Dr.Monib Ullah Zaheen/ډاکټر ذهین سالک

Dr.Monib Ullah Zaheen/ډاکټر ذهین سالک 173,683,83

05/08/2025

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!!

د بهرنیو کلینیکي اسناد لرونکو ډاکټر صاحبانو د پام وړ!

۱- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن کلینیکي اسناد یې د بهرنیو هېوادو څخه ترلاسه کړي وي، خو ډیپلوم ونه لري، د منلو وړ نه دي.

۲- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن اسناد ولري او ډیپلوم یې هم ترلاسه کړی وي، د ډیپلوم د شتون په صورت کې یې اسناد د ۲۰۲۷ کال تر پایه ارزول کیږي، د یادې نېټې په انقضاء سره یې ډیپلوم نه ارزول کیږي.

۳- هغه ډاکټر صاحبان چې د تخصص بشپړولو څخه مخکې یې فیلوشیپ ترلاسه کړی وي، اسناد یې د منلو وړ نه دي.
https://tinyurl.com/3y2dzb3m

29/07/2025
28/07/2025

خبرتیا!
د خوست ولایت اړمنو او هغه بې‌وسه ناروغانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عبدالي طبي کمپلېکس په هڅو د مزار شریف د حوزوي روغتون څخه ټرینره متخصصه عاطفه عبدالي د درېیو ورځو لپاره عبدالي طبي کمپلېکس ته راغلې ده، چې ستاسو د مرستې او لاسنيوي په خاطر به، په ولادي (Obstetric) او نسایي (Gynecological) برخو کې په وړيا ډول عمليات ترسره کړي.

خدمات:
سیزارین (Cesarean Section)
د رحم غوټه یا میوم لرې کول (Myomectomy)
د تخمدان د سیستونو لرې کول (Ovarian cystectomy)
د رحم لرې کول (Hysterectomy)
د رحم غاړې عملیات LEEP یا (Conization)
د زیږون پر وخت نس برید (Episiotomy)
او نور اړین نسایي ولادي عملیات

مهم ټکي:
د عملیاتو پروسیجرونه (Surgical procedures) او بستر به کاملاً وړيا وي.
نور خدمات لکه درمل، لابراتوار، معاینات ممکن شامل نه اوسي.
عملیات به یوازې هغو ناروغانو ته اجرا کېږي، چې له اوله یې ځانونه ثبت کړې وي.
ناروغان باید اړین طبي اسناد له ځانه سره ولري.

نېټه: 07/29/2025 - ورځ سبا سه شنبه
🕘 وخت: د سهار له ۸:۰۰ بجو تر مازیګره.
📍 ۱۲۰۰ فامیلۍ، د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو طبي مؤسسې ترڅنګ، خوست – افغانستان.

مهرباني وکړئ دا پیغام له هغو ناروغانو سره شریک کړئ چې اړتیا لري، خو د درملنې وس یې نه وي.

په درنښت
د عبدالي طبي کمپلېکس اداره

12/07/2025

که د ویلو حوصله یې لرئ نو ډیره له پنده ډکه قیصه ده:

ورکه لالیه هیر می نه یی 😥
کیسه

زما یې واده همدومره یاد و چې د واده وریجو کې یې مالګه زیاته وه او تر ډیره په کلي کې دا متل و چې مالګې سره ګذاره کوئ د شمسیې او پرهیز واده ترې جوړ نکړئ.

د شمسیې پلار د شمسیې له تولد مخته له خپل یوه دوست سره وعده کړې وه که یې لور وشوه ستا زوی ته یې درکوم او که یې زوی وشو لور به راته راکوې.
څه وخت بعد بدبخته شمسیه وزیږیده، او د تولد پر ورځ د پرهیز په نامه شوه، پرهیز هم هغه وخت څلور یا پنځه کلن و...
وخت تیریدو چې پرهیز له دغې اړیکې خوښ نه بریښیدو خو په دې راز یوازې پرهیز او د پرهیز پلار پوه دي.
پرهیز یې پلار ته وویل چې دا اړیکه به له منځه یوسو خو د پرهیز او شمسیې پلار نه منله ځکه ورته شرم و.
بالاخره واده وشو خو پرهیز په زړه کې د غچ اخیستو لویه برنامه یوازې له شمسیې لري.
له واده یې میاشت نه وه تیره چې میرمنه یې دلته پریښوده او خاوند یې لاړ خارج ته!
یو کال، دوه کاله، پنځه کاله یې تیر شول خو درک یې نشو رامعلوم..
د کلي خپل خپلوانو له انجلۍ وغوښتل چې محکمه کې ترینه طلاق واخلي او کوم بل خاوند وکړي، انجلۍ و نه منله ...
انجلۍ د خپل خاوند په هغه مینه چې لا یې میاشت نه وه پوره ډاډه وه چې هغه حتما راځي.
انجلۍ د جدایئ او تنهایي سختې ورځې زغمي ځکه باور لري چې پرهیز بیرته راځي، خو احمق پرهیز د خپل او د شمسیې د پلار حماقت زور له شمسیې باسي.
پرهیز شمسیې ته په لیکونو کې ډاډ ورکوو چې زه راځم د خلکو خبرو پسې مه ګرځه..
لس کاله نور هم ووتل د انجلۍ ځواني هم مخ پر ځوړ وه چې د پرهیز لیک داځل ډیر په ځنډ راغی!
شمسیه خورا خوښه او په جامو کې نه ځاییده، هغه خپله په لیک لوست نه پوهیده، او لیک یې لمړی خپلو همزولانو ته پټ وروښود چې وګوري څه یې لیکلي؟
لیک کې یې همدومره لیکلي و:
میرمنې!
نه غواړم بیرته هېواد ته درستون شم، کاش کې مخکې مې درته ویلي وای چې ما دلته ښځه کړې ده، اولادونه لرم، ژوند لرم، او د ژوند په چارو کې سخت بوخت یم.
وخت مې پیدا نکړ چې ته مې له وړاندې خبره کړي وای په همدې خاطر درته لیک استوم چې ته له ماڅخه ازاده یې!!
شمسیې وویل څه څه؟
همزولې یې ورته وویل صبر لیک لا پاتې دی.....
لیک کې نور لیکل شوي و:
زه بخښنه غواړم چې لیک مې په ځنډ درواستوو په دې هیله چې د ژوند ښه ملګری درته پیدا شي....
شمسیې له ډیره درده او شرمه خپلو همزولانو ته هم ونه کتل لیک یې د هغې له لاسه کش کړ او ولاړه...
شمسیه په ځغاسته کور ته ننوته او خپلې خونې ته ولاړه، په تخت کې نسکوره پریوته او په چغو چغو یې وژړل.
د پرهیز مور و پلار د شمسیې خوا ته راغلل او پوښتنه یې وکړه:
شمسیې څه پېښه ده؟
شمسیه ورته د لیک کیسه کوي او په ژړا ژړا کې وایي:
کاکا ستا پرهیز په اوولس کالو کې دومره وخت نکړ پیدا چې ماته یې ویلي وای له ما ازاده یې؟
ولې ما څه ګناه کړې وه؟
کوم داسې بد مې در رسولي دي چې زه یې دومره لویه سزا ګورم؟
بس بس نوره ځمه، ستا زوی ځواب راکړ،ځان ساتلی شم پلار کور ته هم نه ځم خو ستاسو له کوره ځم...
د پرهیز پلار وایي ته صبر زه یو ځل پرهیز سره اړیکه ونیسم چې ځان پوه کړم..
پر سبا یې د پرهیز پلار د بازار له PCO زنګ وروهو..
پرهیز ورته وایي هو!
هغه شمسیه مې ځواب کړه ځکه زه دلته ښځه او بچیان لرم او نشم کولای هغه دلته راولم ځکه دلته د یوې ښځې اجازه شته..
زویه دا څه وایې؟
دلته کور کلی دی، شرم دی، پیغور دی،داسې څوک نکوي،خلک څلور هم کوي خو په پښتنو کې د ښځې پریښودل ډیر بد کار دی..
پرهیز ورته وایي پلاره:
دا فکر به دې هغه وخت کړی و چې شمسیه دې زما له ټاکنې او خوښې بغیر زما په نامه کوله هغه وخت دې دغه شرم، پیغور او بد کار ولې نه محاسبه کوو؟
زه بیرته افغانستان ته نه درځم او ته او د شمسیې پلار بازار ته لاړ شئ شمسیه یوسئ او په شریکه یې خرڅه کړئ ترڅو مو انډیوالي قایمه پاتې شي ځکه ستاسو په انډیوالۍ کې زما ژوند برباد شو.
ځکه ما نه غوښتل چې بېسواده انجلۍ سره واده وکړم، زما بله انجلۍ خوښه وه خو تاسو زه له کوچنیوالي زنداني کړی وم، ما سره هیڅ بله لار نه وه.
دا چې پلار مې یې نور څه درته نشم ویلی پر ما حق لرې خو دا زما د ژوند مسله وه او حق یې زما و چې ټاکنه مې یې کړي وای نور نه غواړم دې موضوع کې وغږیږم بیا ځلې ددغې موضوع اړوند زنګ راونکړې، ته پوهیږې، شمسیه او د شمسیې پلار درته مبارک دې وي خدای پامان!!!
د پرهیز پلار ناهیلی کور ته راغی او په دروازه لا نه و ننوتلی چې شمسیې او د پرهیز مور ترینه غبرګ وپوښتل:
له پرهیز سره دې خبرې وشوې؟
هو وشوې!
څه یې وویل؟
د پرهیز پلار خاموش شو او خپلې خونې ته ولاړ...
شمسیه پوه شوه نوره یې خپل بار و بستره وتړله او ماښام ته نزدې د پرهیز دوی له کوره ووتله...
هغوی یې هم دا ځل د راګرځیدو هیڅ هڅه ونکړه..
ماسخوتن ناوخته د پرهیز مور د پرهیز پلار ته وویل سړیه:
راځه د شمسیې دوی کور ته به ورشو هغه انجلۍ هم حیران ماښام له کوره ووته دلاسه به یې کړو بله ورځ ما بازار ته بوځه زه به خپله له پرهیز سره وغږیږم که زړه کې یې څه رحم پیدا شو؟
د پرهیز پلار او مور روان شو او ناوخته هلته ورسیدل..
د شمسیې مور پلار حیران شو او پوښتنه یې ترې وکړه چې ناوخته مو راپیښه وکړه خدای دې خیر کړي؟
د پرهیز مور پلار سمدلاسه پوه شول چې شمسیه ریښتیا هم د پلار کور ته نده راغلې..
د شمسیې مور چای تیاروو چې د پرهیز پلار د شمسیې پلار ته ټوله خبره واوروله..
دوی ډیر جیګرخونه شو او پریکړه یې وکړه چې د شمسیې مور به نه خبروي ځکه د شمسیې مور د فشار تکلیف لري..
خو ددوی ټولو خفګان او جیګرخونۍ د شمسیې مور شکمنه کړه او بار بار یې لدوی وپوښتل چې کیسه څه ده؟
د شمسیې مور ډیر تلاش وکړ خو دوی ورته خبره ونکړه یو ځل یې د پرهیز مور ته وویل ته صبر زه شمسیې ته زنګ وکړم هغه به خبره وي ترڅو مې پوهه کړي تاسو خو هسې هم حال نه راته وایئ.
د شمسیې مور تلفون راواخیست د شمسیې نمبر یې دایر کړ خو زنګ نه ورځي..
شکمنه شوه او ویې ویل چې هرڅه دي خو په شمسیې لور دي ځکه د هغې تلفون کله هم بند نه راځي..
دوی ټولو ډاډ ورکوو چې نه نه هغه کور وه او هیڅ مسله ورته نشته..
د شمسیې مور چادري راواخیسته او ویې ویل:
سمه خبره راته وکړئ ګنې اوس په دا توره شپه د شمسیې خوا ته درومم..
د پرهیز مور ورته خبره وکړه..
د شمسیې مور په چغو چغو وژړل او حتی ګاونډیانو یې چغې واوریدې..
اوس خلک خبر شول او باید شمسیه پیدا کړي چې چیرې ولاړه؟
د شمسیې او پرهیز پلرونه ډیر ستومان، خجالت او خورا غمجن دي..
شپه یوه بجه شوه چې په دې حال کې د شمسیې مور بې صده شوه او لمړیتوب دا شو چې هغه روغتون ته یوړل شي.
سبا سهار اته بجې وې د شمسیې او پرهیز پلار په روغتون کې و او د شمسیې مور هم په هوش راغلې وه، ښه وه چې روغتون ته یو امبولانس موټر راننوت او ورپسې ډیر خلک هم راننوتل چې کوم څوک مړ دی.
د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه او ګنګوسی شو چې په سیند کې د کومې انجلۍ مړ جسد پیدا شوی دی.
د پرهیز پلار ټکان وخوړ او په بیړه ورپاڅید، چې ګوري شمسیه ده..
د شمسیې پلار خبر شو په چغو چغو یې وژړل او ویې ویل کاش ستا پر ځای زه مړ وای..
دوی نه غوښتل د شمسیې مور خبره کړي خو د شمسیې مور له نرسې پوښتنه کړې وه چې بیرون دا بیربار د څه دی؟
نرسې ورته موضوع تشریح کړې وه او هغه لیک یې هم ورښکاره کړی و کوم چې پرهیز شمسیې ته راستولی و هغه لیک یې شمسیې له چسپ سینه بند څخه راخیستی و دا چې د شمسیې لیک لوست نه و ذده نو دا معلومه نشوه چې هماغه لیک پر شا یې پر چا لیکلي و چې:
ګرانه پرهیز جانه!
مننه ستا لیک راورسید او زما ځواب به هم حتما درورسیږي.
خوښ ژوند ولرې!
نرسې د لیک په پای کې د شمسیې مور باندې درې ځل غږ وکړ خو هغه او شمسیه دواړه د یوې لارې ملګرې وې.

پای!

خیر دی که نه کېږي، پـه شګو دې اوبـه نــه تـــړي،
سړی دی ژر مړ شي خو چا پسې دی زړه نـه تـړی،
ــــــــــــــــــــ
◦•●◉✿A❤️A✿◉●•◦
`زما د وټساپ چینل درسره فالو follow کړئ. مننه`
`چینل لینک :!`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v

05/07/2025
ډېر ښه کار به وشي.
01/07/2025

ډېر ښه کار به وشي.

د خوست ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د تطبیق کمېټې په اونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به ډاکټران ناروغانو ته راز لرونکې یا نه‌ لوستل کېدوونکې نسخې نه لیکي.

ولایتي مسوولینو ویلي، دا ډول نسخې نه یوازې د ناروغانو د سرګردانۍ لامل کېږي، بلکې درمل پلورونکي ترې ناوړه استفاده کوي.

همداراز، پرېکړه وشوه چې دغه کمېټې به د روغتیایي مرکزونو پر چارو څارنه کوي او د پټ رمز لرونکو نسخو له لیکلو به مخنیوی کوي.
#طلوع‌نیوز

ټولو ډاکټرصاحبانو ته ښه چانس
19/05/2025

ټولو ډاکټرصاحبانو ته ښه چانس

د ایګزيټ ازموینې لپاره نوم لیکنه!
ثبت نام برای امتحان ایگزیت!
https://nexa.gov.af/fa/exit_form

05/04/2025
خبر اوسئ!
21/11/2024

خبر اوسئ!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۰۳ /۰۹ / ۱۴۰۳نېټې څخه تر ۱۵ / ۰۹/ ۱۴۰۳ پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، خوست ولایت ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات چې عبارت دې له:

- ۳۵۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول
- ۷۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش
- د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په خوست ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.

---------------

اطلاعیه کمپ های سیار صحی، مراقبت های چشم وزارت صحت‌عامه!

پروژه ایجاد و تجهیز کمپ‌های سیار صحی، مراقبت های صحی چشم وزارت صحت‌عامه، به منظور کاهش میزان نابینایی در مناطق دور دست و روستایی کشور عرضه خدمات صحی چشم را به طور رایگان برای مردم بی‌بضاعت انجام می‌دهند که این پروژه از طریق بودجه انکشافی اختیاری امارت اسلامی افغانستان تمویل می‌گردد.

بناءً این اداره در نظر دارد تا تیم سیار صحی چشم مجهز با وسایل طبی و ادویه لازم خویش را به ولایت خوست از تاریخ ۰۳ /۰۹ / ۱۴۰۳ الی تاریخ ۱۵ / ۰۹/ ۱۴۰۳ اعزام نماید تا این خدمات صحی را که شامل:
- اجرای ۳۵۰ عملیات پرده چشم ( کترکت)
- توزیع ۷۰۰ عدد عینک نزدیک بین به مطالعه
- تداوی و توسعه ادویه لازم برای یک تعداد از بیماران سراپاء که حدود ۴۰۰۰ الی ۵۰۰۰ تن می‌شوند را ارایه نمایند.

بناءً از آنعده هموطنان ما که در ولایت خوست سکونت دارند و به مشکلات صحی چشم مبتلا اند رسانیده می‌شود تا به تاریخ متذکره مراجعه نموده و از خدمات صحی چشم که توسط تیم سیار صحی ارایه می‌شود به طور رایگان مستفید شوند.

Address

Khost
2503

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Monib Ullah Zaheen/ډاکټر ذهین سالک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Monib Ullah Zaheen/ډاکټر ذهین سالک:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram