داسی وي چي زه کوم چا سره خبری کوم او هغه زما سره خبری کوي.

#نوټ داسی کسان که مو کور یا نږدې پیدا کیدل نو سم دستي دیو د عقلي عصبي ناروغۍ متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي .

(ⅅℰℒႮՏⅈᝪℕ) هم د رواني ناروغانو د نښو څخه یوه خاص نښه ده !چې په دې کې سړی داسې فکر کوي، چې ډېر نوموتى او شتمن دی، په رښتو...
07/11/2022

(ⅅℰℒႮՏⅈᝪℕ)
هم د رواني ناروغانو د نښو څخه یوه خاص نښه ده !
چې په دې کې سړی داسې فکر کوي، چې ډېر نوموتى او شتمن دی، په رښتوني توګه نه وي، په دې حالت کې سړی فکر کوي، چې خلک دده د وژلو هڅه کوي، خو داسي هیڅ څه هم شتون نه لري او يا هر څوک دده په اړه په کلي، کوڅو او لارو کې خبرې کوي، خو په رښتيا سره داسې نه وي
ځان ورته ډیر لوي او پوه سړي معلومیږي او فکر کوي چي په هر څه در هر چا ښه پوهیږی.
او ځان ناروغ هم نه بولي خپل ځان ورته روغ جوړ معلومیږي .
د لاندې انځور هم د داسي کسانو لپاره جوړ دي.

تاسو به ممکن داسي کسان لیدلي وي ?

  د رواني ناروغانو د نښو نښانو څخه یوه نښه ده. سړي داسی خبري کوي چي نور وګړو يې په موخه او هدف نه پوهېږي او یايې د خبرو ...
07/11/2022


د رواني ناروغانو د نښو نښانو څخه یوه نښه ده.
سړي داسی خبري کوي چي نور وګړو يې په موخه او هدف نه پوهېږي او یايې د خبرو په معنا په بشپړ ډول نه سی رسیدلای چی څه وايي او خبرې یې بې دلیله او نامنطقي وي .
او چي خبري شروع کړي بیا یې چپ کول ګران وي
خپلي خبري خوند ورکوي او ځان پر حق بولي .

نوري نښې نښانې په راتلونکې لیکنه کښي .
عامه پوهاوی

 1. د وګړو په احساساتو کې بدلون! لکه دوامداره غمجنتوب او خپگانپه مزاج (کړو وړو ) او طبیعت کی ستر بدلوند غوسې احساس کول ا...
07/11/2022



1. د وګړو په احساساتو کې بدلون!
لکه دوامداره غمجنتوب او خپگان
په مزاج (کړو وړو ) او طبیعت کی ستر بدلون
د غوسې احساس کول او هم د نورو سره په غوسه ناک ډول چلن کول.
2 د بې ارزښتۍ احساس!
لکه څوک دا احساس لري، چې ژوند کوم اهمیت او ارزښت نه لري
3. په فکر او توجه کې بدلون!
لکه: د داسې غږونو اورېدل او یا دداسی شیانو لیدل، چې نور يې نه اوري او نه يې ويني د بې وېرې شيانو څخه وېرېدل د فکر او خبرو په ټولولو او يو ځای کولو کې ستونزې.

4 د ځان وژنې په اړه فکرونه!

5 په اریانوونکو او خيالي شیانو باور درلودل!

6 د خلکو په عملونو (کړو وړو کې بدلون!
لکه: د خوړو او خوب کولو په خويونو کې بدلون يا ستونزې
د نشه یی توکو کارول د ژوند په ورځنیو چارو کې ستونزې درلودل .

7 له ملګرو او د کورنۍ د غړو څخه لري اوسېدل یوازیتوب خوشول.

په راتلونکې لیکنه کښي به په څو رواني ناروغیو د هغوی نښو نښانو ، لاملونو درملنه رڼا واچوو .

عامه پوهاوی

پیاده تک د نورو ورزشونو په څیر کولای سي د زړه او شکرې ناروغيو ويني لور فشار، چاغی او ژور خپګان خطر راکم کړي. کوښښ وکړی د...
09/10/2022

پیاده تک د نورو ورزشونو په څیر کولای سي د زړه او شکرې ناروغيو ويني لور فشار، چاغی او ژور خپګان خطر راکم کړي. کوښښ وکړی د ورځې حد اقل شپږ زره څخه تر لس زره قدمه پیاده تګ وکړي .

تاسې به اوریدلي وي چې پلانکی کس ماشام روغ جوړ ویده سو خو سهار مړ وو، په انسانانو کې يو عجيب ترين مرګ د Ondine's curse  پ...
03/04/2022

تاسې به اوریدلي وي چې پلانکی کس ماشام روغ جوړ ویده سو خو سهار مړ وو،
په انسانانو کې يو عجيب ترين مرګ د Ondine's curse په نامه دی چې سړی ويښ وي بيخي رک روغ او جوړ وي، سږي يې سم کار کوي، خو چې ويده سي د مغزو يې هېر سي چې سږو ته د تنفس کولو امر وکړي او يا يې دوامداره تنفس ته وهڅوي او سړی د مغزو د همدې غفلت له امله مړ سي.
داسې مرګونه زیات نه وي خو بیا هم په یوه کال کښې د 1000 څخه تر 1500 پوری انسانان په داسې مرګ مري.

د انسان د بدن کنترول د مغزو په لاس کې دي . د بدن د حرکاتو په شمول ټول معلومات په مغزو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د برق د...
16/03/2022

د انسان د بدن کنترول د مغزو په لاس کې دي . د بدن د
حرکاتو په شمول ټول معلومات په مغزو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د برق د جريان په شکل وړل کيږي چې
ℕ𝕖𝕦𝕣𝕠𝕥𝕣𝕒𝕟𝕤𝕞𝕚𝕥𝕥𝕖𝕣𝕤
ورته ویل کیږي . په نورمال حالت کې د برېښنا پدغه جریان کې د بې نظمۍ لپاره هېڅ گنجایش نسته. خو ځینو حالتو
کې بې نظمۍ پکې پیدا کیږي، خو هر هغه وخت چې په
مغزو کې ناڅاپه غیر نورمال برقي جريان توليد سي په
انسان د میرګيانو حمله راځي. کله چی دغه حملی دوامداره شکل اختیار کړي،
نو ډاکټران له یو لړ معائیناتو وروسته د میرګي د ناروغۍ
تشخيص کوي. ميرګي د انسان د بدن د نورو ناروغيو په څیر د تداوۍ وړ يوه عامه ناروغي ده. د دغه ناروغۍ علاج
عموماً د عصبي ناروغيو متخصص ډاکتر ورته کوي.

جنګ او جګړه د انسان پر ماغزو ډير بد تأثير لري او انسانانو ته کوچنی کوچني روحي مشکلات پیدا کوي. هر هغه وخت چې څوک د جګړي ...
13/03/2022

جنګ او جګړه د انسان پر ماغزو ډير بد تأثير لري او انسانانو ته کوچنی کوچني روحي مشکلات پیدا کوي. هر هغه وخت چې څوک د جګړي یا انفجار واقعه یا سانحه په سترګو و ويني په هرو لسو خلګو کې څلورو کسانو ته يو ډول ژوره پريشاني (PTSD) پیدا کیږي چې لاندې اعراض لري،
ناروغ ته سم خوب نه ورځي، د جنګ یا انفجار صحنه همېشه په خوب ويني او یا یې تر سترګو سترګو کيږي.
ځان يوازي او مجرم ورته معلومیږي ، په تشويش کې وي، ډير ژر حوصله له لاسه ورکوي او احساساتي کيږي، حافظه یې کمزوري وي یاداښت یې کم وي .

که دغه پورته اعراض له یوې میاشتې څخه زيات دوام وکړي خپل کور کلي ته نېږدې له يوه عقلي عصبي متخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ ځکه دغه د درملني وړ يوه ناروغي ده.
که پر وخت یې تداوی ونیسی ممکن د لا زیات تشویش وړ وګرځي.

د انسان د مغزو په داخل کې يوه ساحه ده چې د سُپراکيازماټِک نيوکليَس په نامه ياديږي او کټ مټ د ساعت په څير کار کوي. روزمره...
28/02/2022

د انسان د مغزو په داخل کې يوه ساحه ده چې د سُپراکيازماټِک نيوکليَس په نامه ياديږي او کټ مټ د ساعت په څير کار کوي. روزمره نېږدی په هرو ۲۴ ساعتونو کې کله چې سړی له خوبه راپورته له صفر څخه پیل کوي. که چيري انسان په ټاکلي وخت د شپې وختي بیده کيږي او په ټاکلي وخت سهار له خوبه راپورته کيږي نو عادت يې له خپل داخلي ساعت سره په ټکر کې نه راځي او ښه خوب کوي.
او خوب روسته بی دماغ ډېر ارام او استراحت وي.
که غواړی اعصاب مو د ورځې په اوږدو کې ارام وي نو کوشش وکړي په ټاکلی وخت بیدیږی او ټاکلي وخت بیرته راپورته کیږي.

د متحده ايالاتو د اټلانټا ښار د Emory پوهنتون څېړونکو داسې يو اپليکېشن جوړ کړي چې د موبايل له لارې له ګوتو څخه په عکس اخ...
26/02/2022

د متحده ايالاتو د اټلانټا ښار د Emory پوهنتون څېړونکو داسې يو اپليکېشن جوړ کړي چې د موبايل له لارې له ګوتو څخه په عکس اخيستلو به په يو کس کې د‌کم خوني اندازه معلوموي.
کره توب يې د وينې له ازموينې دقيق دی او په ۹۷ فيصده دقت باندې کم خوني ښيي.
په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ ميليونه کسان د وينې د‌کمښت ښکار دي,
د‌متحده ايالاتو د روغتيا او درملو ادارېFDA لخوا هم دا اپليکیشن تائيد سوی اوس مهال يوازې د پوهنتوني څېړنو لپاره کارول کېږي.

ممکن تاسو له هر ډول انسان سره ژوند وکړای سی خو له شکاک او بدګومان انسان سره ژوند نه کېږي. که ستاسو په ملګرو او يا اړيکو ...
25/02/2022

ممکن تاسو له هر ډول انسان سره ژوند وکړای سی خو له شکاک او بدګومان انسان سره ژوند نه کېږي. که ستاسو په ملګرو او يا اړيکو کې داسې څوک وي چې هر څه ته د شک په سترګه ګوري او پخوانۍ پېښې په داسې حالت کې له اوسنيو هغو سره غوټه کوي چې هېڅ منطقي تړاو نلري نو ښه به دا وي چې فوراً ورسره اړيکه پریکړې .

له دوی سره ژوند لکه د څارنوال په دفتر کې ژوند داسې وي. هره شېبه به درڅخه پلټنې او ګروېږنې کېږي. تا څو کالونه مخکې داسې کړي و، هرومرو دې اوس هم داسې کول. پلاني ته دې داسې ويلي ول، بستااني ته دې هم داسې ویلی او ...

شکاکيت له يوه نسل څخه بل ته لېږدېږي. که په يوه کورنۍ کې يو کس شکاک وي ډېر احتمال سته چې پلار، مور، خور او ورور به يې هم وي.

شکاک انسان ته که هر څومره دلايل ووايئ، کېدای سي په ظاهره درسره سر وښوروي خو په زړه کې يې نه مني. هغه ته لکه تورې عينکې يې چې په سترګو کړې وي د هر څه رنګ بدل مالومیږي . په دلايلو او قناعت ورکولو يې باور نه بدلېږی. د هغه ماغزه پېښې همداسې له يو بل سره په تړاو کې پراسس کوي.

له ښه مرغه دا رنځ د درملنې وړ دی. ناروغ بايد د اوږدې مودې لپاره ځينې درمل وخوري. له درملو پرته بله حل‌لاره او هڅه پايله نلري. که داسې څوک پېژنئ يوه مسلکي ارواپوه ته يې ورولئ چې درملنه يې وکړي.
عثماني

Address

ادرس لالک ماما تعمير ته نارسیده مولوي ناصر کمپلکس څنګه ته سباوون عقلي او عصبي ناروغانو کتنځی
Kandahar

Telephone

+93790071597

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sabawoon Neuro Center سباوون عقلي عصبي درملني مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Sabawoon Neuro Center سباوون عقلي عصبي درملني مرکز:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category